مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


الله د بيا راوله ياره   ~   ماشوم زړګی مې پۀ ژړا درپسې مرينه
الله دې بيا راته محتاج کړه   ~   غنچې غنچې څڼې مې بياپۀ مخ راځينه
الله زما پۀ حال خبر دی  ~   که مې قبول کړي دديدن سوي سوالونه
الله تالاشومه خاونده   ~   پۀ زېړوګلومې خزان ولګېدنه
الله دې بياراته موتاز کړه   ~   پسرلی راغی غوټو وسپړل ګلونه
امباردغم مې پۀ زړۀ پروت دی   ~   دبې ارزۍ ژړا چې راشه وخاندمه
اموخته باز راڅخه ولاړی   ~   دسپينې خولې تومه پۀ لاس ولاړه يمه
امسا پۀ لاس مخې ته راغلې   ~   رنځوره زۀ دې پوښتنې ته درتلمه
اميره ستانوکران ډېر دي   ~   دسپينې خولې نوکر راپرېږده چې راځينه
اميره لنډ وهه مزلونه   ~   يارمې نادان دی دشپې خوب يې زنګوينه
امير لوړ وهه برجونه   ~   ځوانان پردېس دي يادوي خپل ولاتونه
اميره نور نوکران ډېر دي   ~   دتوروربل نوکر راپرېږده چې راځينه
امېل دسرو زرو ښۀ ښکاري   ~   بل چې وربل دپاسه وټومبي ګلونه
امين پرې وکړئ سوال مې دادی  ~   چې مې جانان راسره غاړه غړۍ شينه
انباردغم مې پۀ سرپروت دی   ~   خندلی نۀ شم دناکام خنداکومه
انارونوې پاڼې وکړې   ~   زۀ بۀ مې يارته دسينې انارساتمه
اندېښنوزورراباندې وکړ   ~   چې لمرخاتۀ اولمرلوېده نۀ پېژنمه
اندېښنوغرونه پۀ ژړاکړل   ~   دبېلتانۀ پۀ اوښکوډک راغلل خوړونه
اندېښنولوی غرونه چپه کړل   ~   شاباس پۀ ماچې زۀ پۀ پښوولاړه يمه
اندېښنې مه کوه صورته   ~   چې اندېښنې دزړګي وينې وچوينه
انکاردمينې دې کړای نۀ شم   ~   که مې منصورغوندې څوک دارته جګوينه
اوازدوچ شه نجلۍ ماره   ~   دچم ګاونډخلک دخوبه وواتنه
اوازمې شته جوړه مې نۀ شته   ~   لکه کوتره بې جوړې ګرځم مينه
اوبۀ دکوزګودرخوږې دي   ~   زۀ دمين دپاره برګودرته ځمه
اوبۀ مې څښې ګلاب مې تېر شو   ~   زړۀ مې باغچه شوبلبلان ورته راځينه
اوبۀ مې څښې ګرېوان مې لوند شو   ~   پۀ نري باديې وچوم ژړاراځينه
اوبۀ مې څښې لونګ مې تېرشو  ~   دزړۀ پۀ سرمې زرغونه دلونګ ونه
اوبۀ مې څښې ګلاب مې تېرشو   ~   اوس دسينې باغچې مې ونيول ګلونه
اوبۀ مې څکې ګلاب مې تېرشو   ~   زړۀ مې باغچه ده شنه توتيان ورته راځينه
اوربل پۀ توره نۀ ړنګېږي   ~   ناترسه ډمه يې پۀ ګوتوړنګوينه
اوربل پۀ توره نه ورانېږي   ~   چې وخت يې راشي سلايي يې ورانوينه
اوربل ته لنډې غوټې ورکړه   ~   چې ترې ښکاره شي دکږووروځوسرونه
اوربل دې جوړپۀ غنم لوکړ   ~   زۀ خواربۀ لوکړم که بۀ ستاننداره کړمه
اوربل دې ونيوې ورېځې   ~   ترخماروسترګودې اوري بارانونه
اوربل مې جګ کړه خال مې چپ کړه   ~   دجنت ګل دی پرې تازه بۀ شې مينه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery