مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نتيجه

نړيوالى (Globalization) د خلکو د ژوند ډول بدلوي � دا چه د نړۍ په کوم ګوټ کې اوسو، ډېر توپير نلري او هر چيرې خپلې اغيزي لري. نړيوالى زموږ د ژوند په اقتصادي، تخنيکي، سياسي او کلتوري اړخونو باندې اغيزي کوي. د نړيوالى د پرمختللو قوتونه په عمده ډول اقتصادي، د پانګوالى د نظام توسعه او د آزاد بازار مفکوري دي. هغه قوتونه چې نړيوالى په مخ بيايى، د هېوادونو د ښوونې او روزنې په نظامونو کې بدلون راوستل غواړي او يوه نښه يې داده چې د ښوونې او روزنې په محتوى او ساختمان دواړو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مشابه بدلونونه او اصلاحات عملي کيږي. نړيوالى حکومتونه دې ته اړ باسي چې ښوونې او روزنې ته پراختيا ورکړي، څرنګوالى يې ښه کړي او په عين حال کې په خپلو ښوونيزو دولتي لګښتونو (تخصيص) کې کمښت راولي. غير مرکزي کيدنه د دغې ماجرا د حل لپاره د يوې وسيلې په توګه عملي کيږي.
د نړيوالى بنيادي مفکوره يعنى د آزاد بازار اصل ځکه په ښوونه او روزنه کې د رقابت اصل ته جايز بولي چې دغه اصل به اغيزمنتوب ښه کړي؛ د ښوونځيو په محلي سطحه اداره کولو ته ځکه اجازه ورکوي، چې د هغه په نتيجه کې به د ښوونيزو چارو په ګټورتيا کې ښه والى رامنځته شي؛ او بالاخره په محلي سطحه د ښوونځيو تمويلول ځکه ښه بولي چې د منابعو ښه ترا سمون به رامنځته کړاى شي. برسيره پردې داسې انګيرله کيږي چې د ښوونځيو کيفيت به هغه وخت ښه وي، چې د محلي اړتياو سره سم برابر شي. د مختلفو ښوونځيو ترمنځ د انتخابولو امکانات، شخصي ښوونځي او په ښوونيزو چارو کې د ولس برخه اخيستنه د ښوونيزو اصلاحاتو ( ريفورمونو ) اړيني اجزا وي دي.
په ځانګړي توګه د دريمې نړۍ په هېوادونو کې ښوونيز ريفورمونه تر ډېره پورې د نړيوال اقتصاد د فشارونو اغيزي منعکيسوي. په ښوونيزو اصلاحاتو کې يو نسبتاً. متناقض عنصر د ارزښتونو ( يا اخلاقي زده کړو ) تجدد او بيا احيا وي. دغه تجدد د مختلفو دلايلو له مخې د ختيځي او هم لويديځي نړۍ په هېوادونو کې پيښ شوي وي.
ښوونه او روزنه د ماشوم د حق په حيث، مساوات او د ښوونيزو چارو ښه ترا اغيز منتوب او ګټور توب د ښوونيزو ريفورمونو اساسي ناري ( شعارونه ) وي. تراوسه پوري څيړنو د دغو شعارونو د موخو ( اهدافو ) عملي نښي نښاني ندي جوتي کړي او په سرچپه ډول، داسې نښي نښاني ليدل شوي چې ټولنيز توپيرونه زيات شويدي. مالي اغيزمنتوب په لږه اندازه ښه شوى وي.
د شخصي ښوونځيو او يا د هغو ښوونځيو چې ولسي برخې اخستنې لوړه درجه لري، ګټورتوب هم ندى ثابت شوى او د مختلفو ښوونځيو ترمنځ د انتخاب امکانات هم معمولاً د ټولنې د مستعيد قشر په ګټه تمام شوى دى.
د ارزښتونو د ښوونې تجدد بيا د مدني ښوونو په ديني تعليماتو د اړولو او يا په عمومي توګه د غربي ارزښتونو په مقابل کې د عکس العمل په شکل ښکاره شويدي � لږ تر لږه په اسيائى او اسلامي هېوادونو کې.
په افغانستان کې پخواله دې چې د غير مرکزي کيدنې په مسئله بحث وشي، نور د پام وړ ډېرمهم مسايل دي. لومړى شى چې بايد توجه ورته وشي هغه د يوې جامع تعليمي پاليسي جوړول دي چې د ښوونيز نظام د دوام مسئله يې بايد اساسي موخه وي. ددغه ډول پاليسي لپاره بايد څيړني، د اړتياوو ارزوني، غوښتني، منابع او نور ترسره شي.
که څه هم د ښوونې او روزنې د پراختيا په هکله ډير پرمختګونه شويدي، اما بيا هم دغه مسئله يوه ستونزه ده. په هېواد کې د ښوونځي د عمر د پنځو ميليونو په شاوخوا کې ماشومانو، لږ او ډېر درى کاله پخوا د ښوونځى ډېر لږ امکانات درلودل. او غالباً هيڅ يو هېواد به په نړۍ کې ددې وړتيا ونلري چې دغه ډول يوه ستونزه سمدلاسه په دومره لنډ وخت کې حل کړي او په ميليونو ماشومانو ته د باکيفيته ښوونځيو امکانات برابرکړي او د يوې تعليمي دورې لپاره يې په ښوونځيو کې وساتي.
پدغو شرايطو کې د ښوونيزو چارو د پراختيا لپاره تر ټولو مخته پلان او د هغه مطابق د ملي مالي منابعو په لاس راوړلو او برابرولو ته لويه اړتيا ليدل کيږي.
افغانستان د يوه جګړى ځپلې هېواد په حيث به تر ډېره پورې په باندينيو وړيا مرستو تکيه کوي، اما له اوس څخه ددې اړتيا ليدله کيږي چې پدې هکله فکر وشي چې بايد څنګه کورنيو عايداتي منابعو ته وده ورکړه شي چې ترڅه وخت وروسته باندينيو مرستو ته دغه اړتيا له منځه ولاړه شي. هغه متل دي چې � قرضدار اړ وي �.
ددې لپاره چې د امکان تر حده ډېرو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې امکانات تيار کړل شي، په مرکزي سطحه ملي پلان ته اړتيا ليدل کيږي. په مرکزي سطحه د پلان جوړولو په صورت کې هم، محلي ذيعلاقه عناصرو ته په ښوونيزو چارو او د ښوونځيو په چلولو کې لويه ونډه ورکول کيداى شي. د هېواد په متشتته وضع کې قوى مرکزيت ته په غير مرکزي نظام باندې ترجيح ورکول کيږي. د غير دولتي مړسساتو د چارو او ونډې همغاړي کول او تنظيمول په مرکزي اداري پورې مربوطه مسئله ده. د نړيوالى ټولنې له مالې او تخنيکي مرستو څخه د هېوادوالو په ګټه اغيزمنه استفاده کول د ټولو خواوو په ګټه ده او يوه ضروري مسئله بلل کيږي. لازمه ده چې ددې کار لپاره مناسب تدبيرونه وسنجول شي.
د هېواد د ښوونې او روزنې د اوږد مهاله پاليسي د جوړولو لپاره دې ته اړتيا ده چې د جوړولو په پروسه کې ئې غښتلي ذيعلاقه خوا وي ونډه ولري. پدې هکله موجوده تجربي او د نورو څيړنو نتايج ګټور او لازم بلل کيږي. د ولسونو تجربي بايد له پامه ونه غورزولى شي، بلکه راټولي او نورو ته انتقال شي. د شخصي سکتور لپاره بايد د اسلامي تعليماتو ټولنيزي تجربي او د غير دولتي موسساتو تجربي تحليل او وارزول شي.
د تيرو لسيزو د تجربو راټولو ته لويه اړتيا ده � د مثال په ډول د ښوونځيو محلي شوراګانې، محلي اداري سيستمونه، د غير دولتي مړسساتو اداري سيستمونه. د داخل الخدمت د روزنې کورسونه او نور. په راتلونکي کې د ښوونيزو اصلاحاتو د پلانولو لپاره د دغه ډول معلوماتو راټول ډېر ګټور بريښي. دا چې د هېواد ښوونه او روزنه به تر کومه حده د داسې نړيوالو � ښکليو � مفاهيو، لکه اغيزمنتوب، ګټورتيا، مساوات، ازادي او نورو تر سيوري او اغيزي لاندي راشي، به په راتلونکي کي وو ينو.
سره له دې چې د هېواد ښوونيز لګښت ( د لومړنۍ دورې د يوه زده کوونکي يو کلن تعليمي لګښت ٢٠- ٣٠ امريکائي ډالره دى ) په نړۍ کې تر ټولو ټيټ لګښت ښـــئي، خو بيا هم په نژدي راتلونکي کې داسې نه بريښي چې ملي مرکزي عايدات به ښوونيز لګښتو پوره کړاى شي، نو ځکه د يوه منځنى مودل لټه په کار ده، چيرى چې به لګښتونه د مرکزي او سيمه ايزو ادارو ترمنځ شريک شوى وي.
د ښوونځى پريښودلو او د ناکاميو ډيره لوړه فيصدي دا حقيقت را په ګوته کوي چې د مالي اغيزمنتوب لپاره د دغو عواملو د ښيګڼي لپاره ډېر څه په کار دي او د دغو دو مسئلو ښيګڼه به ډيره ګټه ورسوي.
د جنکيانو د ښوونې او روزنې لپاره، که څه هم قانوني موانع نشته، خو ډېري ستونزې لا په مخکې دي. د خپلي خوښي د ښوونځيو د انتخابولو حق د ښوونځيو او حتى درسي کتابونو په اړوند لا د هېواد د راتلونکي په افق کې هم نه بريښي او لا تر اوسه د بحث موضوع نشى کيداى.
اسلامي تعليمات او غربي ډوله ښوونه او روزنه په هېواد کې نه جلا کيدونکي دي. د نورو اسلامي هېــوادونــو په ډول په هېواد کې هم � په نوى نړيواله قرينه کې، د معتبرى پوهــى او کلتــور تعــريف يوه متنــازع فيه مسئــله ده او ښــوونځى د دغــې مناقــشي محور دى � xvii )مخ . (


ولله على ما نقول وکيل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery