مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دمؤلف لنډه پیژندنه

دمؤلف نوم مولوی محمداصف (صمیم)دښاغلې مولوی محمدنـــادرزوی
اودشهیدملاعبدالسلام لمسی چی په خټه سلیـــمان خیـــل اودپکتــــیکاد ولایت دیحی خیلودولسوالی اوسیدونکی ده نوموړی تقریباپه ۱۳۵۴کال ددی اتل اولس په یوه دینداره کورنی کی سترګی پرانســـتلی داچـــه په یوه علمی کورنی پوری يي تړاودرلود خپل لمړنی دینی تعلیمات يي دهـــیواد په داخل کی ترســـره کړل اودعـالی تحصیلاتودتکمیل لپاره له هیوادڅخه دباندی ګاونډپاکستان ته سفروکړدهــغه هیـــوادپه مختلفوښارونوکی يي ددنی عـلوموپـــه زدکـــړه کـــی نه ستـــړی کیـــدونکی هـــلی ځلی وکړی چی دذدکړی ورستی بهیريي دکراچی ښارپه جـــامعـه فاروقیـــه کی بــشـپړاو د فراغت ممتازسنديي ترلاسه کړ چی د نوموړی دعالی ذهنیت ښـکارندوی ده دفراغت نه ورسته وطن تـــــه راستون شــــــو اوپه خـــــــپلودیــــنی وجیبـو اوخدماتو يي پیــل وکــړاودتــدریــس مقــدسی دنــدی ته يي مخــه کـړه چی دسیمی په مشهوره دینی مدرسه ضیاءالمدارس کــــی د مــــدرس په توګــه وګمــارل شو خونوموړی په دی اکتـــفاونــکړه بلــــکی دزیاتو مصروفیاتــو سره سره يــي دتصنیف اوتألیف په ډګرکی يي هم په پوره میړانه اوهمــــت سره کاروکـــړ چی یوشمیرتالیفات لکه ترنظرلاندی تالیـف توضیح سنــت فی ردالبدعت او رسـالــــــه القول السلــــــیم فی التـکفیرالمسـلیم ولیــــکل اوچاپ ته يـي امــاده کـــړل همدارنګــــه دمجوع الـــــعقایدپه نامــــــــه یو بل تصنیف چی د بشپړولـــوپـه درشــل کــــی ده دمولوی صاحب (صمیم) دبی لوثه خدماتو بیلګــه ده ښاغلی صــمــیم برسیــره پـــردی چـــی ښــه مـــحرراو دپــام وړمـقررهم ده دپښــــتو ادب ځلانده ستوری هم ګنل کیـږی لـــکه چی دنوموړی داشعارو یوه مجموعه هم په راتلونــــکی کی دلوی خـــداي (ج)په مرسته چاپیدونکی ده دیحی خیلودلیسی مدیر فیض الله (نیازمل )
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery