مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دویم : تأریخي مخینه

جنګي جنایتونه : په وینو سره لاسونه )پرلپسې لړۍ (
ژباړه : رحمت اریا

 
د اسلامي گوند توغندي او د شوبلو ډزې
یوازې د کابل لویدیځ د خطر سیمه نه وه. هماغسې چې د ښار په لویدیځ کې اتحاد او وحدت جگړې کولې د جمعیت او اسلامي گوند تر منځ به هم په سویلي سیمو کې د جگړو د لمبو څپې خپرې وې ، په ښار باندې به د توغندیو او د شوبلو د مرمیو د باران وریا وه � دغه بریدونه د ښار  پر هر گوټ کېدل ، د هغوی موخه ځانگړې پوځي سیمې نه وې. دغه جگړې د خپل د وخت تر ټولو ویروونکې مرگڅپاڼې جگړې وې.
 
ولسمشر مجددي د پیښاور د تړون پر بنسټ د جون په پای کې واک رباني ته و سپاره � لا تر دې مخکې رباني او د مسعود ځواکونو ټول وزارتونه او د امنیتي چارو فعالین په خپله ولکه کې درلودل. حکمتیار بیا هم له دولت سره یو ځای کیدل و غندل. د حکمتیار اسلامي گوند خپلو بریدونه ته لا پونده ورکړه او پر ښار یې توغندي او د شوبلو مرمۍ وَرَولي. هر لور ته توغندي لگیدل.
 
په ټول کابل کې حالات په یوه ډول ول ، هر څوک په هره شېبه کې او هر چیرې وژل کیدای شوای : توغندوي پر کورونو ، ښوونځیو، دفترونو ، د بسونو پر تمځایونو او مارکټیونو مښتل.[1] د کابل ښاریانو د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل : هغوی لیدل چې توغندي او د توپونو مرمۍ د ښار پر لور راتلې ، دوی وایي موږ پوهیدلو چې دا د حکمتیار د ځواکونو له لوري راځي ځکه  د توغندیو د راتگ کرښه د ښار د سویل لویدیځ برخې وې ، دوی وایي چې دغه سیمې د اسلامي گوند په ولکه کې وې او یا یې اوریدل چې توغندي له همدغه لوري ویشتل کیږي.

۱۹۹۲ز کال ، د مې ۲۹ نېټه : د ولسمشر صبغت الله مجددي ویشتل شوې الوتکه د کابل هوايي ډگر د ځغاستې پر لېکه راکوزه شوې ده. دغه الوتکه له اسلام آباده را خوځېدلې وه او د کابل هوايي ډگر ته نیږدې د راکوزیدلو په وخت کې ویشتل شوې ده. د برید پر مهال د الوتکې پزه الوتې ده ، مرستیال پیلوټ د توغندي په چرې ټپي شو خو پیلوت الوتکه خوندي را کوزه کړه. مجددي چې روغ رمټ پاتې وو د برید پړه پر حکمتیار او د کمونیستي رژیم پر ایجنټانو و غورځوله. په بله ورځ یې د جنبش او جمعیت ځواکونو د کابل پر سویل برید وکړ.
� 1992 Ed Grazda

                                                                                                        
د کابل ښار یو استوگن د بشري حقونو د څارټولنې ته د ۱۹۹۲زکال د دوبي د توغندیو په اړه داسې وویل :
 
 " حکمتیار هر وخت پر ملکي سیمو توغندي وَرَول. یوه ورځ زه په ده افغانانو کې د ښوونې او روزنې د وزارت د ودانۍ تر شا ولاړ وم. بس ته سترگې په لاره وم. یو زوړ سړی مې ولید چې په یوې کراچۍ کې یې چاکلیټ ، مندکې او بادام پلورل. بس راغی ، زما له مخې تیر شو ، ما په بس پسې و ځغستل او د بس شا ته و ختلم. بس ته د ختلو په حال کې وم چې ناڅاپه یو توغندی و مښت ، توغندی پر هاغه ځای و مښت چې زه ولاړ وم. بوډا سړی له خپله ځایه تری تم شوی وو. چا د هغه د ځان یوه ټوټه هم ونه موندله. تری تم شو. گومان کوم شل تنه هلته وژل شوي ول او نور ټپيان هر لور ته خواره واره پراته ول." [2]
 
د کابل د ښار د لویدیځ یوه استوگنه میرمن د ۱۹۹۲ز کال د جون د مېاشتې د ړندو توغندیو پیښې په یاد راولي. د هغې په باور چې بریدونه د حکمتیار ځواکونو د کابل د سویل له لوري کول ، ځکه هغې اوریدل چې د توغندیو د برید د ډزو غږ د سویل له لورې راته :
 
 
"  د مازیگر څلور بجې وې ، د باندې مې د نغري پر سر ډوډۍ پخوله. ناڅاپه یوه درنده چاودنه وشوه. زه پر ځمکه پریوتم. بله چاودنه وشوه. دغه میرمن زما گاونډۍ ده ، کله چې را پورته شوم و مې لیدل چې هغه ژاړي او دباندې راوتلې وه. [ گاونډۍ میرمن ، دغې میرمن ته وویل چې د هغې کیسه موږ ته وکړي. کله چې دغې میرمن کېسه کوله نو هغې به ور سره سر ښوراوه چې رښتیا ده.] د دې زوې د باندې دیوال ته نیږدې ناست وو او توغندی پر هماغه ځای چې دی ناست وو ومښت ، هغه دړې وړې او ټوټې ټوټې شوی وو. دې هرې خواته منډې وهلې او په چیغو او کوکارو یې په خپله لمن کې د خپل د زوی د غوښو ټوټې راټولولې. د هغه نوم سخي وو. هغه ټوټې ټوټې شوی وو او ورک وو. د دې لمسی مختار هم په همدغه چاودنه کې ووژل شو. " [3]
 
د منځني عمر خاوند یو بل استوگن په همدغه مهال کې د یوې بلې چاودنې کیسه کوي چې حکمتیار پر ښار د شوبلو او توغندیو برید کاوه :
 
" موږ په دریم مکروریان کې وو [ دغه سیمه د جمعیت او جنبش د ځواکونو په ولکه کې وه] ، د ماسپښین درې بجې وې. زه د یوه سړي کورته نیږدې چې الیاس نومیده ولاړ وم. موږ په انگړ کې د ونو ترڅنگ ولاړ وو. هغه د رومي بانجانو پټي درلودل ، ډیر ښه بانجان یې درلودل او ما د هغو د بیو پوښتنه کوله. ناڅاپه یو توغندی زموږ په څلویښت مترۍ کې ومښت. ما پر ځمکه پروت وکړ. یوه دقیقه وروسته مې الیاس ولید ، په وینو کې لیت پيت وو. هغه ژوندی وو. ما ورته وویل چې " روغتون ته به دې بوزم." هغه وویل  : " نه ، دومره وخت نه دی پاتې. زه مړ کیږم." ما په غیږ کې ټینگ نیولی وو ، ما ژړل او له سترگو مې اوښکې را بهېدلې. د هغه له یوې ډډې وینې بهېدلې ، کېڼه ډډه یې وه. زما جامې په وینو رنگ وې. د هغه کورنۍ راغله ، ټول را ټول شول ، ټولو ژړل. لس دقیقې وروسته هغه سا ورکړه او مړ شو. دا د مکرو ریانو ۱۹ بلاک وو. " [4]
 
 
یوه ژورنالیست چې په دغه مهال کې یې په کابل کې کار کاوه ، د کابل پر رغتونونو د توغندیو د بریدونو ناوړه اغیزې په یاد لري ، کله چې د ښار له سویلي برخې توغندي راتلل نو روغتونونه به په ټپيانو ډک شول :
 
 " د دغو ورځو ډیر بدې پیښې په ځانگړې توگه په روغتونونو کې زما په یاد دي. ما تـنکي کوشنیان ، ماشون او میرمنې ولېدل چې ټپيان ول. داسې ماشومان به هم لیدل کیدل چې پښې به یې چاودنو ور پریک کړې وې. د هغوی پښې نه وی. یو ځل مې یو موټر ولید چې روغتون ته راغی ، موټر له ماشومانو ډک وو ، هغوی سر پرسر په موټر کې اچول شوي ول او پښې یې نه درلودلې. د ښار پر هرگوټ توغندي وَریدل. ما ولیدل چې دا د حکمتیار ځواکونه ول. "[5]



دوه وو تنکیو ځوانانو د اسلامي گوند د سیاسي او پوځي مشر گلبدین حکمتیار پوسترونه په لاس کې نیولي دي.
� 1992 Ed Grazda


یوه انځوراخیستونکي ژورنالیست هم پورتني ژورنالیست ته ورته په روغتون کې له بریدونه وروسته حالت په ورته ډول څرگند کړ  : " د دروازې په خوله کې به د مړیو څلور پینځه جسدونه پراته ول ، تابوتونه به هم لیدل کیدل ، دننه هم  مړي پراته ول.... ډیر غملړلی او ویروونکی حالت وو. دغه توغندي سړی ټوټه ټوټه کوي." [6]
 
د ۱۹۹۲ز کال د اگست په مېاشتې کې چې تر دې مخکې هم د حکمتیار ځواکونو ښار د توغندیو تر برید لاندې نیولی وو ، د توپونو او توغندیو تندریزه برید تر لاس لاندې ونیو او د کابل ټولې هغه سیمې چې د جمعیت ، جنبش ، اتحاد او حرکت په ولکه کې وې تر اور لاندې ونیولې ، په حقیقت کې ټول ښار د اور تر برید لاندې راغی. د دغه تندریزه برید موخه دا وه چې دولت سازښت او تړون ته غاړه کښیږدي ، داسې ښکاري چې حکمتیار د پاخه او برخلیک ټاکونکي برید لپاره ډیر جنگیالي او سرتیري نه درلودل.
 
په دغه برید کې ډیر کورونه و نړېدل ، اټکل شوې چې له ۱۸۰۰ تر ۲۵۰۰ تنو پورې ووژل شول او په زرگونو نور تپیان شول.[7] دولتي چارې لا وختي په ټپه درېدلې وې. د ولسمشرۍ پرماڼۍ ، د سره صلیب پر نړیوال دفتر او د سره صلیب پرروغتون توغندي و مښتل. د ښار لوی بریښنا کوټ دړې وړې شوی وو.[8] ځینې ورځې به پر ښار دومره توغندي راغلل چې لړۍ به یې هېڅ نه درېدله ، ټول ښار ترهیدلی وو او په وحشت کې یې لوڅې پوڅې کولې.
 
د کابل د اوسیدونکي جمیل الرحمن کامگار یادښتونه چې د پیښو د پيښېدا لړۍ یې هره ورځ په پیښلیکنیزه بڼه لېکلي ده په یوه ځای کې داسې وایي :
۱۹۹۲ ز کال ، د اگست ۱ : د کابل هوايي ډگر تر برید لاندې راغی. اسلامي گوند د بریدونه پازوالي د راډیو له لارې واخیستله او تینگار یې وکړ چې دغه بریدونه د دولت د پرونیو بریدونو په ځواب کې ول چې د ښار پر سویلې برخه یې کړي ول .
 
۱۹۹۲ ز کال د اگست ۲ : د کابل پر بیلابیلو برخو نیږدې ۱۵۰ توغندي و مښتل ؛ دولت د برید پړه د حکمتیار د ځواکونو پر غاړه واچوله. د برید له امله ډیر کسان ووژل شول.
 
۱۹۹۲ ز کال د اگست ۵ : د نن ورځې د توغندیو بریدونو پینځوس تنه ووژل او څه دباندې ۱۵۰ تنه یې ټپیان کړل.
 
۱۹۹۲ زکال د اگست ۱۰ : د نن سهار په پینځو بجو د دولت او د حکمتیار د ځواکونو ترمنځ جگړه و نښتله. دولت وایي چې د حکمتیار ځواکونو د ښار له دریو اړخونو ، چهلستون ، دارالامان او د مرنجان د غره له خوا برید پیل کړ. په روغتونونو کې روغتیایي توکي په نست دي او روغتیایي کارکوونکي نه لیدل کیږي. د سره صلیب په روغتون توغندی و مښت.
 
۱۹۹۲ ز کال د اگست ۱۱ :  نن د کابل پر ښار نیږدې ۱۰۰۰ توغندي و مښتل. لږتر لږه ۲۵۰ توغندي پر هوايي ډگر مښتلي دي. ښايي په زرگونو کسان وژل شوي وي. د توغندیو دغه بریدونه له هغه لوري ویشتل شوې چې حکمتیار پکې دیره دی.
 
۱۹۹۲ زکال د اگست ۱۴ : جگړه په ډیره چټکۍ مخ په ودې ده. د کابل ښاریان تښتي. د څرخي پله پوسته د کډوالو په اډې بدله شوې ده. [9]
 
د اتحاد او جمعیت ځواکونو په خپل وار د ښار د سویل پر لور د حکمتیار پر مورچلو بریدونه کول ، د دوی ډزې هم د کابل په سویل لویدیځ کې د ملکي وگړو پر کورنو نیغې وې.
د افغانستان اوسنی ولسمشر چې په هاغه وخت کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وو د ۱۹۹۲ ز کال د آگست په ۹ نېټه خبریالانو ته وویل  : " زه نه پوهیږم چې څه به پیښ شي ... موږ یوازې یو بل وژنو. احساس نشته.[10]

۱۹۹۲ ز کال د جون مېاشت : ولسمشر صبغت الله مجددي خبري کنفرانس ته وینا اوروي. مایکرفون ته څیرمه د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حامد کرزي هم لیدل کیږي.
1992 Ed Grazda


          د کابل روغتونونو ته هم ډیره گرانه وه چې په روان وحشت کې کارته دوام ورکړي. په کابل کې د آی سي آر سي یا د سره صلیب د نړیوالې کمیټې استازي په ۱۹۹۲ز کال کې د ملگرو ملتونو په یوه یادښت لیک کې د ۱۹۹۲ز کال د اگست د مېاشتې حالت په لاندې ډول انځوروي :
 
" موږ نن ماسپښین په خپل روغتون کې ۳۵۳ تنه ناروغان لرو او یوازې ۳۰۰ بسترونه لرو. د روغتون د ننوتلو د دروازې په دالان او د روغتون په انگړ کې ناروغان پراته دي.اته دیرش تنه مخکې له دې چې تر درملنې لاندې ونیول شي ، مړه شول ، ۷۷ تنه د عملیات خونې ته سترگې په لاره دي ، نن ماسپښین ۶۰ تنه نور راوړل شول ، ۹۱ تنه پرون راوړل شوي ول او د پیلنۍ " یکشنبې " په ورځ ۱۸۳ تنه راوړل شوي ول. " [11]
 
د آگست په ۲۰ نېټه په کابل کې د ملگرو ملتونو د مأموریت مشر خبریالانو ته وویل :
 
"  حالت ډیر وحشتاک دی. دولت په هېڅ شي واک نه لري او هېڅ شی نه شي کنترولای ؛ د قانون او مقرراتو په نامه څه نشته. سړکونه له وگړو ټول تش شوي دي ، یوازې وسله وال سرتیري پر سړکونو گرځي. یوه اونۍ کیږي چې نه بریښنا شته او نه اوبه ، زما ملگري چې د روغتیا د نړیوال سازمان غړي دی ویره لري چې ساري ناروغۍ به خپرې شي. " [12]
 
 
ملگرو ملتونو اټکل کړی چې د همدغه کال د دوبي تر پای پورې څه ناڅه ۵۰۰۰۰۰ ښاریان د کابل له ښاره او له افغانستانه دباندې د خوندي سیمو د لټون په موخه د حکمتیار د توغندیو او د شوبلو د مرمیو له امله و تښتېدل.[13]

-------------------------------------------------------------------
[1] د ۱۹۹۲ز کال د دوبي په اوږدو کې بیلابیلو رسنیو د کابل ښار ورځنی وحشت او شډلتیا مستنده کړې ده. د همدغه کال د اپریل او اگست د مېاشتو په منځ کې د بي بي سي د آرشیف لاسوندونه ښيي چې د کابل پر بیلابیلو سیمو د شوبلو مرمۍ او توغندي لگیږي او چاودنې تر سره کیږي، د کابل په بیلابیلو روغتونونو کې د وژل شویو او ټپيانو انځورونه لیدل کیږي. چاپي رسنیو د همدغه کال په اوږدو کې د بې شمیرو قصابیو گزارش په پراخ ډول ورکړی دی.  و گورﺉ :
 John Pomfret
" توغندیو د خرابات پر سیمې سور اور بل کړی دی." اسوشیـﺋـتد پرس ، ۱۹۹۲ز کال د مې ۵ نېټه . شیرون هرباوع :" یاغیانو پر پلازمېنې سور اور بل کړی دی ." اسوشیـﺋـتد پرس ، ۱۹۹۲ز کال د مې ۵ نېټه ؛ او نور : لکه :
Associated Press, May 5, 1992; �Fighting follows attempt
on Afghan leader�s life,� Associated Press, May 31, 1992; Kurt Schork, �Afghan Factions Battle on
Edge of Kabul,� Reuters, June 24, 1992; �At least 48 killed in Kabul by rocket barrage,� Reuters, July
4, 1992; �At least 100 dead in heavy fighting in Kabul,� Agence France-Presse, July 5, 1992; �Rebel
rocket attacks kill at least 50,� Associated Press, July 5, 1992; �Rebels Rocket Kabul,� Associated
Press, August 6, 1992; John Jennings, �Rival Factions Shell Afghan Capital,� August 8, 1992.
 
[2] Human Rights Watch interview with A.S.F., Kabul resident, Kabul, July 2, 2003.
[3] Human Rights Watch interview with F.W., woman in Afshar, Kabul, July 2, 2003.
[4] Human Rights Watch interview with G.M.A., Kabul resident, December 7, 2003.
[5] Human Rights Watch telephone interview with Jeremy Bowen, correspondent with the British
Broadcasting Corporation in Kabul in 1992, April 12, 2004.
[6] Human Rights Watch interview with R.N., photojournalist, New York, December 18, 2004.
[7] سرچینه او نور مالومات و گورﺉ :
Interim Report on the Situation of Human Rights in Afghanistan, prepared by Felix Ermacora,
Special Rapporteur on Afghanistan for the U.N. Commission on Human Rights, November 17, 1992,
U.N. Doc A/47/656, para. 34 (citing reports of 1,800 killed, thousands wounded); Human Rights
Watch interviews with former U.N. officials working in Afghanistan in 1992, Kabul, December 10
and 11, 2003.
[8]  سرچینه او نور مالومات  وگورﺉ :
For detailed accounts of the August 1992 attacks on Kabul, see Interim Report of the Special
Rapporteur, November 17, 1992, para. 34; Barnett R. Rubin, The Fragmentation of Afghanistan, pp. 272-
273 (citing U.N. Department of Humanitarian Affairs, �Note on Winter Emergency Needs in
Afghanistan,� November 1, 1992, and U.N. Office for the Co-ordination of Humanitarian and
Economic Assistance Programmes Relating to Afghanistan, �Immediate Humanitarian Needs in
Afghanistan Resulting from the Current Hostilities,� press release, August 23, 1992); Saikal, �The
Rabbani Government, 1992-1996� in Fundamentalism Reborn, p 33; Goodson, Afghanistan�s Endless War,
pp. 74-75. See also, John Jennings, �Rival factions shell Afghan capital,� Associated Press, August 8,
1992; �Residents curse rebel rivalries,� Associated Press, August 15, 1992; Mushahid Hussain, �Kabul
and rebels claim advances,� Inter Press Service Global Information Network, August 21, 1992.
[9] Kamgar, Havadess-e Tarikhi, pp. 78-80 [translation by Human Rights Watch].
[10] �Fighting in Afghanistan�s Capital Kills 35,� Associated Press, August 9, 1992.
[11] Interim Report of the Special Rapporteur, November 17, 1992, para. 35.
[12] Philip Bruno, �La seconde bataille de Kaboul �Le gouvernement ne contr�le plus rien,�� Le Monde,
August 20, 1992.
[13] Rubin, The Fragmentation of Afghanistan, pp. 272-273 (citing U.N. documents).
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery