مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پرموزو باندى دمسح بيان

درسول الله (ص) په قول اوفعل (سنت) سره مسح پرموزوباندى روا ده، له هرهغه بى اودسى نه چه اودس كول پرواجب وى يعنى كه پرچاغسل واجب وى نومسح پرموزو ورته روانه ده، له حضرت امام حسن بصرى (رح) نه روايت دى چه ما اويا (٧٠) كسان اصحا بان (رض) ليدلى دى چه ټولو پرموزو مسح روابلله اوعمل ئې په كوى، حضرت امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى ماهغه وخت جواز دمسح پرموزوباندى وركړچه ماته دورځى درڼاپشان حديث ورسيد همدارنګه امام اعظم صاحب (رح) وايى زه ويره دكفرپرهغه چالرم چه پرموزوباندى له مسح نه وى منكروى، دموزواغوستل او مسح پركول يواځى د اودس دتكميل نه وروسته شرط نه دى بلكه داودس دتكميل نه مخكى ئې هم اغوستلاى شى اوورپسى دى نوراودس وكړى، داچه قدورى (رح) كامل طهارت ليكلى دى مقصد ئې جنابت دى يعنى كه څوك جنوب وو لازم به اول اودس بيا غسل كوى، وروسته دموزواغوستل اومسح كول ورته روادى دمسح شروع له بى اودسى نه وروسته ده، دمسح مدت پرموزو د مقيم دپاره يوه شپه اويوه ورځ ده، كه په دغه يوه شپه اويوه ورځ كښى ئې اودس مات شونوداودس نوى كولوسره بيادپښو وينځل نشته بلكه پرموزومسح كول شته، همدارنګه دمسح مدت ومسا فرته وروسته له بى اودسى نه درى ورځى اودرى شپى دى، د مسح كولوترتيب دلاس په لوندوګوتو او ورغوى سره دموزو پر ښكاره حصه له پښى له ګوتونه ولوړخواته ترپنډۍ پورى دلاس كشول دى چه دګوتوخطونه پرموزه ولويږى خودلاس ګوتى به سره موښتى نه وى بلكه خلاصى به وى نوپه دغه ترتيب به دښى پښى موزه په ښى لاس سره اودكيڼى پښى موزه په كيڼ لاس سره مسح كوى، پرموزوباندى مسح كول لږترلږه د لاس په مابينى دروګوتوسره فرض ده يعنى كه دغه مسح په دووګوتووشى نو فرض ئې پريښوده اومسح صحيح نه شوه . هغه بوټ چه دپښى بجلكى پټوى دموزى حكم لرى، يعنى غاړه لرونكۍ بوټ اوموزه يوشان دى، كه ديوى پښى موزه ډيره څيرى وى چه دپښى درى وړى ګوتى يا د درو وړوګوتوپه اندازه پښه ورڅه معلوميږى نو د دواړوپښوپرموزومسح نه صحيح كيږى، كه لږ څيرى وى بيا مسح پررواده . لكه څنګه چه مخ كښى هم ذكرشوه پرچاچه غسل واجب وى (جنوب وى) مسح پرموزو ورته روانده، په يوه حديث شريف كښى چه روايت يى نسائى اوترمذى كړيدى ذكرشويدى چه صفوان دعسال (رض) زوى وايى رسول الله (ص) موږ ته امروكړچه تاسى مسافرياست درى (٣) ورځى اوشپى خپلى موزى مه كاږى بلكه مسح پركوى، مګركه څوك جنوب شى هغه به موزى كاږى اول به اودس اوبيابه غسل كوى وروسته به موزى په پښوكوى او مسح به پركوى .
دمسح ماتيدونكى : هرهغه عمل چه اودس په ماتيږى مسح هم په ماتيږى، برسيره پردغواعمالوكه دمسح مدت پوره شى يا موزه له پښى نه وايستل شى مسح ماتيږى، كله چه مدت دمسح پوره شو او شخص په اوداسه وونوموزى دى له پښووباسى پښى دى ووينځى نوراودس تازه كول نشته بيرته دى موزى واغوندى مسح دى ورباندى وكړى اولمونځ دى اداكړى، كه څوك مقيم وو موزى ئې په پښو كړى اومسح ئې پروكړه دمسحىمدت يوه ورځ اويوه شپه پوره شوى نه وه په سفر ولاړى نودغه مسح هم مسافرشول مدت ئې درى ورځى اودرى شپى دى، امام شافعى (رح) وايى چه دغه مسح مسافر كيدلى نشى بلكه دمقيم مسح دى ختم كړى بيا دى دسفرمسح په سفركښى وكړى .
كه څوك مسافروواومسح ئې كړيوه يوه ورځ اويوه شپه يااضافه ترشپى اوورځى ورباندى تيره شوه مقيم شونومسح ئې هم مقيم شول اومدت ئې هم پوره شولازم ده چه موزى له پښونه وباسى كه ورځ اوشپه نه وه ورباندى تيره شوى نوموزى دى نه وباسى مدت دمسح دى پوره كړى بيادى موزى وباسى
كه چاموزى په پښوكړى اوبرسيره ئې جرموقى په پښوكړى مسح پرجرموقو رواده (جرموق هغه لوى بوټ دى چه دموزودساتلو د پاره برسيره پرموزواغوستل كيږى) . مسح پرجرابوهغه وخت رواده چه دجرابوشااوخواڅرمن ګنډلى وى يائې تلى له څرمنى وى، امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى هغه جرابى چه نه ئې تلى له څرمنى وى اونه ئې شااوخواڅرمن ګنډل شويوى مسح پرروانه ده مګر ياران (رح) وايى چه مسح پرجرابورواده چه جنسيت ئې داسى سخت وى چه پښه ترمعلومه نه شى اوبه جذب نه كړى اوبيله كشك اوتناب نه پرپنډيوموښتى وى . مسح پرلنګوټه، پرخولۍ ، پر بقره (بوغره) اودستكلوباندى روانه ده، كه دبدن كوم ځاى زخمى يامات وى اوتړل شوى وى داوداسه په وقت كښى دهغه خلاصول يازخم ته داوبورسيدل تاوان ولرى نومسح لازم اوپررواده، كه زخم جوړنه وو او پنډكۍ ورڅه ولويده بيرته دى پنډكۍ پركښيږ دى كه ئې تړل غوښتل بيرته دى وتړى بلى مسح ته ضرورت نشته هغه مخكنۍ مسح كافى ده، مګركه زخم جوړشوى وو اودغه شخص په اوداسه وو مسح باطله شوه يواځى هغه ځاى دى ومينځى نوى اودس تازه كول نشته .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery