مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په مړی پسې دخیراتوشرعې حیثیت

سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی په یوټاکلی وخت خیراتونه کوی لـــکه اول ،دریــم ،اووم اوکلـنۍ (تلنه)دشـــریـعت لـــه نګاه ددی عمــــل څه حکم ده ؟
ځواب : دمړی دپاره دعااستغفار صدقه اوخیرات ورکـول لپاره دی ایصال ثواب جائزده البته ددغواعمالودپاره دی خاصـــوورځوټـــاکل صحیح ندی هوکه یوعاقل بالغ وارث له خپــله مالـــه دی غــــریـــبانـــودپـاره څــه خوراک برابر وی بغیردتعین دوخت نه صحیح ده اوکوم چی تعــین دوخــت ده ددی جوازپه هیڅ یومذهب کی هم نه لیدلکیږی علامه ابن امیرالحاج المالـکی په خـپل کتاب مدخل ج۳ص ۲۷۵ کــــی دی عــــمل تـــه بدعـــت ویلی امام ابن حجرمکی شافعی دی عمل ته بدعت مذمــومـه ویلی فتاوی کبری ج۲ص ۷ج۳ امام موفق الدین حنبلی دی عمل ته مـکروه ویلی مــــغنی ص ۴۱۳ اوداحنافو دعلماوو اقـوال په دی مسئله کی په لندی ډول دی .
ردالمحتادی بزازيي په حواله لیکی
ویــــکره اتخـــاذالطعــام فی الیــــوالاول والثــالث وبعدالاسبــــوع ج۱ص ۶۶۴ او مکروه ده برابرول دی خوراک په اوله ورځ اوپـــه دریـــمه ورځ اوورستـــه له اوومی نه علامه شامی په بل ځای کی لیـــکی یکره الاجتـــماع عــندصاحـــب البیت بــــل اذافرغوامن الدفن فلیتفرقوا � مـــکروه ده جــــمع کیدل په کوردمړی کی بلکی چی کله فـــارغ شی له دفـــن خښولودمړی نه نــوخواره واره دی شی اوپه خپـــلوکارودی مشغول شی .
فتاوی عالمګیری لیکې
ولایباح اتخاذاطعام ثلاثه ایام کـــــــذافی التتارخانیه ج ۱ص۱۷۶ اوندی روابرابرول دی خوراک دری شـــپی دمړی په کورکی همدارنـګه په تاتارخاینه کی دی
حافظ ابن الهمام لیکې
ویکره اتخاذالضیافة من الطعام من اهل المیت لانه شـــــــــــرع فی السرورلافی الشروروهی بدعــــةٌ مستقبحة فتــــــح القدیر ج ۱ص ۴۷۳ مکروه ده تـــیارول دی خوراک له کوره دی مړی نه ځـــــکه چی داپه خوشحالی کی وی نه په غـموکی اودایــــوبــــدعت قبـــــــــــــیحه ده
حضرت ملاعلی قاری (رح)لیکی
بل صح عن جریر(رض) کنانعده من الیناحـة وهوالظاهـــــــــــــــرفی التحریم قال الغزالی (رح) ویکره الاکل منه قلت هذااذلم یــکن من مال الیتـــــــــــــم والغائب والافهــــو حرم بلاخــــــــــــلاف مرقــــــــــــــــــات ج۱ص ۱۵۱ حضرت جـریر(رض)نه صحیح روایــــت ده چې موږبه دا خوراک په ویورماتم کی شمـــیرول امام قاری (رح)فرمایی چې داحدیث ظــــاهـره ده په حرام والـی ددی عمل کی امام غــــزالی(رح)فرمایی چی خوراک کول له دینه مـــکروه دی مــــلاعـــــلی قـــــاری وای کـراهة هلته ده چی په دی کښی دیتــــیم اوغائب مــــال نوی مصرف شوی اوکه دیتــــیم او اوهغه څـــوک چی مــوجــــودنــــه وی مال مصرف شوی وی بیاداعــــمل اوؤرنــــه خـــورک کول حرام دی
حضرت قاضی ثناءالله په خپل وصیت کی لیکی
بعدمردن من رسوم دنیوی مثل دهم وبستم وششماهی وبـــــــــر سینی هیچ نه کنیدزیراکــــــــــــه رسول ﷺزیاده ازسه روزماتـــــم جائزنداشته اندوحرام ساختـــه اند مالابدمنه ص ۱۶۰ زمـــــــــــادمرګ نه وروســــــــته دنـیوی رســـمونه رواجـــــونــــه مـــکوی لــــکه لســـم، شلــــم اوکلــــــنی تلــنه هــــــــیڅ مـــــکوی ځــــکه چی رســـــــول تردریو ورځــــــــــوزیات غم لمــانځل رواندی بللی بلکی حرام کړی یـی دی . له دینه ماســوازمــوږمــروجــه خیراتونه په نــوروډیــــروقباحتومشـتمل دی هغه داچی دخیراتونه بلکل دخـــداي ﷻ درضـــااوثواب دپاره نــه وی بلکی درواج اوپښتنوالی په خاطروی ولــی که دغــه ولـــی یاوارث ته ووایي چې دغه روپۍ فلانې مسکین اویافلانۍ مدرســـې ته پټې ورکړه په دې کـښې به ستاثواب زیات وی اوستامرده ته به يي زیاتـــه فائده رسـیږې نوهـغه دې خبرې ته تیارنده کومه چی موږتجربه کړی ده اوبــل داچــــه که یوډیرغـریب وارث وی هم خودی به پخپل مرده پسې ضرورخیرات کوی دنوم اوپښــــتو په خاطرولوکه روپۍ په قرضه اویاپه سودورته اخــلې هم اوکـه خپل اهــــل اوعیـال اولادپـــه وچـــه مـــړی کښیــنوې هم اوبــل داچــــه په دی خیراتوکی اکـثر دخپلوانواودوستانواشنایانوحصه وی دی مسکینانوچنـدان لحــاظ نه پکښې کـیږې لهذاداعـمل دهغــه مثال مصداق ګرځې چي واېي- هندوستړی خداي ﷻ ناراضه � بالاخیره په مونږ لازمــــه ده چی مســلمانان پوه کړی اوپه دینې معاملاتوکی اومصارفو کی ورته شرعې طریقه وښېې اوخپله وجیبه اومسئولیـت له غاړې لرې کړو

دختم شرعی حیثیت
سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی چې په دی کی دخوراک ترتیبـات هـم نیول شوی وی اوله مدرسوحافظان یـاطالبان راغواړی اوټول قران شـریف په ډیرلنډوخت کې ختمه وی دشرعت له له نظره داعمل څنګه ده ؟بینواتوجروا
ځواب :-په مروجه ختم قرانکریم دهنــدسندعلمـــاوومتفق دی چی مـــکروه اوبدعت ده که څه هم بعضی کتابونـه جـوازورکوی لکه
حضرت مولاناعبدالحی (رح) لیکې
یکره ان قرواجهراًلاخلالـــــــــــــــه باستماع الـــقران وهوفـــــــــــرض فی خزانة الروایات فــی التاتـار خانیـــــــــــه عن المحـــــــــیط من المشائخ من قال ان ختـم الــقران بالجماعةجهرا ویسمی سپـــاره خواندان بالفارسیه مکــــــــــروه وفی القنیه عن شـرح الســـــــــــــر خسـی یکره للقوم ان یقرؤجملة لتضمنها ترک الاستمــــــــــــاع والانصات بهما وعن فتــــــاوی ابی الفضل الکرمانی لابــــــاس به وفی النهایه من المشــــــائخ من قـال قرأة الـــــقران بالاجـــزاء الثلاثیــــــــــن مـکروهة لمافـیــه من الخلـــط وفی المـجبـــــــــتی والعامة جــوزه بدعــة حــــــــسنه نفع المــــــــــــــــــــــــــــــــفتی والسائل ص۱۰۹ مکروه دی که يي په زوره واي ځـــــکه چـی په اوریــــدودی قرنکریم کی خلل راځی حـالــنـکه اوریـدل دقــــران کریم فرض دی اوپه خزانـــة روایــات کی له تاتارخانیه نه نقل کــوی په حواله دی محیط چی بعــــضی مشـــائـــخوویلی چی ټول ختم دقران په زوره کــــول چی په فارسی کی ورته سپـاره خــــواندان وایي مکروه دی اوقنیه کی لـــه شرح سر خسی نه دی چی مکروه دی د قـوم دپاره ویل دټول قران ځکه چی پـه دی کی اوریدل اوپټه خوله کیدل نه لحاظ کیــــــږی اوپــــه فتـــاوی دابی الفـــضل کرمانی کی دی چی پـــروايي نشـته په نهـــــــــایــــــــه کــــــښی دی چی بعـــضی مشائخوویلی چـــی د ټـــــول قران خـتم کــول مـــــکروه دی اوپــــه مجـــتبی کی دی چــــی عـــامــوعلماووجوازورکړیاوبـدعــت حـسنــــه یی ورتـه ویـــلی ده
دی پورته عباراتومطـلــب داشـــوچې دټول قران ختم کول مــکروه ده ځـــکه چی هغه څو خـــرابـــیانــولـــره متضمن ده اول داچـــه پـــه هــغه کی داستماع اوانصات لحاظ نه کیږی اوبل داچه پــه هغه کی دسجدی تلاوت لحاظ هم نه کیږی اوبل داچه په هغه کــــی هغه خلـــګ هم شرکت کـــوی چې دصحیح ویلودقران تـوان نه لری اوبل داچه دتیزې له وجه په هغــــه کی ضرورغلطې راځې چې دابـــه دثـــواب پرځای اوبـــال شـــې اوبل داچه دهــــغوحافظانواو طالبانوپه نیت کې هـــم څه فــــرق وی چې هغه دخواراک اویاروپولالـــــچ ده
لهذاکه بلکل دا اعتدال نه کارواخلودومره به ووایوچې صرف یوه ســـپاره ختم کول اویونفرچی صحیح قران یی زده وې ووايي اونـورپټه خـوله ناست وې دابه جائزوی اوامیدده چې مـــرده تـــه يي ثواب ورسیــــږې اوپه دی کې دحافـظانــو،طالـبـــــانورابللوته هم ضرورت نه پاته کــــیږی چې بیادهغوی نیتونه اصلاح شی بلکې صرف دکلې امام اوپه خپل کورکې داسې شخص پیداکیدای شی چې دایوه سپــــاره ختـــم وکــــړی اوپــــه دی کـــې پورتــــنی خرابیانی هم نشته والله اعلم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery