اول جواب امام نووی کړیدۍ په دې ډول چی ددنیا
لفظ مخکښ نکره فی الاثبات ذکرسویدۍ کوم چی غالباًعموم نلری البته نکره چی تحت النفی
راسی نوعامه وی نوپه دې سبب ددنیا دلفظ شمول وښځی ته متیقن ندۍ نوځکه دامرأة لفظ
علاحده ذکرسویدۍ، مګردامام نووي دغه جواب په دې سره ردکړسويدۍ چي نکره چي په سياق
کښي دشرط راسی هم عامه ګرځي لکه څرنګه چي په سياق دنفې کښي راسي نوعامه ګرځي دوهم
جواب دادۍ چي دښځي ذکرځکه ددنياله ذکره څخه وروسته راغلۍ دۍ چي ښځه دانسان دپه فتنه
کښي اچولودپاره ډيرقوي سبب دۍ همداوجه ده چي داسلام پيغمبر ودوۍ ته حبائل الشيطان
ويلۍ دۍ، دريم جواب دادۍ چي سبب دوروددغه حديث دښځي دپه نکاح کولو په سبب دمهاجرام
قيس هجرت کول ؤوڅلورم جواب دادۍ چي ابن بطال له ابن سراج څخه نقل کړيدۍ چي تراسلام
دمخه دعربو داسي رواج ؤوچي عربيه ښځه بې وغيرعربي سړي ته قطعاً په نکاح نه ورکوله
بيا کله چي اسلام راغلۍ او ټول مسلمانان يې په نکاح کښي سره برابرکړل نوپه دې وجه
ډيروخلګوکوم چي په نسب به عرب نه وه ومدينې منوری ته هجرت وکړ چي هلته له عربي
الاصله ښځوسره نکاح وکړي نوپه دې سبب په حديث کښي دښځي ذکر بالخصوص راغلۍ دۍخوحافظ
ابن حجررحمه الله دابن بطال دغه قول په دریووجوسره رد کړیدۍ اول داچی ددې خبری هیڅ
ثبوت نسته چی دغه خلګ کوم چی دښځو دپه نکاح کولوپه وجه ئې هجرت کړی ؤو غیرعرب وه
اودوهم داچی ددې هم ثبوت نسته چی دغه ښځی کومی چی دهغوی دنکاح دپاره دوی هجرت کړی
ؤو عربی ښځی وې اودریم داچی داخبره هم مسلمه نده چی اسلام مطلقا اعتبار دکفاءت په
نسب کښی لغوه کړی دۍ، عيني ، فتح الباري وغيره،
(فهجرته الی ماهاجراليه) پوسه چی په دغه جمله کښی دترکیب په اعتباردوه احتماله دی
اول داچی الی ماهاجر الیه دمتعلق مقدرپه اعتبار خبر دفهجرته سی اودوهم داچی
مذکورجاراومجرورترهجرت پوری تعلق ونیسی ظرف لغوه سی اوخبرئې محذوفه سی ای قبیحة
اومذمومة ،همدارنګه پوسه چی داسی ندی فرمایل سوی چی فهجرته الی دنیا اوالی امرأة
لکه څرنګه چی دحدیث په محذوفه جمله کښی کومه چی په اصل کښی تردغه جمله دمخه ده چی
د،فمن کانت هجرته الی الله ورسوله فهجرته الی الله ورسوله،جمله ده اعاده دجار
اومجرورپه جزا کښی په سابق ډول سویده له وجی دبدګڼلو دتصریح په ذکرسره دهجرت ودنیا
اووښځی ته په مکررډول ،سره له دی چی دالی ماهاجرالیه په لفظ کښی تعمیم هم فائده
کیږی ،سوال،په مذکره جمله کښی شرط اوجزاسره یودی اوسره له دی چی ددوی دواړوپه منځ
کښی تغایر ضرور دۍ لکه چی دمبتدا اودخبرپه منځ کښی چی تغایرضرور دۍ؟ددې سوال جواب
شارحینو دبخاری په مختلفوطریقوسره ورکړیدۍ، اول په دی طریقه چی په ظاهره که څه هم
دوی دواړه سره متحد دی خوپه حقیقت کښی سره مختلف دی ځکه چی دشرط په جانب کښی یوقید
اودجزا په جانب کښی بل قسم قید معتبردۍ اوتقدیر په دې ډول دۍ فمن کانت هجرته الی
دنیایصیبها اوالی امرأة ینکحها قصدا ونیة ،فهجرته الی ماهاجرالیه حکما وشرعا،داجواب
ابوالفتح قشیری ورکړیدۍ ،دوهم جواب دادۍ چی دیر ځایونه مبتدا اوخبر ظا هراً دحمل
اولی په ډول وی چی عقد الوضع په عقد الحمل کښی ماخوذ وی لکه په دې قول کښی چی انا
انا مګرپه معنی کښی له محمول څخه یوقسم اضافه مفهوم مرادوی مثلاپه مذکورمثال کښی له
دوهم انا څخه معنی دالمعروف بکمال المروءة مرادده نو دلته هم مرادله جزاڅخه کوم چی
په مرتبه دخبرکښی ده داده چی فهجرته هی المعروفة بالحقارة والقبح، پوسه چی شرط
اوجزااویامبتدا اوخبرچی کله په ظاهرکښی سره متحدراسی نوپه دې کښی یااستحقارمقصودوی
اویاتعظیم ددغودواړوقسمومثال په مبتدا اوخبر کښی داقول دهارون رشیددۍ چی په حج کښی
ئې ددعا د کولوپه جریان کښی وویل اللهم انت انت واناانانودد ه پهدغه قول کښی چی انت
انت اتحاد دمسندالیه اودمسند دپاره دتعظیم دۍ ای انت المعرف بعظمة الشان وکثرة
الغفران،اوپه انااناکښی دتحقیر دپاره دۍ ای انا المعروف بالحقارة والعجز والمعصیة ،اوپه
شرط اوجزا کښی ئی مثال ددغه حدیث محذوفه جمله او دغه مذکوره جمله ده ځکه چی په
محذوفه جمله کښی دشرط اودجزااتحاددپاره دتعظیم دۍ اوپه مذکوره جمله کښی دپاره
دتحقیردۍ دریم جواب دادۍ چی که څه هم دعاموخلګوخوداخیال دۍ چی دآخرت په ورځ وخلګوته
داعما لوبدله ورکوله کیږی مګرحقیقت دادۍ چی دقیامت په ورځ وخلګوته ددوی اعمال بیرته
ودوی ته ورکول کیږی البته خودغه اعمال هلته په شکل دنعمتودجنت یاپه شکل دعذابوددوزخ
وګرځی ،یوله دلائلوددې خبری دغه آیت دۍ چی،ووجدواماعملوحاضرا، اوددغه حدیث دغه دوې
جملې هم پردې خبره باندی دلالت کوی،عمدة القاری وغیره، محترمووروڼوددغه حدیث دحذف
سوی جملې دحذف وجه اوله دغه حدیث څخه دمستنبطومسائلواودځنونوروخبروبیان به په
یوولسمه برخه کښی انشاءالله درته راسی والسلام ومن الله التوفیق ،