مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دویم : تأریخي مخینه


شوکه او لوټماري :
 د بشري حقونو د څار ټولنې له یو شمیر ژورنالیستانو ، روغتیاپالانو ، د مرستندیو ټولنو له کارکوونکو ، ټکسي چلوونکو ، د ملکي چارو له چارواکو او سرتیرو مرکې کړي دي چې د نجیب الله د واکمنۍ له پرځېدا وروسته د جمعیت ، جنبش ، وحدت ، اتحاد ، حرکت او اسلامي گوند شوکې او لوټمارۍ یې په خپلو سترگو لیدلي دي.
 
د کابل په سویل ختیځ کې یو شمیر سوداگرو د بشري حقوتو د څار ټولنې ته وویل چې د اسلامي گوند د ځواکونو د لوټماریو ننداره یې د کابل د ښار په سویل ختېځ کې د بالا حصار په سیمه کې د ۱۹۹۲ز کال د اپریل په مېاشت کې په خپلو سترگو کړې ده. [1] گزارشونه دې نغوته کوي چې د سفارتونو ودانۍ او ډیپلوماټیک استوگنځي هم د لوټماریو د لومو په ښکار کې را پریوتلې. [2] د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د بشري حقونو راپورتر گزارش تر لاسه کړ چې په مکروریانو کې د دولتي کاروونکو پر استوگنځيو د لوټمارو سترگې ښخې شوې وې.[3] هغو ژورنالیستانو چې د زاړه رژیم د پرځېدنې گزارش یې ور کاوه ولیدل چې د ښار په هر گوټ کې کورونه او هټې گانې لوټل کیږي.  [4] یوه افغانستان ژورنالیست د ۱۹۹۲ ز کال د اپریل په میاشت کې خپل د سترگو لیدلی حال داسې په یاد راولي :
 
" ما په خپلو سترگو ولیدل چې د مسعود او سیاف سرتیرو ښار ته له ننوتلو سره سم د کړکیو ښیښې ماتولې او هر څه یې چې مخې ته ورتلل او خوښ یې ول لوټل او له ځان سره یې وړل. هغوی د وحشي څارویو یا ژویو په څیر ول او هغه ناخېـړۍ یې کولې چې زړه یې غوښتل. "[5]
د بي بي سي یوه ژورنالیست د بشري حقونو د څار ټولنې ته د ۱۹۹۲ز کال په اپریل کې خپل د سترگو لیدلی حال داسې ووایه :
 
" ما د جنرال دوستم د وزبکو سرتیرو لوټماري ولیدله .... د هغوی پیژندنه ډیره آسانه ده. زه هغوی د جامو او څیرو له مخې پیژنم. هر څوک ، هغوی په آسانۍ پیژندلای شي. ما د دوی یو شمیر کسان ولیدل چې یخچالونه یې په شا لیږدول ، نورو یې ایرکنډیشنرونه او نور توکي له ځان سره ځغلول. زما د دوستم د وزبکو ملیشو یو شمیر کسان په یاد راځي چې له یوې گډې پوځې پوستې څخه به دباندې راوتل. هغوی خوښ او خوشاله ځوانان ول او تل به یې خندل. هغوی یخچالونو او هغو ته ورته نور شیان په خپلو اوږو لیږدول. د [ جمعیت او جنبش ] ډلو دواړو د ولسمشر ټوله ماڼۍ چور او لوټ کړه. د هغوی سرتیري په ماڼۍ ننوتل ، غالۍ او نور گران بیه شیان یې لوټ کړل. " [6]
د بشري حقونو د څار ټولنې ته د داسې تورونو گزارشونه هم را ورسیدل چې د جنرال مجید روزي په گډون په کابل کې د دوستم لوړ پوړو بولندویانو د جنبش له لوټماریو څخه گټه تر لاسه کوله. [7]
 
د نظار د شوری یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي د بشري حقونو د څار ټولنې ته د جمعیت د هغو سرتیرو د لوټماریو په اړوند وویل چې د جمعیت د یوه منځپوړي بولندوی قاسم جنگل باغ تر بولنې لاندې ول.

۱۹۹۲ ز کال د آگست ۱۱ : جنرال عبدالرشید دوستم د جنبش د ډلې مشر. د دوستم ډلې گوته نیول شوی چې د ۱۹۹۰ ز لسیزې په لومړیو کې په کابل کې په جنگي جنایاتو کې ښکېل ول. د ۲۰۰۵ز کال له نیمایي وروسته د هیواد د دفاع په وزارت کې مهمه پوځي څوکۍ ورکړل شوې ده.
� 2001 Reuters Limited


" قاسم جنگلباغ د کابل د ختیځ په وزیر اکبرخان او مکرو ریانو کې د ډیریو ربړو او ناتارونو پازوالي په غاړه لري لکه : لوټماري ، سړي تښتونه او پر نجونو جنسي تیري. ... قاسم ځانته یو غنـډ درلود � گومان کوم دده خپل غنډ وو. ددغه غنډ عملیاتي بولندوی د نظار د شوری ، بسم الله خان وو او گومان کوم بسم الله خان نیغ په نیغه د مسعود لاس لاندې وو. مسعود هغه ته پیسې ورکولې چې خپلو سرتیرو ته یې ورکړي ... خو هغه دغه پیسې زما په باور د ځان لپاره اخیستلې. زه پوهیږم � زه پوهیږم چې دغسې کړنې همدا اوس هم دوام لري. هغه موټران لري  خو د هغه سرتیري خواران دي. له دې امله دهغه سرتیري له خلکو څخه شوکه کوي او هر څه یې چې  زړه  و غواړي تر لاسه کوي یي. سرتیرو ته تنخوا نه ورکول کېده ، هغوی لوټمارۍ او شوکې کولې. " [8]
 
یوه انځور اخیستونکي ژورنالیست چې په ۱۹۹۲ز کال کې یې په کابل کې کار کاوه وایي چې هغه د کابل په لویدیځ کې لیدل چې د جمعیت ځواکونو د کابل د لویدیځ کورونه لوټل : " تا به لیدل چې د یو کور نه ، دوه نه بلکه یوه د یوې کوڅې پر کورونو به ور ننوتل. د کورونو د ستکونه به را وایستل شول ، د بریښنا مزي به پریک شول ، د کور شیان او توکي به را وایستل شول ، لنډه دا چې د یوه کور هرڅه به را وایستل شول. " [9]
 
د ۱۹۹۲ز کال د مې د مېاشتې په وروستیو کې د یوه ژورنالیست پوښتنې ته په ځواب کې د جمعیت بو لندوی مسلم  چې د افغانستان د دفاع په وزارت کې یې د یوه لوړ پوړي چارواکي په توگه کار کاوه وویل : " هره ټولنه غله او لوټماران لری. زموږ ټولنه هم له نورو ټولنو څخه کوم ځانگړی توپیر نه لري. هو ! دا منو چې دلته گډوډي ده ، دلته بې قانوني ده. خو د لاس انجلس په پرتله دومره کړکیچنه نه ده. "[10] دا هغې پراخې اله گولې ته نغوته وه چې په ۱۹۹۲ز کال کې د کالفورنیا په لاس انجلس کې  وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې یوه قاضي د داسې یوې ویډیو د خپریدلو اجازه ورکړه چې په هغې کې د پولیسو څو تنه افسران یو تور پوټکی ډاکو " رندي کینگ "  تر وهلو او ټکولو لاندې نیولی وو.
 
کابل ، لاس انجلس نه وو. د بشري حقونو د څار ټولنې ته د کابل ډیرو میشتو کابلیانو وویل چې په ۱۹۹۲ز کال کې د وحشت ، بې قانونۍ ، د هرډول جرم له سزا څخه د معافیت او د ناتارځپلې گډوډۍ کلتور راغی او ټولیز احساس دا وو چې د ملیشو سرتیري څه یې چې زړه غواړي ، کولای یې شي. د لوټمارۍ او شکونې تر څنگ هلته د وژنو او نورو بیلابیلو وحشتونو پیښې تر سره کېدلې.
د بي بي سي یوه ژورنالیست د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل چې د ۱۹۹۲ز کال د اپریل په مېاشت کې د جنبش ځواکونو ملکي وگړي په نخښه کول :
 
" جنبش لوټماري کوله .... موږ یې فلمونه اخیستلي دي. په یو ځای کې د جنبش ځواکونه یو هلک چې بایسکل لري وهي. گومان کوم له هغه څخه یې بایسکل اخیسته . زه گومان کوم دا یو له هغو کم پیدا پيښو څخه دی چې یو څوک دې د دوی له منځه را پاڅي او د بل چا د وژنې مخه دې ونیسي. هغوی دغه هلک د کلاشنیکوف په لېچ " قنداق " وهي خو کله چې د هغوی له ډلې څخه د یو تن سرتیري سترگې پر موږ لگیږي خپل ملگري ته وايي چې هلک دې خوشې کړي.
په بله پیښه کې چې د کانیننټال هوټل ته نیږدې رامنځته شوه ، زموږ کمره پر نورو کړکیچنو ستونزو ور تاوه شوه. د جنبش وزبک سرتیرو زموږ د کمرې مخې ته اکټونه او پیښې کولې. هغوی یو هلک درَولی وو ، هلک ، یو ملکي تنکی ځوان وو. هغوی غوښتل پر هلک ساعت تیري وکړي. سرتیرو دغه هلک څو متره لیرې درولی وو او د هغه د پښو تر څنگ به یې ډزې کولې او هلک به له ویرې پورته پورته الوت ، دوی په دې ډول پر هلک نڅا کوله او پرهغه به یې چیغې وهلې " و ناڅه ، وناڅه " او په دې ډول به یې د هلک د پښو ترڅنگ ډزې کولې او هغه به یې نڅاوه. [11]
د بشري حقونو د څار ټولنې په ۱۹۹۲ � ۱۹۹۳ زو کلونو کې د جمعیت ، جنبش او حرکت د ځواکونو د سرتیرو په لاس د ډیرو وژنو پیښې په لاسوند ډول را ټول کړې دي. د جمعیت او جنبش پخوانیو رسمي چارواکو د بشري حقونو د څار ټولنې ته ومنل چې د هغوی په پخوانیو اړوندو ډلو پورې پوځي ځواکونه په وژنو ، لوټماریو او شوکو کې په کلکه ښکیل ول.[12]
 
د جنبش دغه رسمي چارواکي د یو شمیر ځانگړو بولندویانو نومونه را خلي چې په دغه ناتار کې ښکېل ول :
" شیر عرب ، اسماعیل دیوانه [ لیونې اسماعیل ] ، عبدالچیریک[13]  له هماغو لوړمړیو شپو ورځود هټیو او مارکټیونو په لوټماریو کې ښکیل ول.  د ۱۳۷۱ ل په وروستیو او د ۱۳۷۲ل په لومړیو کې چې [ د ۱۹۹۳ ز کال د جنوري او مې له مېاشتو سره سمون خوري] هغوی د " پرزه فروشۍ " بازار لوټ کړ. اسماعیل دیوانه [ د کابل په سویل ختیځ کې ] په بالا حصار کې وو. هغه به تل پکتیاوال پښتانه چې له دغې لارې تیریدل وژل. " [14]
 
د نظار د شوری یوه بل پخوانی چارواکی وایي چې په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ ز کلونو کې د جمعیت ځواکونه په ډله ییزو او ټولیزو لوټماریو کې ښکیل ول او نوموړی په ځانگړې توگه د نظار د شوری یو ډیر بد  ډاکو ، بولندوی " رحیم ' کونگ فو' " ته گوته نیسي او دغه ډاکو په خپل وار په خپله د جمعیت یو رسمي چارواکی وو، هغه وایي : " رحیم کونگ فو ، یو لوی لوټمار ، داړه مار ،  غل ، وژونکی لنډه دا چې یو ستر جنایتکار وو" [15] دغه رسمي چارواکي [ کله چې د رحیم په تړاو خبرې کولې په ژړا شو او د بشري حقونو د څار ټولنې ته یې وویل چې ] رحیم په ۱۹۹۲ ز کال کې په ټایمنیو کې د وحدت پر وړاندې د عملیاتو په لړ کې ډیر ملکي هزاره گان او ماشومان ووژل :  " ډیر جنسي تیري وشول ، ډیر نارینه او ښځې ووژل شول. رحیم ډیر هزاره گان ووژل . هغه ماشومان ووژل. بخښنه غواړم ، نور نه شم کولای ددغه ناتار په اړه ډیر څه ووایم." [16]
 
نوموړي په بله مرکه کې د اوریدا له مخې وویل چې داړه مار رحیم کونگ فو د ټایمنیو په عملیاتو کې څنگه د خپلو جنایاتو کچه تر لوړې کچې ورسوله :
 " رحیم د هزاره گانو غاړې ور پریکولې. رحیم وویل چې " موږ د ۳۰۰ � ۳۵۰ هزاره گانو ستوني ور پریک کړل. زه په یوه کور ننوتلم ، یو څو ورځنی ماشوم مې ولید ، ما خپله برچه د ماشوم په خوله کې کښیښودله . ماشوم زما برچه د مور د تي په شان رودله ، بیا مې نا څاپه برچه د ماشوم په ستوني کې ور ننه ایستله."   [17]
د کابل د ښار یوه استوگن چې تل یې د ډلو ترمنځ د منځگړيتوب دنده تر سره کړیده د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل چې هغه د ۱۹۹۲ز کال د دسامبر په مېاشت کې په خپلو سترگو ولیدل چې د جنبش سرتیرو یو تاجک ځوان هلک وواژه ، د نوموړي هلک ورور پیسې راوړې وې چې خپل ورور د هغوی له منگولو څخه و ژغوري ، گـنگوسو ویل چې نوموړی د جنبش د ډلې بولندوی عبدالچریک تښتولی وو.
 
" یوه ورځ یوه میرمن ماته راغله او د مرستې غوښتنه یې وکړه. هغه پوهېدله چې زه د جنبش د ډلې له خلکو سره پیژندگلوي لرم ، هغې را څخه وغوښتل چې د هغې لپاره د مرستې لاس ور وغځوم : د هغې د ورور موټر د جنبش ځواکونو د ۱۹۹۲ز د دسامبر په مېاشت کې گرځولی وو. موټر عبدالچریک گرځولی وو � چریک د کابل په ختیځ کې د چمنِ ِ وزیري په بریښنا کوټ کې پوسته درلودله.
زه د عبدالچریک پوستې ته ولاړم. کله چې کښینستلم ، چریک ته سترگې په لار وم چې ور سره خبرې وکړم � په دغه شېبه کې یو ځوان ۱۸- ۱۹ کلن ځوان له یوې غټې کڅوړې سره را ننوت ، غټه کڅوړه له پیسو ډکه وه � یو پنجشیری ځوان وو � زه د هغه له پنجشیري گړ دوده پوه شوم او د تاجیک په شان ښکاریده.
 
ځوان هلک چریک ته په ننواتو وویل ورور یې ور خوشې کړي. هلک وویل : " دا دي هغه پیسې چې تا زما د ورور د خوشې کولو په بدل کې غوښتې وې" هلک د کڅوړې سر ور خلاص کړ. کڅوړه له پیسو ډکه وه. نه پوهیږم چې څومره وې خو کڅوړه زیـچ او ډکه وه.
 عبدالچریک هلک ته و کتل ، بیا یې خپلو ساتونکو ته و کتل ، له هغه وروسته یې وویل " دې بوزﺉ د هغه ورور ته." ساتونکو هلک ته وویل چې ور سره ولاړ شي او هلک یې له مټو کلک و نیو او له دروازې ووتل. هغوی د باندې ووتل.
 
زه په خونه کې سترگه په لاره وم. له دوه درې دقیقو وروسته ، غوږونو ته مې د ډزو غږ راغی ، ډزې څه دباندې پينځوس متره لیرې وې. دا د اتوماتیک توپک د ډزو پرله پسې غږ وو. څو شېبې وروسته توپکوال بیرته خونې ته راغلل. د هغوی په لاسونو کې گوتې او لاسي ساعت وو ، گوتې یې عبدالچریک ته ورکړې او ساعت یې د هغه د میز پر سر کښیښود. زه چریک ته په دې هیله ورغلی وم چې د هغې ښځې د ورور موټر ور خوشې کړم خو کله چې دا پیښه مې ولیدله غلی له بریښناکوټه را ووتلم او خپله لاره مې ونیوله. کله چې د باندې راووتلم  " له خپله خدایه مې ډیره مننه وکړه " چې له هغه ځایه ژوندی راووتلم.
 
د بریښنا کوټ په دروازه کې مې له ساتونکي پوښته وکړه " دا سړی تا وواژه او یا دې یوازې د هغه ساعت او گوتې واخیستلې؟ " جنبشي ساتونکي وویل " دا څه د لیونتوب پوښتنه کوی! کله چې یو پنجشیری زموږ گوتو ته راسي او زموږ بندي شي نو هغه کله ژوندی پاتې کیدای شي ، آیا دا زموږ په واک کې ده؟
ما ته هېڅ د منلو وړ نه وه چې څوک دې یو سړی په دومره آسانۍ مړ کړي. خو دا هغوی ته یوه عادي خبره وه. ستا زړه ته به یې ونه مني چې هغوی به څوک وژلی وي . ځکه دا دوی ته یوه عادي خبره وه ، هغوی ته داسې ښکاریدله چې هېڅ شی نه وي پیښ شوي. کله چې توپکوال بیرته راغلل په خونه کې نورو ناستو توپکوالو ان له ځانه هېڅ غبرگون ښکاره نه کړ ،هېڅ پوښتنه یې ور څخه ونه کړه ، دا ځکه چې دا د دوی ورځنی او عادي کار وو." [18]
 
د کابل د ښار د ټایمنیو د واټ یوه اوسیدونکي د حرکت د سرتیرو په لاس د ملکي وگړو هغه ټولوژنه په یاد لري چې په خپلو سترگو یې د کابل د شمال پریوه سړک د ۱۹۹۲ز کال په سپتامبر کې لیدلې وه :
" ما دخپل د کور مخ ته یوه هټۍ درلودله. په هټۍ کې مې د اړتیا وړ توکي پلورل. یو سهار په هټۍ کې ناست وم . دغه هلک ته گوره چې تیریږي ، د ده په منگ مې یوهلک ولید � هغه نوی واده کړی وو. پرسړک ډزې پيل شوې. کښته سړک ته مې وکتل او گورم چې هغه ځمکه پروت دی او پرسر یې  بل هلک ولاړ وو� باندني سړي تومانچه په لاس کې درلودله او خپله تومانچه یې د هلک ککرې ته نیولې وه او هغه په ټېک " شقیقې " کې وویشت. هلک مړ شو. پر سړک نور خلک مړي ته ور نیږدې شول او بیا ودریدل. " [19]
 
 نوموړی هټیوال چې د هلک د وژنې په لامل نه پوهېده او د وژونکي نوم یې هم نه پیژانده دومره پوهیږي چې چا د حرکت د ډلې له ځواکونوسره لیدلی وو.
 " دغه توپکوال د حرکت له کسانو څخه وو ، زموږ له څنگه په کرارۍ تیر شو. داسې ښکاریده چې هغه ، هغه څه تر سره کړي ول چې زړه یې غوښتل. موږ په رڼو سترگو ولید. موږ پوهېدلو چې هغه د حرکت له کسانو څخه وو. " [20]
 
د کابل د ښار یوه بل استوگن چې د سرویس موټرانو چلوونکی وو د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل چې هغه د ۱۹۹۲ز کال په پای کې د اسلامي گوند ځواکونو نیولی وو ،د هغه سرویس بس یې ورڅخه غلا کړی وو او نیږدې وو چې دې هم ووژني :
 
" یوه وخت ما سرویس بس چلاوه او زه نیږدې وروستي تمځای ته رسېدم ، ټولې سپرلې له سرویسه کوزې شوې وې او سرویس تش وو ... مخې ته مې یو سړی او یو ځوان هلک راغلل ، ما موټر ودراوه او غوښتل مې هغوی راپورته کړم. نا څاپه وسله وال کسان پیدا شول او سرویس ته را وختل او را ته ویې ویل چې د موټر مخه و گرځوم ، ما نه غوښتل چې د بس مخه تاو کړم ، په دې شېبه کې هغوی زما په وهلو پیل وکړ. د موټر مخه مې را تاو کړه او د گردیز پر لور پر یوه کوشني سړک و خوځېدلو... زه یې خپلې پوستې ته بوتلم --- په پوسته کې د حکمتیار سړي ول. هغوی را څخه و غوښتل چې د موټر چلول ور زده کړم ، څنگه د موټر گیرونه بدلیږي او موټر څنگه چالانیږي.
 
له هغه وروسته بولندوی وویل " موټروان غره ته و خیږوﺉ او هلته یې په ډزو ووژنـﺊ." وسله والو له لاسه و نیولم چې په دوی پسې ور شم. د لارې په منځ کې د غره په پورتنۍ برخه کې یوه زاړه سړي ولیدلم او ویې ویل " څه پیښه ده؟ "  ما له هغه وغوښتل چې له ما سره مرسته وکړي. توپکوالو په شا ټیل وهلم چې پر مخ ولاړ شم. زاړه سړي کښته د بولندوی خواته منډه کړه ، داسې ښکاریدل چې نوموړي پر بولندوی اغیزه درلودله. [ ښايي د هغه د سپين روب توب له کبله] . بولندوی خپلو سړي ته په لوړ غږ وویل :" مه یې وژنـﺊ ، خو ښه یې و ډبوﺉ " توپکوالو  په ډبولو پيل وکړ. ښه یې و ډبولم او په ډبولو کې زه بې هوښه شوم. کله چې بېرته په هوښ راغلم هغوی زما ساعت له لاسه ایستلی وو ، زه په غره کې یوازې وم. له غره راکښته شوم او ځان مې د سړک غاړې ته ورساو ، یوه موټر ته مې لاس ورکړ او له هغوی مې وغوښتل چې ما تر ښار پورې و رسوی. بیا مې یو ریکشا و نیو چې ما تر کوره ورسوي ، په لاره کې هره شېبه بې هوښه کیدلم ، کله چې د دروازې خولې ته ورسیدلم ، کورنۍ مې راغله او زه یې ځنځولۍ په ځولۍ کې کورته ننه ایستلم."

-------------------------------------------------
[1] Human Rights Watch interview with three merchants near Bala Hissar, Kabul, July 13, 2003
(describing Hezb-e Islami troops stealing from the bazaar).
[2] Malcolm Davidson, �New government struggles to halt Kabul fighting,� Reuters, April 30, 1992
and Sharon Herbaugh, �Anarchy rules in independent Afghanistan,� Associated Press, June 1, 1992
(describing looting of diplomatic offices and residences).
[3] Final Report on the Situation of Human Rights in Afghanistan, prepared by Felix Ermacora,
Special Rapporteur on Afghanistan for the U.N. Commission on Human Rights, February 18, 1993,
U.N. Document E/CN.4/1993/42, para. 19.
[4] Human Rights Watch interview with Steve Coll of the Washington Post, April 24, 2004; Human
Rights Watch interview with Jeremy Bowen of the British Broadcasting Corporation, April 12, 2004;
Human Rights Watch interview with Mark Urban of the British Broadcasting Corporation, April 29,
2004. See also, �Kabul leaders seek to restore city: but rocket attacks, looting go on as interim council
meets,� Los Angeles Times, May 1 1992. See also Derek Brown, �Rebel chief bombards Kabul homes,�
The Guardian, May 5, 1992; �Afghan city plagued by armed gangs,� Reuters, June 20, 1992.
[5] Human Rights Watch interview with Y.U., Afghan journalist, Kabul, July 8, 2003.
[6] Human Rights Watch telephone interview with Jeremy Bowen, correspondent with the British
Broadcasting Corporation in Kabul in 1992, April 12, 2004. Mark Urban, another journalist with
BBC, also told Human Rights Watch about looting in April and May of 1992, Human Right Watch
telephone interview with Mark Urban, correspondent with the British Broadcasting Corporation,
April 29, 2004.
[7] Human Rights Watch interview with U.J., former Junbish official, July 13, 2003. This is consistent
with testimony taken from another official in the interim government in 1992-1993: Human Rights
Watch interview with C.S.A., former government security official, July 18, 2003.
[8] Human Rights Watch interview with J.G.M., former official in Shura-e Nazar 1992-1996, Kabul,
July 10, 2003.
[9] Human Rights Watch interview with R.N., photojournalist, New York, December 18, 2004.
[10] Herbaugh, �Anarchy rules in independent Afghanistan,� June 1, 1992.
[11] Human Rights Watch telephone interview with Mark Urban, correspondent with the British
Broadcasting Corporation, April 29, 2004.
[12] Human Rights Watch interview with U.J., former Junbish official, Kabul, July 13, 2003; Human
Rights Watch interview with M.O.Q., former military official in Junbish, Kabul, July 17, 2003; Human
Rights Watch interview with J.G.M., former government security official in 1992-1993, Kabul, July 10,
2003; and Human Rights Watch interview with S.A.R., former Shura-e Nazar official, Kabul, July 11
and 20, 2003.
[13] دغه نومونه د جنبش د بولندویانو دي چې په ۱۹۹۲ � ۱۹۹۳ ز کال کې بولندویان ول. یوازې شیر عرب لا تر اوسه ژوندی دی. شاهدانو د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل چې نوموړی اوس په ډنمارک کې ژوندی کوي.
[14] Human Rights Watch interview with M.O.Q., Kabul, July 17, 2003
[15] Human Rights Watch interview with S.A.R., former Shura-e Nazar official in 1992, Kabul, July 11,
2003.
[16] هماغه
[17] Human Rights Watch interview with S.A.R., Kabul, July 20, 2003.
[18] Human Rights Watch interview with J.J.E, civil society leader, Kabul, July 10, 2003.
[19] هماغه
[20] هماغه
[23] Human Rights Watch interview with F.R.G., Kabul resident, Kabul, July 3, 2003.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery