مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اجنټي يا مودرنه بردګي

د،ب،هيښ


=================

د تاريخ د بردګۍ، غلامۍ او د کلاسيک استثمار او استعمار په دوره کې به زورورو او مستبدينو بېوسه او ضعيف بنيادمانو ته د انسان په سترګه نه کتل او انسانان به ئی په زور غلامان کول .
ټولنه په دوو طبقو ويشل شوې وه :
باداران او غلامان .
دبردګانو د ژوند او مرګ واک به د بادار سره وو ، د کاليو او شيانو په شان به يې خرڅول او د حيوان په څېر به يې استعمالول . خو د برده او غلام په فکر او ذهن يې تسلط نه درلود او هغه کرکه او نفرت چې د غلام انسان په مغز کې د برده دارانو په هکله وو د منځه يې نه شوائ وړلائ .
مجبوره او معذوره غلام جسماا غلام و خو روحاا ازاد او په زړه او فکر کې يې د ازادۍ خيال او ارمان درلود او د هغې ورځې په اميد يې ټول عذابونه ، توهينونه ، شکنجې او رنجونه زغمل او قوت يې ترې اخست چې د اسارت او غلامۍ ځنځيرونه ئې وشليږي او د ازادۍ د نعمت نه برخورداره شي . دوی دمرګ تر ورځې فکراا او ذهناا د غلامۍ منلو ته نه حاضرېدل.
برده ګانو او غلامانو د خپلې ازادۍ ( چې خدائي او طبيعي منشاء لري ) د حاصلولو د پاره څه په انفرادي او څه ډله ایزه توګه طغيان او بغاوت کاوه او د برده توب نه د خلاصون هڅه به ئی کوله چې کله به کاميابه شول د بادار په له منځه وړلو به وتښتېدل او کله به ناکامه او د خپلې ازادۍ د پاره تلاش به ئې د خپل ژوند د قربانولو په بيه ورته تمام شو .
دې وضعيت د برده دارانو ژوند هم د خطر سره مخامخ کړ او د انسان د مستقيم غلام کولو او د څارويو په شان چلند ورته نور د خپل ځان او کورنۍ د پاره د اور سره لوبې کول وو چې سوځېدل او ايرې کېدل ورسره ملګري و .
دوی په دې پوه شول چې فزيکي شکنجې ، وهل ، زخمي کول ، تعذيب او وژل د برده ګانو د ازادۍ د هيلې او ارمان په له منځه وړلو کې هېڅ اثر نه لري او ورځ په ورځ دا خيال نور هم تقويه او پراختيا پيدا کوي . نو ددې خطر د مخنيوي له پاره په دې فکر کې شول چې د خپلې بادارۍ دبې خطره دوام د پاره بايد د انسانانو په ذهنونو کې د ازادۍ تلوسه او فکر تغير او يا خنثا کړي او داسې طرحې بايد جوړې او عملي کړي چې ځنې انسانان په خپله خوښه غلامۍ ته حاضر شي ، بې له دېنه چې په پښو کې يې زولانې او په غاړه کی ئی ځنځيرونه ور واچول شي. د بادار نه د نفرت ، کرکې او دوښمنۍ په ځای په ډیره مينه ، اخلاص او احترام د هغه تابع او امر ئې ومني .

داچې انسان دوه بعدي ( معنوي او مادي ) جوړښت لري او د رحماني کيفيتونو تر څنګ شيطاني اړخ يې هم په وجود کې شته . نو برده دارانو د خپل دې ظالمانه بزنس د دوام د پاره په ټولنه کې د رضا کارو غلامانو د پيدا کولو په منظور د انساني سرشت مادي او شيطاني اړخ تر خپل فوکس لاندې ونيولو او د پيسو ، شهوت ، قدرت ، شهرت او نورونفساني خواهشاتو د پوره کولو بازار په ګرمولو ئې د هغوی غلام کولو ته اقدام وکړ . دوی په ټولنه کې هغه افراد چې د شيطاني هوسونو غريزه ئې د معنوي او انساني ارزښتونو په نسبت قوي وه، اخلاقاا کمزوري وو او په ځان د اتکا د توان نه بې برخې وو ، د پيسو او کاذب منصب په ورکولو ئې جذب او د ځان غلامان کړل ، څو په دې طريقه او ددې غلامانو په کار اچولو ټولنه کې سياسي -اقتصادي -کلتوري واکمني جوړه کړي . د يو څه مصارفو او چلونو په کولو ئې د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوستلو د پاره د مستقيم زور په ځای د همدې ضعيف النفسه او د معنويت نه خالي عناصرو په استخدام کولو سره خپلې اغائۍ او بادارۍ ته دوام ورکړ او د انسانانو د غلام کولو او دهغوی د فزيکي او فکري استثمار جنايت په نوي شکل او طريقه صورت پيدا کړ .
د برده دارۍ دود د تاريخ په اوږدو کې د يوه واړه واحد نه جهاني مقیاس نه پورته شو . برده داري د سيده زور نه د فکري غلامانو اختياري پرېکړه شوه او په استعمار ( د ملتونو برده کول ) بدله شو او دفردي بردګۍ په ځای د اولسونو د غلام کولو ، دهغوی د ازادۍ ، حقوقو او شتمنيو په غصبولو او تر خپل تسلط لاندې راوستلو شکل ئې ونيولو ، چې ورسره مبارزه کې ئې په ميليونو انسانان قرباني شوي او بې حسابه ملي شتمنۍ د استعمارګرانو له لوري لوټ او چور شوي دي .

دبشري ټولنې د سياسي -ټولنيز -اقتصادي-کلتوري تغير او انسانانو د شعوري بېدارۍ سره د استعمار څېرې او تاکتيکونو هم تغير وکړ او غلامي يې په ظاهره انسان نما لاکن په باطن کې حيوان طبيعته او ذهني ناروغو عناصرو ته داسې جذابه ، ځلیدونکی او منزل مقصود ته د رسېدو وسيله معرفي کړه ، چې ذهني ناروغانو په ډېر شوق، ميل ،افتخار او رضايت د استعمارګرانو د غلامۍ ځنځيرونه په غاړه کړل . ټول انساني ، طبيعي او مدني ارزښتونو يې تر پښو لاندې کړل او فکراا او شعوراا يې د زاړه استعمار د وارثانو د استعماري بار د وړلو له پاره ځانونه اماده او عملاا يې په خدمت کې شول . انساني کرامت ، عزت ، شرف ، وقار او حيثيت چې په انساني دنيا کې قيمت ترين عناصر دي ورته بې ارزښته شول او د کاذب قدرت ، شهرت ، شهوت او ثروت دلاسته راوړلو له پاره يې ليلام کړل .

د فکري غلامۍ دې شکل ته اجنتي ( مودرنه ، يا اختياري ، يا رضاکارانه غلامي )ويل کيږي چې په خپل ميل او رضا غلامۍ او د امپرياليزم ( د کلاسيکې برده دارۍ او استعمار نويې بنه )نوکرۍ ته حاضريږي او خپل اختيار د هغوی په واک کې ور کوي .

بد بختانه چې دنوي استعمار دا ناولی لوبه په داسې ملکونو لکه افغانستان کې چې د سیاسی شعور او بېدارتوب کچه ډېره ټيټه ، فقر زيات او د اجتماعي رفاه نه د محروميت درجه لوړه وي ډېره کارنده او په اسانۍ سره اجرا کيږي ، چې د وروستيو څلويښتو کلونو حوادث او تحولات ئې زموږ په هېواد کې واضح ثبوت او سند دئ او دا لوبه اوس هم دوام لري .
په‌داسې د فرهنګي فقر سره مخامخ ټولنه کې لکه افغانستان چې اولس د سياسي تحولاتو او تغيراتو په جريان کې د تصميم لرونکي فکتور رول نه لري ، بلکې فقط د وسيلې په توګه استعماليږي، يوازې اجنتان يا شعوري غلامان دي چې د خپلو بادارانو له لوري د مادي او منصبي مزاياوو نه برخورداره‌ کيږي او د پوشالي قدرت په کرسۍ په نمايشي توګه کينول کيږي ، البته د ټولنې د ځاني ، مادي او معنوي تلفاتو او خساراتو د فاجعې په بيه .

اجنتان (مودرنه رضاکاره غلامان ) په نويو لباسونو او کرکتورو سره په ټولنه کې تر ډېرو جذابو او ښايسته ماسکونو لاندې لکه دين ،مدنيت ، ترقي ،هومانيزم ، اولسواکی ، د بشر حقوق ، ټولنيز عدالت او رفاه ځانونه پټوي او خلک هم د سياسي شعور او عقلاني سنجش د فقدان له وجهې د دوی د تباه کوونکي ضد انساني رول په ماهيت نه پوهيږي، تر څو په مقابل کې يې ودريږي او مخه يې ونيسي .بلکې د اجنټانو او بادارانو د پراخه مېډيائي تبليغاتو او پروپاګند له کبله ددې منحوسې پديدې ( اجنټي)سره د مبارزې او دهغی د منځه وړلو په عوض خلک بې تفاوتي اختياروي او حتا په ځينو مواردو کې د قومي ، ژبني ،مذهبي کاذبو-تشو شعارونو او احساساتو په اساس ور سره همکاري کوي ، لکه دا اوس چې د لږکيو د حقونو د دفاع په بهانه د افغانستان اجنتان د لږکيو نه سؤاستفاده کوي او شر او شرارت يې جوړ کړئ دئ .
بناا اجنټي ( رضا کارانه غلامي ) يو نوی مصيبت او ناولی پديده ده ، چې افغاني ټولنه ورسره مخامخ او لاس او ګریوان ده .
د افغانستان تاريخ ته په کتو سره هېڅ لاسوند او سند نشته چې د افغانانو د بردګۍ د دورې يادونه وکړي ، بلکې داسې ويل کيږي چې ددې جغرافيې خلکو د بردګۍ دوره هېڅ نه لرله او د اوليه ابتدائي ژوند نه ئې راساا د فيوډالۍ ( مځکه لرلو او کاله کولو ) مرحلې ته ګام اچولئ دئ .
ددې وطن اوسيدونکي نه برده تېرشوي او نه برده داران ، بلکې د خپل طبيعي ازاد مزاج په لرلو ئې ټولنيز ژوند تېر کړئ دئ .
د افغانستان په ثقافت خصوصاا پښتو کې دا د برده او غلام اصطلاح هېڅ وجود نه لري او دا اصطلاح ګانې د نورو ژبو نه راغلي دي .
په افغاني ژوند دود ( کلتور ) کې تر ټولو لويه ګناه ، جرم ،خباثت ، جنايت او خيانت د پرديو اجنټي ( رضاکارانه غلامي ) ده ، چې ددې ګناه کوونکي هېڅ قابل د بښنې نه دي او د قيامت تر ورځې ورته د نفرت او دووس په نظر کتل کيږي .

خو متاءسفانه چی په دې وروستيو څو لسيزو کې د چپي او راستي وارداتي اډيولوژيګانو په راتک سره اجنټي په افغانستان کې نه يوازې منفوره ، منحوسه او د مردوده پديده وګڼل شوه ، بلکې ډېرو افغانانو او سازمانونو په ډېر شوق، شور ، جوش او افتخار دې پستۍ ته غاړه کېښوده او زموږ د پلرونو ، نيکونو اوافغاني طبيعت وياړلي تاريخي ميراث ئې چې دازادۍ تقدس او مصؤنیت په کې درج شوئ و په خپلو غلامانه کړنو ، جفاوو او خيانتونو داغداره کړ .
اجنټي چې د افغان په تاريخ او کلچر کې مردوده او منفوره وه، د رضا کارو غلامانو په پيداکېدو سره د نوم-نښان ،جاه- جلال ، مقام - منصب ، قدرت-شهرت د حاصلولو وسيله وګرزېده .
هغه افغان چې نيکه يې په ډير افتخار دنيا ته د ازادۍ او خپلواکۍ درس ور کاوه او د دنيا د ازاديغوښتو الګو او مثال و او ويل به يې چې :
ازادي تر بادشاهۍ لا تېری کا
چې د بل د حکم لاندې شي غلام دئ
نن د اجنټانو د بې ضميرۍ او ذلالت له لاسه بې عزته او بې پته دئ او د خپلې تللې ابرو (ازادي-خپلواکي) د لاسته راوستلو د پاره په خپلو وينو کې لت پت دئ .

بردګي او غلامي يوه جبري او تحميلي عمليه ده ، چې د برده دارانو له لوري په زور سره د انسان آزادي سلب کيږي ، خو اجنتي بيا د خپل غلام ذهن او وجداني فقدان له کبله خپله ازادي د نورو په اختيار کې ورکول دي .
اجنټي د دين او الهي امر ضد عمل دئ ، ځکه په اسلام کې يوازې د الله پاک عبادت بايد وشي او نور هيڅوک او هیڅ شی قابل د عبادت نه دي ، خو اجنټان د انسانانو د قدرت او ثروت په عبادت او پرستش مشغول دي او نورو ته هم ددې خباثت نه د پيروي تبليغ کوي .
اجنټي د انساني فطرت سره چې په ازادۍ کې په ژوند کولو اصرار او اقرار دي په تضاد او تقابل کې قرار لري ، ځکه په خپله خوښه او رضا ازادي نفی کوي او غلامۍ ته ځان تسليموي .
بناا اجنټي يو ضد ديني ، ضد فطري ، ضد انساني او ضد طبيعي پديده ده او جبري غلامي پرې شرف لري ، ځکه مجبوره بردګان او غلامان سره ددې چې جبراا بردګان دي ، خو فکر ، ذهن او هوش ئې د ازادۍ په خيالونو کې مشغول دئ او په امید يې ژوند تیروي .

په افغانستان کې د ټولنيزو -اقتصادي او ثقافتي ستونزو او پرابلمونو (فقر ، د خلکو بېخبري ، د سياسي شعور فقدان ، د عقل په اساس مساييل نه تحليلول او د احساساتو غلبه په تصميم نيولو کې ) ډيروالي اود ظرفيتونو کموالي د پرديو د واکدارۍ او اجنټۍ دترويج او ودې د پاره مناسب بستر جوړ کړئ دئ او جهاني نويو استعمارګرانو ( شرقي او غربي) د موږ د ټولنې نه د ذهني غلامانو ( اجنټانو ) په استخدام کولو سره خپل وحشيانه تجاوزونو ته اقدام او دوام ورکړئ دئ . ددې کثيف قشر ( اجنټانو) نه په استفادی اود اجنټ زعامت په نصبولو يې زموږ په وطن کې خپل وحشيانه اشغال پياده کړئ دئ .

د نوي استعمار ددې نوي شيطانت سره چې د اجنټانو اجير نيول او د ملتونو په سرنوشت حاکم کول دي مبارزه کول لويه حوصله پراخه سينه او همه شموله متحده جبهه غواړي .

د واقعي مبارزو روحانيونو ، منورينو ، ازادي - خپلواکي دوستو شخصيتونو او د ټولنې باسواده قشر دا ديني -انساني او ملي وظيفه ده چې د خپل اولس سره ددې شومې پديدې په پېژندلو او مبارزه کې خپل ديني ، ملي او انساني مسووليت او رسالت ادا کړي .
اجنټان او اجنټي د ټولنې د پاره زهر دي ، چې د ټولنې ټول اقشار که په هره مفکوره او عقيده دي بلااستثنا ترې متضرر او د هلاکت سره مخامخ کوي .
له دې کبله د اجنټۍ او اجنټانو دمنځه وړلو مبارزه هغه وخت کاميابيدائ شي چې اشخاص ، ډلې ، سازمانونه او ګوندونه ورسره سليقوي او تمايلي برخوردونو ته شا کړي او اجنټان او اجنټي ئې د روابطو ( اډيولوژيکي ، قومي ، ژبني ، مذهبي ، خوني او قرابتي ) په اساس تبرئه نه کړي او وئې نه زغمي ، بلکې قاطعانه ئې رد کړي او اجنټان د خپلو صفونو نه وشړي.
ددې منحوسي پديدې سره مبارزه د يوه شخص ، ډلې او سازمان تر وس وتلې خبره ده . نو بايد ټول ازاديغوښتونکي او د استعمار ضد افراد ، ډلې ،سازمانونه او قوتونه د خپلو فردي ، سازماني او فکري اختلافاتو نه په صرفنظر کولو متفقاا د اجنتۍ او اجنټانو په مقابل کې ودريږي او په يوه واحده ضد استعماري او ضد اجنتي جبهه کې خپله مبارزه متمرکزه او منسجمه کړي تر څو د اجټۍ او اجنټانو په ورکولو سره د استعمار دا ناولی لاس قطع او د استعمار دا لوبه ختمه کړي او د استعمارګرانو د کثيفو پلانونو د پياده کولو مخه يې د ابد دپاره ونيول شي .

مرګ په اجنټانو
يا ربه ازادي او خپلواکي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery