مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa

دروژى حـكـمـونـه

روژه دوه قسمه ده فرض روژه اونفل روژه، فرض روژه بيا دوه قسمه ده چه يوه ئې په زمان پورى تعلق لرى لكه دروژى دميا شتى روژه يادنذرمعين روژه يعنى چه څوك نيت وكړى چه پرما سباروژه نذرده، دغه روژه په شپه كښى په نيت كولوسره رواده يعنى چه دشپى نيت وكړى چه سبامى فرضى يانذرى روژه ده، كه چادشپى نيت نه ووكړى اوسهارشونوپه مابين كښى دسهاراودلمر دزيوال دى نيت وكړى، دوهم قسم فرضى روژه لكه دروژى دمياشتى قضائى، دنذرمطلق روژه، دكفارى روژه (چه چاقسم كړيوى) دقتل، خطا، اودكفارۀ ظهارروژى چه تفصيل به ئې دنكاح په بيان كښى راشى، د دغه ذكرشوو روژودپاره كوم معين وخت نشته هروخت چه ئې نيسى خونيت ئې ضروردى ځكه چه د روژى نيول تعين دوخت غواړى يادخداى(ج)له لورى لكه دروژى دمياشتى روژى يادبنده له لورى لكه دنذرمعين روژى، څرنګه چه په ذكر شوو روژوكښى تعين دوخت نشته نوله بنده له لورى دشپى د روژى نيت كول ضروردى چه تعين دوخت وشى، دنفلى روژونيت دلمردزوال ترمخه روادى، دروژى دميا شتى دپاره دى خلګ دبرات دمياشتى په نه ويشتمه ورځ (چه شپه ئې ديرشمه كيږى) دمياشتى دليدلوپه لټه كښى شى كه ئې مياشت وليدل نوسبا دى روژه ونيسى، كه مياشت پټه شوه چانه وليدل دبرات د مياشتى ديرش ورځى دى پوره كړى بل سبادى روژه ونيسى دشك روژه دى نه نيسى،كه د روژى مياشت ښكاره شوه اوډيروخلګو وليدل نوشاهدت اودقاضى حكم ته ضرورت نشته، كه يوه ياڅو كسانووليدل نودقاضى په مخ كښى شاهدى اودقاضى حكم ته ضرورت شته، كه چادروژى مياشت وليدل اوقاضى ئې شاهدت قبول نكړ هغه كه نارينه وى اوكه ښځه كه آزادوى كه مريى وى روژه به نيسى كه څه هم دهغه شاهدى قاضى نه وى قبوله كړى له بخارى شريف څخه روايت دى چه نبى كريم (ص) ديوه سړى شاهدت قبول كړيدى، كه په آسمان كښى اوريځ ياګرداوغبارنه وو نوترڅوچه ډيروخلګومياشت نه وى ليدلى قاضى دى ديوه يا دوو كسانو شاهدى نه قبلوى ولى چه د ډيرو خلګوپه خبرتياسره علم اويقين پيداكيږى، دروژى وخت دسهارله دوهموسپيدووروسته بيادماښام دلمرترلويدوپورى دى، روژه په ورځ كښى له خوړلو چښلو، دنارينه اوښځى له يوځايوالى څخه دځان ساتنه ده چه د عادت اوعبادت توپيروشى، روژه نيول دزړه قصد(نيت) غواړى كه روژاتى په هيره سره څه وخوړل يائې څه وچښل يانارينه له خپلى ښځى سره ياښځى له خپل خاوند سره يوځايوالى وكړ روژه ئې نه ماتيږى، امام ملك (رح) وايى چه روژه ئې ماته ده بيابه ئې قضاء راوړى موږ وايوچه په مشكوة شريف كښى ليكل شويدى چه يوه سړى په هيره سره روژه خوړلى وه و رسول اكرم (ص) ته راغى او دخوړل شوى روژى په باب ئې پوښتنه وكړه رسول الله (ص) داسى ورته وويل ﴿تم على صو مك فانمااطعمك الله وسقاق﴾ يعنى تاته خداى (ج) ډوډۍ اواوبه دركړى خپله روژه تر روژه مات پورى وساته، كه روژاتى ويده شواوشيطان بازى وركړه يانارينه وښځى ته وكتل ياښځى ونارينه ته وكتل انزال شوه يائې سرغوړكړ يائې ږيره غوړه كړه يائې وينى وكښى يائې سترګى تورى كړى يائې مچه واخستل پدغه ټولواعمالوسره روژه نه ماتيږى، روژاتى نارينه يا ښځه چه په شهوت سره څوك مچ كړى يائې مسح كړى اوانزال شى نودهغه روژى قضاء ورباندى شته مګركفاره ورباندى نشته ځكه چه انزال بيله جماع څخه پيداشو كه روژاتى په ځان اطمنان درلودى چه په مچه اخستلونه زناراڅه كيږى اونه انزال راڅه كيږى نوباك نشته، كه ئې په ځان اطمنان نه درلودى نومچه اخستل مكروه ده، كه روژاتى بى اختياره قئ وواهه كه په ډكه خوله وى اوكه په تشه خوله وى روژه ئې نه ماتيږى، كه روژاتى په قصدسره په ډكه خوله قئ وواهه نودهغه روژى قضاء شته اوكفاره ورباندى نشته، كه روژاتى له خولى له لارى يوشى ونس ته تيركړلكه شګه، دفلزټوټه، دخرمامندكه، ډوډۍ، اوبه، دارو، خاورى اوداسى نور روژه ئې ماته شوه قضاء ورباندى شته اوكفاره ورباندى نشته، كه روژاتى په قصد سره دشا دلورى يادمخ له لورى جماع وكړه يائې دغذايى موادوخورك يا چښنګ وكړيائې دارو او دوا وخوړل نوهم دروژى قضاء ورباندى شته اوهم به كفاره وركوى، دروژى كفاره دظهاردكفارى پشان ده (كه ئې مريى درلودى هغه به آزادوى يابه دوى مياشتى هره ورځ يوپه بل پسى روژه نيسى يابه شپيته (٦٠) مسكينان غرمه اوماښام په ميانځګړى خورك مړوى)، كه روژاتى بيله دښځى د فرج، يابيله دانسان ياحيوان له كونى اوبيله دنارينه دآلت نه جماع وكړه اوانزال شو يعنى په مچه اخستلوياپه ورونوكښى د آلت ايښودلو ياپلاس كښى انزال ياپه ځګرلاس وهلو ياداسى نور ياښځه دګوتى په ذريعه انزال شوه نو د روژى قضاء ورباندى شته اوكفاره ورباندى نشته، كه بيله دروژى د مياشتى فرضى روژو څخه نورى روژى فاسدى شى كفاره ورباندى نشته، امام اعظم ابوحنيفه (رح) اوامام محمد(رح) وايى كه روژاتى دستور(ايماله) وكړه يائې په پوزه كښى دارو واچول يائې داروپه غوږ ياپه پوزه كښى څاڅكى كړه يائې په زخم (ټپ)كښى لنده دوا واچول اوهغه ټپ نس يادماغ ته سورى وو اودغه دوانس يادماغ ته ورسيدل نو روژه ئې ماته شوه، همدارنګه كه نارينه روژاتى د زكر په سورى او ښځى په فرج كښى لنده دوا(دارو) واچول روژه ئې نه په ماتيږى مګرامام ابويوسف (رح) وائې كه په زكريافرج كښى لانده دارو واچوى روژه ئې ماته شوه، كه روژاتى په خوله ياپه ژبه ديوه شى خوندوڅكۍ روژه ئې نه ماتيږى مګرمكروه ده، كه روژاتى ښځى دخپل ماشوم دپاره غذايى مواد وژوول نوروژه ئې مكروه شول كه ښځه ناچاره وه روژه ئې صحيح ده، دژاولوپه ژوولو روژه نه ماتيږى ولى عمل دژولومكروه دى (داحكم دسپينو ژاولودى چه اجزائې نه سره جداكيږى مګرتورى ژاولى چه مخكى نه وى ژول شوى دهغه اجزاسره جداكيږى اونس ته رسيږى نوروژه هم په ماتيږى، همداراز دنن زمان ژاولى چه اجزائې ډيرژر ونس ته رسيږى روژه په ماتيږى) . روژاتى كه په روژه كښى ناروغه شو او ويريدى چه نوردروژى نيول به ناروغى ورزياده كړى روژه دى وخورى كله چه جوړشى قضاء دى راوړى، كه مسافرته په روژه كښى دروژى نيول ضرر ونه رسوى د روژى نيول ښه كاردى اوكه ئې روژى وخوړلى خوړل ئې روادى خوبيابه ئې قضاء راوړى، كه ناروغ يامسافرروژى وخوړلى په همدغه ناروغى ياسفركښى مړ شو قضاء نه پرلازميږى يعنى فديه ورباندى نشته، كه ناروغه روژه خورله ناروغى نه جوړشو يا روژه خورمسافرله سفرنه مقيم شوبيامړشونوپه تعداددجوړتيا د ورځو ياپه تعدادداقامت دورځو د روژو قضاء ورباندى شته، دوستان به ئې دهغوورځودقضائي روژو په بدل كښى فديه وركوى، قضائي روژى كه څوك جداجدانيسى اوكه ئې يوپه بل پسى نيسى صحت لرى ځكه چه الله (ج) دقرآن كريم دالبقره دسورت په (١٨۴) آيت مبارك كښى فرمايلى دى ﴿ومن كان منكم مريضا او على سفرفعدة من ايام اخر﴾ يعنى ستاسوڅه هغه څوك چه په روژه كښى ناروغه ياپه سفر كښى وى دخوړلوروژو قضاء دى په نورو ورځوكښى راوړى، ليكن يوپه بل پسى نيول ئې مستحب دى، كه روژه خور د روژو قضاء وځنډول اوبله دروژى مياشت داخله شوه اول دى دنوى مياشتى روژى ونيسى ورپسى دى قضائې روژى ونيسى فديه ورباندى نشته، كه اميدواره ياماشوم ته شيدى وركونكى ښځه ويريدله كه روژه ونيسى ماشوم ته به ئې ضررورسيږى د روژوخوړل ورته روادى خوبيادقضاء راوړل ورباندى شته اوفديه ورباندى نشته شيخ فانى چه د روژى پرنيولو قدرت نلرى د روژوخوړل ورته روادى خوفديه به وركوى (نيمه كاسه غنم يادوه كيلوغنم يايوه كاسه اوربشى ياجوارياخرما)، دشيخ فانى دپاره بعضى فقهاء پنځوس (۵٠) اوبعضى فقهاء اويا(٧٠) كلونه تعين كړيدى ليكن په ظاهرروايت سره دكلونوتعين نشته ځكه چه دانسانانوصحى خاصيتونه فرق لرى . كه څوك دخداى پاك د روژو پوروړى وو او د وصيت كولونه وروسته مړشودوستان به دمړى دغاړى دخلاصون دپاره دقضائي روژو فديه وركوى (دهرى روژى دپاره نيمه كاسه غنم يايوه كاسه جوار يااوربشى ياخرما)، كه مړى وصيت نه ووكړى اودوست ئې د روژوپه خوړلوخبروو يائې وصيت كړی وو خوشتمنى ئې پاته نه وه نوپه دواړو حالوكښى دى دوست دمړى په اول صورت كښى د مړى د شتمنۍ نه ياپه دوهم صورت كښى له خپلى شمتنۍ نه فديه وركړى اميدسته چه خداى (ج) د مړى غاړى د روژونه خلاصى كړى، كه چانفلى روژه نيولى وه يائې نفلى لمونځ كوى اووروسته ئې هغه روژه ماته كړه يائې لمونځ فاسدكړنو د دواړوقضاء به راوړى ځكه چه دنفل عبادت نيت وتړل شى پوره كول ئې فرض دى، د روژى ماتول چه د روژاتى په اراده نه وى بلكه په طبعى توګه وى لكه دښځى دحيض شروع قضاء ئې شته مګرګناه ورباندى نشته، كه د روژى ماتول د روژاتى په اراده سره وه لكه ميلمستيا نوهم قضاورباندى شته اوهم ګناه، په جوهره، ذخيره اوعنايه كښى ليكلى دى چه ميلمستيا دزوال نه مخ كښى عذردى اووروسته له زوال نه عذرنه دى، نوكه روژاتى دعذرپه صورت كښى روژه ماته كړه قضاء ورباندى شته اوګناه ئې نشته، كه ئې بيله عذره روژه ماته كړه هم قضاء ورباندى شته اوهم ګناه لاكن كفاره ورباندى نشته، كه د روژى په مياشت كښى كوم نابالغه مسلمان بلوغ ته ورسيدى ياكوم كافرمسلمان شو دهغى ورځى پاته برخه دى ترماښام پورى روژه ونيسى او ورپسى دى دروژى نورى ورځى روژى ونيسى خو د تيرو ورځوقضاء ورباندى نشته ځكه چه په هغو ورځوكښى دوى په روژه نيولو مكلف نه وه . كه روژاتى په روژه كښى بيهوښه شواوبيهوښى ئې څوورځوته ورسيدل دلومړى ورځى د روژى قضاء ورباندى نشته ځكه چه د روژى نيت اوامساك ئې كړى وو اود وروستو ورځو د روژوقضاء ورباندى شته ځكه چه په بيهوښى كښى د روژى نيت نشى كيدلى . كه ليونى د روژى په مياشت كښى پرسد شو دپاتى ورځوروژى به نيسى اودتيرو شوو ورځو د روژو قضاء به راوړى، كه په روژه كښى ښځه حايضه شوه يالنګه شوه كه څه هم مازديګر وى روژه ئې ماته شوه دهغى ورځى روژه دى وخورى كله چه دحيض يالنګون نه پاكه شى قضاء دى راوړى، كه په روژه كښى مسافركورته راورسيدى ياحايضه ښځه له حيض نه پاكه شوه له هغه وخت نه دى روژه ونيسى ترماښام پورى، كه روژاتى په خطاسره له سپيدو وروسته پيشلمى وكړ يعنى دهغه په فكرچه سپيدى ندى چاودلى يائې د لمرلويدونه مخكى روژه ماته كړه يعنى دهغه په فكرچه لمرلويدلى دى وروسته ورته معلومه شوه چه زمادپيشلمى پروخت سپيدى چاودلى وى يازما د روژه مات پر وخت لمرنه وو لويدلى دهغى روژى قضاء ورباندى شته اوكفاره ورباندى نشته ځكه چه دغه روژه په قصد نده خوړل شوى بلكه يوه سهوه وه پس سهوه عفوه ده، كه چادكمكى اخترمياشت وليدل هغه دى داحتياط په خاطرسبااخترنه كوى دحاكم ياقاضى حكم ته دى غوږ شى، كه په هواكښى ګرديااوريځ وه نوحاكم ياقاضى دى دكمكى اختردمياشتى دليدلوپه هكله ديوه نفرشاهدى نه قبلوى بلكه د دوو(٢) نارينوياديوه نارينه او د ووښځوشاهدى دى قبوله كړى، همدارنګه كه هواصافه وه ګرد يا اوريځ نه وه نوامام دى ديوى ډلى شاهدى قبوله كړى ځكه چه دډلى پرشهادت باندى يقين پيداكيږى .
mainport ipower web host benawa
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery