مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دژباړن  خبرې

بسم الله الرحمن الرحيم


وماتوفيقى الابالله ط عليه توكلت واليه انيب
نه دی توقيق زمامګرپه مرسته دالله پرهمدغه الله مى توكل كړيدی اوهم دده ولورى ته رجوع كوم

له ډيروخت نه می په زړه كښی آرزودرلوده چه وګرانوپښتنو پلرونو، ميندو، وړونو، خويندو، زامنواولوڼو ته داسلام دمقدس اودحضرت سروركائنات فخرالموجودات محمد رسول الله (ص) د شريعت په دننه كښى څه ناڅه خدمت وكړم مګرله يوی خوادعلم دكمښت له كبله اوله بلی خوادهجرت دژوندكړاوونه د آرزوګانواواميدونوپه پوره كولوكښى راته لوی خنډ وو، كلونه تير شوه مګرخنډونه لاپرځاى وه، اوس چه دصبراوحوصيلى كاسه ډكه شوه نودلوى اومهربان خداى (ج) څخه می د مرستی په غوښتلو دهمت ملاوتړل چه دقدوری مشهوركتاب په خوږه پښتوژبه ترجمه اوله همدی لاری نه خوږې پښتواوګرانوپښتنوته مصدردخدمت وګرځم څوهغه وړونه اوخويندی چه دپښتوژبى ليك اولوست كولاى شى اوداسلام دمقدس دين اومحمدی (ص) شريعت له حكمونو او ركنونونه بی برخی پاتی دی پوره ګټه واخلی. علماصاحبانوډير كوښښونه كړيدی، هغه وخت چه كامپيوټر نه وواودچاپولوآسانتيا ډيره لږوه دقدوری مشهوركتاب ئې لاپخواپه پښتواودری تحت اللفظ ترجمه كړيدی اولدی لاری نه ئې مسلمه امت ته لوی خدمت كړيدی، الله سبحانه وتعالى دی اجرعظيم ددوی ورپه برخه كړی آمين يارب العلمين .
كه په رښتينه ورته ځيرشونودابه ومنوچه ډيرلږلوستونكوله تحت اللفظى ترجمی نه ګټه اخستيده اوزيات شميرلااوس هم بی ګټی پاتی دی. دخوښۍ اوخوشحالۍ نه ډك پيغام خودادی چه شيخ الاسلام الحاج مولاناصاحب محمد عبيدالله ايوبی قندهارى سليمانخيل دګرانوپښتنو درداحساس كړی اووپښتنوته دخدمت په هكله ئې دقدوری مشهوركتاب د(عروس نوبهار) ترعنوان لاندی په ساده اوآسانه خوږه پښتوترجمه كړيدی، زه دده دترجمه شوی كتاب په خبريدو دومره خوشحاله شوم چه خپل دخوشحالۍ اظهاردقلم په څوكه نشم بيانولاى، نوله زړه له كومی ومحترم شيخ الاسلام الحاج مولانامحمدعبيداله ايوبی قندهاری سليمان خيل ته دده دخدمت په بدل كښى له لوی خدای (ج) له لوی دربارنه اجرعظيم اودكتاب دهرتوری په بدل كښى دجنت ښادی غواړم اوالله (ج) دی ورڅه راضی شی آمين .
دمحترم شيخ الاسلام مولاناصاحب محمدعبيداله ايوبی دپښتو شوی قدوری (عروس نوبهار) ليكونكی ګرانه خوږه پښتوډيره ترټلی ده واملا، انشاء اوجمله بندۍ ته يی هيڅ توجه نده كړی چه لوستونكی بياهم له مشكل سره مخامخ دی لكه څنګه چه ښايی هغسی ګټه نشی ورنه اخستلای، نورنه غواړم چه دليكونكی په باب څه وليكم، ځكه دنوموړی كتاب لوستونكی دصحيح اوغلط ثبوت دكتاب له لوست نه كولای شی، خدای مه كړه چه ليكو نكی زماپه رشتياويلوراڅه ناراضه شی .
وخت اوزمان تيريږی انسانان، پيريانان، حيوانان اونباتات زيږی بيالوئيږی بيازړيږی اوبيامړه كيږی بعضی لويوالی يازوړوالی ته هم نه رسيږی مړه شی مګركتاب مرګ نلری ترآبده ژوندی پاته وی، څومره چه كتاب فصيح وی اودملغروپشان پاك اوصفاليكل شويوی نه يواځی په آسانی دافهام اومفهوم وړوی بلكه دراتلونكی دپاره دمثال نمونه هم وی، اميدلرم چه تاسودهمدغه كتاب لوستونكی دحق په وياړ زمادنظرموافق اوسۍ، نوراشی چه وهدف ته درسيدلوپه هكله خپلی هلی ځلی پری نږدو، خپل وړونه اوخويندی دجهل له توری كندی نه دعلم په رڼاښكلی كړو اوددغه ميلی اواسلامی مقدس خدمت دپياوړتيادپاره دخپلوخادمانو وړونـوملابنـد شو، څـوپـه ګـډه سره پـه ډيره آسانـه اوپسته خوږه پښتو دغه دقدوری كتاب ترجمه او وخپلوګرانوپښتنووړونواوخويندوته ئې دسوغات په توګه وړاندی كړو.

الله وايی ته ئې غـواړه زه بې دركـړم
طـلب وكـړه جهد وكړه بيابې دركـړم

كه څه هم زماسره دعلم ذخيره نشته توكل پرعلی الله اودلوی او مهربان خدای (ص) په مرسته اوتوفيق سره دقدوری دمشهوركتاب دپښتوپه ترجمه اوليكنه پيل كوم څولدى لاری نه وګرانوپښتنو او ګرانی خوږې پښتوته خالصانه خدمت وكولاى شم.

ولاړشـه وګـرځـه دريـاب نـه ګـوهـر راوړه
مأيوس مشـه د عطاء درياب ئې لوی دی

مهمه يادونه :
كله چه لومړى ځل پښتوقدورى دكمپيوټرپه ذريعه وليكل شوه دكتاب دچاپ په هلكه مى دكتاب ټول متن دكمپيوټر پر فلاپى ډسكيټ (Computer Floppy Diskette) باندى له ځان سره له آمريكانه په پاكستان كښى كويټى بلوچستان ته يووړ، مخكى دكتاب دچاپ نه مى يوځل بياټول متن ولوست چه دلوست په لړكښى څه ناڅه نيمګړتياوى دپښتوپه املاء كښى وليدل شوى، څرنګه چه زما د رصختۍ ورځى لږ وې نودچټكى اصلاح په هكله مى داعتما د وړ يوه افغان ورورته وظيفه وسپارل نوموړى په ځلور ورځوكښى املائى اصلاح وكړل، له بده مرغه دنه وخت په لروسره مى ونكړاى شواى چه يوځل ئې بياملاحظه كړم، زما آشنا حمداله (صحاف) ته مى وويل زما وخت نور پاته ندى زه بيرته آمريكاته روان يم ته دكتاب دچاپولودنده سرته ورسوه خوكله چه كتاب چاپ شى څوجلده آمريكاته راواستوه حمداله خان همداسى وكړل كله چه ماكتاب وليد دكتاب چاپ او صحافت ډيردقدراوستاينى وړ وو زه له حمداله (صحاف) نه خوش شوم او دده دپاره دخداى (ج) له لوى دربارنه رضائت اوبښنه غواړم آمين يارب العلمين .
كتابونه چه آمريكاته راورسيدل دكتاب په لوست مى پيل وكړ ومى موندل چه داعتماد وړ افغان ورور د املائي اصلاح په لړكښى ډيرى نورى سهوى كړيوى لكه تكراردجملو، دلغاتوترمابين ډيره فاصله اوداسى نور، زه دغه افغان ته دخداى (ج) له لوى دربارنه دهدايت غوښتنه كوم .
دكتاب داصلاح، دكتاب سره دعلاقمندانودعلاقې، وخوږى پښتو اوګرانوپښتنوته دخدمت او محمدى (ص) امت ته دخدمت په اړوند دقادرمطلق (ج) په مرسته اوتوفيق دكتاب په دوهم چاپ مى پيل وكړ، خوسوال مى دادى چه ته؛ هو داغه ته ددغه كتاب لوستو نكۍ يازده كونكۍ به په پاك زړه اوپاك وجدان څه مرسته وكړې؟ خواست درته كوم چه دكتاب له لوست نه وروسته داميدپه ډك زړه او د اوښكوپه ډكوسترګو دپرودګارعالم (ج) په لوى درباركښى دحضرت سروركائنات فخر المو جودات محمدرسول الله (ص) دمرحومه امت په حق كښى دزړه له كومى ديووالى اوبښنى دعا وكړې ايجاب اوقبول ئې حتمى دى .
يوځل بيايادونه كوم كه موكومه سهوه ياغلطى په كتاب كښى ليدلى وى خپله اسلامى دنده پرځاى كړې دمحبت نه په ډكه خوله داصلاح په هكله ښوونه راته وكړې

فسهل ياالهى كل صعب بحرمت سيدالابرارسهل
جان محمد(كاكړ)  Jaan Mohammad
٢٧١٢ ګورنياک ډايو    2712 Gorniak Dr.
پارلين، نيوجرسی ٥٥٨٩. آمريکا    Parlin, NJ 08859 USA
 

ومن الله توفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery