دبیعت ضرورت اودصحبت شیخ ثبوت له قران نه
سوال :- ایابیعت کول ضروری دی ؟
ځواب :- ددی متعـــلق حضرت اشـــرف عــــلی تــــهانوی (رح) په خپل کتاب التکشف ص
۱۲۶ کی لیکی چی لکه څرنګه دمرض ظاهری دعـــلاج لــــپاره دیوداسی طبیب ضرورت ده
چــی په خــــپله هم صــــحح اوتندرست وی اود نوروعلاج هم کولای شی همدارنګه دمرض
باطنی دعـــلاج لپاره دداســـی شــــخص اومــــرشــــد ضرورت ده چی په خپله هم متقی
اوصالح وی مبتدع اوفاسق نه وی اودنوروهم تکمیل اوتصحح کولای شی (انتهی)
لکه څرنګه چی مخته تیرشوحضرات صحابه باوجودددموره کمالاتــــوچی هریويي ددین ستوری
اورڼــــاوه اودهــــــدایت وړانګی ددوی په اقتداءکی مستوری وی چی دیوه ادناصحابی
درجه اومرتبه يي داوسنی زمانی له یوه غټ ولی نه اوچته اوبلنـــده وه خوبــــیاهم
دوی دحضرت نبی کریم ﷺ ســــره په ترک دمعصیاتوبیعت کاوه نودنن زمـــــان مســلمانان
چی دډیروبد بختـــیو اونارواووښکاراومرتکب دی څنګه کولای شی چی دجهل اوضـــلالت
پـــه توره تیاره کی خپل مقصدته ځان ورسوی ترڅوچی يي یورهنمادځان لپاره نوی غوره
کړی داسی رهنمایان اولیالادنړی په ګوټ ګوټ کی موجــوددی هرانسان ته لازمه ده چی
داولیالاووسره تعلق پیدا کړی اوپه هغوی دشـــــو
یوبرکاتواوانواری الهی فیوض څه ناڅه ځان ته راجلب کړی لـــکه چی یوشاعروايي
دعطارپه دکان کښینه چی عطارشی
- خودبه سوزی چی ملګری دلوهارشی
اوالله تعالی دنیکوبندګانوسره په تعلق درلودلوسره مسلمانانوته توصـیه کوی اوفرمايي
واتبع سبیل من اناب الی ترجمه متابعت کوه په دین کـی دلاری دهغه چاچی رجوع يي کړیده
ماته یعنی له هغوسره تعلق جوړکړه بل ځای الله تعالی فرمايي
واصــــبرنفســــک مع
الذین یدعون ربهم بالغداوة والعشی یریدون وجهه ترجمه اوبند کړه نفس خپل له
هیغوکســـانوســره چی بولې رب خپل په سهاراوبیګاه کی اوارده کوی په دی سره
رضـــــادالله تعالی بل ځای الله تعالی فرمايي یاایهالذین امنوااتقولله وکونومع
الصادقین ترجمه اي مؤمنانووویریږی دالله تعالی نه اودصـــادیقـــــینو ریښتینو)سره
وواوسی مولاناذکریا(رح)لیکې چی مفســـــرین وايي دریښتینونه مراددتصوف شیخان دی څوک
چی ددوی ددرشل خدمتـــګار شی نوددوی دتربیت اوروحانی قوت په برکت دابنده لويــــي
لويـــي تــرقی کوی تبلیغ نصاب ص۳۱ الله تعالی په مذکروایاتونوکی صراحة بیان کــړی
چی که تاسوتقوی کـــوی نودصادیقیـــنواولیالاؤمعیت یوځای والی اولـــه هغوسره صحبت
اختیارکړی
دبعضی شــاعرانواقوال هم دی طرف ته رابلل کوی لـــــکه یوشاعرلیـــــکی
صحبت صالح تراصالح کند
ـ صحبت طالح تراطالــــــــح کند
یعنی دنیک صالح مجلس به تانیک کړی اودبدمجلس بــــه دی بــــدکــــړی
یوبل شاعرلیکی
هرکه خواهدهمنشینی باخدا ګونشینــــددرحضـــوراولیـــاء
هرڅوک که غواړی یوځای والی له الله تعالی ســــره ورته ووایه کښــــینه په
حضورداولیاؤکی
دشیخ شرائط
سوال :- له څنګه شخصیت څخه بایدبیعت وشی ؟
ځواب هغه شخص چی ورنه بیعت کیږی دهغه دپاره علماوولاندی شرائــط
بیان کړیدی بایدمتقی اوصالح وی دســـنت تابــــع وی مبتدع بایــــدنه وی دینی علم
په قدردضرورت ورته حاصل وی عاقلان عالمان دهغه طــــرف ته مائل وی دهغه صحبت اومجلس
بایدمؤثروی اودهغه دصحبت اومجـــلس نه دمریدانودعمل اصلاح کیـږی هغــــه اشـــخاص
چی په مذکوروشرائـــطو
سنبال نه وی قابل دبیعت نده .