مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پرزړۀ مې ډنډدوينوجوړشو   ~ پۀ لړمانۀ کې مې دوينوولې ځينه
پرزړۀ مې ډېردي ارمانونه   ~ پوره بۀ نۀ شي زۀ بۀ تورې خاورې شمه
پرزړۀ مې ستادجفا غږ دی   ~ پۀ تورلحدکې بۀ ښېرا درته کومه
پرزړۀ مې سرې منګولې کېږده   ~ کۀ دسرسام پۀ تبه پروت يم روغ بۀ شمه
پرزړۀ مې شنه پيشو لګياده   ~ وينه يې وڅکه اوس هډوکي شپېلوينه
پرزړۀ مې شنې لوخړې راغلې   ~ لکه پۀ شين اسمان چې ورېځ راغلې وينه
پرزړۀ مې خښ دغم خنجر دی   ~ چې مې رايادشي دليلا شينکي خالونه
پرزړۀ مې غبرګې ګوتې کېږده   ~ چې غم پرما او که تا ډېردی مينه
پرزړۀ مې غم غم انبارانباردی   ~ عمرمې خواردی چې لۀ ياره جدايمه
پرزړۀ مې ليک داشنانوم دی   ~ داوبوغوړپ کولی نۀ شم وران بۀ شينه
پرزړۀ مې غم سترګې مې ژاړي   ~ باڼۀ ولاړ دي اوښکې غواړي رخصتونه
پرزړۀ مې مه وهه لاسونه   ~ زړۀ مې زخمي دي خونړی بۀ شې مينه
پرزړۀ ويشتلی بۀ جوړنۀ شي   ~ کۀ دشکروورته جوړکړم ملهمونه
پرزکندن مې حاضر نۀ شوې  ~ ترجنازې لاندې مې مۀ ځه مختورنه
پرزکندن بۀ مې ارمان شې   ~ که درانکړۀ دسرکوشونډوسرونه
پرزکندن دې ارمان مۀ شه   ~ ترتابۀ ځارکړم دسرکوشونډوسرونه
پرزکندن مې راحاضر شه   ~ بياترقيامته پورې نشته ديدنونه
پرزکندن مې راپخلاشه   ~ چې ارمانجن مې ګورته کوز نۀ کړي مينه
پرزکندن مې راحاضرشه   ~ وروستی ديدن دی زۀ يې تاسره کومه
پرزکندن مې راحاضر شه   ~ پرخماروسترګومې ونيسه لاسونه
پرزکندن مې راحاضر شه   ~ چې دې مخ تصوير لحدوته يوسمه
پر زلفو وروږمنځ راکاږه   ~ هلته زما دزړګي کوردی وران بۀ شينه
پرسپېروبد مه وايه مورې   ~ سپېرې دې خاورې چې ګلونه شنۀ کوينه
پرسپين ميدان بۀ درسره يم   ~ زۀ پښتنه لۀ تورو نۀ تښتم مينه
پرسپين هلک مينه شومه  ~ مشريې کوم دی ننواتې بۀ ورځمه
پرسپينوتوروورګډېږه  ~ ماپۀ همزولوپورې ډېرخندلي دينه
پرسربېرېږې راتلی نۀ شې  ~ څوک چې ياري کړي سرپۀ لاس کې ګرځوينه
پرسردې شال مخ دې مشال دی  ~ نوم دې خوشال دی پۀ ديدن پسې دې مرمه
پرسردې شال دی مخ دې مشال دی  ~ داڅووم کال دی چې مين درباندې يمه
پرسردې کوم جلات ولاړدی  ~ چې دې زمالۀ يارۍ واخسته لاسونه
پرسردې توره کاغۍ ګرځي  ~ دجانان شپې ورځې نژدې دي رابۀ شينه
پرسرمې سپين پړونی پروت دی  ~ دننه زړۀ مې پۀ سرتورې ويرکوينه
پرسرمې مه وهه لاليه  ~ تورې کوڅۍ مې ددادا لۀ کوره دينه
پرسفرتلې درجګه نۀ شوم  ~ مادې خدای شله کړي پۀ دواړه زنګنونه
پرسنګربياټکونه وشول  ~ مېړۀ بۀ مري موزي بۀ بياکورته راځينه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery