دخپریدو نیټه : 2021-01-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په غزني کي ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر وواژه
راحیله جواد
په غزني کې یو قومي مخور او ټولنیز فعال ناڅرګنده کسانو وژلی دی.ددې ولایت چارواکي وايي، پر ډګروال عبدالرازق اندړ وسله والو کسانو د خپل کور مخې ته برید کړی دی.
نن ماښام مهال د غزني مرکز اړوند د څلورمې حوزې په قلعه نو سیمه کې ناپېژانده وسله والو د غزني یو قومي مخور او پخوانی ډګروال د خپل کور مخې ته په شهادت رسولی دی."
تر اوسه پورې کومي ډلې د دغه پېښې پړ پر غاړه نه ده اخیستې