مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa

بخاری شريف اودشرحي فضل الباري لړۍ (۳) برخه

علامه محمـد معين الدين ابوالفضل حفظه الله تعالي .

بسمه تعالي .
محترمو کتونکو په دي برخه کښي دمقدماتي بيانوله جملي څخه په باره کښي داقسامو اودانواعو دکتابو داحاديثوبيان درته کوم .
پوسه چي داحاديثوعلماؤ داحاديثو کتابونه وډيرواقساموته تقسيم کړيدي چي تفصيل يې په لاندي ډول دئ .

اول قسم جوامع دي.
جوامع جمع دجامع دئ اوجوامع د حديثو وهغو کتابوته ويل کيږي چي په دوۍ کښي داتو ۸ مضامينو حديثونه راوړل سويوي چي هغه اته ۸ مضمونونه په دغه شعر کښي ذکر سويدي .
سير،اداب ،تفسير، عقائد ــــــــــــــــــــــــ فتن،احکام ، اشراط ،ومناقب .
له سير څخه مراد دجهاد اودغزاګانو حديثونه دي ، له اداب څخه مراد هغه حديثونه دي چي ترمعاشرتي امورو پوري تعلق لري ، له تفسير څخه مراد هغه حديثونه دي چي دقران کريم ترتفسير پوري تعلق لري ، اوله عقائدڅخه مرادهغه حديثونه دي چي ترايماني اموروپوري متعلق وي، اوله فتن څخه مرادهغه حديثونه دي چي په هغوۍ کښي داسلام پيغبر وخپل امت ته له راتلونکو حوادثو اوفتنوڅخه پيشګويې کړيوي ،اوله احکام څخه مرادهغه حديثونه دي چي په هغوۍ کښي دفقهي حکمونه بيان سويوي ، اوله اشراط څخه مراد هغه حديثونه دي چي په دوۍ کښي دقيامت دورځي دعلامو ذکرراغلئ وي ، اوله مناقب څخه مراد هغه حديثونه دي چي منقبتونه اوفضيلتونه دصحابه ؤ پکښي بيان شويوي، پردي خبره باندي اتفاق دئ چي بخاري شريف،او ترمذي شريف دجوامعوکتابو له جملي څخه دي ،البته د مسلم شريف په باره کښي دځنوعلماؤ قول دادئ چي دجوامع له جملي څخه نه دئ ځکه دتفسير په ارتباط چي کوم حديثونه په مسلم شريف کښي راغلي دي نو هغه ډير کم دي ،خو صحيح قول دادئ چي مسلم شريف هم له جوامع څخه دئ ،ځکه که څه هم هغه حديثونه چي امام مسلم په کتاب التفسير کښي راوړيدي کم دي مګر که دتفسير په اړه وهغوټولوروايتو ته وکتل سي کوم چي په مسلم کښي په مختلفو ځايو کښي ذکرسويدي نوبيا دتفسيرروايتونه دمسلم شريف هم وکافي مقدارته رسيږي .

دوهم قسم دکتابو داحاديثو سنن دي .
سنن وهغه کتابو ته داحاديثو ويل کيږي چي په دوۍ کښي احاديث دفقهي دبابوپه ترتيب ذکرسويوي لکه سنن ابي داود ، اوسنن نسائی ، او جامع ترمذي ، ترمذي شريف سره له دي چي دجوامع له جملي څخه دئ دسنن له اقسامو څخه هم دئ .

دريم قسم مسانيد دي .
مسانددحديثو وهغوکتابوته ويل کيږي چي په دوۍ کښي حديثونه دصحابه ؤ په ترتيب راوړل سويوي ، اوترتيب دصحابه ؤ ځنو علماؤ دحروف تهجي په اعتبار معتبر کړيوي ،دمثال په ډول دکوموصحابه ؤ په نومونو کښي چي اول حرف همزه راغلئ وي نودوۍ دهغوۍ روايتونه دمخه ذکرکړيوي اودکوموصحابه ؤپه نومونوکښي چي ( ب)راغلي وي نو بيايې دهغو روايتونه ذکرکړيوي ، وهکذا .
اوځنوعلماؤ بيا ترتيب ددوۍ ددرجواومرتبو اومقاماتو په اعتبار معتبر کړيدئ په دي ډول چي مثلاً اول يې دخلفايې راشدينو روايتونه ذکرکړيوي بيا يې دعشره مبشره ؤروايتونه ذکرکړيوي ا و
بيایې دهغو صحابه ؤ روايتونه ذکرکړيوي کوم چي دبدر وغزاته حاضر سويوه چي بدريين ورته ويل کيږي ، اودريم يې دهغو اصحابو روايتونه ذکرکړيوي چي په بيعت رضوان کښي يې شرکت کړيوو ،وهکذا .
اوځني علماوو بيا دصحابه ؤ ترتيب دقبيلو په اعتبار معتبرکړيوي په دي ډول چي اول يې دبني هاشم دقبيلي داصحابو روايتونه ذکرکړيوي اوبيا يې دهغي قبيلي داصحابو روايتونه ذکرکړيوي کومه چي دبني هاشم وقبيلي ته په قرابت کښي نږدي وي وهکذا .
په مساندوکښي ترټولو ډيرمشهورمسند، مسند دامام احمد بن حنبل رحمه الله تعالي دئ .
تنبيه : پوسه چي دمسند دلفظ اطلاق کله کله پرهغه کتاب باندي هم کيږي په کوم کښي چي مسند اومرفوع حديثونه ذکرسويوي په همدي وجه وبخاري شريف ته المسند الصحيح للبخاري ، اووسنن دارومي ته مسنددارومي ويل کيږي .

څلورم معاجم دي .
حضرت شاه عبدالعزيز رحمه الله تعالي په عجالة نافعة کښي ذکرکړيدي چي دمحديثينو په اصطلاح کښ معاجم داحاديثو وهغوکتابوته ويل کيږي چي په دوۍ کښي حديثونه دمشائخو اوداستاذانو په ترتيب ذکرسويوي خو ځينو دغه ترتيب دتقدم في الوفات په اعتبارمعتبر کړيدي په دي ډول چي کوم استاذ يې دمخه وفات کړيوي نو دهغه حديثونه يې دمخه ذکرکړيوي ،وهکذا،اوځنوبيا دمشائخو ترتيب دمشائخودعلم اوفضيلت په اعتبار اوځنوبيا دحروف تهجي په اعتبار معتبرکړيوي خو اخيري طريقه په عمومي ډول رائجه ده ، اوحضرت مولانا محمد زکريا صاحب بيا فرمايلي دي چي معجم وهغه کتاب ته ويل کيږي چي په ده کښي دحروف تهجي په ترتيب حديثونه ذکرسويوي، بياداپردري قسمه دي، اول قسم يې دادئ چي ترتيب دحروف تهجي ؤيې دصحابه کرامو له نومو څخه معتبرکړيوي ، دوهم قسم يې دادئ چي دشيوخو اواستاذانوله نومو څخه يې دحروف تهجي ترتيب رااخستئ وي ،اودريم قسم يې دادئ چي داحاديثو له حروفو څخه يې دحروف تهجي ؤترتيب اخذکړيوي .

پنځم قسم مستدرکات دي.
مستدرکات وهغو کتابوته دحديثو ويل کيږي چي په هغوۍ کښي هغه حديثونه راوړل سويوي
چي هغه ديوه بل مصنف کوم چي په حديثو کښي يې کتاب جوړکړيوي پرشرط باندي برابر وي مګر هغه قصداً يا سهواً هغه حديثونه په خپل کتاب کښي نه وي راوړي لکه مستدرک دحاکم علي الشيخين .

شپږم قسم مستخرجات دي .
مستخرج وهغه کتاب ته دحدیثو ويل کيږي چي دده مصنف ديوه سابق مصنف دکتاب حديثونه اوروايتونه په خپل کتاب کښي په خپل سندسره راوړيوي نه دسابق مصنف په سند سره په دي ډول چي سابق مصنف دده په سند کښي نه وي راغلئ بلکي دده سند ده سابق مصنف له شيخ يا له شيخ الشيخ سره مثلاً ګډ سويوي .

اوم اجزاء دي .
اجزاوهغوکتابوته ويل کيږي چي په دوۍ کښي يا ده يوه سړي مرويات اوحديثونه ذکر سويوي عام له دي څخه که دغه يوسړي له صحابه ؤ څخه وي يا ددغه مصنف له مشائخو څخه وي لکه جزدحديث دابوبکر رضي الله تعالي عنه ،اويا په دوۍ کښي ديوي جزئۍ مسئلئ مربوط حديثونه ذکرسويوي لکه جزء رفع ا ليدين .

اتم قسم اربعينات دي .
اربعينات وهغوکتابوته ويل کيږي چي صرف څلويښت حديثونه په دوۍ کښي راوړل سويوي .
: تنبيه : پوسه چي اربعينات کتابونه ځکه علماء کرامو تصنيف کړيدي چي داسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايلي دي .
(من حفظ علي امتي اربعين حديثاً في امر دينها بعثه الله فقيهاً وکنت له يوم القيامة شافعا وشهیداً) رواه البيهقي في شعب الايمان ج۲ص۲۰۷ و۲۷۱
يعني هرچا که حفظ کړل پر امت ځما باندي څلويښت حديثونه په باره کښي دکار ددين دامت زما نودقيامت په ورځ به مبعوث کړي دي الله پاک په داسي حال کښي چي فقيه به وي، يعني په جمله کښي دفقهاؤ به وشميرل سي اوسم به زه ده لره په ورځ کښي دقيامت شفاعت کونکي اوشاهد.
پوسه چي دغه حديث که څه هم علماؤ ضعيف ګڼړلي دئ خو حافظ جلال الدين سيوطي په جامع صغير کښي دغه حديث مبارک ذکر کړيدئ اودصحت علامه يې ورکړيده په دي سبب چي ددغه حديث په ډيرو سندو سره روايت سويدئ نودسندودکثرت په اعتبار له ضعف څخه خارج سويدئ .

نهم قسم علل دي .
علل وهغه قسم ته دکتابو دحديثو ويل کيږي چي په دوۍ کښي دهر حديث ټول سندونه اواختلاف دراويانواوخفي علتونه ذکرسويوي .

لسم قسم اطراف دي.
اطراف وهغو کتابو ته دحديثو ويل کيږي چي په دوۍ کښي داحاديثو يوه يوه برخه ذکر سويوي او داپکښي ويل سوي وي چي دغه حديث مثلاً په فلان اوفلان کتاب کښي په فلان او فلان ځاۍ کښي مذکوردئ.

يوولسم قسم ترغيب اوترهيب دئ .
اودوولسم قسم مسلسلات دي .
اوديارلسم قسم ثلاثيات دي .
اوڅورلسم قسم کتب العقائد دي
اوپنځلسم کتب الاحکام دي .
اوشپاړسم قسم کتب التاريخ دي .
اواولسم قسم کتب الزهددي .
اواتلسم کتب الاداب دي ..
نولسم کتب الفتن دي .
اوشلم قسم کتب المناقب دي .
يويشتم قسم کتب مشيخه دي .
دويشتم قسم کتب الافراد والغرائب دي .

محترممو مستفيدينو څلورمه اوپنځمه برخه لا په مقدماتي بيانو کښي ده له هغه څخه وروسته به انشاء الله دبخاري شريف دشرحي لړۍ پيل سي .

benawa-etisalat
ipower web host benawa mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery