مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa

احــصـار

احصارپه لغت كښى ومنع ته وايى اوپه فقه شريفه كښى په حج ياعمره كښى داحرام بند حاجى منع ده پرعرفات باندى له دريدونه اوله طواف زيارت نه، لكه ناروغى يادښمن، په عينى او شرح الكنزكښى ليكلى دى كه حاجى پرهريوه له دغو دوو قادر وو اوپربل قادرنه ووهغه حاجى محصرندى .
احرام بنده حاجى كه په سبب ددښمن ياپه سبب دناروغۍ دحج داحكامو د اداكولونه منع شونودځان حلالول ورته روادى يعنى له احرام نه خلاصون ورته روادى، حاجى ته دى وويل شى چه وحرم ته پسه دحلالولودپاره واستوى، هغه څوك چه ددغه حاجى پسه حرم ته بيايى ورځ دى معلومه كړى چه په كومه ورځ ئې حلالوى كله چه پسه په حرم كښى حلال شى بيابه حاجى ځان له احرام نه خلاصوى، همدا رنكه رواده چه دپسه بيه چاته وركړى او هغه په حرم كښى پسه وپلورى اوحلال ئې كړى خودپسه د حلالولونه مخ كښى حاجى ته دځان حلالول روانه دى، تعين د ورځى د امام حنيفه (رح) مذهب دى ځكه چه امام اعظم ابوحنيفه (رح) د دم الاحصاردپاره داخترورځ لازمه نه ګڼى، امام ابويوسف (رح) او امام محمد(رح) وايى چه حتمى به ئې داخترپه ورځ حلالوى، د يارانوپه مذهب دورځى وتعين ته ضرورت نشته، امام شافعى (رح) وايى بيله دښمن نه بل عذردحج داحكامواحصار(منع كونكۍ) نه شميرل كيږى . كه محصرقارن وو يعنى دحج او د عمرى د دواړو احرام ئې تړلى وو حرم ته به دوه پسونه استوى چه د دواړواحراموڅخه خلاص شى، كه ئې دحج د احرام دخلاصون د پاره يوپسه واستاوه اوويل ئې چه دعمرى احرام دى پاته وى په دغه يوه پسه له احرام نه نشى خلاصيداى، ځكه په كوكب درى او الجوهرة كښى ليكل شويدى چه دقارن خلاصون له احرام نه شرعى د دواړو احرامو نو په يوه وخت كښى دى، دشريعت حكم ته تغيرنشى وركولاى، داحصاردپسه حلالول بيله حرم نه بل ځاى روانه دى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى چه داحصار د دم دپسه حلالول داخترد ورځى ترمخه او وروسته روادى، ياران (رح) وايى د حج ومحصرته بيله داختر د ورځى نه دپسه حلالول روانه دى، د ټولوپه اتفاقى حكم سره دعمرى ومحصرته دپسه حلالول په هروخت كښى روادى، له عبداله بن عباس (رض) او عبداله بن عمر(رض) نه روايت دى دحج محصرچه ځان ئې حلال كړيوى يوحج اويوه عمره پرلازمه ده ځكه چه په احرام تړلوسره ئې په حج شروع كړى ده نوحج ئې قضائى دى، څرنګه چه په معنى كښى دفائت الحج دى نوفائت الحج به ځان دعمرى په افعالوله عمرى خلاصوى لكه چه په وروستى باب كښى به راشى .
دعمرى پرمحصرباندى يوازى دعمرى قضاء شته او پرقارن محصر باندى يوحج اودوى عمرى شته، كه محصرحاجى پسه وحرم ته استولى وو اوتعين دوخت ئې كړيوو چه په فلانۍ ورځ به پسه حلالوى خوحاجى له احصارنه خلاص شو كه قادر وو چه دپسه دحلاليدومخه ونيسى اودحج احكام اداكړى نوله احرام نه دځان خلاصون ورته روانه دى، بلكه لازمه ده چه دحج احكام پوره كړى كه معلومه شوه چه پسه ئې په حرم كښى حلال شويدى نوځان دى له احرام نه خلاص كړى، كه دغه حاجى دحج پر ادا كولو قادرشو او دپسه دحلاليدومعلومات ورته نه وو نوداستحسان له لارى د احرام نه خلاصون ورته روادى، ځكه چه دپسه حلالول داحرام خلاصونكۍ دى، مګرقياس وايى چه له احرام نه خلاصون ورته روانه دى ولى چه دغه حاجى پراصليت د(حج) قادرشو نو حج دى پوره كړى، كه حاجى دمكى په ښاركښى محصرشو(بند پاته شو) يعنى له عرفات اوله طواف زيارت نه پاته شو نوهغه محصر دى د محصراحكام دى پرځاى كړى، كه ئې يوله دغو دوو ادا كولاى شواى (ياپرعرفات دريدل ياطواف زيارت) نومحصرندى ځكه كه پرعرفات قادر وى حج ئې پوره شو، پدغه قول سره دعليه السلام ﴿ الحج عرفة ﴾، طواف زيارت كه څه هم دحج ركن دى خوهروخت چه ئې اداكړى صحيح دى، كه پر طواف زيارت قادر وى پرعرفات قادرنه وى نوحج ئې فوت شو، دكوكب درى او هدايه په روايت د فائت الحج حكم دادى چه په طواف سره له احرام نه خلاصيږى، هديه (پسه) چه بدله دطواف ده ضرورت ورته نشته .
ipower web host mainport benawa
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery