مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په هيواد كې د ښوونې او روزنې موجوده وضع (د 2004 كال منځ)

په 2001 م كال كې د طالبانو د رژيم تر ختميدلو وروسته بالاخره په هيواد كې يو داسې رژيم چې كم تر كمه د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت پيژندل شوى رامنځته شو. د حكومت او جمهورى رياست لپاره ټاكنى د 2004 كال په دوهمه نيمائى كې پلان شوى دي او هيله كيږي چې د ولس د خـوښـي اداره به پـه هـيواد كې حـاكمــيت پيـدا او دولـتى چارى به په مخ بوزي.
له پيل څخه د نړيوالې ټولنې په مرسته د هيواد د بيا رغونى كار پيل شو. خو لومړنى اړتيا له كابل څخه د باندې د دولت د تسلط تر لاسه كول، له كلونو راهيسې د ټوټى شوى ټولنې بيا يووالى، د سركښو او خپل سرو مليشو بې وسلې كول او په عملى ډول د ژوند د مربوطه هر ډول فــيزيــكى جـوړښــتونو بيا رغول او جوړول وو. نړيوالى ټولنې د هيواد د ثبات او بيا رغونى لپاره د اخلاقى او مالى مرستو وعدى وكړي.
د حيرانتيا خبره نده چې د ښوونې او روزنې اداره او جوړښت لاتر اوسه بشـپړه فــعاله نــه ده او د بيا جوړونې دنده يې زيات وخت غواړي. د ښوونې او روزنې په سطحه باندې په مركزي او ولايتي سطحه اداري پرسونل بيا استخدام شول. په غير متوقعه توګه د چارو د چلولو پخوانى مقررات او قوانين ډېر ژر بيا ژوندى او له هغو څخه پيروى او د هغو مــطابق كړنــه بــيله كومــى لــويې ستــونــځى تـر ســره كـيږى او كم تر كمه دولتى مامورينو ته آشنا او ورسره بلد وو. غربى ډوله ښوونى ته اړتيا د پخوا په نسبت ډېره محسوسه او د جنكيانو تعليم ته هم هر چيرې هر كلى وويل شو. د تيرو لسيز په جريان كې له هيواد څخه ډېر تعلــيم يافــته افراد وتلي چې د هيـواد لپاره يوه لـويه ستـونزه ده. كوم چې په هيواد كې پاته دي، ډېر كم يې په دولتى ادارو كې كار كوى او اكثريت يې په غير دولتى موْسساتو كې په كارونو ګمارل شوي دي .
د اوږدو جګړو يوه نتيجه دا وه چې زموږ په هــيواد كې نـــنــنـــئ ځوان نسل د تعليم له اړخه په لاندې څلورو كتګوريو كې ويشل كيداى شي:
1- ښاري اوسيدونكي چې د تيرو لسيزو په وخت كې په دولتي ښوونځيو كې په ښارونو كې د ښوونې او روزنې يو ډول امكانات ورته مهيا وو.
2- كليوالى اوسيدونكى چې په دغو لسيزو كې له دولتى ښوونيزو خدماتو څخه بې برخې وو او يوازينى امكان يې په ولسى يا د غير دولتى موْسساتو په ښوونځيو كې درس ويل وو.
3- مهاجرين چې د ګاونډيو هيوادونو په كمپونو كې اوسيدل او تر ډېره حده د هلكانو او هم تر يوه حده د جنكيانو لپاره ښوونيزى آسانتياوې ور ته موجودى وى او په پاكستان كې يې په افغانى ښوونځيو او په نورو هـيوادو كې يې په وطنــى ښوونځــيو كې د زده كړې امكانات درلودل.
4- هغه كليوالى سيمى چې په دغو لسيزو كې يې هيڅ ډول ښوونيز خدمات نه درلودل. دغه ګروپ تر ټولو لويه برخه جوړوله او په دغو سيمو كې د هلكانو لپاره كله كله يوازينى امكان د اسلامى ښوونو يو ډول وو.
له دغه څخه دا نتيجه اخستل كيږي چې د نن ځوان نسل مو د ښوونځيو ډېرى متنوع تجربى لرى - كه كومه زده كړه يې كړى وى. ډېر بختور هغه دى چې په نسبتاً فعالو ښوونځيو كې يې زده كړه كړي وي (د اتياومى لسيزى ښاري ښوونځى او يا د غير دولتى موْسساتو فعال ښوونځى) او نورو يې بيا ډېره غير منظمه او د ټيټ كيفيت زده كړه كړى دى (كليوالى ښوونځى او په ولايتونو كې دولتى ښوونځى). د مهاجرينو هغه ډلى چې د ډېر وخت لپاره په كمپونو كې اوسيدل، نسبتاً ښى زده كړى كړي، خو پاته برخه يې د ټيټ كيفيت او نيمګړى زده كړى لري. د افغانى ځوان نسل د ښوونيزو سوابقو دومره زيات تفاوت يوه بله ستونزه ده چې د نور تعليم لپاره بايد په نظر كې نيول شوى واى. په خاص ډول د ثانوى او لوړو ښوونو لپاره دغه متفاوت سوابق د پام وړ ستونزه جوړوي. برسيره پر دې د ځوان نسل لويه كتله له ښوونى او روزنى څخه بې برخې وو او لويه فيصدى يې د عمر له اړخه لوى دى او د دوى لپاره د ښوونې او روزنې ځانګړى شكلونه بايد رامنځته شي. تر دې مهمه خبره داده چې د هيواد دغه نسل د جګړو او له جګړو څخه رامنځته شوى ډېر زياتى ستونځى په سترګو ليدلى او يا ډېرى غميزى يې پخپله تجربه كړى دي. كه څــه هم د تراوما (روانى ستونزو) په هكله كومه څــيړنه نده شوى، خو بيا هم سالم اټكل به دا منى چې دغه ډول ستــونــځـى د دغه نسل په زده كړه منفى اغيزې لري.
په آخــرو لسيزو كې د ښوونځيو د چلولو او تمويل متنوع لارو چارو د ښوونې او روزنې د كنترول نور شكلونه رامنځته كړل. ډېرو ولسونو په خاص ډول په كليوالى سيمو كې د تعليم كولو د نوى او غير مروجو شكلونو تجربه وكړه (د مثال په ډول د جنكيانو كورنى ښوونځى)، چيرى چې دوى د ښوونځيو په چلولو كې يو ډول واك درلود. ولسونو د ښوونځيو په چلولو كې د برخى اخستنى مختلف شكلونه هم تجربه كړل. مثلاً د ښوونكو د معاش يوه برخه، د ښوونځيو په تــعمــير جــوړولــو كې بــرخه اخستنــه او نور. كله كله په ځينو سيمو كې حتى د څــو غير دولتى موْسساتو موجوديت د پلرونو لپاره د اختيار امكانات هم برابرول او د عادي ښوونځيو او دينى مدرسو تر منځ د انتخاب اختيار به هم پيدا كيده. كه څــه هم دغه ډول امكانات محدود او هم د هيواد په محدودو سيمو كې پيدا كيدل، خو بيا هم ولسونو د ښوونې غير مروج شكلونه وليدل.
د 2002 م كال له پيل څخه را پديخوا په هيواد كې د ښوونځيو ډېر چټك پرمختګ پيل شو. مــوقــتى ادارى د نړيوالـى ټولــنې په مرســته د ښـــوونې او روزنــې لپاره په ډېر فعـال ډول تبليغات او كمپاين پيل كړل چې په نتيجه كې يې د 1380 هـ ش د تعليمى كال په پيل كې ښوونځيو ته د ماشومانو سيلابونه ورتوى شول.
په لاندي جدول کي په اخرو لسيزو کي د هيواد د ښووني او روزني پر مختګ په اجمالي توګه ښوودل شوي دي.

جدول ٣: په اخرو دريو لسيزو كې د ښوونځيو (لومړينو او ثانوى تعليماتو) عروج او نزول.  

كال

 

 

 

 

 

 

 

 

د ښوونځى د عمر د ماشومانو شمير

د ښوونځيو شمير

د شمول شمير

د ښوونكو شمير

د 1357 كال  په نسبت د ګډون توپير (%)

د 1357 كال په نسبت د ښوونځيو د تعدادتوپير

(%)

1357

2،8 ميليون

3352

995000

29900

 

 

1359

2،8 ميليون

3824

1115000

35300

12+%

+14%

70-1365

4 ميليونه

 586  (١)

622000

15100

62-%

82-%

80-1372

-4.54 ميليونه

2200-3 000

5-700 000

15-20 000

  ؟  (٢)

?

2-1381

44.5ميليونه

6 784  (٣)

2 900 000

83 000

+ 291 %

+ 202 %

 1383

?

> 8000

4.5-5.8 ميليونه

105 000,

(22000  کمبود

+ 583 %

+ 240 %

(١) د غير دولتي موسساتو لخوا اکماليدونکي ښــوونڅي پکي شامل ندي (تقريبآ ١٥٠٠ ابتدائـيه ښوونڅي).
(٢) ددقيقو احصائـيو د نشتوالي په سبب د مدرسو او ښوونڅيو تقکيک نه کيده.
(٣) د يونيسيف د اسنادو له مخي .

لکه چه ـکاري، د 1970 لسيزې تر پايه پورې د هيواد ښوونې او روزنې ورو ورو، اما په متوازن ډول وده كوله اما تر هغه وروسته يي دواړو پرمختګ او په شا تګ خپل طبعي حالت بدل کړ. د 1980 لسيزې په سركې د شوروي د اشغالګرو قواوو په ضد د جهاد او په پاى كې د خپلمنځى جګړو په دوران كې دغه وده په ځاى ولاړه او حتى په شاتګ يې وكړ (لكه چې په جدول كې ښكاري).
د يادونې وړ ده چې په پاكستان كې ډېر افغانى ښوونځي موجود و چې په پورتنى جدول كې شامل نه دى. د دغو ښوونځيو او زده كوونكو دقيقه احصائيه په اختيار كې نشته، خو ويل كيږي چې څــو سوه زره دى (يوازې د UNHCR لخوا په چليدونكو ښوونځيو كې تقريباً 120000 زده كوونكى بلل كيږي). برسيره پر دې په اېران كې د افغانى مهاجرينو 113000 ماشومان په اېرانى ښوونځيو كې زده كړه كوله .
د 2002 م كال څخه راپدېخوا په ښوونځيو كې د شمول شمير په حيرانوونكى توګه زيات شو، كه څــه هم لازم ساختمانى او مرستندويه وسايل او نظام بشپړ نده فعال شوي. په ښوونځيو كې د زده كوونكو شمير پنځه چنده او د ښوونځيو شمير تر دوه چنده زيات او د ښوونكو شمير څــه دپاسه پنځه برابره زيات شوى دي، چې په واقعيت كې د ملى ښوونيز نظام لپاره يو لوى چيلنج دى. دا چې د ټولو زده كوونكو 45-40 فيصده يوازې په لومړى ټولګى كې دى، په دغه چيلنج نور هم ورزياتيږي .
په دې برسيره تر يو ميليون زيات نور ماشومان لا په ښوونځيو كې نه دى شامل او د سالم اټكل له مخى د دغو ماشونو ډېره كې جنكيانى دى، چې غالباً د دې اساسى علت د پلرونو لپاره د قبول وړ ښوونځيو نشتوالى دي. په داسې حال كې چې په ښارونو كې جنكيانى د هلكانو په برابر په ښوونځيو كې شاملى دي. (لـږتر لـږه په كابل كې)، خو دا يو واقعيت دي چې په كليوالى سيمو كې محافظه كار ارزښتونه مسلط دي. په محافظه كار ذهنيت برسيره، فقر هم د ماشومانو د مكتب پريښودلو لپاره يو لوى دليل وي او په ډېرو حالاتو كې د ماشومانو كار كولو او غريبى كولو ته اړتيا ليدله كيږي.
ښوونكى، چې په هيواد كې د ښوونې چلوونكى بلل كيداى شي، له يوې خوا د كيفيت له اړخه د آخرو لسيزو له ناخوالو څخه په ډېر منفى ډول اغيزمن شوى او له بلې خوا يې شمير د موجودو اړتياو په نــسبت ډېر كم دي - په خــاص ډول په كليــوالى سيــمو كې. څــه دپاسه 80000 ښوونكى د پوهنى د وزارت لخوا مقرر شوى او 02000 نورو ته اړتيا ده . د ښوونكى په سر د زده كوونكو اوسط شمير 46 كيږي، اما دا هم بايد په ياد ولرو چې د زده كوونكو لوى شمير په لومړيو ټولګيو كې دى او 80-70 زده كوونكى په دغو ټولګيو كې عملاً ناست وي، په دې توګه د ښوونكى په سر د زده كوونكو د شمير راكمول نور ډېر ښوونكى ايجابوى، چې د ښوونى له كيفيت سره مستقيماً اړيكى لري. په لنډ ډول ويلاى شو چې د شمير په لحاظ ښوونكى د موجوده اړتيا په نسبت ډېر كم دي.
بل اړخ د ښوونكو حالت او كيفيت دي. په ملي سطحه دقيق ارقام او احصائيه وجود نه لري، اما يو شمير لنډې څــيړنې او تحليلونه ښيي چې د ښوونكو درسمــى تعليم اوسط حد د يولسو كلو د تعليم په شاوخوا كې دي او ديرش فيصده ښوونكى د ليسى څخه ټيټ نيمګړي تعليمات لري. د ښوونكو دغه تعليمات يا ډېر پخوانى او يا د ډېر نيمګړي تعليمى نظام محصول دي .
بله مهمه مسئله دا ده چې ډېر كم شمير ښوونكى مسلكى تعليمات لري (يوازې د 15% په شاوخوا كې ښوونكى د دارالمعلمينو فارغين دي) او دغه مسلكى تعليم لرونكى ښوونكى هم د پخوانيو دورو د مسلكى دارالمعلمينو فارغين دي چې له معــاصرو مسلكى نوښتونو او څــيړنو څخه بې برخې دي. تر دې دمه د غير دولتى موسساتو لخوا د چليدونكو ښوونځيــو ښــوونــكو، د ښوونكو د روزنــې په پروګرامـونـو كې برخي اخيستى دي اما دغه پروګرامونه د كيفيت او هم د كميت له اړخه ډېر متفاوت او ناكافى دي. كه څـه هم دغه ډول پروګرامونه دوام لري، اما د مختلفو موسساتو تر منځ هيڅ ډول هم اآهنګى او د هڅـو ګــډون نشته.
موجوده احصاييى ښئي چې د موجوده ښوونكو 25% ښځينه ښوونكى تشكيلوى اما د دغو ښځينه ښوونكو 40 % د كابل د ښار ښځينه ښوونكى دي. په كليوالى سيمو كې د ښځينه ښوونكو شمير ډېر كم دي او حتى په ځينو سيمو او حتى ولايتونو كې د ګوتو په شمير ښځينه ښوونكى پيدا كيږي .
دغه واقعيت د جنكيانو د تعليم لپاره يو جدى خنــډ بلل كيـږي او په هيواد كې د ښځو د سواد ډېره ټيټه سطحه د دې خنډ له منځه وړل او رفع كول نور هم ستونځمنوى.
د ښــوونځــيو لپــاره د لازمــو تعمــيرونو، اثاثــيى، وسايــلو او نورو مــوادو نـشـتوالى يوه عامه ستــونځــه ده. كه څـه هم په دې آخيرو دوو كلونو كې د ښونځيو د تعمير جوړولو په اړه زيات شمير كارونه روان دي، خو لويه ستونزه يې د پلان او اوليتونو نشتوالى دى او د تعمير جوړولو فعاليتونه د معيارونو او پلان په عوض، د ځانى تمايلاتو، خپل پالنى او دشخصى كمپنيــو د ګټــو پوسيــله رهــنمائى كيږي.
د ټولو زده كوونكو لپاره د درسى كتابونو د تهيه كولو لپاره ډېرى هڅــى وشوى او دا چې كوم درسې كتابونه چاپ شي، يوه متنازع فيه مسئله وه. د تمويلوونكو منابعو لخوا، د وزارت لخوا د ټاكل شويو درسى كتابونو د سمدلاسى او بيړنى اصلاح غوښتنه كيدله او د چاپ د مصارفو د تهيه كولو لپاره يې دا يو حتمى شرط وو. له بلې خوا، نه وخت او نه تخنيكى امكاناتو د دې مجاز درلود چې دا كار په اساسى توګه ترسره شي او په نتيجه كې په سطحى سمونو بسنه (اكتفا) وشوه. له بده مرغه چې په سطحى سمونو كې هم د پيداګوژيكى اصلاحاتو په ځاى په كتابونو كې په سياسى كليشه اى زياتونو او كمونو بانـدې كار وشو. له يـوې خوا د كار لپاره بـيـړه او له بلى خوا "په څــو لاســونو" كار، درسى كـتابونو هم د محتــوى او هم د چاپى كيفــيت له اړخـه تر بل هـر وخت زيـات بى خونده كړل.
نظارت او څــارنه د ښوونيز نظام يو مهم ركن دي او لوژستيكى او بشرى منابعو ته اړتيا لري، چې دواړه يې په هيواد كې نيمګړي دي. كه څــه هم مركزي مفتشين د هيواد په ګوټ ګوټ كې له ښوونځيو څخه ليدنه كوي او يو زيات شمير معلومات د ارقامو او احصائيو په شكل راټولوى، خو لويه ستونځه داده چې د راټولو شويو معلوماتو څخه د پلانولو لپاره كار نه اخستل كــيږي.
د ښوونې او روزنې كيفيت د ولس او هم تمويلوونكو باندينيو مراجعو دواړو لپاره يوه لويه انديښنه ده. د زده كړې د لاستــه راوړنـو په اړونـد كومى خاصـى څـــيړنى ندى شوى او په دې هكله پوره معلومات نشته. كه څــه هم په ابتدائيه دوره كې د ماشومانو د حساب د زده كړى د لاسته راوړنو يوه څــيړنه ښيي چې، د 40% زده كوونكو د حساب د زده كړى نتائج د يونيسف په مشرى د غير دولتى موْسساتو لخوا د وضع شويو اساسى قابليتونو د ټيت قبول شوى حد څخه هم ټيټ وو .
د زده کوونکو د ليك لوست د قابليت يوه بله څــيړنه هم دى ته د ورته نتايجو راپور وركوى . د ښوونځى پريښودلو په هكله تر اوسه كومه څــيړنه هيڅه نه ده شوي خو يوه سطحى څيړنه ښيي چې دا فيصدى هم ډېره لوړه ده .
په زرګونو ښوونكو په تيرو لسيزو كې د غير دولتي موسساتو د داخل الخدمت په لنډ مهاله روزنيزو كورسونو كې برخه اخستې، اما د دغه ډول كورسونو د اغيزو په هكله تر اوسه كومه څــيړنه هيــڅ نه ده شوې.
په ټولګيو كې د زده كوونكو ګڼ شمير، د تعمير او سرفنا نشتوالى، د درسى موادو ټيټ كيفيت، د تدريس ټيټ معيارونه او نور، هغه عوامل دي چې د ښوونې او روزنې د كيفيت د ښه والى لپاره لازم دي، بايد په لومړى سر كې په نظر كې ونيول شي، تر څــو د لوړ كيفيت د ښوونې هيلى تر سره شي. اټكل كيــږي چې د يوه زده كوونكى د يوه كال د ښوونې او روزنې وسط لګښت د 25-20 امريكائى دالرو په شاوخواكې دي او دا په نړ‌‌ى كې ډېر ټيټ لګښت ښي چې د ښوونې او روزنې د ټيټ كيفيت يو شاخص دي. په ښوونځيو كې د زده كړى ټيټ كيفيت د شموليت په حد هم منفى اغيزى لرلاى شــي يعنى پلــرونه به بالاخــره دې نتيجې ته ورسيږي چې ولې خپل اولادونه ښوونځيو ته ورليــږي، په داسې حال كې چې څــه نه پكې زده كوي.
په اوسنيو او نژدې راتلونكى كلونو كې هيواد دښوونيزو لګښتونو د پوره كولو لپاره مجبور دي چې په باندينيو مرستو اتكاء وكړي. فعلاً د هيواد ټول ښوونيز لګښتونو د ملګرو ملتونو، نړيوال بانك، اسيايى پرمختيا بانك او نورو دولتى مرستندويه هيوادنو چې د امريكا د بين المللى پرمختګ اجنسى (USAID) تر ټولو زياته ونــډه پكې لري، لخوا پوره كيــږي. پردې برسيره 6-5 بين المللى غير دولتى موْسسې هم يو شمير ښوونځى په بشپړاو يا نيمه توګه اكمالوي. غير دولتى موسسات د ليك لوست د زده كړو (سواد آموزى)، له ښوونځى څخه د باندې د زده كړو پروګرامونه، حرفوى كورسونو او په نورو برخو كې فعاله برخه لري. په دې هكله يوه مهمه خبره داده چې ښوونځي كه د هر چا لخوا اكمالېــږي، د پوهنې د وزارت مربوط بلل كيږي او ملى تعليمى نصاب او مقررات تعقيبوي. دا يو مثبت عمل دي او د هيواد د ښووني او روزني د دولتي کنترول لپاره ښه زمينه بلل کيداي شي.
په هيواد كې د ښوونې او روزنې موجوده وضع له دوو زاويو څخه د ډېري انديښنې وړ ده: اول دا چې په بشپړه توګه د لګښتونو پوره كول له باندينيو مرستو څخه په راتلونكى كې "باندينيو مرستو ته د محتاجى" ويره او خطر رامنځته كوي، چې دا بيا په خپل وار د واك او خپلواكى په محدودوالى او يا د راتلونكى نسل په پوروړى كيدلو منتج كيږي. تر هغو پورې چې د ښوونيزو لګښتونو لپاره د ملى منابعو د پيدا كولو تلاش ونشى او په تدريجى ډول د مالى مسئوليت د په غاړه اخستنى لپاره پلان جوړ نشى، د موجوده ښوونيزو اسانتياوو دوام او بقا به له خطر سره مخامخ وي. د ښوونيزو آسانتياوو موجوده پرمختګ چې د نړيوالى ټولنې لخوا هڅــول كيده او د افغان ولس لخوا يې غوښتنه كيده، د موجود ملى مالى او بشرى وس او منابعو په نظر كې نيولو سره نده پلان شوي.
دوهمه مسئله داده چې په موجوده حالاتو كې ملى بشرى منابعو پوره وده نه ده كړي او هيواد په زياته اندازه د باندينيو متخصيصينو په مشورو باندې اتكا لري. يوه پټه ويره چې شايد ډېرو ته به نه ښكاري، داده چې د مرستــنــدويه ټولــنو علاقــه او زمــوږ مـــلى غــوښتـنـې او انديښنې ډېر ځله سره يو وړ نه وي او فرق سره لري. په دې كې شك نشته چې نړيــواله ټولــنه له افــغانــانو سره د مرستې اراده لري، اما دوي د "نړيوال طرز تفكر" سره راځى چې هميشه له افغانى ملى نظريو او د محلى ولسى ټولنو له تجربو سره اړخ نه لګوي .
داسې ښكاري چې دولت مركزى ښوونيز نظام بيا راژوندى كيــدلو ته ترجيــح وركــوى، اما دا د شك خبره ده چې د "نړيوالى " فشارونه او په ښوونه او روزنه كې نړيوال تمايلات به له نظره وغورځول شي. مرستندويه ټولنه د دولتـى ترجـيحــاتو سره علاقـه منـد نـه ښكاري او د غير مركزى ښوونيز نظام د حمايى هڅــې كوي.
په خلاصه توګه ويلاى شو چې د ښوونې او روزنې موجوده وضع د زده كوونكو له اړخه لاندې ځانګړتياوې لري:

الف: د ښوونې لپاره زياته تقاضا.
ب: ښوونځيو ته د ډېرو زياتو ماشومانو د ورتګ بهير (په خاص ډول لومړى ټولګى ته).
ج: د جنكيانو لپاره د ښوونځيو د امكاناتو نشتوالى.
د: د مكتب تر عمر د لويو ماشومانو او تنكيو ځوانانو يو لوي شمير.
هـ: د مخكينى زده كړى ډېرى متنوع تجربى.
و: د جګړو له امله د زده كړې د وړتيا ستونځې، او بالاخره.
ز: د زده كړې د لاسته راوړنو په هكله ناخبري.

د ښوونكو د حالاتو له مخې، موجوده وضع په لاندې توګه تعريفولاى شو:
الف: كم شمير ښوونكى مسلكى پوهه لري.
ب: د ښځينه ښوونكو نشتوالى او كموالى.
ج: د ښوونكو د شمير كموالى، خصوصاً په كليوالو سيمو كې.

مقدماتى سروى ګانى او د معلوماتو د تنظيمولو سيستم لا تر اوسه درك نه لري. (مرستو ته احتياج" يا په بل عبارت" مفت خورى" يوه ښكاره ويره او خطر دي. د ښوونيزو پاليسيو د جوړولو او په مـخبــيــولو پروسه د څــيړنو او مطالعو د نشتوالى، مبهمو اهدافو، د ترجيحاتو د نشتوالى او د ذيعلاقه خواو د برخى د نه اخستنى نيمګړتياوې لري. اساسى قانون چې د دسمبر 2003 ميلادى په لويه جرګه كې تصويب شو، د ټولو لپاره وړيا ښوونه او روزنه پكې شامله ده. دا يوه مهمه مسئله ده چې د ښوونيزو اصلاحاتو لپاره بايد يوه اجندا ترتيب شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery