مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


بوړی ډک پۀ اوږو کېږده  ~ دښمنان ډېردي چې ډاډه درپسې ځمه
بوی بۀ دې نۀ کړم ښکلي ګله  ~ چې دکارګان پۀ خواکې ځاله اچوينه
بوی دزلفانودې لګېږي   ~ خلک ګمان پرې دخوتن دمشکوکړينه
بهاريې ياره ټول خزان دی   ~ پۀ بېلتانۀ کې هرګل خاردسترګووينه
بهاربۀ تل پۀ ګلونۀ وي   ~ دېدن دياردمخ کوئ خاورې بۀ شينه
بهاربۀ راشي موږ بۀ نه يو   ~ ټول بۀ پراته دخاورو لاندې بشرونه
بهترژوندون له دېنه نشته   ~ چې پۀ نصيب مې شي ديار سپين مړوندونه
بيابۀ ارمان راپسې وکړې   ~ څوورځې يمه زړۀ مې ښۀ ساته مينه
بيابۀ پۀ چااعتبار نۀ کړم  ~ زمادغېږې جانان ټګ وخوت مينه
بيابۀ پۀ منځ دکلي نۀ ځم  ~ دمېمونې دادا ګيلې راته کوينه
بيابۀ پۀ منځ دکلي نۀ ځم   ~ نجلۍ دباز پۀ څېر غوټه کړي زړۀ مې وړينه
بيابۀ دې نوم پۀ خولۀ وانخلم   ~ که ته سردارشې او بيرغ درپسې وړينه
بيابۀ دې نوم پۀ خولۀ وانخلم   ~ که دې زما رويبارته ورکړل رخصتونه
بيا بۀ دې ورۀ کې هل ونۀ کړم   ~ ته ماتوې دمظلومانو کچکولونه
بيابۀ زۀ تورکميس ونۀ کړم   ~ زمادسپيني سينې رنګ يې واړاونه
بيا زړۀ قاضي شو وېش يې وکړ   ~ دميني غم دې چې پۀ ګډه يې ګالونه
بې ادبي زمانه وشوه   ~ پۀ بې امرۍ مې ديار مخ ته وکاتنه
بې اوره وسومه ستي شوم   ~ ملالوسترګو پۀ مااورولګاونه
بې تا پۀ ماباندې ماتم دی  ~ برخه مې غم دی خوژړادفراق کړمه
بې تامې ځای دلبره نۀ شته   ~ چاته بۀ ورشمه چې وکړم فريادونه
بې تا وطن شورانه پاتې   ~ کچکول پۀ غاړۀ پۀ ديدن پسې دې ځمه
بې تورو هېڅ شی مزه نۀ کا   ~ سخ دهغودی چې وطن پۀ توروخورينه
بېرته مې مه شړه نيمګړی   ~ زۀ دې پۀ طمعه دليدو راغلی يمه
بيرغ مې سورپۀ قبرهسک کړه   ~ پۀ شهادت دخپل وطن جنت له ځمه
بېګاپۀ خپل کورکې ويدۀ وم   ~ کوم لېوني لنډۍ ويشتې راويښه يې کړمه
بېګا دې نيمه خولګۍ راکړه   ~ ژبه مې سوځي غاښ مې ټول ورژېدنه
بېګارانغلې بې نصيبه  ~ چې کرۍ شپه ګوښې پۀ بام ولاړه ومه
بېګازماپۀ سينه پروت وې  ~ تاته بۀ څنګه بې ما خوب درځي مينه
بېګا مې خوب ليدۀ جانانه  ~ اشناپۀ سره ډولۍ کې کورته وړې يمه
بېګامې خوب ليدۀ ريښتيا شو  ~ جانان پۀ ويښه پۀ ما واچول لاسونه
بېګامې خوب ليدۀ عالمه  ~ داشنابرېت مې له نتکۍ تاوشوي دينه
بېګامې خوب ليدۀ عالمه   ~ نيمه پۀ کټ نيمه ديار پۀ غېږ کې يمه
بېګا مې خوب کې يار ليدلی   ~ لکه غوټۍ يې پۀ لیدو وغوړېدمه
بېګامې ته پۀ خوب ليدلې  ~ چې دې پراتۀ دي پۀ زلفانو تورګردونه
بېګامې ستا لارې څارلې  ~ چې ته رانغلې زۀ دغمه ويده شومه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery