دخپریدو نیټه : 2022-03-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان کابل کې خپل دفتر پرانیست
د افغانستان لپاره د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي ډاکتر محمد سعید العیاش رسماً په کابل کې خپل دنده پيل کړه.
د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان نن یکشنبه مارچ پنځمه (کب ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې د یاد سازمان د دفتر په پرانیستلو سره به هڅه وکړي چې له افغانستان سره د نړیوالو شریکانو په بشري مرستو کې به همغږې رامنځته کړي.