مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د نړى والى په قرينه کې د ښوونې او روزنې د ريفورمونو بنيادى مسئلى

د نړۍ والى ځانګړتياوى ( مشخصات )
نړى والى د پانګوالى ( سرمايه دارى ) د نظام پراختيا ( توسعه )، د آزاد بازار داقتصاد پراختيا، نړۍ وال کلتور او د حکومت چلولو د نويو شکلونو په اړه وي .
نړى والى کوونکى قواوى او فشارونه ( اقتصادي، کلتوري، تکنالوژيکي او سياسي ) د لويديځى نړۍ، او په خاصه توګه د امريکا د متحده ايالاتو په مشرى، لخوا صورت نيسى. د ختيځى او سهيل ختيځى اسيا او لويديځى اروپا ځيني هېوادونه هم د نړۍ والى په ميدان کې لوړ مقام ته رسيدلى دي. پاته نړى لږ او ډير په څلورمه نړى او بايلونکو پورى اړه لرى . د شمال (North) او جنوب ( South) ترمنځ خلا او فاصله په دوامداره توګه زياتيږى.
نړۍ والى په نړۍ واله صحنه کې زياته سيالى ( رقابت ) ايجابوى. ملى اقتصاد او سياست، ملى کلتور او ښوونه او روزنه، د امورو او کار تنظيم ، د معلوماتو او پوهى ليږدونه ( انتقال ) او نور ټول نړى وال کيږى.
نړۍ والى د هيوادونو ترمنځ اړيکى اغيزمن کړى او حتى په محلى سطحه په بشرى ژوند او ټولنيزو اړيکو باندى هم اغيزى لرى. د نړۍ والى قواوو او فشارونو ملى حکومتونه له ګواښ سره مخامخ کړى دى.
د امورو اداره، تکنالوژى، پيداوار، معلومات او بشرى پانګه په زياتيدونکى ډول د زياتى پوهى غوښتنه او ايجاب کوى. يوازى هغه ملتونه چې د بشرى پوهى او مهارتو لوړه او مناسبه سويه ولرى، کولاى شى په دغه سيالى کې برخه واخلى او په نړى والى رقابت کې د يو څه د تر لاسه کولو چانس لرى.
په ژوند او ټوليزو اړيکو کې د فردى ازادى، زيات استهلاک ( مصرف ) او بازارى کيدنى او ګټى اصول د نړۍ والى د کلتورځانګړتياوي دي او په اصطلاح � سو چه ژوند� ټولنيز اصل او ګذاره حال ژوند د نړۍ والى له کلتور سره اړخ نه لګوى. له بلى خوا د نړۍ والى کلتور او ثقافت په ډيره چټکى سره په نړۍ کې پراخيږى او وده مومى او داسى وسيلى لکه بريښنائى شبکه (Internet) ئې د تعميم ښى وسيلى دي. غير مذهبى ارزښتونه د مذهبى ارزښتونو ځاى نيسى.
نړۍ والى د هيوادونو ترمنځ اړيکى چې په رواجى توګه د تماميت د اصل په بناوې، بدلي کړي دي او نړيوالو کمپنيو ملى واکونه کمزورى کړيدى.
نړۍ والى ته د يوى مناقشه غوښتونکى پروسى په حيث هم کتل کيداى شى چې متقابل ګواښو نه يي په مقابل کې راښکاره شويدى. د محلى او ملى کلتورونو د بيا را ژوندى کيدنى ( احيا ) کوښښونه، د قومى او ملى ارزښتونو د تقويه کيدلو سعى او تلاشونه او د مذهبى تحريکونو پراختيا د متقابلو قواوو ځينى مثالونه دي. د اخلاقو او ارزښتو د ښوونې او روزنې بيا را ژوندى کيدل هم يو ښه مثال دي. ويل کيداى شى چې نړى والى د نجونو او ښځو لپاره د ښوونې او روزنې مساوى حقونه، ښځو ته د رايي ورکولو حق او په ټولنيزو چارو کې د ښځو زياتيدونکى ونډى اخستلو ته اسانتياوي برابرى کړيدى.
نړيوالي د يوې ايديالوژيکي سياسي پروسي په بڼه هم تعبيريږي. د مارکسيزم له نظره به نړيوالي د پانګوالي د نظام هغه مرحله وي په کومه کې چې پخپله د پانګوالى د نظام د له منځه تللو عوامل وده مومي. له دې اړخه نو نړيوالي د ټولنيز نظام تر ټولو ويجاړوونکى شکل بلل کيداى شي.
د اسلامي ايډيالوژي له نظره، نړيوالي په دوو قطبونو کې د بشر د ګروپ کيدني اخرني شکل دي. له دې اړخه نو اسلامي امت د نړيوالي په مقابل کې مقاومت ته را بلل کيږي. او يا دا چه د � امه= امت� مفکوره د نړيوالي يو بل شکل بلل کيداى شي.
نړۍ وال اقتصاد دا ايجابوى چې د يو هيواد د اوسيدونکو د ښوونې او روزنې منځنى ( اوسط ) اندازه بايد لوړه شي او د نوى ډول پوهى او مهارتونو غوښتنه ځنى کيږى. په ټوله نړۍ کې د ځينو خاصو مهارتونو، مثلاً د انګليسى ژبى او کمپيوټر زده کړى، ته اړتيا ليدل کيږى . له ملي ښوونې او روزنې او ښوونځيو څخه توقع کيږى چې داسى ماهر کارګر او مسلکى افراد تربيه کړى چې دغه غوښتنې پوره کړى او له حکومتونو څخه په ښوونه او روزنه باندى د زياتو لګښتونو غوښتنى کيږى. ددى تقاضاوو د پوره کولو لپاره حکومتونه له يوى خوا د ښوونې او روزنې د تمويل لپاره نورى وسيلى او لارى لټوى او له بلى خوا د مارکيټ د غوښتنو سره سم د ښوونې او روزنې په محتوى کې د ښه والى او بدلون د راوستلو هڅى کوى. نو ځکه داسى اصلاحات لکه د تصميم نيونى محلى کيدل او شخصى سکتور منځته راغلى دى (پورتنى مرجع). د پوهى د انتقال لاري او وسيلي هم له نړۍ وال ميلان څخه بې اغيزى ندى پاتى شوى او داسى مفاهيم لکه د زده کړى تعميرى تيوري ګانى، شاګرد پالى ( شاګرد محورى ) زده کړى، ما دام العمره زده کړه له لرى څخه ښوونه او روزنه ( Distance education ) او مجازى پوهنتونونه د دغه ډول نړى والو مفاهيمو ځينى مثالونه دي.

د وروستنيو تعليمي ريفورمونو معيارى ځانګړتياوي

د تيرى اتياومى لسيزى څخه را پدى خوا په ټوله نړۍ کې رامنځ ته شوى تعليمي ريفورمونه يو شمير سره ورته ( مشابه ) ځانګړتياوي لرى. د تصميم نيونى د مراجعو محلى کول (Decentralization) يوه خاصه مشخصه ده چې ټول عملى شوى ريفورمونه، که په پر مختللو او يا پرمختلونکو هيوادونو کې دى، ئې له ځانه سره لرى او دغه محلى کيدنه په مختلفو درجو سره وي. په تعليمي چارو کې د محلى ولس زياته برخه اخستنه او اغيزه لرل يوه بله عامه ځانګړتيا ده چې دغه ريفورمونه ئې لرى. د تعليمي ريفورمونو بل عام صفت د ښوونې او روزنې د متبادلو لارو او د � اختيار � امکانات دي چې يوه نتيجه ئې په ښوونه او روزنه کې د شخصي سکتور معرفى کيدل او رامنځ ته کيدل دى. په ډيرو هيوادونو کې د ښوونې او روزنې شخصي سکتور ( شخصي ښوونځى ) ډير تشويق کيږى. بيله دې چې د حالاتو، شرائطو او قوانينو تغييراو ځانګړتياوي په نظر کې نيول شوى وي ، دغه مسئلى د ټولو راغلو ريفورمونو محورى ټکى جوړوي. برسيره پردې دا هم په نظر کې نه ده نيول شوى چې ايا مخکينى څيړنى دغه ډول بدلونونه منى او که ردوي، ايا لازمى شرائط موجود دي که نه دى، ايا بدلونونه د عملى کيدلو وړ دي که نه دي. دغو مسئلو ته په ريفورمونو کې کمه توجه کيږي. په نړۍ واله سطحه د ښوونيزو ريفورمونو ګډ مشخصات � ښيى چې د ښوونې او روزنې د پاليسى جوړولو مخ بلى خوا ته اوښتى دى � (١٠٢ مخ) . دغه مخ اوښتنه د څه په اړه ده؟ څه شى تعليمي اصلاحات هڅوى او تعليمي اصلاحات څنګه توجيه کيږى؟ څنګه عملى کيږى؟ او لاسته راوړنى ( محصول) ئې څه دي؟ په راتلونکى فصل کې کوښښ شوى چې دغو پوښتنو ته ځواب وويل شى.
په اکثرو هيوادونو کې د اقتصادي رکود اود ښوونې او روزنې د بودجې د کمښت په حالاتو کې د تصميم نيونى د محلى کيدنى بدلون عملى شوى دي. په اکثرو وختونو کې غريبو هيوادونو د � دولتى تشکيل د سمون د پروګرام � (StructuralAdjustment Program) د عملى کيدلو په نيتجه کې په ښوونه او روزنه کې د � د تصميم نيولو د مراجعو له محلى کيدنى � څخه پرته بله لاره نه درلوده. ددغه ډول بدلونونو لپاره نو ر دلائيل د دولت رول، د هغه قانونيت او د ادارى کارونو حجم بلل کيږى. همدا راز په ښوونيزو چارو کې د مستقيمو او غير مستقيمو ذيعلاقه خواو د برخى اخستنى ( سهمګيرى ) عامه غوښتنى هم د مسئلى تر شا نور عوامل وو. يو بل دليل په عمومى توګه د ښوونيز نظام د اجراتو ټيټوالى دى. همدا راز تقليد او له نورو څخه د ښوونيز نظام د شکل قرضول هم يو بل دليل دى. په خاصه توګه پرمختلونکى پخوانى مستعمرى د استعمارى دولتونو له تعليمى نظام څخه نقل او تقليد يوه عامه کړنه او رواج وو.
د خپلى خوښى د ښوونې او روزنې حق هم په نړۍ کې د ښوونيزو اصلاحاطو پوسيله په ډېرو هيوادونو کې عملى او تشويقيږى. نه يوازى دا چې هر څوک د ښوونې او روزنې حق لرى ، بلکه د ا حق هم لرى چې دا امکانات ولرى چې د خپلى غوښتنى او خوښى سره سم تعليم وکړى. د دى لپاره متبادل ښوونځى رامنځ ته شوى چې د خاصو ژبو، مذهبى او يا ايديالوژيکى ځانګړتياو په اساس جوړ شوى دي . دغه ډول ښوونځى د شخصى لګښت د درجى له مخى توپير سره لرى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery