مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ليکوال خبرې

د هغه بښوونکي څښتن په نوم چې له خټو څخه يې انسان جوړ کړ او هغه ته يې تر ټولو غوره مخلوق ووايه!
تر هر څه د مخه د لوۍ او قادر ذات الله (ج) شکر ادا کوم چې ماته يې ددې اثر د ليکلو او بشپړولو توفيق راکړ. هيله لرم چې دغه اثر به د ګرانو هېوادوالو لپاره د ښوونې او روزنې په هکله ګټور معلومات وړاندې کړي.
که څه هم له پخوا څخه مې د علمي اثارو د ليکلو او ژباړلو نيت درلود، او ځان مې پدې اړه مکلف باله، خو ستړي ژوند مې ددې ارمان لپاره لږه موقع را کوله . پدې وروستيو کلونو کې مې د ښوونې او روزنې په څانګه کې د دوکتورا د ليکلو فرصت پيدا کړ او دغه وخت مې ددې اثر د ليکلو لپاره هم غنيمت وګاڼه.
دغه ليکنه په معاصره نړۍ کې د ښوونې او روزنې، ټولنې او نړيوالى(Globalization) ترمنځ د اړيکو په هکله دي. دا چې نړۍ د يو شان کيدو پخوا روانه ده، نو دغه اړيکې هم د يو شان کيدلو پخوا ټيله کوي. د دغه حرکت نښي نښاني هغه اصطلاحات او مفاهيم دي چې په نړيواله سطحه په ښوونيز و نظامونو کې د ريفورمونو ( اصطلاحاتو ) په شکل رامنځ ته کيږي.
دا چې دغه اصلاحات څه او د څه په هکله دي او آيا غوښتل کيږي او که تحمليږي او که ګډ يا بل شکل لري، پدې کتاب کې تر يوه حده ځيړل شويدي.
ددې ليکنې اساسي موخه ( هدف ) دا وه چې د ښوونيزو اصلاحاتو په هکله په هېواد کې اړوند مړسسات او افراد غور او بحث کولو ته وهڅوي، تر څو په هېواد کې د ښوونيز نظام د بياروغوني او اصلاحاتو په هکله د هېواد او هېوادوالو په ګټه اغيزمن رول ولوبوي. د هېواد په ژبو کې د علمي اثارو ليکل، څو د هېوادوالو لپاره لوستل او پوهه اسانه شي او په نړۍ کي د وروستنيو بدلونونو په اړه معلومات تر لاسه کړي ، يې يوه بله موخه وه.
دغه اثر پدې هيله ليکل شوى چې د ښوونې او روزنې په چارو کې دولتي کارکوونکي، پاليسي جوړوونکي، د ښوونې او روزنې مينه وال، د پوهنتونونو استادان، محصلين او په پاى کي د هېواد سياستمداران به يې ولولي او د خپلو مربوطه وظايفو او مکلفيتونو په برخه کي به ور ته ګټور تمام شي.
پدې هيله چې دغه ليکنه به په هېواد کې د ښوونې او روزنې په اړه د بحث کولو لپاره ګټور مطالب وړاندې کړاى شي، لوستونکو ته يې له لوۍ خداى(ج) څخه توفيق غواړم.
له يوى خوا نه د ژبي ماهر يم اونه دې ليکوالۍ اوله بلى خوا د تخنيکى پيچلو مفاهيمو توضيح کول هم ګران کار کار وي، نوهيله لرم چې لوستونکى او نقادان مى د دغو معاذيرو له وجى هره ژبني تير وتنه او ابهام په پراخه سينه وزغمى او د بــيا سموونى لپاره يې را ته په ګوته کړى .

په پاى کى د سويډن د کميټي د ښووني او روني د ځانګى له کارکوونکو ځخه چه د اوږدي مودي د کار په جريان کي يي ډير ځه را زده کړي دي ، مننه کوم. له محترمې پياکار لسن څخه چې ددي کتاب د ډيرو موضوعاتو په هکله يې ښى مشورى راکړيدي، دزړه له کومى مننه کوم.


والسلام
اميرمحمد منصوري
کابل
١٣٨٣ / تله / ٠٩
 

هيله
يو کتاب دليکونکى دزياتو فکرى هلو ځلو محصول وي ، نو:
� ددې کتاب چاپ دمولف لپاره خوندي دي اوهيڅوک يې د ليکونکي له اجازي پرته دچاپولو حق نلرى.
� ددې کتاب د هيڅ يوي برخي دکاپى ، نقل اويا په بل عبارت اړلوته اجازه نشته، خو يوازى هغه وخت چې د ماخذ په حيث يي يادونه وکړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery