مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مخکينى خبرې

نړيوالي ( Globalization ) په بشري ټولنو کي له ژورو او لويو بدلونو نو سره اړيکى لري. دغه بدلونونه د ټولنيزو چارو د تنظيم، د ټولنيزو خدمتونو دعرضه کولو او اړتياوو د توليد، د ملتونو ترمنځ د اړيکو، د پوهى او معلوماتو د معني او د دوى د نفوذ د قوت او شکلونو، کلتور او ښوونې او روزنې په اړه رامنځ ته کيږى. که څه هم ټولګى ته به د نړى والى اغيزى لانه وى رارسيدلى، خو په لويه سطحه ئې د ښوونې او روزنې نظامونه بدل کړى او نور ئې هم بدلوى. د ښوونې او روزنې ريفورمونه په هر ځاى کى ليدل کيږي او دغه ريفورمونه يو ډول ګډى ځانګړتياوى لرى.
د ښوونې او روزنې ريفورمونه د څه شى په هکله وي؟ ولى په عين وخت کې اوولى دا اوس پيښ شول؟ د ريفورمونو ترشا څه دليلونه وي؟ موخي (اهداف) ئې څه وي؟ تراوسه څه لاسته ځني راغلى دي؟ آيا دغه ريفورمونه يوازى د لويديځى نړى لپاره دي او که ختيځ هم ځينى اغيزمن شوي؟ .
پدى راپور کې کوښښ شوى چې په دغو پوښتنو باندى په نړى واله سطحه د ښوونې او روزنې د ريفورمونو د يو لنډ پس منظر او د هغو د مشخصاتو د لنډى توضيح او بحث او د مختلفو هيوادونو څخه د ځينى مثالونو په وړاندى کولو سره، رڼا واچوله شى. په لومړى برخه کې د ريفورمونو لويي برخي په لنډ ډول بيان شوى، ځانګړي ديدګاه وى يي خلاصه شوى او د څيړنو د لاسته راوړنو يو لنډيز وړاندى شويدى. په دوهمه برخه کې يي به افغانستان کې په تاريخى اوموجوده حالاتو کې د ښوونې او روزنې په اړه د ريفورمونو په هکله بحث شوى او په هيواد کې د � ښوونې او روزنې د نړى والو ريفورمونو � نتايج تر بحث لاندى نيول شوى دى.
هيله کيږى چې دغه راپور به د ښوونې او روزنې د نړى والو ريفورمونو د موجوده جريان او لوري ( ميلان ) په هکله معلومات وړاندى کړاى شى. غالباًً په نژدى راتلونکى کې به د هيواد په ښوونه او روزنه کې ريفورمونه د بحث يوه مهمه اجندا وي ، چي دغه ډول معلومات به په ملي سطحه د ښوونيزو اصلاحاتو په اړه د بحث او مناقشو لپاره يوه لزومه وي. اساسى موخه د ټولو هغو اړخونو او افرادو بحث او مناقشى ته هڅول دي چې د افغانستان په ښوونه او روزنه کې فعاليت کوى او علاقه لرى. هيله لرو چې دغه راپور به د افغانستان د ښوونې او روزنې د راتلونکو ريفورمونو په هکله د مباحثو لپاره مرسته وکړاى شى. ريفورمونه او د ښوونې او روزنې اصلاحات او احيا بيله شکه يو ضرورت بلل کيږى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery