مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دجـمـعـى دورځـى لـمـونـځ

دجمعى لمونځ په آيت، حديث اواجماع سره ټنګ فرض دى او منكرئې په اتفاق سره كافردى، دجمعى لمونځ بيله دښاردجامع اودښاردعيدګاه څخه بل ځاى روانه دى، عيدګاه خاص شرط نده بلكه په ټولو طرفوكښى دښاردجمعى لمونځ روادى، دښار د اطرافو په پيژندنه كښى اختلاف دى څوك وايى اطراف د ښارهغه دى چه يوميل له ښارنه ليرى وى څوك وايى چه دوه ميله له ښارنه ليرى وى څوك وايى چه دوه فرسخه ليرى وى څوك وايى چه دمؤذن اذان وروسيږى اوڅوك وايى هغه منطقه چه يو سړى سهارپلى ورڅه روان شى دجمعى لمونځ په ښاركښى وكړى مخكى د ماښام نه بيرته خپل ټاټوبى ته ورسيږى، امام اعظم اوبوحنيفه (رح) اوامام محمد(رح) وايى چه په يوه ښاركښى څوځايه دجمعى لمونځ كيدونكۍ دى چه دغه مذهب صحيح اوهم پردغه مذهب فتوى ده، دمصر(ښار) په تعريف كښى هم اختلاف دى امام ابو يوسف (رح) وايى چه ښارهغه ځاى دى چه هلته اميراوقاضى وى او د شرع شريفى احكام اوحدود جارى وى دغه حكم امام كرخى (رح) هم غوره كړيدى، دامام ابويوسف (رح) بل روايت دادى چه دښارجامع هغه لويه جامع ده چه دښارترمسجدوډيرلمونځ كونكى پكښى ځايدلاى شى دغه روايت هم امام كرخى (رح) غوره كړيدى، د جمعى لمونځ په كليوكښى روانه دى اوامامت د جمعى دورځى دلمانځه بيله پاچا يا اميرد وخت ياهغه څوك چه اميردوخت ماموركړيوى روانه دى
دجمعى دورځى دلمانځه شرطونه : دماپښين وخت دى وروسته له ماپښين نه روانه دى، امام به دلمانځه نه مخكى دوى خطبى وايى په ليږ ناسته سره به دخطبو په مابين كښى بيلوالى كوى چه پدغه باندى اجماع د امت ده اوهم به امام خطبه په ولاړى اوپاك بدن سره وايى، امام ابوحنيفه (رح) فرمايى كه خطيب لنډه خطبه ووايى رواده يعنى كه خطيب دخطبى په نيت دومره ذكرووايى سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله كفايت كوى ځكه چه خداى پاك دقرآنكريم دالجمعه دسورت په نهم (٩) آيت مبارك كښى ذكركړيدى ﴿فاسعوالى ذكرالله﴾ پدغه آيت كښى ذكرراغلى دى كه اوږدوى اوكه لنډوى، ياران (رح) وايى چه نوم د خطبى شونوداوږد ذكرڅخه چاره نشته، ديارانو(رح) دمذهب بناء پرعرف ده چه فقط سبحان الله والحمدلله خطبه نه شميرى . خطبه په ناستى ياپه بى اودسى ويل رواده ځكه چه مقصد حاصل شومګرمكروه ده ځكه چه دنبى عليه السلام له سنت نه مخالفت دى، د جمعى دلمونځ بل شرط جماعت دى اودامام اوبوحنيفه (رح) په مذهب په جماعت كښى به بيله امام نه لږترلږه درى كسان نورموجودوى، ياران (رح) وايى چه بيله امام نه به دوه كسان نورموجودوى، امام دى په دواړوركعتوكښى قرائت په لوړآوازوايى اودقرآن شريف دسورت تعين نشته، دجمعى لمونځ پرمسافر، پر ښځه، پرناروغه، پرنابالغه، پرړانده فرض نه دى كه دوى دجمعى لمونځ دخلګوسره په جماعت وكړ دماپښين لمونځ ورباندى ساقط شويعنى دماپښين لمونځ دى نه كوى . مسافر، نارو غه اومريى لره روادى چه دجمعى په لمانځه كښى امامت وكړى ځكه چه د جمعى لمونځ ته حاضرشى نو ورباندى فرض شو، كه چابيله عذره په كوركښى دماپښين لمونځ دجمعىدلمانځه دجماعت نه مخكى وكړلمونځ ئې روادى مګرمكروه دى، امام اوبوحنيفه (رح) وايى كه دغه لمونځ كونكى په كوركښى دماپښين دلمانځه وروسته فكربدل كړاودجمعى لمانځه ته روان شوهغه لمونځ چه كورئې كړيدى باطل شو، كله چه مسجدجامع ته ورسيدى دجمعى لمونځ هم ورنه تيرشوى وو نودماپښين لمونځ به بيرته راګرځوى، امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد(رح) وايى چه دكوردماپښين لمونځ ئې هغه وخت باطل دى چه دجمعى دورځى په لمانځه كښى له امام سره ګډون وكړى، په ښاركښى معذور كسانواو د زندان زندا نيانوته دجمعى دورځى دماپښين لمونځ په جماعت سره مكروه دى . كه څوك دجمعى لمانځه ته حاضرشوپه جماعت كښى دى له امام سره ګډون وكړى وروسته له سلام نه دى ولاړ شى دتيرشوى لمونځ قضاء دى راوړى، دمثال په توګه كه دامام سره په دوهم ركعت كښى ګډون وكړى نو وروسته له سلام نه دى د اول ركعت قضاء راوړى، امام اوبوحنيفه (رح) وايى كه امام په حال كښى دناستى وواوتشهدئې ويل يادسهوى په سجده كښى وو ګډون دى ورسره وكړى، مګرامام ابى يوسف (رح) اومحمد(رح) وايى كه دغه سړى ددوهم ركعت ډيره حصه له امام سره ونيول دجمعى لمونځ دى ورسره پوره كړى كه ئې ددوهم ركعت لږ حصه له امام سره ونيول نودامام له سلام ګرځولو وروسته دى دماپښين څلور ركعته فرض پوره كړى يعنى كه د دوهم ركعت په ركوع كښى په جماعت كښى ګډون وكړى نودامام له سلام نه وروسته دى د ماپښين څلورركعته فرض پوره كړى، امام اعظم ابوحنيه (رح) وايى كله چه امام وخطبى ته حاضرشى نولمونځ كونكى دى سنت اونفل لمونځ پريږدى په دغه وخت كښى قرائت دقرآن، سلام اچول، دسلام ځواب وركول، سنت لمونځ ياتحية المسجد مكروه دى ترڅوچه امام له خطبى نه فارغ كيږى څوك دى خبرى هم نه كوى دامام خطبى ته دى غوږشى ځكه چه دخطبى اوريدل واجب دى، ياران (رح) وايى ترڅوچه امام په خطبه شروع كړى نه وى خبرى كول روادى، امام شافعى (رح) وايى سنت قبلى ياتحية المسجد يادسلام ځواب مكروه نه دى بلكه روادى . كله چه مؤذن اول اذان نارى كړى خلګ دى پلورل اوپيرودل بس كړى دجمعى لمانځه ته دى حاضرشى په دغه قول دالله (ج) چه دسورت الجمعه په نهم (٩) آيت مبارك كښى فرمايى ﴿يايهاالذين امنوااذانودى للصلوة من يوم الجمعة فاسعواالى ذكرالله وذرواالبيع﴾ يعنى اى مؤمنانوكله چه دجمعى دورځى دلمانځه اذان نارى شو پلورل اوپيرودل بس كړى دالله دذكر و لورى ته منډى وهى، پدغه وخت كښى هرهغه عمل چه دلمانځه خنډ كيږى حرام دى لكه خوراك خوب، مجلس، پلورل، پيرودل اوداسى نور. امام چه دجمعى د ورځى د دووخطبوپه مابين كښى كښينى دغه وخت ددعا د قبليدو وخت دى هرڅوك دى يوه لنډه دعاوكړى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery