مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لومړۍ برخه

دافغانستان دڅوسوه کلن تاريخ په مطالعي سره هر انسان ته داباورپيدا کيږي چي افغان ولس ته خپل ټاټوبۍ تر هر څه گران دۍ،هيڅکله يې دا نده منلي چي دپردو تر اسارت لاندي ژوند وکړي . له يوې خوا دافغانانودغه ملي غرور او له بلي خوا دافغانستان جيو پوليتيک موقعيت دنړۍ دټولو زبرځواکو پاملرنه،نه يوازي پدي خاطر چي ددغه سرکښ ولس دټاټوبي له طبعي زيرمو څخه دخپلو هيوادو په گټه کار واخلي بلکه دا شوم هدف يي هم در لود چې دا سرلوړۍ ملت پر گونډو او خپل غلام وگرځوي ، تر څو دافغانستان له سياسي اوجيوپولتيکي ارزږښتمن موقعيت نه دخپلو استعماري موخو دسرته رسولو په خاطر گټه پورته کړي .
دافغان وسل سره دنړۍ دهر زبر ځواک دښمني يا دوستي په منطقه کښي دخپلو سياسي ،اقتصادي او نظامي گټو دخوندي کولو پر بياد ولاړه وه ،داحالت تر ننه هم دوام لري .
له هغي ورځي چي دانگليسي استعمار گر قوت داستازو پښې پخواني هندوستان ته رسېدلي او دهند دتر لاسه کولو تکل شروع سوۍ ،همدغه استعمارگر او زبيښا ک گر ځواک دافغانستان دنيولو او پر هغه باندي دخپل تسلط دټينگولو خيال هم په خپلو مغذوکي ژوندۍ ساتلۍ دۍ .
دپرنگيانو لخوا زموږ پر پاکه خاوره دري ځله وسله وال تيرۍ سوۍ چي پايله يي دلنډ وخت لپاره زموږ په هيواد کي ددوي سياسي سلطه گرځېدلې ده . تر کومه ځايه چي انگيزانو ونه سوه کولاي دهميش لپاره پر افغانستان خپل واک ټينگ کړي ، ددريمي جگړي په پايله کښي زموږ هيوادد انگريزانو له منگولو خلاص او افغانستان ديو آزاد هيواد په توگه په نړۍ کي په رسميت وپېژندل سو.
نن زما دليکني موخه په افغانستان کي دانگليسي استعمار گر ځواک دريو ځلو ماتو خوړلو ته ستاسو دپاملرني راگرځول ندي . غواړم ددغي مسلي په هکله دتاريخي اسنادو پر بنياد بحث وکړم چي :
-1دافغانستان او پاکستان دداسي ژوري دښمنۍ لامل څه دۍ ؟
-2 کېداسي هغه لاملونه چي دا دښمنۍ يې زېږولې ده له منځه ولاړه سي ؟
ددي لپاره چي دغو دو لويو سوالو ته مو ځواب ويلۍ وي ددغي دښمنۍ دپيدايښت تاريخ ته په ځغلنده توگه ستاسو پاملرنه راگرځوم . يو ټکۍ غواړم لوستونکو ته عرض کړم چي همدا لهظه زه يوه تحقيقاتي مفصله مقاله نه ليکم او نه کومه کوچنۍ رساله ،يوازي پديې ورستيو شپو او ورځو کي زموږ د هيواد په کورنيو چارو کښي دپاکستان بربنډو مداخلو او لاس وهنو مجبور کړم يو څه وليکم ، او دا ثابته کړم چي ، پرويز مشرف دا پنجاپۍ جنرال پخپلو ويناوو کي صادق نه دۍ چي وايي : (( موږ له افغانستان سره هيڅ کومه ستونزه نلرو موږ په افغانستان کې ديوه غښتلي مرکزي حکومت ملاتړ کوو،اويا داچي وايي ، موږ تل دافغانانو سره هر اړخيزه مرستي کړي دي )) . له بلي خوا غواړم دهيواد داوسنيو چارواکو او دهغوي دنړيوالو مرستندويه هيوادونو پاملرنه دغه بنيادي ټکي ته را واړوم ، اوله دوي نه تپوس وکړم : که چيرې تاسو په رښتيا غواړۍ چي افغانان په خپل کور کې په ارامه ژوند وکړې ،ددولتي دواک پر سرسيالۍ چي دافغانانودژوند، اوهيواد دويرانۍ په کچه رواني دي پاي ته ورسېږې، دا اوسنۍ تاوتريخوالۍ ورک سي، اوټولو بهرنيو اقتصادي ، علمي ،تخنيکي او فرهنگي مرستو څخه پر ځاي گټه واخيستل سې دافغانستان او پاکستان تر منځ د دتش په نامه ډيورنډ کرښي دتاريخې لانجې حل يې يوازنۍ اوا ساسي لاره ده . تر څو داترسلو کالو زياته پاته سوې غوټه خلاصه نسې ، افغانستان ته ستاسو مفتي او ياپور ، مالي او تخنيکي مرستي به افغان ولس ته گټوري تمامي نسې، هر څه به برباد ولاړ سي . حتا دا ډار هم شته چي تاسو به هم دافغانستان دليرې او نژدوهمسايه گانو په ځانگړې توگه دايران او پاکستان دپټو او ماهرانه لاس وهنوپه پايله کښې دروسانو پشان له افغانستان څخه د خپلو پښو ايستلو ته مجبور سۍ.
تاريخي حوادثو او جرياناتو دا ثابته کړې ده چي پاکستان ته يو پر مختللي او غښتلي افغانستان دمنلو وړ نه دۍ ،ځکه يې تل دلته دخپلو اجنټانواو نوکرانو پلاس هرڅه له خاوروسره برابرکړيدي . زه پخپله پدې باور يم چي په افغانستان کي دټولو بهرنيو لاسو هنواو افغان ولس دبدمرغيويو له عمده او بنسټيزو لاملونو څخه په 1893زکال دنوامبر په 12ورځ دامير عبدالرحمن خان او دبرتانوي هنددبهرنيو چارو سلاکار ((هانري مار تيمورديورند)) لخوادافغانانووپر ښارگ ددغه په وينو لړلې د 2310 کيلومتره په اوږدوالي کرښي تيرېدل وه ،ددغه تور سند په لاسليک سره انگريزانو وکولاي شول د پښتنوداغښتلي او باتور قوم پر دووبرخوووېشې، په افغانستان کي ديو غښتلي حکو مت دجوړېدو مخه نيسې او له بلي خوا ددې هيواد له بدنې څخه ديوه لويه ټوټه دپراخو ورشوگانو او دنگو غرولمنې جلاکړې ، په تاريخ کي دا منحوس سند د ډيورند دکرښي دسند په نامه شهر ت لري .
دا هغه لعنتي لوزنامه وه چي دلوي احمدشا ه باباپلاس جوړ سوۍ افغانستان يې داسي ټوټه کړچي دکرښي ها خوا پراته پښتانه او بلوڅ غښتلي قومونه مجبور سو ل نږدې 54 کاله دانگريزانو ظلمونه او له 1947 زکال څخه بيا تر نن ورځې پوري دپنجاپي سړي خورو او وحشي جنرالانو دظلم او ستم پېټۍ پر اوږو يوسي ، او دخپل مورني ټاټوبي نه جلا ژوندوکړي .
زيات تاريخ پوهان او څيړونکي پدي باور دۍ چي دډيورنډ دکرښي لاسليک په هغه وخت کي کله چي عبدالرحمن خان دافغانستان دسياسي او نظامي ناخوالو شرايطو سره لاس په گريوان و پر هغه په زور ومنل سوه . مگر حقيقت دادۍ کله چې پرنگيانو په مخامخ جگړه کي ماته وخوړل او له افغانستان څخه وتلو ته مجبور سوه ، له دې ډارنه چې افغانان به په برتانوي هند کي دپرنگيانو پر خلاف ملي تحريک وهڅوي او يابه تزاري روسيه وکولاي سي دافغانانو په مرسته دافغانستان له لاري هند ته درسيدو پلان عملي کړي ، انگليسانو پرېکړه وکړه چې عبدالرحمن خان له نظامي او سياسي پلوه تر تهديد لاندي ونيسې، تر څو هغه مجبور سي اودداسي يوه تړون لاسليک ته غاړه کښيږدي چي په هند کې دافغانستان دلاس وهنواو دتزاري روسي دنفوذدپراخوالي امکانات لږ کړ. انگريزانو دمخه تر هغه چې دډيورنډ دلوزماني په باب دافغاني مقاماتو سره خبري وکړې دوي دافغانستان په سرحداتو کې وضعه په خپله گټه مغشوشه کړه ،،دوي په سرحدي سيمو کې دقومونو تر منځ خونړۍ جگړي پيښي کړې او قومونه يي يو دبل په مقابل کې دورول . زما په عقيده په هغه وخت کي دديورند کرښي دا رول ولوباوه او دافغانستان دسياسي اغېزي سيمه دومره کوچنۍ سو ه چې خپله عبدالرحمن خان هم ددغي نقشي په ليدلو حيران پاته سو ،اوله بلي خوا دکرښي بل طرف ته پراته قومونه چي ددي سند دلاس ليک سره يي سخت مخالفت ښکارکړ هم له عبدالرحمان خان څخه خوابدي سول ،داډول حالت او مناسبات دانگليسانو په گټه واوهم په قبايلي سيمو کي ددوي دسياسي نفوذ دپراختيااصلې لامل وگرځيد .
تاريخ پوه پوهاند عبدالحۍ حبيبي دغي لوظنامي ته تحديد نامه وايي او هغه عبدالرحمن خان ملامتوي ، حبيبي صاحب وايي عبدالرحمن خان بيله دېنه چي دولس او قومي مشرانو سره جرگه سي او دهغو ي نظر وغواړي پر خپل سر يې دا سند لاسليک کړ هغه ليکي : (( ديگر ازکارهاي سياسي که امير بدون خواهش يا تصديق جرگۀ مردم افغانستان انجام داد،ودر تاريخ افغانستان مسوليت بزرگ رابذمت شخص وي مي اندازدامضاي يحديد نامه ديورند است که بادولت هند برطانوي سرحدات شرقي وجنوبي افغانستان را تحديد کرد،لوي استاد وروسته ليکي :وزير خارجه هند هانري تيمور ديورند برياست کميسيون تعين حدود سرحدي به کابل امد،واعضاي اين کميسيون کلنل اليس وکپتان مانريس اسمت ، مستر کلارک ومستر وانلد وچند نفر هنديان ديگر بود. مذاکرات سياسي در کابل با خود امير آغاز شد،ودر نتيجه تحديد نامۀ منحوس ديورند امضاگرديد ...که به موجب آن خط سرحدي ديورنداز حدود بلوچستان تا چترال وواخان تعين گرديد،وخاک هاي چمن ،پښين ،چغۍ ،وزيرستانوبلندخيل وکورموپاراچناروافريديوباخوروسوات وبنيرودير وچيلاسوچترال که از بقاياي خاکهاي افغاني بود ،از افغانستان جداوبه هند شامل شد)) . اريخ مختصر افغانستان 300او 301مخونه . ۱
زموږ دهيواد يوبل تاريخ پوه او څيړونکۍ ښاغلۍ غوث خيبري پخپل ((پښتانه دکلتوري ښکيلاک په زنځيرونو کي )) دا مسله داسي څېړي : دامير عبدالرحمن لخوادډيورند کرښي دتړون ياسند دلاسليک له امله دټولو نه غټ زيان يوازي پښتون قوم ته ورسيد...)) ۲ . ددې کرغيړني کرښي پايله دپښتون واحد قوم توکړې کېدل او دستر احمد شاه باباپه لاس د نوي جوړ سوي افغانستاندتاريخي خاوري تجزيه وه .
اوس راځو دې حقيقت ته ، دا کرښه لکه مخ کښي چي ورته اشاره وسوه يوازي يو کس لخواچې هغه دافغانستان امير و بيله دينه چې دافغان ولس او يا ددوي له استازو سره سلا او مشوره وسي لاس ليک سوه ، ددې کرښي دلاس ليک کولو سره دبل هيڅ افغان اراده نه وه او نه هم دلاس ليک کيدو تر وخته حتا ددربار جگپوړي پدي خبر وه چي داسي يوه منحوسه لوزنامه به لاسليک کيږي . همدا تاريخي دليل دې چي ددي کرښي منل دافغانستان لپاره دقبول وړنه دۍ .که پخپله داميرد خاطراتو پاڼي راواړوو د هغوله لوستونو نه دې پايلي ته رسيږو،چي دانگريزانو تحديد او يا دسرحد ي ځيني قومونو څخه دامير خوابدې ددې لامل وگرځيدل تر څو دا توره کرښه لاسليک سي ؛ چې په هر حال ډير ژر دامير سدبيا سرته و رغلۍ . دبيلگي په توگه کله چي امير دکرښي نقشه له بر تانوي هند څخه وغوښتل او نقشه يي وليدل ،هغه هک پک پاته سو .هغه ددغي نقشي دليدو په هکله دخپلو خاطراتو د دوهم ټوک په157 - 158 مخونو کښي داسي ليکي ( (وزير ،نوی چمن او هلته داورگاډي ستيشن ،دمومندو ټوله علاقه اسمار ،چترال او په منځ کښي يې ټولي مځکي دبرتانوي هند په لوري په نښه سوي دي )) . ۳ پوهاند کاکړ او نوروڅېړونکو پدي اړوند پخپلواثارو کي څوځله دا په گوته کړېده چي امير ددغه سندتر لاسليک وروسته هيڅکله هم دا نه ده منلې چې دا قومونه به له افغانستان څخه په دايمي ډول بيل سي . يوه ټکۍ غواړم په گوته کړم دزبرځواکونو دسياسي موخودپلي کولو دميتودونوپه نظر کې نيولو سره دامسله هم دانسان په فکر کښې راگرځې ددې لپاره چې امير عبدالرحمن خان او داوسني ډيورنډ کرښي ها خوا پرتو قومونو تر منځ اړيکې خړ پړ شي تر څو امير پر هغوي دخپل نفوذدساتلو په موخې فشار راوړې ،مگر خلک ياغې وې دغه حالت راپيداکول هم په لوي گمان سره دانگريزانولخوادخپلو پلانو دپلي کولو لپاره راپيدا شو. انگريزانو دځينو ملکانو او روحاني ملايانو په وسيله خلک دامير پر خلاف راپارول تر څو دامير له امرونوڅخه سرغړونې وکړې ؛دغه سرغړونې امير يوله هغو لاملو څخه بولي چې گواکي ده غوښتل دڅه مودې لپاره ځان دهغوي له شره خلاص کړې . متاسفانه امير پدغه ټکي نه پوهيده اونه يي هم داهل خبرهو سره مشوره کول .
که څه هم امير عبدالرحمن خان له انگريزانوڅخه نارازه و، ولي متاسفانه دخپل اقتدار دساتلو په خاطر يې دا جرات نسو کولاي دانگليسانو په مقابل کي په ځغرده دوريږي او دخپل هيواد دملي گټو څخه په ټينگه دفاع وکړي، دمثال په توگه هغه دخپلو خاطراتو ددوهم ټوک په 159مخ کښي ليکي : ((انگريزان وايي چي موږ دافغانستان په لور نورو مځکو ته ضرورت نلرو،موږ يوازي غواړو چي افغانستان يو پياوړۍ شاهي مملکت وي . خو بلي خوا دبلوچستان دخواجه په غونديو کي دتونل ايستل غواړي ، چي دهغه لاري داورگاډي پټلۍ زموږ ملک ته را ورسوي ،لکه چي زما په کولمو کي چاړه وهي)) ۴. مگر امير دغه چاړه وحلو په هکله انگريزانوته په خپله هيڅ ندي څرگند کړي . داسي ښکاري چې امير دانگليسي امپراتورۍ اوپه افغانستان کښي دهغوي دنفوذ دپرتاختيااو لاسوهنوپه هکله کومه ثابته پاليسي او معين دريز نه درلودهدا دليل وچې دامير لخوا کله کله په پټه د توريو ،وزيرو،اپريدواو مومندو خلک هڅول کېده چي دپرنگيانو پر خلاف حملي وکړي او دهغوي پوستي له منځه يوسي ،مگر کله چې دنگريزانو وکولاي شول همد قوم دده په مقابل کې ياغې کړې بيله تحليل اودحوصلې نه کار اخيشتلو څخه يې دهغو نه داسي خوابده شول چې ددې خوابدۍ جبران تر اوسه هم نشي کيداي . انگريزان هم دډيورنډ لاين دکرښي دلاسليک کولويو له ستر لاملوڅخه دځان په وړاندي ددغو قومونو او ولسونو سرکښي او مخالفتونه بولي کوم چي امير هغوي ته په دغه سيمه کي راپيدا کړي وه،مگر دوي پدغه څرگندونه کې رښتيانه وايي دوي غوښتل ددغه سند په لاسليک سره په برطانوي هند کې دروساونو دمداخلو مخه ونيسي اوله بلي خوا پښتنا جلا کړې .ددغي کرښي په لاس ليک سره دامير او پښتنو تر منځ اختلاف نور هم غښتلۍ کړې ،لوي افغانستان په يوه وړوکې هيواد بدل کړې .
حقيقت خو دادۍ چي دديورند دکرښي په ټاکلو سره دبرتانيا اساسي او سياسي موخه داوه چي دختيځ او سهيلي افغانستان په قبايلي سيمو کي دافغانستان دددولتي اغېزې دشته والي مخنيوۍ وکړي . ددغي اغېزې دمخنيوي هدف دا نه وچي دورځنيو عادي تبادلي ،راشه درشي ،سوداگرۍ ،ټولنيزو ديني او مذهبي مراسيمو په سرته رسولو کي خنډ وگرځي . خو انگريزانو دا غوښتل چي قبايل دخپل مورني هيواد څخه جلا کړي او پدي توگه دبرتانوي حکومت پر ضد دمقاومت او وسلوالو حملو ځواک کمزورۍ کړي .
ځکه انگليسانو پر امير دخپل سياسي او نظامي فشار دراوړلو تيره څوکه دغه ټکي ته راوگرځول چي دافغانستان څخه دا قبايلي سيمي چي دپرنگيانو په مقابل کي تل بغاوت کوي له خپل مورني هيواد نه غچي کړي ،متاسفانه دعبدالرحمن خان دضعيف سياست له مخې ددي کار جوگه هم شول . زموږ ټول تاريخ پوهان او څېړونکې په يوه نظر دا څرگنده وي چي امير عبدالرحمن پر خپل سر دانگريزانو سر ه دا کرښه لاسليک کړه . ځکه هيڅ داسي يو سند نسته چي هغه دي ددې ښکارندوي وې چي دډيورنډ دکرښي دسند په لاس ليک کښي دي دافغان ولس او يا ددوي دنماينده گانو نظر غوښتل سوۍ وې .
پدې هکله زموږ مشهور تاريخ ليکونکۍ غبار صاحب ليکي : ديورند با شش نفر افسر به کابل رسيد .... مدت اقامت اين هيئت در کابل متجاوز از 40 روز طول کشيدومذاکرات غير دوستانه به سردي وکندي پيش رفت در حاليکه سپاه انگليس مقابل سرحد افغانستان در حالت تيارسۍ بود .پشنهاد انگليس اينطور خلاصه ميشد : يا بر عهد نامه مرتبه انگليسي ونقشه مدونه انگليس امضا گذاشه شود ،ويا مناسبات دولتين منقطع وبه عبارت اصلي جنگ طرفين مشتعل خواهد شد ، شق سوم وجود نداشت،اينجا بود که امير عبدالرحمن خان در معرض امتحان سختي واقع گرديدودر نتيجه نشان داد که او طوريکه مردم افغانستان انتظار داشتند شخصيت آهنين واز خود گذري نيست. امير در در طي مذاکراتي که با ديورندنمود، ودر افغانستان منتشر نگرديد،بلغزيد ويکبار ديگر در تاريخ مسؤليت بزرگي بر دوش گرفت او طبق معمول بدون راي گيري از مردم افغانستان ويا نماينده گان انها وحتي بدون مشوره بامامورين ودربار خود بر اين معاهده امضا گذاشت . افغانستان در مسير تاريخ 688 مخ ، ۵
که څه هم امير پسله هغه چي معاهده يي لاسليک کړې وه يوه مشوره تي جرگه چې فرمايشي بڼه يې در لوده راوغوښتل ، ولي دا هغه وخت و چي کار تر کار تير سوۍ و . امير پدغه جرگه کي وينا وکړه دهيواد دشمالي ،غربي ،له چين سره شرقي پولي او انگليسانو سره دهيواد دسهيلي او شرقي پولو ټاکلو په هکله يې تشريفاتي معلومات ورکړل ، هغه وويل ددي لپاره چي په دوستۍ کي ژوند وکړو لازمه وگڼل سول چي دولتي حدود وټاکو، دا کارمو زما په کور کښي وکړ . که څه هم په همدغه فرمايشي جرگه کي دغبار صاحب په وينا دغونډي دبرخه والو له نامه څخه يوه وينا چي له پخوا نه برابره سوې او ليکل سوې وه دغونډي ديوتن برخوال لخوا امير ته ورکړه سوه،چي هغه وينا بيا پخپله امير ولوستل،په دغه وينا کي دامير دغه کار ته دافغان ولس په گټه ديوه حرکت نوم ورکړه سوۍ و اودمعاهدي دلاسليک څخه ننگه سوي وه . همدلته بايد په ډاگه سي چي ددې غونډي برخوال د هيچا لخوا دغي غونډي ته نه وه ټاکل سوې ،دلته هغو کسانو گډون درلود کوم چې له دربار سره په تړاو کې وه او تل ددربارلخواتشريفاتي غونډوته رابلل کيدل ؛ او له بلي خواداکرغېړنه لوزنامه لا پخوا لاسليک سوې وه ، که احيا نأ دکوم چا افغاني غيرت په ښور راغلۍ واي او مخالفت يې ښکاره کړي واي ،ددوي مخالفت کوم رول او ارزښت نه درلود . دغونډي دگډون کونکوپه هکله تاج التواريخ دلمړې او دوهم ټوک 421 او422 مخونو ته مراجعه وشې ، ۶
داسنادو په مطا لعي سره داسي معلوميږي چي عبدالرحمن خان دډيورنډلاين دکرښي هاخوا پرتو يو شمير قومونو څخه خفه و او هغه يې ياغيان بلل ، دهغه دا شان احساساتي او غيرمسولانه برخورددډيورنډ دکرښي سره موافقي يو له عمده لاملوڅخه گڼلاي سو. سره له دې چي امير دډيورنډ دکرښي سره دواړو خواو ته دپرتو قومونو مخالفت دسر په سترگو وليد مگر دغه مخالفت او مقاومت ته يي کوم ارزښت ور نکړ ؛ځکه چي هغه ته دخپلي واکمنۍ مسله تر هر څه زيات ارزښت لرونکې وه ؛ دحيرانتيا ځاي دا دۍ چي امير پخپله دبرتانوي هند له وايسرانه غوښتنه کړې وه چي هغه عالي جناب دي په خپله خوښه په نقشه کي هغه ځايونه اوسيمي په نښه کړي چي ضرورت ورته لري . پدې اړه امير پخپل ژوند ليک کښي داسي ليکي : (( از فرمان فرما خواهش نمودم نقشه به جهت من بفرستد،وخطوط سرحدي را بطوريکه خودشان ميخواهند معين نما يند روي نقشه مذکور تخمينا مشخص کنند تابدانم کدام نقاط ياغيستان را خيال دارند تحت نفوف ودر حيطه اقتدار خود بياوريد.)) تاج التواريخ ،امير عبدالرحمن خان جلد اول ودوم 417 مخ ، ۷ که دا تړون دچوکۍ دساتلو، دډار يا ځيني قومونو څخه دخوابدۍ او يا بل کوم دليل پر اساس لاسليک سوۍ دۍ دا (( 112)) کاله کيږي چي ددې سياسي تيروتني او خطا په وينو لړلۍ دروند پېټۍ ټول افغانان او دکرښي هاخوا پراته قومونه پر اوږو وړي . دا سل کاله تير سوه خودا دناسور زخم جوړ نه سو .
دکرښي هاخوا پرتو قومونو ته دډيورنډ کرښه هيڅکله دزغم او منلو وړنه وه . مولوي محمد ظاهر شاه وزير پخپل اثر کي ليکي : دډيورنډ دکرښي دنه منلو په خاطر دوزيرستان څخه يوه (570) کسيزه ډله دملا پيوند ،مولاناهمزالله خان او قاضي حاجي محمد په مشرۍ چي څو تنه ښځي هم پکښي شاملي وې دجرگي په ډول حتي دننواتي په توگه کابل ته ولاړه چي هلته دامير سره دډيورنډ دکرښي په اړه خبري وکړي ،او نوموړۍ لدې لاري نه بيرته راوگرځوي اود پرنگيانو دظلمونواو ناروا حال ورته بيا کړي ، ليکن جرگه په نهيلۍ او ناکامۍ بيرته راوگرځيده او امير ورسره دليدني کتني وخت ونه موند .
کله چي جرگه بيرته تش لاس راوگرځيده نو دوزيرو او مسيدو قومي مشرانو په جرگه کي پرېکړه وکړه چې دکرښي دماتولو او بي ارزښته گڼلو په مقصد به پښتانه پر پرنگيانو باندي مرگوني گذارونه کوي ،لومړۍ حمله يې پر واڼه باندي وکړه اوپه دي حمله کي يې 1763تنه انگليسان ووژل . دخپلواکۍ جگړې، مولوي ظاهر شاه وزير 22-21-20مخونه ۸
عبدالرجمن خان په خپلو خاطراتو کې اعتراف کوي چې پښتانه دډيورنډدکرښي دلاس ليک پر خلاف مقاومت کوي ،هغه ليکې : ((اگر چه لردلنسدون درماه جون 1894م وقتي که ازهندوستان حرکت مينمود ،نطقي نموده از قراريکه شنيده ام اظهار داشت که اين قرارداد به جهت اين داده شده است که طوايف سرحدي ديگر اسباب زحمت دولت هند برتانوي نشوند،وليبر خلاف اظهارات او بر طبق اظهارات من جنگ چترالوجنگ باجوروجنگ ملاکندوجنگ وزيري وجنگ افرېدي تمامأ بعد ازتاريخ مذکور با همين طوايف سرحدي که در حوزه اقتدار دولت انگليس آمده بودندحادث گرديده ،چرا که انها ديگر اميدي ندارندکه تحت حکومت حکمران مسلماني در آيند ونمي خواهندمطيع حکمراني انگليس ها بود باشد.
يو تريخ واقيعت چي لوستونکۍ يې دافغانستان دسرحدونو دټاکلو ،يا دروسانو او انگليسانو سره دسياسي چال چلند په هکله دعبدالرحمن خان خاطرات مطالعه کړي ليدل کيږي چې امير دقوي او غښتلي عزم خاوند نه و ، هغه افغاني شهامت اوملي غرور دخپل واک او په خپل قلمرو کښي که څه هم کوچنې وي دارامي دساتلو پلوۍ و،هغه دهغه ځايه بيزاره و چې له مرکزنه ليري پروت و اوياهلته خلکو دمرکزي حکومت په مقابل کښي بغاوت کاوه ،سره له دې چې دامير په مقابل کښي په ټولو بغاوتو کښي دبهرنيو هيوادو لکه دروسي امپراتوري او انگريزانو لاس و. عبدالرحمن خان پخپلو خاطراتو کښي زمادخبري سپيناوي داسي کوي ،هغه ليکې : ((... درباب ولايت داخان که جز مملکت من گرديده بود قراردادم که تحت محافظت دولت انگليس باشد ،چراکه ولايت مذکور از کابل بسيار دور واز مملکت من فرد افتاده بودواز اين جهت خيلي مشکل بود که ولايت مذکور را به خوبي مستحکم نمايم )). تاج التواريخ ،امير عبدالرحمن خان جلد اول ودوم 420 مخ ۹
انگريزانو د ا ولس هيڅ وخت پر ارامه ندي پرې ايښۍ تل يي په يوه او بله بهانه هلته پوځونه ځاي پر ځاي کړي دپښتنواو بلوڅود قومونو دقوت او غرور دماتولو هڅه يې کړې ده .دهندي برتانيادبهرنيو چارو مرستيال وزير(( دينس بري)) په سيمه کښي د انگليسي استعمارگرودسياست څخه د1923 زکال دمارچ په پنځمه نيټه ديوي وينا په ترڅ کي دهند پر ثابته او نه بد لېدونکې څارنه باندي ټينگاروکړ او ويي ويل : (( هغه څه چي هند يې لري بايدپخپله دهند په لاس کي وي)) . ده عقيده لرله چي دابه له خطره ډک کاروي که قبايل (( په خپلو ناوړه پخلنځيوکي آزاد پرېښودل سي او موږ ته نايابه ستونزي را پخي کړي )) . شلمي پېړۍ تر نيمايي دافغانستان دبهرنيو اړيکو تاريخ لوډويک اډاميک ليکنه،دډاکتر نثاراحمدژباړه 172مخ ، ۱۰
دينس بري غوښتل چي دمسودو قوم په زور تر کنټرول لاندي راولي اودا خبر ه يي په جار کوله . د1922زکال په دسمبراود1923زکال په جنوري کي هندي پوځونو پر مسودو خورا کلکي حملي وکړې، پر سرحد باندي داسي ستر هوايي عمليات هيڅکله هم نه وه سوي . ددغي هوايي حملي په پايله کي 20 نفره په شهادت ورسيدل ، 30 تنه زخمي سول او تر دو زرو زيات حيوانات له منځه ولاړل . داچي دپرنگيانودا وحشانه حمله دقومونودکلک غبرگون سره مخامخ سول او پرنگيان دېته اړسوه چي دا حمله يوه تيروتنه او سهوه وبولي،دقومونو څخه بخښه وغواړي او دوي ته اړول سوۍ تاوان ورکړي ،پخپله دانگريزانو دويري او ډار ښه بيلگه ده .
دانگريزانو دا حمله 1923زکال دجنوري په( 31 مه ) دافغانستان دحکومت لخوا په رسمي بڼه په کلکه وغندل سوه او دا عمل يې د1921زکال دانگليس_ افغان دتړون پر (11مه) ماده او هغه ليک باندي ښکاره تيرۍ وباله کوم چي سرهنري،ددي تړون ديوي برخي په توگه ليکلۍ و.
دا ډول مخاليفتونو دهند تر آزادۍ او پاکستان تر زيږېدو پوري په خپل ټول قوت او شدت دوام درلود .کله چې برتانوي هندپر دو برخو پاکستان او هندوستان ويشل کيده انگليسانو په عجيبو او غريبو مهارتو، بهانو وکولاي شول چې په افغانستان کي دهغه وخت دحاکم دولت له بي غورۍ نه دډيورنډ دکرښي ها خوا پرتو قومونو سرنويشت په نامعلومه حالت کې پاته سو . دډيورنډ دکرښي سهيلي او ختيځ پلو ته دپرتو دپښتنو او بلوڅو مشرانو قومونو د خپل سرنویشت دټاکلو په لار کښي په کلونو کلونو زندانونه او تبعيدونه گاللي دي او دخپل قوم دآزادۍ بيرغ يې اوچت ساتلۍ دۍ .
کوم وخت چي دهند وايسرا((لاردمونت بټن)) دهند دوېشلو پلان خپور کړدهغو سيمو په اړوند چې دانگليسانوتر مستقيمي ولکې لاندي وې څه نه وو ويل سوی .کله چي دافغانانو لخوا دغه مسله او دسرحد دخلکو غوښتنه پرنگيانو ته وړاندي سوه ،دبرتانيا حکومت داسي وښودل چي گواکي اوس ناوخته دۍ ،ځکه دهند دويش مسله د برتانيا له پارلمان څخه تيره سوې ده ،دغه موضوع به ريفر نډم ته وړاندي کړو. د1947زکال داگست په 15ورځ دهند له ويش څخه وروسته ددو هيوادو جوړېدل ، هند او پاکستان اعلان سول او دسرحدي خلکودسرنويشت دټاکلو لپاره دريفرنډم اعلان وسو .
دغه ريفرنډم 1947م کال دجولاي دمياشتي پيل او لس ورځې يې دواوم درلود، دانگريزانو لخوا په ډيره خاينانه توگه پلۍ سو يعني لومړۍ خو سرحدي خلکو ته دوه انتخابه وه پاکستان او که هند، له چاسره غواړي يو ځاي سۍ ؟ بله لار نه وه پرېښودل سوي چي انتخاب يي کړي،پداسي حال کي چي بايدهرومرودافغانستان نوم هم بايد هلته ذکر سوۍ واي ، ځکه دا سيمي له افغانستان څخه هغه وخت جلاسوي وې چي دغو هيوادو وجود نه درلود،نو دکوم قانون ، انصاف او منطقو له مخي پښتنو او بلوڅو ته وويل سوه چي دهند او پاکستان په منځ کي يو انتخاب کړي ؛ بله دا چي ددغه ريفرنډم په خاينانه مفهوم دسيمي سياسي گوندونو، دقومونو مشران لا له پخوا پوه شوي وه ځکه يې دريفرنډم سره پرېکړون اعلان کړه . انگريزانو دلته هم دمذهب څخه ناوړه استفاده وکړه اودپاکستان په پلوې درايو ورکولو صنوق وبغل ته يې دمسلمانانو مقدس کتاب قرانکريم کښېښود او همدا شان دولتي ټولودولتي مامورينو او دوسله والو قواو مربوط کسانودانگريزانوپه دستور هغه صندوق ته رايه واچول کوم چي وبغل ته يې دا مقدس کتاب پروت و ،دريفرنډم پايلي چي هر ډول وې دافغانانو اودکرښي هاخوا ټولو پرتو قومونو دقبول وړ ونه گرځېدې او هغوي ددغو پايلوسره ورسر غوڅ مخالفت اعلان کړ .
دپښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان د1967زکال دسپتامبر په لومړۍ نيټه دپښتونستان دورځي په مناسبت په يوه وينا کي وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا لري چي دپاکستان له جوړېدو مخکي په شمالي صوبه سرحد کي ريفرنډوم وشو .زه دا په کلکه ردوم . لومړۍ ،دريفرنډم ناروالوبه دبرتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلو باندي پيل شو چي زموږ ددلچسپۍ وړ نه دي .
دوهم : هغه دمحدودو رايو پر اساس و،يعني يوازي دصوبه سرحد په اداري ساحو پوري منحصر و،چې په سلو کې نه څلويښت دهغو سيمو اوسېدونکو په دغه په اصطلاح ريفرندم کې برخه واخيسته دازاد سرحداوبلنچستان په سيمو کې اصلأ په ريفرندم څوک خبر شوې هم نه دې .
دريفرندم پايلې داسي وې :
دصوبه سرحد ټولي رايي 572798
دپاکستان دالحاق په گټه 289244 رايي
دهند دالحاق په گټه 2874 رايي
دټولورايي ورکونکو شمير 292118
دنه گډون کوونکو شمير 280680
يعني دصوبه سرحد دخلکو له جملي نه هم په سلو کې يو پنځوس کسانو په ريفرندم کي برخه اخيستي وه .مروټ فضل الرحمن ،په افغانستان کې دکمونيزم ظهور او تکامل 273مخ . ۱۱
دريم : پر رايو ورکولو باندي څارني او لار ښوونې هيڅ وجود نه درلود.
څلرم : په راي ورکولو کي زياته لاس وهنه وشوه .
پنځم : په راي ورکولو کښي زياتو پښتنو برخه نه وه اخيستې .
افغانستان هم په خپل وار سره دانگريزانو لخوا اعلان سوې ټول پوښتنه يوه غولونکې کړنه وبلل او هغه يي په کلکه وغندل. دريفرنډم په هکله يې دټولو افغانانو نيوکي او غبرگونونه د((لاردمونټباټن)) تر غوږو ور ورسولې ، مگر پرنگيانو دافغان ولس پر ټولو غوښتنو سترگي پټي کړې .
انگليسانو په دغه سيمه کي دخپل سياسي ،نظامي واک او نفوذ دساتلو په منظور هميشه تلاښ کاوه چې دافغاني پاچاهانو سره نيک روابط او ښې اړيکي ولري، پدې منظور يې دلاندي دريو ميتودنو په پلي کولو سره دافغانستان په اړوند سياست پر مخ بيوه :
اول : هرکال دمعينو مالي مرستو تر سره کول .
دوهم : دافغانستان دبهرني سياست واک پلاس کي درلودل ،يعني که به افغانانو انگريزانو ته ماته هم ورکړه متاسفانه دوي تل توانېدلي دي چې په افغانستان کي داسي څوک د سياسي واک پرگدۍ کښېنوې کوم چې دهغه دحاکميت په وخت کي دافغانستان دبهرنيو اړيکو دټينگولو صلاحيت تر ډيره دبرتانويانو پلاس کي و .
دريم : افغانستان ته پر ټولو وارداتو ،په ځانگړې توگه دهغو وسلو پر راوړلوکوم چي دبرتانوي هند له لاري افغانستان ته راوړل کېده ثابت کنترول . دا هغه دري اصله وه کوم چي پرنگيانو دافغانستان سره په اړېکو کښي تل په نظر کي نيول .
دانگليسانو داسياست دامانالله خان تر واکدارۍ دوام در لود . خو دغه حالت دامان الله خان لپاره دزغم او منلو وړ نه و ځکه يې پرېکړه وکړه چي هيواد په کامله توگه دانگريزانود سياسي او نظامي استعمار له منگلوڅخه خلاص کړي .
اوس دغه ټکي ته يوه لنډه کتنه کوو چي دا سند دنړيوالو نورمونو پر اساس څومره داعتبار وړ يو سند دۍ :
الف : دا سند يوازي او يوازي ديوه شخص لخوا لاسليک سوۍ دۍ ،هغه څوک چي دا سند يي دخپل ولس دارادي خلاف امضاکړۍ و مړ سو . دنړيوالو قبول سو قوانينو پر اساس ددولت نوۍ واکدار داحق لري چي زاړه تړونونه بي اعتباره اعلان کړي، داشان مثالونه دبشر په تاريخ کي په لسهاو ليدل کيداي سي . څنگه دا قبوله سي چي دبرتانوي هندسره لاس ليک سوۍ سند دي هرو مرو تر کومه چي دپاکستاني چارواکو زړه غواړي اعتبار ولري؟
دهغه تر استعمارلاندي هيواد او س اثار هم نشته ،منطقې به وې ؟ هغه دولتي جوړښت چې اوس دمځکې دکرې په حدودکې هيڅ وجود نلري ،لوزنامي دې پر افغان ولس وتپل شي .
ددې ناندريزي کرښي دلاسليک له ورځي څخه راپدې خوا دنړۍ دمختلفو پوهانو لخواگڼ شمير څېړني تر سره سويدي ،دداسي څېړونکو غوڅ اکثريت په خپلو تحقيقاتي مقالو او ليکنو کښي ددې توري کرښي دناقانونيت ثبوت واضح څرگندکړ يدۍ . دداسي څيړنو په ډله کي د هولديچ (1910 -- 1901) او بارتن ( 1939) څېړني ډيري مهمي او دژور غور او تحقيق وړ دي چي د ((لويي دوپري ))په کتاب ،((افغانستان)) کي يې بشپړه يادونه سوې ده .
((اولف کيرو))چي دهغه کتاب ،((پټهان)) له دوه مخۍ ،ريا او دروغو نه ډک دۍ ،ولي په وروستۍ برخه کي يې هڅه کړې چي رښتيا ووايي ،هغه ليکي (( . . . دا رښتياده چي پدې تړون کي کرښي ته دهندوستان پوله نه ده ويل سوي ،مگر دامير دډومينيون کرښه ده چي دهغي شاته به هيڅ لورۍ دلاس وهني حق نه لري )) .
فريزرټايټلرپه خپل ((افغانستان )) نومي کتاب کي پدي هکله يادونه کوي چي (( دډيورنډ کرښه له ايتنو گرافي ،ستراتيژي او جغرافيايي نظره بي منطقه کرښه ده . هغه داباسين داوبه خور اساسي کاسه پرې کوي،يوملت په دوو برخو ويشي او حتي قومونه سره بېلوي )) .
دپيښور پوهنتون دمنځنۍ اسيا دڅېړنو مشر ډاکتر عظمت حيات خان د((ډيورنډ لاين))په نامه کتاب کي ليکي چي : ((...دافغانانو ادعاوي پر دې فرضيه ولاړي دي چې پښتانه له دوي سره قومي ،ژبني ، ديني ،دوديزي ،تاريخي اوجغرافيايي ريښې لري .دهغوي بنسټيزه ادعا داده چي په افغانستان باندي دډيورنډ تړون په زوره تحميل سوی،او امير عبدالرحمن خان په داسي حال کي له انگريزانو سره پدې اړه خبري کولې چي له کورنيو او بهرنيو فشارونو سره مخامخ و. ځکه نو دا کرښه دهغه تړون پر بنا بي اتباره ده . ډاکتر حيات خان بل ځاي راوړي چي دويانا دکنوانسيون (( دوه پنځوسمه ماده )) تصريح کوي (( يو تړون که چيري دنړيوال قانون پر خلاف په زور او يا دزور په گواښ تر لاسه سوی وي ،د اتبار وړ نه دۍ ، له نړېوال قانون سره سم په عمومي توگه اقتصادي او سياسي فشار د((زور)) دتوکي په مفهوم کي شامل دۍ نو له دي کبله د افغاني او افغان پلوه سرچينو لخوا دډيورنډ تړون بې اعتبار بلل سويدی .
يو برازيلۍ سياست پوه پوهاند ايکولي (Accioly) پخپل يو ليکل سوي اثر دبين المللي قانون نومي کتاب کښي راوړي (( نوي ملکونه نوي شخصيتونه لري،پخواني تړونونه له هغو سره ندي لاسليک سوي . يو بل عالم انزيلاتي (Anzilotti) ليکي بين المللي تړونونه مشخص خصو صيتونه دي چي له يوه نه بل ته انتقال کيداي نسي . که چيري يو ملک دبل ملک لخوا ونيول سي پر لومړي ملک باندي تړونونه تحميل کيداي نسي . پوهاند فرانکويس (Francois) دهالنډ دهاک نړيوال قانون پوه وايي : هغه حقوق او وجايب چي دداسي تړون پر اساس منځته راغلي وي بل ميراثي ملک ته په وراثت نه رسيږي . کاوليري (Cavalieri) پدې عقيده دۍ چي داصولو له مخي که پخوانۍ دولت له منځه ولاړ سي دهغه وجايب او حقوق هم ورسره له منځه ځي .او کله چي يوه برخه له يو ملک نه بيله سي دا برخه بايد په آزاد ډول دخپلو تړونونو په باب خبري وکړي . عبدالرحمن پژواک د((خپل پښتونستان ))دکتاب 48 مخ . ۱۲
ځکه خو دسرحدي ايالت والي کمانډر خليل الرحمن پر دغه تاريخي واقعيت باندي په اعتراف سره ژورنالستانواو دپژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کي وويل چي دډيورنډ دکرښي وخت څه موده وړاندي پوره سويدۍ ،پاکستان بايدله افغانستان سره پدې اړه له سره لوظنامه وکړي . پدې هکله دپژواک خبري اژانس دروان 1384هجري شمسي کال دتلي په څلورمه نيټه دپاکستان دکورنيو چارو دپخواني وزير نصرالله بابر سره په مرکه کي پوښتنه وکړه . نصرالله بابر په ځواب کي داسي وايي : لومړۍ بايد درته ووايم چي دډيورنډ دکرښي لوظنامه موږ دخپل حکومت پر مهال په 1967زکال کي له سردارمحمد داودخان سره تازه کړې ده چي دهغه دلاسليک سره موجوده ده ،په دې لوظنامه کښي ويل سوي ووچي(( دډيورنډلاين مسله دي د اوس لپاره همداسي پاته وي څنگه چي اوس ده ))،او پکي وخت نه ووټاکل سوۍ . دا ښاغلۍ جنرال په قهريږي او خپلو خبرو ته ادامه ورکوي وايي : ((زموږ نااهله مشران په داسي بيانونو سره ددواړو هيوادونو او ولسو نو تر منځ تاو تريخوالۍ ډيره وي )) . دخندا وړ خو داده چي بابر دغه اوسني حالت ،دافغانستان او پاکستان روابطوته ولي دځان په گټه ددوستانه اړېکو نوم ورکوي ،متل دۍ وايي (( شل يې مړه کړه دۍ يې لا بدي نه بولې)) ،دا اته پنځوس کاله دوي دخپلي دښمنۍ او تاريخي عقدو دسرته رسولو په خاطر افغان ولس ته دسر په کاسه کي اوبه ورکړي او دکرښي هاخوا قومو سره يې چې څومره اړين بللې ناروا او تادا کړې ده. ولي متاسفانه په زياته سپين سترگۍ جنرال بابر داټول دوستانه لورې يني بولي دغو مناسباتواو اړېکو ته چې هره ورځ سړي وژونکی او ډاراچوونکې راليږې اويا له هغوي نه په يوه او بل نامه ملاتړ کوي دوستي وايي .
زما لپاره دا جواب که څه هم يو وزير ويلۍ دزيات اهميت وړ دۍ . لومړۍ ښاغلۍ بابر دپاکستان ديوه جگپوړي پخوا ني چارواکي په توگه چي په افغانستان کي دخپل بل سيال حميدگل پشان دشرارت او فساد اچولو او زموږ په هيواد کي دکورنۍ جگړي داور دلمبو دپيل او تازه ساتلو يو له اصلي عاميلينو اوعلاقمندانوڅخه دۍ دا اعتراف کوي چي دا کرښه ده ، نه دسرحدونو تعين . او دوهم داچي داجناب قانع دۍ چي ددغي لعنتي کرښي پر سر دلاسليک سوي سند داعتبار موده رښتياهم دولس کاله پخوا تیر ه سوې ده . اودبله پلوه دټولو افغانانو پام دغه ټکې ته را اړه وم چې داښاغلی وايي موږ دډيورنډدکرښي دسرنويشت په هکله له محمد داودخان سره خبري کړي ،يوسند دهغه په لاسليک تروت دۍ چې دډيورنډ دکرښي دبرخه ليک په هکله ليکلې چې (( دډيورنډلاين مسله دي د اوس لپاره همداسي پاته وي څنگه چي اوس ده)) دلته يوه ټکي ته غواړم ددرنو هيواد والو پاملرنه راوگرځوم چي دډيورندکرښي لوظنامي ته دا دسلو کالو داعتبار موده چاورکړه ؟ او دکوم نړيوال حقوقي منل سوو قوانينو پر بنياد دا خبر ه کيږي ؟ پدغه سند کي داعتبار نيټه نه ده ټاکل سوي ، دا يوه خيالي افسانه ده . متاسفانه له هغه وخت نه راپدې خوازموږ دهيواد ټولو واکدارانو له يوه مخي (ټولو) کله نا کله دپښتونستان دسياسي مسلي دحل خبره کړې ده ولي کله چي دبهرنيو زبرځواکونولخوا چي ددغي مسلي په دغه شان پاته کيدوکښي يې گټي نغښتي وې غاښ چيچنه احساس کړې ده ډير زرپه خاص سياسي مهارت تر دغه مسلي تير سوې دي ،ځکه په مرموز تبليغ دخلکو تر غوږ داورسېدلې وه چې دا سند گوياسل کال داعتبار معياد لري ؛په رښتياسره هيڅ يوه پاچا او جمهور رئيس ددغي مسلي داساسي حل په منظور دنړيوالو پاملرنه نه ده راجلب کړې او نه يې ددغي مسلي دنړېوال کيدو لپاره هانداو تلاښ کړی دۍ . المانيان چي دخپل هيواد او المانيانو دويش سره مخالف وه دواړو خواوو ولسونومبارزه کړي او دفدرالي المان حکومت چې دالمان پر زياته خاوره يې حاکميت درلود خپله ملي او دولتي دنده بلل په هر شکل چې کيږي بايد دواړه المانه سره يو ځاي شي چې داسي هم وشوه ،دويتنام ،يمن بيلگې بايد دټولو په ياد وي . ب : د مرحوم داودخان سره دا سند چې (( دا خبره دي اوس پر خپل ځاي پاته وي ))،زموږ دهيواد په مطبوعاتو کي هيڅ کله نه ده راڅرگنده سوې ، زه پدې باور يم چي دابه هم يوه معامله او په مرحوم داودخان تور لگول وي، په هر حال که رښتيا مرحوم داودخان داسي يوه ليکنه چي هغه دمعاهدي بڼه نلري ليکلې وي اودجنرال بابر په وينا يو ليک دي نو دا ليک ته معاهده نسو ويلاي اونه هم دا کوم سند کيداي سي ځکه داودخان دي اوس خداي وبخښي هغه مړ سو دمړو خبري دمړو سره ولاړې . اوکه پاکستان داسند په هغه ډول چې موجود دۍ ټکي په ټکې په مطبوعاتو کي خپورکړې په هغه صورت کښي به دسند پر مخ خبري معلومداره او حرگندي پيل شي . او بل بابر خپله وايي چي مرحوم داود خان وليکل چي ((دا خبره دي اوس پر خپل ځاي پاته وي)) دا پدې معنا نده چي بيا سل کاله ددې تاريخې لانجي په هکله څوک څه نسي ويلاي .
دبابر خبري هغه تاريخي او ژوندۍ سند دۍ چي اوس بايد ددغه لعنتي کرښي سرنويشت دتل لپاره دنړيوالو په مرسته او دهغوي د سياسي مداخلو، دملگرو ملتودسازمان او امنيت شورا دلاري لکه څنگه چي نوري نړيوالي دا شان خپل منځي لانجي حل کړ يدي دحل لاره ولټول سي . دامسله اوس اوس دافغانستان او نړۍ پدغو شرايطو کښي دزور او جگړې له لاري نشي حل کيداي ،دحل يوازنې لار يې دنړيوالو سازمانو په مرسته دسياسي حل لاري چاري لټول دي . د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د پاکستان د کورنيو چارو وزير معين الدين حيدر افغانستان ته له دوو اجنډاوو سره لاړ چې يوه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو بل ته د مطلوبه جنايتکارانو د سپارلو تړون او بله اجنډا د ډيورنډ کرښې په اړه د تړون لاسليکول و خو طالبانو لومړۍ خبره ورسره ومنله او ډيورنډ لاين په اړه يې له تړون کولو انکار وکړ . 2006.04.06 BBC ، ۱۳
که تاريخي حقيقتونو ته وکتل شي نو ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادو ترمنځ اساسي لانجه ده چې ورڅخه د پاکستان او افغانستان اوسني حکومتونه هم سترګې نه پټوي خو د دغې لانجې چينل يې د نورو موضوعاتو په لور بدل کړى دى . پاکستان هر وخت له کوچڼي امکان څخه هم استفاده کړې چې تر امير عبدالرحمن خان وروسته دپاکستان له حکومت سره دډيورنډ دکرښې په هکله کوم تړون امضأ کړې ،له نيکه مرغه دوي ونشوه کولاي داسي سند تر لاسه کړې . د ځينو رپوټونو ترمخه پاکستان ان د ډاکټر نجيب الله سره د ډيورنډ کرښې په اړه د معاملې هڅه وکړه خو بريالى نه شو. 2006.04.06 BBC ،۱۴ غواړم لومړۍ دافغانستان ولسمشر ، دولتي چارواکواو په ځانگړې توگه دبهرنيو چارو له وزيرنه دافغانانو دا پوښتنه يو ځل بيا تکرار کړم ،چې که چيرې مرحوم داودخان داسي يو ليک پاکستاني چارواکو ته ليږلۍ وي ددغه ليک دڅرنگوالي په هکله بايد دبهرنيو چارو دوزارت لخوا ژر تر ژره د افغانانواو نړېوالودخبر تيا او پوهاوي لپاره مفصل معلومات خپور سي . دوهم : دپاکستان دکورنيو چارو دپخواني وزير او دسرحدي صوبي دچارواکي دخبرو په هکله چي هوايي او ساده نه وې ، ولي تر اوسه دولتي چارواکي چوپه خوله پاته دي ؟؟؟ دولت اخلاقي او رسمي مکلفيت درلود دداسي ملي او دو هيوادو تر منځ لانجمني مسلي په هکله چي تر يوي پيړۍ زيات وخت يي افغان وسل او تر کرښي هاخوا پښتانه او بلوڅ قومونه ربړولي دې بايد رسمي غبرگون يې ډير ژر اعلان کړۍ واي . هر ډول چوپه خوله پاته کيدل دمسلي دحل سره نه داچې مرسته نسي کولاي ،بلکه دامسله نوره هم لانجمنه او دکړ کېچ ولور ته کشوې . د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يا جګړې لوى لامل د ډيورنډ کرښه ده چې د افغانستان اوسنى حکومت يې په اړه په ډانګ پيلې خبره نه کوي او پاکستان بيا د داسې هڅې کوي چې دغه کشاله په رسمي توګه راپورته نه شي دواړه هېوادونه په دې اړه خپلې اندېښنې په زړه کې ساتي خو د يوبل د تنګولو لپاره نور موضوعات لکه پر پوله باندې د مشکوکو جنګياليو اوړېدل راوړېدل راپورته کوي او دا هغه څه دي چې د دواړو هېوادو ترمنځ يې په اړيکو کې لويه ستونځه رامنځ ته کړې ده.
ت : امير عبدالرحمن خان په خپله هم دخپلي تير وتني په پوهېدو سره په وار وار پدي خبره ټينگار کړۍ دۍ چي دا ليکه نړيواله پوله نه ده،بلکه ددواړودولتونو (افغانستان اوبرتانوي هند)داغېزې دسيمي دټاکلو لپاره کښل سوې ده .
ډاکتر حسن کاکړ زموږ پياوړي تاريخ پوه په مستندو شواهدو سره دا حقيقت څرگند کړۍ دۍ چي حتي پخپله ډيورنډهم له هندوستان سره دافغاني سيمو دتړلوخيال نه لاره بلکي غوښتل يې چي هغه يې داغېزې سيمه وي .
برتانوي معاصر تاريخ پوه(( پرسي سيکس ))دخپل کتاب په 219 مخ کي چي په 1926 زکال کي يې ليکلۍ دۍ وايي : انگريزي ديپلومات ډيورنډ داسي وړانديز نه وکړۍ چي گوندي دهندوستان اداري پوله وړاندي وغځوي ،بلکي داکار يي تنها دسياسي کنترول موندلولپاره کړۍ و.
ث : دډيورنډ کرښه دپولي تړون نه و او نه هم دۍ ،په ټولو اسنادو کي دکرښي په نامه نومول سوې ده .
ج : دبرتانوي هند په ړنگېدو سره نورپه دنيا کي دبرتانوي هند په نامه کومه دحقوقي صلاحيت لرونکې اداره اويا هيوادپاته نشو،او نه هم دهنداو پاکستان دويش او جوړېدو په سند کښي دبرتانويانو لخوا ليکل سوي دي چي له افغانستان څخه دډيورنډ دمنحوسي کرښي په وسيله جلا سوې سيمي به له انگليسي پلار او هندي مور نه زېږېدلي پاکستان پوري اړه و لري؛او دبرتانوي هند دټول نړېوالوتړونونووارث پاکستان دۍ . دغه تړون دهيڅ نړېوال قانون له مخي پاکستان ته په ميراث نسي رسيداي ؛که پاکستاني مارشالان،ميجران، جنرالان او ديو شمير افغان دښمنه گوندونو رهبران زيات نه خفه کيږي ،دا تر لمر روښانه او څرگند حقيقت دي ومنې چي دا بي پلاره او بي موره وطن يعني پاکستان دا دنړۍ دزبر ځواکو نوکر هيوادپرنگي استعمارگر او زبېښاکگرقدرت دافغاني او هندي ولس سره دخپلي دښمنۍ دتر سره کولواو دخپلو هغو نوکرانو لپاره چي په سووکلونو ددوي پلار او نيکه دانگريزانو په چوپړ کي وه دخوشحالۍ، په هند، افغانستان او سيمه کښي دنوروملکونو پر خلاف دخپلو شومو او ځبېښونکو موخودسرته رسولو په منظوردهندوستان او افغانستان له پاکي خاوري څخه دټوټو په غچي کولو جوړکړ . په همدې اساس دا خبر رښتياده چي پاکستان يو بې ريښې او بې تاريخه هيواد دۍ .
ح : داسي اسناد اوبيلگې نسته چي برتانوي منابعودي دډيورنډ کرښه دنړيواله معاهدي په توگه منلې وي
خ : تر امير عبدالرحمن خان راوروسته دافغانستان په تاريخ کښي تر اوسه پوري هيڅ حکومت دډيورند کرښه په رسميت نه ده پيړندلې ،داچې ددغي تاريخي لانجې او لاينحله مسألې دحل لاري يي ولې ندي لټولي ،فکر کوم دوي هم دعبدالرحمن خان په څير ولي په اوسنيو شرايطو کښي دخپل قدرت دټينگولواوکله ناکله دنړيوالو دپام اژوني لپاره يوې خوا او بلي خوا کوم څه ويلې دې .مگر دحل اساسي لاره يي نده لټولي .
دپخوانيو حکومتونو داډول بي مسؤليته کړنو څخه همد اوس دديورند دکرښي دعادلانه حل دښمنان ددروغجنو دلايلو او تهمتو په وژاندي کولو سره غواړې دپاکستان په گټه خپل تاريخي رسالت تر سره کړي ،که نور هيح نه وې دغه ډله ښاغلې ليکوال نه غواړې پاکستان ته دتلو لار دځان پر مخ بنده کړې ،داسي وطنپرستانو تل هيواد نۍ او ولسي گټي په دروغجنو شواهدو او دلايلو تر ځانې گټو قربان کړيدې ،داډول ليکوال اوس ورځ په ورځ په بهر کې زياتيږې . فکر کوم يو ځل بيا په هيواد کې دپاکستان دغښتلې نفوذ ته سترگي په لار دې ،له وحمه هم داشان دپاکستان په گټه ليکني کوي . ځينې خولا په افغانستان کې د اوسنيو نا اراميو،ترواو ځانوژنو بي امنيتيو عمده لامل پاکستان گڼل گناه بولي .
څ : کله چي په 1947زکال دنړيوالي دوهمي جگړي په پايلو کي انگريزان مجبور سول چي دهند په لويه قاره کي نور خپل سياسي او نظامي شتون ته دپاي ټکۍ کښېږدي ، دوه هيوادونه (هندوستان او پاکستان ) چي اساس يي دمذهب اختلاف جوړاوه دنړۍ په نقشه کي نوي منځته راغلل .
اما دافغانستان څخه په زور دجلا سوو قومونوبرخليک همدا شان نامعلومه پاته شو . داکار دافغان ولس لپاره دمنلو وړ نه و،په همدې اساس د1949دجولاي دمياشتي په 26نيټي جوړي سو لويي جرگې کښي چي په کابل کي جوړه سوه د برتانيا سره يې ټولي سرحدي موافقي بي اعتباره وبللې ،او پرېکړه يي وکړه چي هندوستان ته دخپلواکۍ له سپارلوسره سم دبرتانيا او افغانستان تر منځ د1921 زکال تړون منسوخ دۍ . حکومت ته لارښوونه وسوه چي په نړيواله کچه ددې موضوع دڅېړني او سپيناوي په لټه کي سي چي ايا په قانوني بنيادونو دهندوستان دويش په پايله کي پاکستان دبرتانيې حقوقي وارث گنل کيداي سي او که نه ؟ . له بدمرغه حکومت لکه دتل پشان ددغي لويي جرگي دپرېکړو په عملي کولو کي لټي وکړه،دبهرنيو زبرځواکو پر هداياتو يي غوږ کښېښود او دپشتنواو بلوڅو دبرخه ليک ټاکلومسله يې پرخپل ځاي پرېښودل ،يوازي دپښتونستان دورځې په جشن نيولو او په راډيو کښي دپښتونستان په نامه دځانگړې پروگرام په خپرولو يي دکرښي دواړوخواوپښتانه غولولې دې .
دټولو اسنادو له مطالعي څخه څرگندېږي چي انگريزانو نشو کولاي او يايي نه غوښتل افغانستان ته دډيورنډدکرښي په هکله دقناعت وړ ځواب ورکړي نو به يي په يوه او بله بهانه موضوع ځندول .
ددې ټکي په ډاگيز کيدوسره چي دډيورنډ دکرښي دمسلي دحل لپاره دافغانستان دولتي چارواکو زښت زيات تاريخي امکانات لکه دکرښي هاخوا پرتو قومونو په لسها و ځله ښورښونه ،دتزاري روسي ،او بيا راوروسته دشوروي ر وسې او انگلستان تر منځ داختلافاتو مهال،لومړۍ او دوهمه نړيوالي جگړې ،دهند دلويي وچي ويش ،دبنگله ديش دآزادۍ وخت او داسي نور فرصتونه دخپل واک او اقتدار دساتلو لپاره دلاسه ورکړي دي، غواړم څرگنده کړم چې نه دپاکستان حکومت او نه هم دافغانستان دولتي چارواکودډيورنډ دکرښي دمسلې نوم پر خوله اخيستۍ دی ،دواړوهيوادو دپاکستان دجوړيدو څخه بيا تر نن ورځي په خپل منځ کښي رښتياني دوستانه مناسبات ندې لرلې ،تل اختلافات ،يودبل پر خلاف تبليغات آن دعمومې سپر برۍ تر سرحده ولې يوې خوا هم دډيورنډدکرښي په هکله چې دپاکستان او افغانستان دمناسباتو دبنسټ ډبره ده په ډانگ پېيلې خبره نده کړې .
دافغانستان او پاکستان تر منځ دڅرگند اختلاف پيل د1947زکال دسپتامبر مياشت ده بللاي شو ، يعني پسله هغه چې انگريزانو ديوي ناروا صحنه سازيی يعني ريفرنډم جوړولو ننداره پاي ته ورسول ؛ اوپه مقابل کښي دډيورنډدکرښې جنوبياو شژقي لور ته دپرتو قومونودسرنويشت پر سر دملگرو ملتوپه سازمان کي دپاکستان دگډون سره دمخالفت اعلان و کړ ،او دکرښيې دها خواپرتو خلکو دسرنويشت مسله يې په دغه ونډه کې مطرح کړه . په تاسف دملگرو ملتو دسازمان دگې غونډي دافغانستان و وړانديز او طرحي ته دزيات ارزښت په سترگه ونه کتل او مسله همداشي لا ينحله پاته شوه .
د1949زکال دجولاي دمياشتي په26مه دافغانستان دملي شورا ديوې تاريخي غونډي په ترڅ کي هغه ټولي معاهدي دډيورنډ دکرښي په گډون دبرتانوي استعمار په وخت کي چي په زورمنل سوي وې لغوه اعلان سوې . ددغي پريکړي په ملاتړ داپريدو خلکو په يوې لويه تاريخي غونډه کي چي دسرحد دقامونو او قبايلوډير مشرانو پکښي گډون درلود،دهند دوېشلو دا پلان چي دسرحد خلکو ته هيڅ حق نه و پکښي ورکړه سوۍ په کلکه وغانده او غونډي دټولو نه غوښتنه وکړه چي دپښتونستان په جوړېدو کي سره يو او متحد سې .
دپښتنو ستر مشر پاچا خان چي دبرتانيې داستعمار پر خلاف يي اوږدې مبارزي کړي وي دسرحدي پښتنو دجنبش په سر کي ولاړو او دپاکستان له واکدارانو څخه يې ددخپل قام دحق مطالبه کول .
پاکستان له افغانستان سره خپلي اړېکي خرابي او پر افغانستان يې د بهرني تجارت دترانزيتي مالونو دراوړلو بنديز ولگاوه او دپاکستان له لار افغاني سوداگروپر مخ بلکل بنده سوه.
پدغه وخت کي دافغانستان او شوروي اتحاد تر منځ هم روابط چندان تاوده نه وه ،شوروي نه غوښتل چې افغانستان دي له غربي نړۍ او امريکا سره ښه روابط ولري . شوري په 1952زکال په افغانستان کښي دملگرو ملتو دهغو کارپوهانو پر فعاليت اعتراض وکړ کوم چي په شمال کښي يې دتيلو دپلټني کاردملگرو ملتو دتخنيکي مرستو نه په استفادي سره پر مخ بيوه . هغه وخت شوري حکومت په خپلو تبليغاتو کي په افغانستان کي داقليتونو دحقوقو موضوع راپورته کړه ،چي افغانستان دخپلو اقليتونو پر خلاف عمل کوي .د1950زکال دشوروي په دايرت المعارف کي ليکي : دافغانستان دولت يو بورژوا او ملت غوښتونکی دولت دۍ،پداسي حال کي چي دغير افغان قومونو لپاره چي په هغه هيواد کي اوسېږي دآزادۍ او خودمختارۍ حق نه ورکوي دهند افغانانو دنهضت پلوي کوي او غواړي چي دپاکستان يوه برخه بيله او پښتونستان جوړ کاندي .)) له غير افغان څخه ددوي هدف بيله پښتنو دانور وړه کې توکمونه دي ،شورويانو هم پر دغه روڼ حقيقت ستر گي پټولي چي داسيمه له افغانستان څخه جلاسوې او په برتانيو هند پوري تړل سوې وه ، له بلي خوا شورويانو داقليتونو دحقوقو څخه ددفاع تر نامه لاندي دانه شوه زغملاي چي په بغل کي يي دافغانانو قوي اوپر مختللي دولت موجود وي،ځکه يې په افغانستان کي داشان تربگنيو او دافغانانو تر منځ اختلاف ته دړنگېدو تر ورځي لمن وهله او اوروسي وارثان يې اوس په هيواد کي دخپلو لاس پوڅو په وسيله کله دفدراليزم او کله دافغانستاني په نومونو زموږ ورونه قومونه سره ویشي ، شورويانو هيره کړې وه په هغه نظام چي دعدالت ، مساوات ،او مترقي پر مخ تللي ټولني دجوړېدو شعارونه ورکول کېده په خپله امپراتورۍ کښي يې دازبکو ،تاجکو،ترکمنو ،قزاقانو،چيچين ،اينگوښو ،تاتارو او نورو لږکيو قومونو سره کوم سياست چلاوه دنړۍ په دغه سيمه کي تر دوي شاته پاته سيمي او قومونه اوس اصلا وجود نلري .
دا دافغانانو سرنويشت او تور بخت دۍ،په هغه وخت کي دامريکا سره هم اړېکې دومره تودې نه وې،امريکا دپاکستان جوړښت ته ترهر څه زياته خوش بينه وه . په 1949زکال کي دپاکستان حکومت امريکا ته وړانديز وکړ چي دکمونيزم دسياسي اغېزو دمخنيوی په منظور امريکاکولاي سي دپاکستان په خاوره کښې پوځي اډه جوړه کړي . همدا لامل وچې په 1950زکال امريکا پاکستان ته اتومي رياکتور ورکړ ه پداسي حال کې چي هغه وخت دسيمي ډيرو هيوادوهغه نه درلوده،او همدا شان يي په 1953زکال دپاکستان سره دپوځي مرستو اعلان وکړ. په واقعيت کښي له همدغه تاريخ نه پاکستان دامريکا په نظامي لومو کي داسي بند او را ښکيل سو چې تر اوسه يې په پاکستان کښي د امريکاسياسي اونظامي بر لا سي خوندي ساتلې ده . همدا اوس هم دامريکا دملي شورا ځيني جگپوړي چارواکي په ډاگه وايي چي پاکستان په سيمه کي ددوي دهر اړخيزي اغېزې يوه مطمينه ، باثباته پايگاه او تکيه گاه ده .
دبيلگي په توگه کله چي په 1954زکال داکتوبر په مياشت کي مرحوم داودخان دصدارت پر مهال هغه خپل ورور سردار محمد نعيم خان امريکا ته دپوځي مرستو دتر لاسه کولو په منظور ولېږه دهمدغه کال په دسمبر کي دامريکا دبهرنيو چارو وزير (( دوليس )) دافغانستان دغوښتني په مقابل کي وليکل : وروسته له زياتو څيړنو داسي وپتېيل سوه چي پوځي مرستي به په افغانستان کي پرابلمونه را پيداکړي .افغانستان بايد دوسلو دغوښتلو پر ځاي له پاکستان سره دپښتونستان دمسلې پر سر خپله ستونزه حل کړي .
دوي دا په ډاگه ويل چي افغانستان دوي ته کوم ستراتيژيک اهميت نلري اوکه بين المللي شرايط او اوضاع دا ايجاب کړي نو افغانستان به شوري تر خپل کنترول لاندي راولي .دامريکا سياست والو لا ډير پخوا زموږ دهيواد برخه ليک په شورويانو پوري تړلۍ و، او دستراتيژيکوگټود سيمو په ويش کښي يي افغانستان شوريانو ته سپارلۍ و. ځکه امريکايانو دافغانستان سره له ډير پخوا دخپلو گټو دساتلو په منظور دوه مخۍ سياست پر مخ بېوه او تلاښ يې کاوه چي خپلي پښې په سيمه کې دخپلو ستراتيژيکي گټو دساتلو په منظورپه پاکستان کښي ټينگې کړي . کله چي په 1954زکال دامريکا جمهور رئيس مرستيال ((نکسن ))افغانستان ته سفر وکړ او دافغانانو لخو ا ډير استقبال سو،افغاني چارواکو دهغه سره دافغانانو ستونزي شريکې کړې ،که څه هم دوعده يې وکړه چي دافغانستان په اړوند به پخپل ديدکي نوې کتنه کوي ، مگر کله چي امريکا ته ورسيد نه يوازي دا چي دافغانانو ستونزي يي يادي نکړې بلکي افغانستان يې دامريکا دمرستو جوگه هم ونه باله . ۱۵
که ددغو اسنادو يادولو ته نوره هم ايشاره وکړو دليکني تر توان وزي .په لنډه توگه بايد عرض کړم چي په سلهاو داسي تاريخي اسناد او شواهد سته چي زموږ هيواد دتودو او سړو جگړو په وداران کي دنړيوالو زبرځواکونو دسياسي ،نظامي او اقتصادي گټو قرباني سوۍ دۍ . هيڅ يو هيواد هم که هر څومره يې دبشر دوستي ،عدالت ،انصاف او دانسان مقام ته ددرناي نارې سورې وهلي افغان ولس يي لکه دنړۍ نور کمزوري ولسونه تر خپلو گټوقربان کړي دي .يوډير ساده ولي پر ځاي متل دۍ وايي : ((وروره خپل جواري ساته دشکاڼه په قسمو باور مه کوه )) ،وړانديز مي دادۍ چي افغانان بايد خپلي ملي گټي پخپله درک او له هغو نه پخپله دفاع وکړي ،دملي گټود لومړيتوب حق منل زموږ دهيواد دښيرازۍ يوله بنسټيزو لاملو څخه گڼلاي شو .
امريکا ډير تلاښووکړه چي افغانستان په منطقه کي دنظامي پکټونو غړۍ کړي ،مگر افغان ولس تل په بيطرفۍ کي ژوند کړۍ او دنړۍ دهيوادوسره يې دهمدغه اصل په پيروۍ اړېکي ساتلي دي . دا هم يو دلامل و چي امريکاتل زياته تکيه پر پاکستان کړې او افغانستان يې تر پاکستان قربان کړ يدۍ .
مگر تاريخي واقعيت خو بيا دادۍ چي دامريکا او پاکستان ددومره دوستانه اړېکو څخه پاکستان زياته گټه پورته کړې ده ،د انکار نه کونکو شواهدواو بيلگوڅخه دا جوته څرگنديږې هر هغه څه چي پاکستان دځان په گټه بولي په هغه کي دامريکا سره قانع دۍ ، ولي هغه څه چي پاکستاني جنرالانوته زيان رسوي دوي په يوه او بله پلمه دهغو دمنلو نه سر غړولۍ دۍ . دا دامريکا دسخاوتمندانه مالي ،تخنيکي او مادي مرستواو په افغانستان کي دجهاد په نامه دبل شوي اوربرکت ؤ چي اوس پاکستان دنړي داټومي هيوادو په قطار کي ولاړ دۍ ، ځکه امريکا او دنړۍ يو شمير هيوادو دشوروي دنفوذ دمخنيوي په خاطر دافغان مجاهدينو په نامه په ميليارډونو ډالر او ډول ډول وسلي پاکستان ته راليږ لې . پاکستان افغانستان ته حکومتونه جوړول ،او دا دهمدغو مرستو برکت و چي پاکستان او افغانستان دالقاعده دنړېوال ترريستي سازمان په مرکز بدل سو، دا دۍ اوس دومره پيسې دالقاعده دسازمان او هغوي درهبرانو دله منځه وړلو په خاطر مصرفيږي چې ډير ژر به يې شمير ناشونۍ وي . دهمدغو مرستو برکت و چي پاکستان دهغو په میليارډو ډالرودقرضو څخه ځان خلاص کړکوم چې له بهر نه يې تر لاسه کړې وه . دهمدغو مرستو پايله وه چي دا اته پنځوس کاله پاکستاني جرنيلانو دافغانستان په کورنيو چاروکي دبربنډي او پټو لاس وهنو او مداخلونه لاس نه دۍ اخيستۍ ، زه به يې دلته بيلگي ددي لپاره راوړم تر څو ښکاره کړم چي پاکستان دامريکا او انگليستان په مرستو دډيورنډ دکرښي پر سر له افغان ولس سره په کومه کچه دښمني پر مخ بيولې ده .
پدغه اته پنځوسو کالو کې دافغانستان او پاکستان روابطو ډيري لوړي ژوري ليدلي ،څو ځله دسفارتخانو او دپلوماتيکي مؤسسو دتړلو تر کچي پوري داړيکو خراب تيارسېدلې ده. که ددغو ټولو اسنادو او شواهدو لوستونکۍ عادلانه او بې پري قضاوت وکړي پدي به اعتراف وکړي چي افغانستان هيڅ کله ندي غوښتی په پاکستان کي ددولتي رژيمونو دړنگولو تکل وکړي او يا دهغه هيواد په کورنيو چاروکي مداخله وکړي .که همدا لهظه يو لوستونکې ددغو جملو په ويلو سره سوال وکړي چي دا دپښتونستان دمسلي دحل غوښتنه مداخله نه ده ؟؛ غواړم دغه پوښتونکي ته ځواب ووايم نه ! دا مداخله نه ده دا دافغانستان ددولتونو ملي او انړېواله دنده وه او ده چي دډيورنډ دتش په نامه کرښي دهاخوا پرتو پښتنواو بلوڅو قومونودسرنويشت دټاکلو مسله چي دډيورنډ دلعنتي کرښي پر اساس له خپلي مورنۍ خاوري نه جلا سويدي تل دپاکستان سره په اړېکو کي مطرح وې ، نړېوال بايد دغه ټکۍ ډير جدي په پام کې ولرې اودا هيره نکړي چې تر اوسه دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت د ټاکلو مسله لاجمنه اولا ينحله پاته ده،چي ددواړو هيوادو تر منځ يې مناسبات ترتياره سيوري لاندي راوستي دې . تر لمر روښانه واقعيت دادۍ چي پاکستان هيڅ وخت په افغانستان کي دولس دخوښي حکومت نه دۍ زغملۍ ،دا اته پنځوس کاله يې دامريکا او خپلو نورو پلويانو په مرسته زيار ايستۍ چي په افغانستان کي داسي يو ځواک قدرت تر لاسه کړي کوم چي بيله کوم دليل او برهان څخه دپاکستان هرامر ورته د قبول وړ وي .
اخځليکونه

۱/ تاريخ مختصر افغانستان 300او 301مخونه .
۲/ غوث خيبري پښتانه دکلتوري ښکيلاک په زنځيرونو کې154مخ
۳/ عبدالرحمن تاج التواريخ لومړۍ او دوهم ټوک -157 158 مخونه
۴/ همدا اثر 159مخ
۵/ غبار افغانستان در مسير تاريخ 688 مخ
۶/ عبدالرحمن همدا اثر 422-421 مخ
۷/ دعبدالرحمن تاج التواريخ لومړۍ دوهم ټوک دوهم ټوک 417 مخ
۸/ دخپلواکۍ جگړې، مولوي ظاهر شاه وزير 22-21-20مخونه
9/ دعبدالرحمن همدااثر 420
۱۰/ د شلمې پېړۍ تر نيمايي دافغانستان دبهرنيو اړيکو تاريخ لوډويک اډاميک ليکنه،دډاکتر نثاراحمدژباړه 172مخ
۱۱/ مروټ،فضل الرحيم ،په افغانستان کې دکمونيزم ظهور اوتکامل 273مخ
۱۲/ عبدالرحمن پژواک خپل پښتونستان 48 مخ
۱۳/ 2006.04.06 BBC
۱۴/ همدااثر
۱۵/ پولاد افغانستان او امريکا 148مخ
۱۶/ همدا ډول ديوري کوزنتس له کتاب ،جنگ وجاسوسي درکابل ، دري ژباړه ، 2003 م کال څخه هم استفاده شوېده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery