مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کومه ډله به په دوحه کې د سولې په زين کړي آس سپره شي؟

اېمل افغان

 


څرنګه چې په دوحه کې له مياشتو راهيسې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د حکومت پلاوی له طالب چارواکو سره غېږ په غېږ دی ترڅو وکولای شي افغانستان ته سوله راولي. ولې په دې تر اوسه دواړه خواوې چې يو يې حکومت دی ځانونه د جنت شنه طوطيان بولي (ملي اردو او ملي پوليسو) څخه عبارت دي او بله بيا د هغوی مخالفه ډله چې طالبان دي هغوی ځانونه د جنت سپينې او پاکې بلبلې بولي او وايي موږ به بې ډز او ډوزه جنت ته له ځانمرګو بريدو سره داخلېږو وروستۍ او دريمه ډله چې په هېواد کې ژوند کوي هغه پاک او بې ګناه هېوادوال دي نه يې د چاه په وينو لاسونه سره دي، نه يې څوک وژلي، نه ځانمرګي بريدونه کوي، نه څه غواړي، نه يې څوک په امن او امنيت کې پرېږدي.
راځئ اوس شنو طوطيانو (ملي اردو او ملي پوليسو) او د جنت بلبلو (طالبانو) چې په تاسو په دې دنيا د جنت زېری شوی او ملت دې همداسې ستاسو دواړو ډلو له لاسه په ړانده خره سپور وي حساب وکړو په کوم دليل تاسو دواړه افغانان ياست چې په افغانستان کې د واک غوښتل غواړئ زه له همدغو د جنت له بلبلو چې هره ورځ په هېواد کې ځانمرګي د تور پنجاب په مشوره ترسره کوي آيا تاسو په رښتيا د دې هېواد تذکره لرئ، تاسو زما له مسلماني او عقيدې خبر ياست چې تاسو وژنې کوئ، ملت بې ځايه وژنۍ، که تاسو دواړه خواوې چې حکومت او طالبان ياست په دې څو کلونو کې کومه د سولې پرېکړه د دې ملت د پرمختګ لپاره په دوحه کې وکړه. که تاسو دواړه په حقيقت کې د سولې پلويان ياست راځئ د حديبې سوله مطالعه کړو چې رسول (ص) په کوم ډول دغه سوله وکړه؟
لنډه دا تاسو سوله نه کوئ که تاسو سوله او سياست کولای او د هېواد پرمختګ مو غوښتلی تاسو دواړو به په خپل هېواد کې دفترونه پرانيستي وه نه چې د پاکستان او دوحې په خوښه تاسو سوله کوئ. راځئ اصلي سوله مطالعه کړو، نور د پاکستان کلدارې وانه خلو، د دوحې خرما ځانته ونه خورو ملت هم په کې حق لري، د ايران په تومنو، د جوبايډن په ډالرو ځانونه مه مستوئ، ملت په يښه کوټه او يښه بړستن کې شپې سبا کوئ بيا به موږ و وايو چې تاسو مسلمانان او افغانان ياست.
ملت نور ستاسو په عقيده او سوله باور نه کوئ ځکه څومره چې ژره کېږي بايد سوله راشي، زما ملت رنځور دی کله چې موږ په طبابت کې يو سخت ناروغ تداوي کوو کوښښ کوو په کمو مصارفاتو او لږ وخت کې دغه ناروغ تداوي کړو نه چې لکه ستاسو سوله کلونه کلونه يې ونيول تاسو وخت لرئ، ولې افغان ملت وخت نه لري زما په نظر د افغانانو لپاره به يوه دقيقه له دې وروسته بې ځايه تېرول له يوې مياشتې سره برابره وي.
راځم دې ټکي ته په افغانستان کې چې په دې پنځه لسيزو کې کوم نظامونه راغلي که هغه هر ډول نظام وه خو په خپلو بريتو، ږيرو او غوړو څڼو يې لاسونه راښکلي ملت يې همداسې ويده پرې ايښی دا خبره يې هېڅکله ورسره شريکه کړې نه ده چې راځئ په يوې پروژې او پرمختګ د خپلو هېوادوالو لپاره کار او خبرې وکړو. ترڅو داسې يو څه رامنځ ته کړو چې د ټول ملت په کې خير او ګټه وي بلکې تل يې خپل جب ډک کړی، مرګونه يې کړي، ځوانان يې بې ځايه وژلي، زناوې يې کړي او پاتې نور ملت يې همداسې ويده پرې ايښی چې له داسې نننيو مشرانو به له دې وروسته افغانان د کوم پرمختګ او امنيت هيله په دوحه کې وکړي.
نن دا د نړۍ ټولو اسلامي او کفري ملتو ته لکه د لمر په څېر څرګنده شوه چې افغان ولس شرقي او غربي مخالفينو وځپلو او دې ته پرې نه ښود چې دوي دې هم د پرمختګ په زين کړي آس يوځل په دوحه کې لينګته اړولې وايې او په نړېواله کچه ځان ثابت کړی وی چې افغان ولس هم د سولې او پرمختګ لپاره ځانګړی فکر لري او غواړي خپل هېواد ته سوله راولي.
که په حقيقتونو فکر وکړو او اصلي موضوع ته راشو سړي ته دا خبره ډېره ښه څرګندېږي چې د سولې مخالفين څوک دي؟ ولې دا کار کوي؟ بل که سوله او پرمختګ په هېواد کې رامنځ ته کېږي بيا به د دې جګړه مارو ډولو ځای چېرته وي او څومره به له واک څخه لرې کېږي له دې څرګنده شوه چې دلته هغه بهرنۍ او کورنۍ ډلې مېشتې او په پياوړي واک کې دي چې نه غواړي لومړی دې دوي له واک څخه لرې شي او بيا دې دغه هېواد د پرمختګ په لور پياوړي ګامونه واخلي.
څرنګه چې موږ په دوحه کې د سولې په زين کړي آس نن خبرې کوو چې کومه ډله به نرغوندې پرې سپره شي چې هغه به سور، شين او تور بېرغ په لاس کې واخلي او که بله ډله به پرې سپره شي چې هغه به سپين او له اسلامي کليمو ډک بېرغ په لاس کې واخلي او د جهاد او الله اکبر نارې به پورته کېږي دا زما له پوهې لرې خبره ده چې څه به رامنځ ته کېږي او د افغانستان نننی سياسي حالت به ورسره په کوم لور روانېږي چې د تاريخ مسؤليت به يې سبا د همدغو دوه ډوله په غاړه په دوحه کې وي؟
موږ په دې ځای کې نن د سولې په مخالفينو خبرې کوو چې دا څېرې په داسې يو پياوړي حالت کې قرار لري او نه داسې يو پياوړی نظام په دې خاوره کې د دې ملت لپاره رامنځ ته شو چې دا خلک يې له پښو غورځولي وای او په دې خاوره کې د دې کار په کولو پرمختګ رامنځ ته کړی وای ولې دلته چې دې بحراني حالت او مشرانو ته په دوحه کې ګورو سړي ته هغه د اوبو د ځګ په څېر ښکاري چې په دومره امکاناتو له دوي څه جوړ نه شول او نه د پرمختګ مخالفين په دې خاوره کې په دار شول چې د دوی لپاره لار هواره شوې وای او راتلونکي نسلونه ورسره د بريا په لور روان شوي وای.
ولې اصلي حقيقت د دوحې په دفتر کې دا ده هغه ډلې چې پرمختګ ته غاړه نه ږدي هغه دې په هنر او د ملګرو ملتو د عدالت مېز ته راکش شي او حکومت هم له نړېوالو د دې مرسته وغواړي چې موږ په دې خاوره کې يوه پياوړې او افغان ملت ته يوه منلې اداره جوړول غواړو ولې دا کار دوي نه کوي.
راځم دواړو ډلو ته چې هغه شنه طوطيان او د جنت بلبلې (ملي اردو او طالبان) دي ملت ته د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو تګلاره په لار واچوي، د حضرت عمر عدالت دې رامنځ ته کړي، وژنې دې پای ته ورسوي، په اسلام کې ځان وژنه نه شته، مرګونه نه شته، کوم صحابي ځان وژنه کړې چې تاسو دومره وژنې په دې خاوره کې په دې ملت وکړې ايا ستاسو يعنې دواړه ډلو کوم زوی وژل شوی، مېرمن مو چاه بې عزته کړې په لورګانو مو په پوهنتونو کې ځانمرګي بريدونه شوي؟ تاسو يې خپله پرېکړه وکړئ چې څومره به نور دغه ملت ستاسو دا ناوړه کړنې په ځان ومني.
افغان ملت په دې خاوره کې تل لومړی د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو او بيا د برياوو غوښتنه کړې. ولې دا چې مور داسې زوی په دې خاوره کې په دې څلوېښت کلو کې دې نړۍ ته نه دی راوړی چې هغه دې وکولای شي هېواد له رسېدلو هېوادو سره د پرمختګ له پلوه په يوه ليکه کې ودروي او هغه د غلامۍ او بدبختۍ زنځير چې د نه پرمختګ له پلوه نن په دوحه کې د دې قوم په غاړه کې پروت دی هغه لرې شي او دغه قوم دې هم يو ثابت قوم پاتې او په خپلو کارو او فابريکو کې د مصروف پاتې شي ترڅو دوی هم د نورو ملتونو په څېر لږ د پرمختګ په لور د سولې، سياست، اقتصاد او فرهنګ له پلوه روان شي او د پرديو ملکونو د توليد له اخيستو توکو څخه خلاص شو او په ځان مو د دې باور پيدا شي چې موږ هم يوه ستن په هېواد کې جوړولای شو.
په افغانستان کې ډېر سرچپه، سر خريلي، بريتور او ږيره ور نظامونه راغلل او لاړل ولې يوه ډله هم په دې قادر نه شوه چې دغه هېواد دې د پرمختګ په لور سيخ کړي او په کارده نور سيخ شي او هغه ډلې هغه که د جنت لايق هم خپل ځان ګڼي د دې هېواد په ورانولو کې برخه اخلي او په يوه او بل نامه د جګړې اور ګرم ساتي هغه ورکې او پرځای داسې خلک وګومارل شي چې هغه پرمختګ ته ډېر سخت لېواله وي.
موږ له خپلو هېوادوالو او د پرمختګ له لېواله کسانو په دې ځای کې په ډېر درنښت هيله کوو چې زما دغه ګوډې او ماتې خبرې موټی په خروار حساب کړي او دې ته ځان چمتو کړو چې د پرمختګ په لټه کې شو په ځانګړې توګه هغه د پښتنو سيمې چې د تاريخ په اوږدو کې د دې ټکي مخالفينو تل زپلي او دوی يې دې ته نه دي پرې ايښي چې دغه قوم دې هم د نړېوالو قومونو په څېر په خپله خاوره کې پرمختګ وکړي او له دې درانده خوب څخه دې راويښ شي او خپل ځانونه دې په برياليو کسانو کې د سولې له پلوه حساب کړي.
دلته په کارده زموږ قومي او سياسي ليډران د خپلو قومونو او په ځانګړې توګه د ټول هېواد د پرمختګ په اړه نوې طرحې د سولې له پلوه په دوحه کې رامنځ ته کړي د پرمختګ مخالفين نور له دې خاورې ورک کړي او هغه ظلمونه چې د جهالت له وجې په دې قوم شوي هغه خلکو ته رسوا کړي او په مؤثرو خبرو او ويناو کار وکړي ترڅو له دې وروسته دغه وروسته پاتې قوم د پرمختللو قومونو په ليکه کې ودرېږي او هغه ظلم او زياتی چې له دې ولس سره د تاريخ په اوږدو کې شوی هغه له دې وروسته د قلم له لارې حل کړي او هېڅ داسې قوم راپيدا نه شي چې هغه دې نور د پرمختګ مخه ډپ کړي.
نن موږ په دې خبره ډېر شکر او فخر کوو چې زموږ په هېواد کې هم داسې ځوانان شته چې هغه د افغانستان د راتلونکي او ابادۍ په اړه ډېر ښه او غوره فکرونه لري او غواړي په دې خاوره کې يو نظام او امن رامنځ ته کړي او هغه ډلې او قومندان سالارۍ چې نه غواړي په دې خاوره کې پرمختګ وشي او د افغانستان د يوې ښې راتلونکې په اړه بدګومانې وي په دې وجه او دليل دې ولس ته ور وپېژندل شي او يا دې راشي نن يوځل بيا اوږه په اوږه او غاړه په غاړه د خپل قوم او هېواد خدمت کولو ته خپله ملا وتړي او په يوه لاره دې له خپلو هېوادوالو سره روان شي.
دا چې د افغانستان د سولې، پرمختګ او برياليتوب په اړه زموږ هېوادوالو ډېر درانه او په زړه پورې کتابونه او مهم آثار او اشعارخپلې ټولنې ته پرېښي او درنې ويناوې په دې اړه شوې دي او هر چاه تر خپلې وسې کوښښ کړی چې په دغه خاوره کې د نه پرمختګ عوامل د نړېوالو او کورنيو ښامارانو له خولو خلاص کړي او هېوادوالو ته يې په لاس کې ورکړي چې د دې کار په کولو به موږ هغه برياوې او لاس ته راوړنې خپل هېواد کې رامنځ ته کړې وي چې تل به مست او مولا پرې ګرځو خو که موږ خپلې نيمګړتياوې خپله حل کړو او برياوې تر لاسه کړو نو د پرمختګ مخالفين به خپله ورسره د مرګ کندې ته هم په دوحه کې او هم په افغانستان کې ولوېږي.
په دوحه کې د سولې د بحث له پلوه د نننيو اهدافو او پرمختګ د ترلاسه کولو لپاره په کارده چې د مخالفينو هرې پوښتنې ته په سړه سينه يو بريالی او مثبت ځواب و ويل شي او همدارنګه ترڅنګ يې د حکومت يوه شرط ته هم چې هغه د ننني ملت په ګټه نه وي او له هغه سره پرمختګ رامنځ ته نه شي بايد ونه منو او نه ورته تيار شو ترڅو د دې کار په عملي کولو وروسته پاتې شو موږ بايد تل د بريا او پرمختګ لاره غوره کړو، د مخالفينو او دښمنانو لپاره مخالفين او دښمنان پيدا کړو او هغوی په همدې مخالفينو و وهو.
دلته د سولې د پرمختګ رامنځ ته کولو لپاره ولسونو ته د جايزو ورکول لازم دي، د هغه په اړه مهم اشعار قرائت کول او جالب تقريرونه کول لازم بولم او بيا له خپل ملت څخه د دې کارونو په وړاندې د امنيت، پرمختګ او غوره تګلارو غوښتل لازم ګڼل غواړم، هغوی ته کار کول او د يوه څه ورکول اړين دي ترڅو له هر پلوه په دې خاوره کې صنعتي او سياسي پرمختګونه د دوحې له سولې وروسته رامنځ ته شي او د مخالفينو ملا په همدې ځای کې ماته شي.
درنو لوستونکو نن چې زما له قلم څخه کومې خبرې راوزي او غواړم د يوه ليکلي سند په توګه يې خپل افغان ملت ته پرېږدم نو په دې ملک کې د پښتنود پرمختګ دښمنان او د هغوی تالاسټي په موږ پسې ګرځي او غلطې ويناوې په موږ په سې کوي او نه غواړي چې دغه قوم دې نن په دې خاوره کې له سياسي پلوه يو پياوړی قوم شي چې له دې بدقسمتۍ نه زموږ په خاوره کې داسې يو حکومت پرموږ حاکم او زموږ پر ستوني يې قبضه خښه کړې چې هېڅکله مو دې ته نه پرېږدي چې موږ دې له دې صحرايي ليوني سپي څخه هم په افغانستان او هم په دوحه کې نور په امن او امان کې پاتې شو بس تل په جګړه او له پرمختګ څخه لرې ساتل شوي يو چې دا خپله يوه ستونزه ده بايد د حل لار يې خپله پيدا کړو.
نن په افغانستان کې د پرمختګ له وجې په موږ داسې ډلې حاکمې دي چې هغه په هېڅ شان او شوکت سره د خپل اقتدار او څوکۍ پرېښودلوته په يوې اسانۍ د بهرنۍ لاسوهنې په پايله کې دې ته تيار نه دي چې هغه پرېږدي او کار هغه چاته ورکړي چې په دې کار سره دغه ملک هم لکه د نورو اروپايي ملکونو په څېر پرمختګ وکړي او مخالفين په همدې وجه خپله په دې خاوره کې ورک شي خو ولې زموږ د هېواد دښمنان نور هم په دې هڅه او کوښښ کې دي چاه چې لږ و ډېر د خپل قوم او هېواد خدمت کړی او خلک خبرو ته په ښه توګه غوږ نيسي هغه هم له ځان سره بدنام کوي او په افغانستان کې ولس ته وفادار غدار ثابت کړي او غدار وفادار کړي.
وروڼو! مطلبيانو تل د افغانستان په لانجه کې زموږ په خېټه هغه سياسي اور بل کړی چې موږ يې سوزولي يو او دوی خپل ځان ګرم کړی دا هغه د سترګو ليدلی حال او ستاسو په مخ کې پرانيستې خبرې دي چې په اوونيو او مياشتو مياشتو هره جنګي ډله په دوحه کې يوه له بلې سره د خبرو مېز ته نه کيني او ملت په کې د دې نارې وهي چې موږ لومړی خپلو مشرانو او بيا پرديو له پرمختګ څخه يوه پېړۍ شاه ته واچولو چې فکر کوم دغه تشه به موږ د ډېرې زورورې او په ورځ کې د شپاړس ساعته کار کولو او د ښې او امنيتي فضا په رامنځ ته کولو سره په کلونو کلونو کې ډکه کړای شو.
په سياسي او ټولنيزو غونډو او کنفرانسو کې تل دا خبره پر موږ تپل شوې چې افغان ملت په خپله پرمختګ نه غواړي حال دا چې موږ غداران نه يو، جګړه ماران نه يو، جګړې نه خوښو، پرمختګ ته سخت لېواله يوه، موږ غواړو په دې خاوره کې د سولې د مخالف غاښونه مات کړو ولې بيا هم موږ ته ګيله په دوحه کې له خپلو مشرانو او خپلو بادارانو راځي چې موږ يې تل د پرمختګ په بدل کې پلورلي يو او هغوی په هېڅ وجه نه غواړي دغه قوم دې د نړۍ يو بريالی قوم شي او نه په يوې اسانۍ د دغه قوم چاه غور کړی بلکې همداسې يې ويده پرېښی حال دا چې موږ پرمختګ ته تږي ناست يو، مخالفينو ته په کمين کې يو او غواړو نور په امن او امان کې شو، خو که څوک مو پرېږدي.
د افغانستان په کورنيو چارو کې په لومړي قدم کې د سيمې هېوادونو او بيا په ځانګړې توګه د پاکستان هېواد تل دا کوښښ کړی چې دغه هېواد دې د افغانانو د مخالفينو په لاس کې ولوېږي ترڅو دوی ونه شي کولای په دې خاوره کې پرمختګ وکړي او هغه ستونزې چې دغه ولس ورسره نن مخ دی له خپل ځان څخه لرې کړي.
زه په ټول افغان ملت نن غږ کوم راځئ د پرمختګ مخالفين له خپلې سيمې او په ځانګړې توګه له خپل هېواد څخه په هره برخه کې چې وي ورک کړو او د ډېرو نړېوالو هېوادونو په زړونو کې به دا خيال او شک وي چې اخر د افغان ملت دا دومره لويه جګړه په څه شي ده چې څلوېښت کاله يې دوام وکړ او له هر قوم څخه په کې پښتانه زيات و وژل شول دا هغه څه دي چې د افغانستان دښمنانو په ځانګړې توګه د پاکستان حکومت د تاريخ په اوږدو کې له موږ سره هغه څه وکړل چې سپی به يې په مړۍ وانه خلي او نه به سل کاله وروسته له دې جګړې څخه چې د دوحې د سولې لپاره لاس يونه کړو خلاص شو.
د طالبانو د اسلامي امارات له نسکورېدو څخه کله چې په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي حکومت رامنځ ته شو له دې حکومت سره سم پاکستان خپلو لاسوهنو ته زور ورکړ او په دې يې کوښښ وکړ چې د افغانستان په هره برخه کې که هغه سياسي وي، اقتصادي، فرهنګي، ملي، ژبنۍ او نور مسائل وي لاسوهنې پيل کړې ترڅو دغه هېواد پرمختګ ونه کړي او جګړه يې تر نن ورځې پورې د طالب تر نامه لاندې ګرمه ساتلې چې نن د دې ټولې جګړې پړه لومړی په پاکستان او بيا د هغوی په لويانو اچول کېږي چې د طالبانو اسلامي امارات يې تر نن ورځې پورې تش د هغوی په سپينو جامو او په يوه پټکي کې ژوندی ساتلی او افغان ملت هر ورځ په وينو لمبېږي چې د دې په پايله کې موږ له پرمختګ څخه تل وروسته پاتې شوي يو او دوی خپل مطلب ترلاسه کړی.
زموږ ننني سياسي حکومت او په ځانګړې توګه افغان ملت ته په کارده چې په خپلو زده کړو او سياستونو کې د مخالفينو په وړاندې مثبت بدلونونه راولي او د پرمختګ په لور خپله دغه وروسته پاتې ټولنه روانه کړي ځکه ترکله به موږ همداسې د بل هېواد د ګوليو ښکار کېږو او له پرمختګ څخه به وروسته پاتې يو په کارده نور دا رواجي سياستونه په خپله خاوره کې ورک کړو په هغو مثبتو سياستونو لاس پورې کړو چې د هغه په عملي کولو سره يې ترشاه ډېرڅه پراته دي.
په افغانستان کې د کورنيو دښمنانو په ګډون بهرني دښمنان هم شته چې نه غواړي دغه ملت دې د پرمختګ په زين کړي آس سپور شي او غواړي چې تل په تياره کې لوی او بې سواده پاتې شي ترڅو د دوی ګټې په کې خوندي شي خو زه وايم اخر زړه هم د غوښې دی د منافعو په خلاف به ترڅو دوی له موږ سره مخالفت کوي او ترڅو پورې به زړه ټينګوي او له ستونزو سره به مولاس او ګرېوان کوي په کارده مخالفتونه شاه ته کړو او پرمختګونه مخې ته کړو ترڅو په دې کار کې د ټولو لپاره ګټور ثابت شو.
په افغاني ټولنه کې د پرمختګ لپاره کار کول په کاردي، ترکله به دغه خاوره، هېواد او ولس يې له پرمختګ څخه بې برخې پاتې وي نور خلک په موټرو کې مزل کوي موږ پياده روان يو، خلک د برېښنا رڼا ته مطالعه کوي، موږ د اليکن رڼا ته خپل وخت تېرو، نوره نړۍ په نيمايي آسمان کې ګرځي او موږ په ځمکه پاتې يو، لنډه دا هغه څېرې چې د افغانستان په خير نه دي بايد يو سر او دوه غوږونه د افغانستان له خاورې څخه په شين زور وېستل شي ترڅو د نورو لپاره دا خبره ثابته شي چې په افغانستان کې له دې وروسته قوانين پلي کېږي او په کارده ځان ورسره عيار کړو.
که چېرته موږ په تېرو سياستونو او بيايې د پرمختګونو په مخالفينو خبرې وکړو څرګنده خبره ده په افغاني دنيا کې تل ليکل شوي چې هر چاه له دې قوم، وطن او هېواد سره خيانت کړی دا يې نتيجه شوې چې دغه کس په خپل ځای کې يوازې پاتې شوی او ملت ترې د تل لپاره مخ ګرځولی ځکه دې کس په خپله خاوره کې پرمختګ ته شاه کړې او خپلې ګټې په نظر کې نيولې دي خو په کارده په بنيادي اصلونو له دې وروسته فکر وشي، په پرمختګ په سې لاس او پښې و وهل شي، مخالفين يې له خاورې ورک شي.
افغان ملت په ځانګړې توګه پښتانه بايد خپل ازلي دښمن او خپل ازلي مخالف د پرمختګ له پلوه پيدا کړي ولې دوی ډېر زيات ودردېدل، دلته قيامونه په کاردي، ټولنو او ولسونو ته په کارده چې لاس په کار شي، هغه ډلې او ټپلې چې د ملت وينو ته په دوحه کې تږي ناست دي له دې خاورې نور ورک کړي او ځان په دې باوري کړي چې له هرې ستونزې او زحمت ګاللو وروسته بريا شته.
په افغانستان کې دا خبره په اثبات رسېدلې ترڅو پورې چې دغه هېواد جوړ نه شي لومړی به په افغانستان او بيا دې سيمې په هېوادونو په ځانګړې توګه په پاکستان او پښتونخوا کې فکر نه کوم سوله راشي او دغه ملتونه دې په ارامه خپل ګډ ژوند تأمين کړي ولې جګړه به تل روانه وي او افغان ملت به تل د خپل سر قربانۍ ورکوي.
دا يوه خبره بايد هېره نه کړو تر هغه وخته پورې چې افغان ملت په ځانګړې توګه پښتانه د جګړې خوراک کېږي تر هغه به په دې خاوره کې نور قومونه هم پرمختګ او برياليتوب ونه ګوري خو دلته په کارده له دې خاورې د پرمختګ دښمنان ورک شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery