مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبدعت دمذمت اوذلالت حکمت

سوال :- بدعت ولی دومره مبغوض اوبدده حکمت پکښی څه ده ؟
ځواب :- علمأووددی ډیروجی بیان کړی خـودمشـت نمونه خروارپه ډول به دلته یوڅو ذکرکړو (۱)ددین اسلام تکمیل په قران ثابت ده لـــــکه چـــی الله تعالیﷻفرمایی (الیوم اکملت لکم دینکم )ترجمه نن ورځ تاســوته ماکامل کړدین دی تاسونواوس که څوک راځی اویـوداسی عــمل کــوی چی هغه له نبی ﷺنه صراحةًًثابت وی اونه اشـارةً اوپه دین کښـی یی داخـله وی نوداددی معنی ده چی نعوذبالله دحضرت نبی ﷺ دین ناقص اوکامـل نده او هم دامعنی ورکوی چی دی شرعــــــت په کاروزه ترنـــــبی ﷺ اوصحابــه وواوتابعینونه ښه پوهیږم حالانکه داپه سلفــوصالیحینواودی نبی ﷺ په راوړل شوی دین حـمله ده(۲)داچـی دبدعت نه ماسواچی کـــومه بـــله ګنــــاه څوک کوی نوهغه ګناه بولی اوپری پیښمانی کوی اوتـــوبه هم ځینی کـــوی مګربدعت داسی ګناه ده چی کونـــکی یی بلکل ګنــــاه نه بولی بلــــکی یوښـــه کاریی بولی نوتوبه او پیښـمانی خوهیــڅکله نه ځینی کوی لهذابـدعتی دمرګ تر وخته په دی عظیمه ګناه باندی دتوبه کولونه بی برخی پاته کــیږی لهذا بدعت یوډیربد بخته اومهلک عمل ده مســــــــلمانانوته لازمــــه ده چی په کوم یوعمل اواو عقــــــیده کی شائبه دی بدعـت وی هـــم بــایدهــغه پـــریږدی اوځـان ځیــــنی
وساتی ددی پرځای چی دهغه دجوازدپاره ددلائلوبرابرولوکوښښ کـــوی .
دبدعت په جوازدی بدعتـیان دلائل اودهغوی ځوابونه
سوال :-بعضـــی بدعتیان وای چی بدعت رواده نـبی ﷺ فرمایـی من سن سنته حســـنةً الخ(مسلم ص ۲۴۱ج ۲)یعنــــی چـــاچی جـــاری کړه په اسلام کی یونیکه طریــــقه اوبیــــایــی عمل پری وکړ نودده دخپل عمل ثواب هم ده اوچی نور څوک په دغــــه طریقه عمل کوی دهــغوی په ثواب کی هم ورسره شریک ده نوددینه معلومه شوه چی نوی طـریقه داخلول په اسلام کی ښه کارده ؟
ځواب :- د مســــلم پـــه دغـــه روایــت کی من سن سنةً په ځای - ایماداعٍ الی الهدای الفاظ راغــــلی یعنی چی څـــوک دهدایت طرف ته راوبولی نه نـوی طریقه اوددغه حدیث په دوهمه طریقــــه کی دالفــــاظ دی احیــاســنة یـعنی چاچــی زماسنت ژوندکړل چی زمانه ورسته مړه شوی وی یعنی څوک عمل نه پری کوی . دوهم ځواب ددی حدیث شریف مــــعنی داده چــی کوم شی په شریعت کی دالالـــةً یااشــــارةً ثابـــت وی چی دهغه داعـــی اومحرک په خیر القر ون کی موجودنـــوی بلـــکی وروسته به وی خودڅـــلوردلائــلونه به دیو دلیل لانــــدی داخــــل وی .
سوال :- بدعتـــــــیان یــــــــوبـــــــل دلیـــل لری چی حضرت نبی ﷺ فرمایی مارأه المسـلمون حسناًفهو عندالله حســـن � یعــنی مسلمانان چـی کوم شی نیک وبولی هغه دخدای ﷻ پــه نزد هم حسن اونیک ده لهذابدعت نیـک کارده ؟
ځواب :- یوخودالمــــسلمون نه کامـــل مســـلمان مراددی چی صحابه کــرام دی دصحابه وو عمل خوضرورحــسن ده دی مااناوعلــــیه اصحابی دوجـی نه دشامی ج۵ ص ۳۵ اودالبدایه والنهایه ج۱۰ ص ۳۲۸ اودعینی ج۳ ص ۶۵۱ نــه هــم معلومیږی چی ددی نه اصحاب مراد دی اوملاناعبدالحی (رح)لیــکی چی ددی نه مراد صحابه کرام اوتابعین اوتبع تابعین دی لــکه چی هغه لیــــکی
لایدل الحدیث الاعلی حسن استحسنه الصحابه ومااستحسنه الکامــلون من الاجتـــــــــهادولاعـــــلی حسن مااستحســــــنه غیرهم من العـــــلمأالذین حدثوابعدالقرون الثلاثه ولاحظ لهم من الاجتهادالخ تعلیق الممجدص ۱۴۱ اوبل داچه د فتح الملـهم ج۲ص ۴۰۵ اونصـب الرایه ج۴ص ۱۳۳ نـــه معـــــلومـیږی چــــــی دا حدیـث دی نبی ﷺ بیان نده بلــــــکی په عبدالله آبن مسعود بــــانــدی معرقوف ده لـکه چی په نصــــب الـــرایه کی لیکی لم اجــده الاموقوفــاًعـلی ابن مســعود یعنی مادغه روایت په عبدالله ابن مسعــــــودپوری موقــــوف پیداکړی لهذا دبدعت جوازله دی حدیث نه هم نشی ثابتیدالای .
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery