مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دډيورنډکرښي دتړون پښتو متن

ژباړه : ډاکټر محمد حسن کاکړ
په داسي حال کي چي دهندوستان په خوا کي دافغانستان دسرحدي سيمي په هکله ځيني مسأ لي رامنځ ته شوې،او په داسي حال کي دواړه والاحضرت امير او دهندوستان حکومت هيله من دي چي دغه مسألي ددوستۍ په فهم او ددواړو دنفوذ دساحو دحد په ټاکلو سره حل کړي ،تر څو په آينده کي ددغو متحدو حکومتونو تر منځ ددغي موضوع پر سر دنظر اختلاف نه وي ، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه.
۱/ دوالاحضرت دتوابعو ختيځه او سهيلي سيمه دي له واخان نه دپارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغې نقشي باندي ښودل شوۍ چې له دغه توافق ليک سره مله ده .

۲/ دهندوستان حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغي ليکي نه آخوا دافغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې ،او والاحضرت امير به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوادهندوستان په لور پرتي دې مداخله ونه کړي .

۳/ دبرتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوې چې والاحضرت امير دي اسمار او تر چاناک پوري پورته ساحه وساتي . له بلي خوا والاحضرت موافقه کوې چې دۍ په هيڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې دباشگل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوې .دبرتانيې حکومت داسي هم موافقه کوې چې والاحضرت دي دبر مل سيمه ولرې کومه چي په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوي چې والاحضرت ته لادمخه سپارل شوې ده،او والاحضرت دپاتې وزيرستان او د داورپه هکله له خپلي ادعانه تيريږي ،په همدې ډول والاحضرت دچاغي په باب له خپلي ادعانه اوړې .

۴ / دسرحدې سيمي ليکه به دافغان او برتانوي گډو کمشنرانو له خواله دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځاي کې چې دتطبيق وړ او مطلوب وي . ددغو کمشنرانو مقصد به داوي چې دسرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسېږي داسي چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پوري دهغي نقشې له مخه وي چي له دغه توافق ليک سره مله ده،په داسي حل کې چې ددغي سرحدي سيمي دگانډيوکليو دموجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي .

۵/ دچمن دموضوع په ارتباط والاحضرت دبرتانوي نوي قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تېريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پرېږدې چې دسرکې تايلري په اوبوکې يې په خپله په بيه اخيستې و. دسرحدي سيمي له دغه ټکي نه به ليکه په لاندي ډول وکاږل شي .

دغه ليکه به پشا کوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لوړي نه چي دبرتانيې په سيمه کې به پاته کيږي ،په هغه لور کښله کيږي چې مرغه چمن او دشربو چينه به افغانستان ته پاته کيږي اود نوي چمن چاوڼۍ او دافغان پوستي چې خلگ يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پوري رسيږي . دغه ليکه به بيا دريل وي ستيشن اودهغي پوښتۍ تر منځ چې دميان بلاک په نامه ياديږي ،تر نيمايي پوري رسيږي او په داسي حال کي چي دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غروسره به بيا يو ځاي کيږي .په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په علاقه کې او دغوښي په جنوب او لويديځ کي دشوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدي . دبرتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلي پورې مداخله نه کوې .

۶ / ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې دهندوستان دحکومت اودافغانستان دوالاحضرت له خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې دسرحدي سيمي په باب ددوي تر منځ پيدا شوي وو ،دپوره او قناعت ښوونکې فيصلې په ډول گڼل کيږي او دواړه دهندوستان حکومت اووالاحضرت په ذمه اخلې چې جز ۀ ياتوپه باب ټول اختلاف لکه هغه چې له دي وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پري غور کيږي چې دسرحدي خط دحد بندۍ دپاره ټاکل کيږي ،ددوستۍ په روحيې سره به فيصله کيږي .ددي دپار چي تر هغو چې ممکنه وي ددواړو حکومتونو تر منځ دشکونواو غلط فهميو سببو نه له منځه ولاړ شي .

۷ / دهندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت دوالاحضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوۍ او غواړي افغانستان پياوړۍ او خپلواک وويني دوالاحضرت لخوادجنگي لوازموپه رانيولواو واردولوباندي به اعتراض ونه کړې ،او دوي به په خپله دغه په هکله خه مرسته ورسره وکړې .برسېره پردي ددې دپاره چې دوالاحضرت دهغي دوستانه روحيې نښه وساتله شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چي په هغه دولسو لکو کي شپږ لکه روپۍ زياتۍ راوستل شي چې والاحضرت ته هر کال دمالېي مرستي په ډول ورکول کيږي .

هنري ماتمر ډيورنډدهندوستان دحکومت دباندنيو چارو وزير
امير عبدالرحمن خان دافغانستان او دهغه دتوابعوامير
کابل دنومبر 1893.12

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery