مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(زريــن انـځـور) د چکنور ملا (( رح )) ياد غونډې ته :

زريــن انـځـور / جرمني

  مېړني دي چې يادېږي  !!

 زريــن انـځـور / جرمني

په امريکا کي د چکنور د ملا سيب په وياړ مجلس راپور ه دې ځايه ولولی

 

درنو دوستانو ، قدرمنو هېوادوالو ، د چکنور ملا صاحب د ياد غونډې ګرانو برخه والو !

د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د تاريخ د نومياليو د ياد په لړ کې نن د داسې يو تاريخي شخصيت ياد کوو چې له څو اړخونو څخه د وطن د تاريخ په پاڼو کې د بيا بيا ستايلو وړ دی .

چکنور ملا ((رح)) دافغانستان د معاصر تاريخ له هغو څېرو څخه دی چې خپل ټول ژوند يې ه پرديو ښکېلاکګرو سره  په مبارزو او جګړو کې تېر کړ . د دې په څنګ کې يې د خپل اولس د سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره هم  نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې . په دې توګه موږ د ارواښاد چکنور ملا صاحب شخصيت په څو جلا برخو کې بايد مطالعه کړو :

١ـ   د هغوی د خصيت تر ټولو ځلنده خوا دا ده چې د خپل وخت له سترو يرغلګرو سره يې په  نره مبارزه وکړه او د خپل وطن د خپلواکی په تاريخ کې  ، د وطن د مېړنو په تاريخ کې او د افغانستان د آزادۍ د لارې د جنګياليو په تاريخ کې يې خپل نوم په زرينو کرښو وليکه .  له انګريزي ښکې اک سره د اوږدو مبارزو او جګړو په بهير کې يې په تېره بيا د وطن د دفاع او ساتنې په ختيځو جبهو کې  د تورې هنګامې او ولولې ګرمې وساتلې او  د وطن د خپلواکۍ  د ساتندويه او ګټندويه غازيانو لارښوونه يې په سمه توګه وکړه . د دغې سمې رهبری ټولې نښې نښانې  همدا اوس هم د تحميلي پولې د دواړو غاړو په اولسونو کې د ستاينو د بېلګو په توګه خوندي دي ، اولس يې اوس هم په وياړ يادوي او د اولسي سندرو او ملي ترانو په بڼه يې د خپلو خلکو په سينو کې پايښت او دوام موندلی دی .

٢ـ   د چکنور ملا صاحب (( رح )) د شخصيت يو بل ډېر مهم اړخ دا دی  چې هغه د دغو اوږدو مبارزو او مجاهدو په  څنګ کې د اولس د اصلاح په ستر کار کې هم لويه ونډه لرلې ده . زموږ ټولنه چې له بده مرغه  د بديو اوتربګنيو له بده رنځه تل کړېدلې ده ، خلک يې تل يو له بل سره په شخړو او جګړو اخته وي . ارواښاد چکنور ملا صاح ب  د يو نېک او خواخوږي شخصيت په توګه تل د ادلس د خپل منځي بديو او تربګنيو پر وړاندې ولاړ و او دا يې د اولس د نېکمرغۍ او آبادۍ د لارې لوی خنډ باله .   هغه تل د اولسي خړو د هوارۍ او د دښمنيو د له منځه تلو او روغې جوړې له پـــــاره هلې ځلې کړې دي . په خلکو کې د هـــغه د جرګو  ـــ مرکو او د روغې جوړې د هڅو ډېرې بېلګې شته دي .

٣ ـ   د دې ټولو په څنګ کې ارواښاد چکنور ملا صاحب يو ديني عالم هم و . هغه يو ښه واعظ او خطيب و او تل يې خلک د خدای ((ج )) د احکامو پلي کولو ته رابلل . هغه له خپلې پوهې څخه د خلکو د تنوير او پوهاوي لپاره ګټه اخيستله او دا يې د وطن د پرمختګ او خوشبختۍ لاره ګڼله .

راځئ چې دلته د ارواښاد استاد الفت د هغې ليکنې يوه ب خه راواخلو چې څلوېښت کاله پخوا يې د چکنور ملا صاحب په اړه کړې وه  :

((  هغه کار چې ده د آزاد سرحد په مومندو او شنوارو کې کولی شو ، اوس يې يو رياست قبايل په ډې و پيسو نه شي کولی . هغه غزا چې ده په تش ﻻس د خلکو د جذباتو په راويښولو کوله ، يوه عصري فرقه يې په توپونو او م اشيندارو نه شي کولی.

هغه لويې دښمنۍ جګړې او دعوې به چې ده په يو څو خبرو فيصله کولې ، يوه ستره قضايي ټولنه يې  هغسې نه شي حل کولی .

دا دومره کارونه چې يو سړی په يوه سر کوي ، هغه سړی بې څه نه وي  او د دغسې سړيو پيدا کول څه اسانه کار نه دی . موږ بايد د خپلو ع فاني او روحاني رجالو څېړنه او پلټنه يوازې او يوازې د دې لپاره ونه کړو چې دوی به د شپې څو رکعته نفل کول او څوم ه اوراد او وظايف يې لرل ، بلکې د دوی هغه اجتماعي خدمتونه  چې د خلکو د تربيت او پوهو و په لاره کې يې کړي دي ، خلکو ته څرګند کړو او د دوی د فوق العاده ګۍ سر او راز ولټوو او دا ځانته معلومه کوړ چې زموږ د خلکو روحيات څنګه دي ؟څنګه خلک په دوی باندې تسلط او نفوذ پيدا کولی شي او د تبليغ له لارې څنګه خلک ، څه راز خدمت کولی شي .... ))

د ارواښاد استاد الفت په دغو خبرو کې هغه راز پروت دی چې د اولس خدمتګار خصيتونه  څنګه د اولسونو په تاريخي حافظه کې ساتل کېږي او تلپاتې کېږي .  او هغه د خوشال بابا خبره :  همدغسې مېړني دي  چې يادېږي په سندرو هم په وير !!

ګرانو دوستانو ،

په داسې حال کې چې يو ځل بيا د داسې نومياليو شخصيتونو د لمانځنې او يادونې له امله د دې غونډې د منتظمينو نوښت ستايم ، يو دوو ټکو ته مو پاملرنه ﻻزمه ګڼم :

١ ـ   د ارواښاد چکنور ملا صاحب په اړه ارواښاد مولوي محمد عمر بلبل افغان  د اولسي شاعرانوبيلابيل شعرونه راټول کړي وو چې يوه لاسکښلی نسخه يې په پښتو ټولنه کې موجوده وه . ما د (( نوميالي غازي )) په سريزه کې هم دا هيله څرګنده کړې وه او اوس يې يو ځل بيا راتاندوم چې  هيله ده د هغې نسخې پلټنه وشي او که خدای ((ج)) پيدا کړه چې ژر تر ژره چاپ ته چمتو او خپره شي .

٢ ـ   د چکنور ملا صاحب د لارې  يو ريښتينی ﻻروي او د هغه خلف ښاغلی سناتور غلام نبي چکنوري دی  . ريښتيا هم چې (( هماغسې سلف او همداسې خلف )) . په تېره بيا د اولس د اصلاح او سمون په لاره کې د خپل بزرګواره پﻻر د ﻻرې ﻻروی د ی . د جرګو او مرکو له لارې يې ډېرې دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې دي او تل يې د خلکو په منځ کې خير او سوله غوښتي دي . سږ کال د هـ . ش . په حساب د هغوی پنځه اتيايمه کاليزه ده . هيله لرم چې سږ کال به  د هغوی دغه ٨٥ کاليزه ولمانځله شي . د هغوی له کورنۍ ، مينه والو او له کلتوري مرکزونو په دې اړه د پاملرنې ښوښتونکی يم .

هپله لرم تاسو دوستان به هم د دغو دواړو وړانديزونو په اړه په نننۍ يادغونډه کې پرېکړې وکړئ .

په درنښت

زريــن انـځـور

جرمني  ، د کولن ښا

٢٠٠٦ ، د می پنځمه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery