مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-04-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوې انجونې

سمیع الله خالد سهاک

کامله او بریښنا چی دواړه اته لس کلني دي او د یوې مشري ښخې مخي ته ناستي دي. دوی دواړه غواړي چی د ځان په هکله خبري وکړي. دواړه ډیر خوشحاله دي او له خپل کاره ډیر راضي بریښي. خو ښځه نه پوهیږي چی له دوو دواړو نه به کوم یو ډيره وړتیا ولري چی په دې موسسې کی کار وکړي
***
د هغوي دواړو د مخ رنګ بدل شوی دی او ډیري ډاریدلي ښکاري. که څه هم کار پیدا کول ډیر آسانه نه دی خو دوي دواړه غواړي چی په دې سیالې کي بریالي شې. یوه انجلی که څه هم چی ډیره هوښیاره ده خو تعلیم یی لږ دی. که څه هم ددی کار لپاره ډیر تعلیم ته ضرورت نه شته، خو بیا هم کله چی سیالي شروع کیږي نو باید ټول اړخونه وارزول شي او په هره برخه کی باید ګدون کوونکو ته نمري ورکړل شي. نو ددي لپاره مشري ښځی یوه انجلي خو ښه کړه. که څه هم چی دا انجلي د مشري انجلي ډیره نه خوښیده خو بیا هم هغي نه غوښتل چی وروسته به د کمپنې د مشري له خوا تري پوښتني وشي او هغه به یی ځواب نه لري.
***
وروسته له څو ساعتونو مشري ښځي د خبرو نتیجه اعلانه کړه او هماغه انجلې چی د دې ډیره نه خوښیده د کار لپاره وګمارل شوه. بلي انجلي چی دا خبر واوریدهء ډیره خفه شوه خو هیڅ چاره یی نه وه او باید یی د ارزونې پایله قبوله کړې وای. که څه هم چی د دفتر مخې ته یی هیڅ هم ونه ویل خو چی کله کورته راغله د ډیر وخت لپاره یی په پر له پسي ډول وژړل او بیا یی تلویزیون روښانه کړ او د یو خندا ډک فلم په لیدو یی د دوو ساعتونو لپاره خندل او له ځانه سره یی ووئیل
“ ژوند دی نو څه به کوم... “
پای
جنوری ۲۷، ۲۰۲۱ کال
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery