مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څلورمه برخه

په نوي تاکتيک دپاکستاني چارواکو هلې ځلې
دطالبانو دواکمنۍ پر خلاف دامريکا لخواد جگړې پيل دوې برخي درلودې .يوه يې دوسله وال تيريو لپاره دپوځي پلانونو جوړول ،او بله دطالبانو پر ضد دميډياله امکاناتو څخه په استفادي سره دهغوي پر خلاف دنړيوالو ذهنيت اماده کول و . امريکا دمطبوعاتو ،راډيو ،ټلوېزيون او انترنټ له لاري په نړيواله کچه دوحشت،بربريت،تروريزم او انسان وژنو اصلي ترسره کوونکې يوازي طالبان او دالقاعدي سازمان معرفي کاوه ، امريکا ډير ژر وکالاي شوه نړوالو ذهنيت دخپلو راتلونکو پوځي او سياسي کړنو سرته رسولوپه موخه اماده کړې ؛ دهمدغو تبليغاتو پايله وه چي ټوله نړۍ دطالبانو دحکومت دپرزولو او القاعده سازمان دله منځه وړلو غوښتونکی سول .
دامريکا حکومت دسي آي آې دکارمندانو په وسيله دافغانستان په دننه او بيرون کې دځينو افغانانو سره اړېکې ونيولې دهغه جملې نه دشمالې ټلوالې په څنگ کې يې د مرحوم حاجي عبدالحق جبارخيل چي په خپل قوم کي دلوي اعتبار خاوندو او حامد کرزۍ چي دپوپلزو په قوم کي دخپل مرحوم پلار دشناخت او اعتبار څخه په استفادې سره يي کولاي شوه دطالب چارواکو پر ضد خلک راوپاروي ،او پخوانۍ پاچا محمد ظاهر شاه وچې امريکا دهيواد په راتلونکي برخليک کي د ونډي خاوند گاڼه او دسولي په راوستلو کې يې دده ونډې ته زيات ارزښت ورکاوه . امريکا داسي انگېرلې وه چې داکسان کولاي سي خلک دطالبانو پر خلاف راوپاروي . ډير په دې نظر دي تر کومه ځايه چې پاکستان په دغه پلان خبر و او دحاجي عبدالحق دسفر مقصد او لار ورته معلومه وه دطالبانواوالقاعدي دسازمان په وسيله وتوانېده چې حاجي عبدالحق جبار خيل افغانستان دتگ پر لار مخکي له دينه چي کابل ته ورسېږي بيله کومي محکمي ناځوان مردانه اعدام کړ . د هغه په مرگ زيات پښتانه خفه سول اودۀگه دمرگ په غندلو سره يې پر طالبانو يې ډيري سختي نيوکې وکړې . پدې ډول دطالبانو په مقابل کي دپښتنونفرت لانور هم زيات سو،او دا هڅ چي پاکستانپه هيڅ صورت په افغانستان کې ديوغښتلې حکومت دجوړېدو سره علاقه نه لرې په پښتنو کې نور هم غښتلی سو. حامد کرزۍ تر دهراود ولسوالۍ ورسېد او هلته ديوه نفر لخوا چي په مطبوعاتو کي يې ځان معلم اشرف معرفي کاوه حمايه کېده،دته دامريکا يانو لخوا ډاد ورکړه سوۍ و چي دطالبانواو يا بل چا دحملې په مقابل کي به هغه ساتې . کرزي ونه سوه کولاي دارزگان خلک دطالبانو په مقابل کي راوپاروي ،يو خو طالبانو تر کرزي هلته زيات نفوذ درلود او بل کرزي په ارزگان کي کومې شخصي دپېژندگلوۍ ښې اړېکي نه درلودې .فکر کوم کرزي هلته يوازي پدې خاطر لېږل سوۍ وچي دطالبانو دحکومت دراپرزېدو څخه وروسته هغه دملا عمر دزېږېدو له ځايه دملا عمر څخه پاته شوېتخت پر کښېنستو لپاره کابل ته رولې ،دا شان ژيستونه اوکړنې دسياست په ډگر کې رواج لرې . ځکه کرزۍ تر هغه وخته هلته پاته سو کوم چي بيا دامريکايي چورلکي پوسيله دبن دکنفرانس ترموافقي وروسته دبگرام هوايي ډگر ته په کابل کي دمؤقتي اداري درياست دواک دتر لاسه کولو لپاره راوړسو،دبگرام هوايې ډگر ته فهيم ، يونس قانوني او شمالي ټلوالي نور غړي مخته ورغلي وه .
دامريکا متحده ايالاتو دانگلستان په نيغ ملاتړ او همکارۍ دطالب حکومت دوسلوال ځپلوپه خاطردسي آي آې جگپوړي کارمندان دروسې په مرسته دتاجکستان او ازبکستان له لاري په چورلکو کي پنجشير ته راغلل او هلته يي دفهيم ،يونس قانوني ،دعبدالله دبهرنيو چاراوسنۍ وزير سره دکتلو په ترڅ کي ددوي سره دراتلونکې په هکله خبري وکړې ،شمالې ټلوالي دنده تر لاسه کړه چي دطالبانو پر خلاف دامريکا يانوسره په عملياتو کي برخه واخلې ، شمالي ټلوالې پدې خاطر په راتلونکی کښي دامريکا په مرسته غښتلې موقف پيدا کړي دامريکا يانو دغه خدمت ته يې غاړه کښېښوده ،که څه هم امريکا يانو به همدا درک کړې وې . روسيه چي دتروريزم پر ضد مبارزه کې دامريکا ملگرې سوې وه دشمالي ټلوالي څخه دامريکا داستفاديې په هکله خوښي ښکاره کړه او هغه يې دروسي او منځنۍ اسيا په گټه وبلل . متل دی وايې ((ما پر آسمان غوښته خداي پر مځکه راکړه)) .روسانو دا انتظار نه درلود چي امريکايان دي بيا داسي تېروزې او شمالي ټلوالي بندنامي ډلي ته چي په سيمه کي دروسانو يوازنې دوستان وه داامکان پلاس ورسې چي دا ځل دامريکا د B52 او C130 ډوله الوتکو دبمباريو په مټ دي کابل ښار هغه ښارته چي اوسېدونکو يې ددوي له نامه سره حساسيت پيداکړۍ و يو ځل بيا داخل سې .
توماس والکوم پخپله مقاله ((ائتلاف نامقدس )) کي چي دافغان رسالي په 23-24گنه کي خپره سوې ده ليکې : (( دامريکا په نظر شمالي ائتلاف په حقيقت کي هيڅ ائتلاف نه دی او باور ورباندې نشي کېداي،ليکن پرته له دوۍ نه امريکا بل انتخاب نه درلود ،.... ځمکني پو ځونو ته دزياتي اړتيا له مخي په کار وچي دشمالي ټلوالي له ملېشو څخه دطالبانو پر ضد کار واخيستل سي ،نه دامريکا او لوېديځ دځمکنيو ځواکونو څخه )) امريکا له دې ډارنه چي په ځمکني جگړه کي به د زيات تلفاتوسره مخ سي پرېکړه وکړه چي د شمالي ټلوالي څخه چې دطالبانو سره کوټلې دښمني هم لري استفاده وکړي .ديادولو وړ ده چي دامريکا ولس هم ددې سره مخالفت کاوه چي دجگړې په پېل کې دي په ځمکنيو عملياتو کې امريکايې سربازان برخه واخلې .
ددي لپاره چي دشمالي ټلوالي نړېوال اعتبار غښتلی سي دروسي مشر ولادمير پوتين هم ددي حقيقت نه پرده پورته کړه او دژورنالستنو سره يې په خبرو کې دابربنډه کړه چي روسې دتيرو پنځو کلو په دوران کي دطالبانو پر ضد دشمالي ټلوالي اود هغوي قوماندان احمدشاه مسعود سره دوسلو او پيسو زياتي مرستي کړي او دادۍ اوس دغه مرستي نوري هم زياتوي . فکر کوم د2005زکال دسپتمبر په مياشتي څوټنه مواد او توکي چي دپنجشيرولسوالۍ (ولايت) ته دمسکو دوالي جنرال گروموف لخوا راولېږل سوه هم دهغه پخوانيو دوستيو ديوځل بياډاگيز کېدو او پخلې په خاطر به وه ،که نه تر پنجشير نورې زياتې مستحقي سيمي وي ،او بل داچي ولې ديوي خاصې منطقي په نامه ؟ ځکه هلته خداي مکړه کومه طبعې ټکه نه لوېدلې .
امريکا دتروريزم سره دمبارزي په نوم داروپايي هيوادو ،روسې ، بېله ايران څخه دافغانستان همسايه هيوادو ملاتړ تر لاسه کړ او داکتوبر په مياشت کي يي ديويشتم قرن دموډرنو الوتکو او بماوريوپه زور دطالبانو او دالقاعدي دسازمان دپټېدوپر ځايوشپه او ورځ مرگوني گذارونه شروع سوه،امريکا په دغو بم اوريو کي وچ او لانده يو ځاي وسوځول .او دپښتنو داوسېدو پر سيمه په دې نامه چي طالبان پښتانه دې او دطالبانو سره به مرسته وکړي هم تر بمبارد لاندي ونيول ، په دښت کې چوپان او په کلي عادي خلک وويشتل سوه . کلي ،کورونه ، ،ژرندي ، کارېزونه اودکوچيانو خېمې ،پر لارو دسوارليو گاډې د بم اورونکو الوتکو او توغنديولخوا په نښه سول ،په زرگونو کورنۍ يې کليو او ښارونو پرېښودلو ته مجبورکړه ،دولسونو دژوند اډانه يې خرابه او تباه کړه . په کابل ښارکښي يي هم دښار سهيلې او شمالي برخې ،دتلوېزيون غر (انتن)دبالاحصار او مرنجان تپه او يو مسجدپه بمانو او توغنديو کلک وويشتل ،په سلهاو انسانانوو ژول سوه .که څه هم دامريکا داشان کړنه په داخل او بهر کي دافغانانو داعترضونو او احتجاجونو سره مخ شول ، دامريکا وحشيانه خپل سري بمبارۍ يې وغندلې مگر دامريکا او دلوېدېځو هيوادو مشرانو ورباندي غوږ هم ونه گراوه . دسويډن دمالمو په ښار کي دسويډن افغانستان دکمېټې او افغانانو په گډون مظاهري وشوې ،په همدغو مظاهرو کي هغو افغان ماشومانوسره دمرستي په خاطر چي دامريکا دوژنکواو ړندو گذارونوپه پايله کښي يې دژوند هر څه دلاسه ورکړي وه مالي مرستي راټولي سوې ، دمالمو دښار په هغه تعليمي موسسه کي چي ما سويدني ژبه لوستل دسويدني استادانو په همکارۍ مې تر 8000 زيات سويډني کرونه مرسته ټوله کړه ټولي پيسې چې دمالمو دافغانانو لخوا ټولي سوې تر دېرشو زروزياتي وې . دامريکا او هغوي دمتحدينو له پوځې کړنو او عملياتو څخه دا سې څرگندېده چي شاته کوم پښتون دښمنه قوت وو ،او امريکايانو ته يې غلط راپورونه ورکول او هغوي يې دپښتنو داوسېدو پر ځايو بم اوريو ته هڅول ،تر څو له يوې خوا پښتانه وځپل سې او له بلې خوا دپښتنو په زړونو کي دامريکا په مقابل کي کرکه او دنفراحساس راپيداسې ، تر څو امريکا او اروپايي هيوادونه دتل لپاره دپښتنو په مقابل کي حساس اوسې اودوي ته دشک په سترگه وگورې .
دا عمليات دومره درانه وه چي دلوېدېځو مطبوعاتو او ان دامريکا د CNN ټلوېزيون يو تن مفسر(( فيشر)) وويل :دامريکا بمبارۍ دويتنام له جگړي نه ورورسته ډيري درنې او زياتي سختي وې ،ځکه شپه او ورځ په پرله پسي توگه يې دوام درلود.
په هغه وخت کي چي پر کابل او کندهار د بمانو او توغنديو باران ودروسې دولت اعلان وکړ چي شمالي ټلوالي لپاره يې پنجشير ته ټانکونه ،توغندۍ او کلاشينکوفونه رسولي دې ،روسې غوښتل دموقع څخه په گټه پورته کولو سره دنظار شوراتر غاښو په هر ډول وسلو سمبال کړي تر څو داړتيا په وخت کي وکولاي سي له ځان او روسې دگټونه دفاع وکړې ،همدغه مهال ازبکستان هم دجنرال دوستم څخه خپل ملاتړ اعلان . البته دا بايد هېره نشي چي ترکيې تل خپلي گټي دشوراي نظار په څنگ کي ددوستم په وجود کي لټولې دې او دهغه څخه يې تل ننگه کړې ده . همدا دليل و کله چې دوستم دطالبانو له خوا ځغلول کېده سمدستي به ازبکستان او له هغه ځايه ترکيي ته تلۍ .دترکيې په تلويزيون کي ډير ځله په پوځي لباس کي راښکاره سوۍ دۍ او کله کله دده څخه پداسي حال کي چې هيڅ دولتي واک يې نه درلود ديوه رسمي شخص په بڼه استقبال سوئ دۍ . د2001زکال داکتوبر په 20ورځ يو روسي پوځي جگپوړي جنرال ((پاپوف)) و ويل :موږ دشمالي ټلوالي سره په کافي اندازه کومکونه کړې ، دافغانستان شمال زموږ دسياسي اغېزې دنفوذ سيمي بولو ،او دافغانستان دراتلونکي دولت لپاره ښاغلۍ رباني يو مناسب شخص گڼو.(( امريکا ږغ راډيو)) دغو څرگندونو دا فهمول چې روسيه په هيڅ ډول حاضره نده په افغانستان کې پاکستان پلوه حکومت ومنې .
دکابل دښاريانوپه گډون د ايران ،پاکستان او ملگروملتو دسازمان سره داتشويش پيدا سو چي دطالبانو تر وتلو وروسته به څوک په دې ښار کي واکمن کيږې ،ځکه درباني دحکومت دپخوانيو ناوړه اعمالو په اساس نه دکابل خلکو او نه هم ملگرو ملتو غوښته چي شمالي ټلواله دې په کابل کي حاکمه سې . کله چي دطالبانو ماته يقيني سوه ملگرو ملتو ،امريکا او لوېديځو هيوادو پرېکړه وکړه چې هيچاته بايد حق ورنکړه سې کابل ته پر خپل سر ننوزي .
دملگروملتو دسرمنشي ځانگړي استازي لخدر ابرهيمي او دهغه مرستيال فرانسيسوندرل لخواپه افغانستان کي دنوي حکومت درامنځته کولو په هکله پر پلان او طرحي جوړولو کار شروع سو . دبيلو ډلو ټپلو سياسي او جهادي گوندو او تنظيمو سره تماسونه ونيول سوه ، په دې جمله کې ددقبرس او روم جريانونه هم شامل وه . له بلي خواشمالي ټلوالي دموقع نه په گټه پورته کولو سره ځانونه سره منظم او په شمال کي يې دامريکا تر هوايي بمباريو وروسته ولايتونه او کابل ته دننوتلو په هيله يو په بل پسې نيول . برهان الدين رباني چي دکابل تر تخت دلاسه ورکولو يې په تاجکستان ،ايران او روسيه کي شپې او ورځي تيرولې دنوامبر په 21 يې په تاجکستان کي دداکتر عبدالله سره دراتلونکي حکومت په هکله خبري وکړې . هغه دامريکا دهوايي حملو او شمالي ټلوالي ته دلاري دخلاصېدو په هکله معلومات ورکړ. په دغه وخت کي روسي يو ځل بيا په گوته کړه چي دطالبانو تر سقوط وروسته بايد استاد رباني دجمهوري رياست واگي پلاس کي واخلې . دروسې ددغه وړانديز نه تاجکستان،ازبکستان او ايران ملاتړ وکړ ،مگر پاکستان دروسې له دغه نظر سره خپل مخالفت وښود . له بي بي سي اومسکو راډيو څخه زما شخصي ياداښتونه . دپاکستان لپاره هم دا دقبول وړ نه وه ،يوځل بيا هغه کسانو ته ددولت واگې پلاس ورسې کوم چي ددوي په زور يې دافغانستان دورانۍ او افغان ولس دسر په قيمت چي دتلفاتو شمير يې تر يو ميليون اوړې واک تر لاسه کړ، خوهغوي دقدرت دتر لاسه کولوسره سمدلاسه پاکستان ته شا وگرځول ، دروسې ،ايران او هندوستان سره يي دوستانه اړېکي ټينگې کړې . په امريکا کي هم جمهوريت غوښتونکواو دموکراتانو سناتورانودبوش له اداري نه غوښتنه کول چي شمالي ټلوالي ته اجازه ورنکړي تر څو کابل ته ننوزي ،دبرطانيې صدراعظم توني بلير هم علاقه نه لرل چي دا بدنامه ډله يو ځل بيا دکابل دښا دفاتح په توگه دغه ښار ته داخله سې .
دملگروملتو استازۍ لخدر ابراهيمي دشمالي ټلوالي له مشرانو سره خبري وکړې او هغوي ته يې دنړېوالو دا تشويش چي نه بايد کابل ښارته داخل سي څرگند کړ ،ولي حالات دومره گډوډ وه چي دامريکا دليونيو راکټونو او توغنديو په اورولو مصروفه وه ،يو شمير هيوادو لکه المان ايټاليا او انگلستان په دې هکله کار کاوه چي ډير ژر دافغانستان دبرخليک دټاکلو لپاره غونډه جوړه سې . له بلې خواافغان ولس دوحشي بمباريو له امله هک پک پاته واو دخپلو نازولو په وير سرگردانه او فرېشانه وه ، دا دقدرت ليوالو وخت غنيمت وباله پر خپل سر دنومبر په 13ورځ دماذديگر پر شپږ بجو په هغه روسي پوځي لباس کې چي څو ورځي پخوا يې روسي چارواکو شمالي ټلوالی ته دگنډلو او ددوي په ا ختيار کي دورکولو خبر خپورکړی و ((12000)) وسله وال کسان دکابل په وينو لړلي او زخمي زخمي ښار ورننوتل او دکابل زورېدلو ښاريانو يو ځل بيا هغه مخان وليدل کوم چي له لېدو نه يي نفرت درلود . په هغه لهظه چي دا ټلواله دکابل په ښار ورننوتل سمدستي فهيم ځان ددفاع ،يونس قانوني دکورنيو چارو او عبدالله دبهرنيو چارو وزيران اعلان کړه ،دمالي وزارت چاځکه وانه خيست هلته هر څه په گډه چورسوې وه . ددغو مقامو دتر لاسه کولو پر سر يې دبن په کنفرانس کي هم دومره چنې ووهلي تر څو همدا مقامونه همدغو ښاغلو ته ورسېدل . برهان الدين رباني يو ځل بيا دکابل په ښارکي دمطبوعاتو او راډيو گانو په وسيله خپل ږغ دارگ له ماڼۍ نه پورته کړ . فقط څلور ورځي وروسته تر هغه چي دا ښاغلې په کابل ور ننوتل دروسې دبهرنيو چارو وزير سرگې ايوانف اعلان وکړ ، چي يو نفر پوځي او بل دسياسي چاروجگپوړي کار پوهان کابل ته ولېږل سوه تر څو په کابل کي دهغه حکومت دچارواکو سره چي اوس پر وضعه مسلط دۍ او هغه په رسميت پيژنو ليدنه کتنه وکړې او دخپل مينځي مناسباتو دټينگولو په هکله بحث کوي . روسي پدغه د تلوارې سياسي حرکت کولو سره امريکا او نړېوال ديوه تر سره سوې عمل سره مخامخ کړه او داسي يې وښودل چې دحکومت درياست مسله ختمه ده ، هغه دۍ رباني پردولت مسلط دی اداره يې جوړه .
دشمالي ټلوالي کابل ته داخيلېدل ، او پر خپل سر حکومت جول داروپا او امريکايي چارواکو دخوابدۍ سبب وگرځېده،کابل ته دشمالي ټلوالي ورتگ ديوي شورا تر جوړېدو وروسته چي امريکا پلان درلود په نظر کي نيول سوې وه .درباني داسي خپل سری ته امريکا او انگلستان داسي ځواب ورکړ چي دبن تر کنفرانس وروسته يې هغه ته يوازي د((X)) پريزيدنت لقب ور پرېښود او بس .
ملگرو ملتو،امريکا،برتانيې ،جرمني ،فرانسي دافغانستان لپاره د راتلونکې حکومت دجوړېدو ،اساسي قانون ،دمؤقتي او عبوري ادادرې ددندو او نورواړينو مسايلو دڅېړلو په منظور دالمان په وړانديزدهغه هيواد دبن په ښارکي ددوې دخوښي افغانانو په گډون ديوې غونډې دجوړيدو لپاره گامونه گړندي کړه سوه .
دملگرو ملتو د سازمان دسرمنشي استازۍ لخدر ابراهيمي په ايتالياکي دمحمدظاهر شاه ،دهغه دکورنۍ دغړو او هغه له سلاکارانو سره وکتل په خبرو کي موافقه وسوه چي دبن په کنفرانس کي به دپاچا استازي برخه اخلي . په دغه وخت کي چي دظاهر شاه سره دنړېوالو په گډون دافغانانو ليدني کتني زياتي شوې ،موږ په اروپاکي ديو شمير فرهنگي ټولواستازې دتليفون په مټ سره سلا شو چي يو هيئت دي دافغانستان دمسلېدعادلانه حل په هکله دپاچا سره دکتلو لپاره روم ته ولاړ سي . دفرهنگي ټولنو پلاوۍ روم ته ولاړ له پاچا او دهغه دکورنۍ دڅو غړو سره يي دافغانستان دراتلونکي سرنويشت دټاکلو ،افغان ولس دغوښتنو زموږ دوړاندېزونو او يو شمير نورو دعلاقي وړ مسلو په هکله خبري وکړې ، دښاغلي زرين انځور په وينادلومړې ځل لپاره همدغه پلاوي يو ټوک پښتو کتاب دپخواني پاچا کورنۍ ته ډالۍ کړ.
په افغانستان او له هيواد نه بهر ټولو افغانانو ددې لپاره تلاښ کاوه چي دا ځل دبهرنيو هيوادو په مرسته او افغان رون اندو په مشوره او گډون داسي يوه اداره جوړه سي تر څو افغانولس وکولاي سي خپل سرنويشت په خپله خوښه او دولس له ارادې سره ورته وټاکې . ددي کار لپاره زياتوروڼ اندو افغانانو منډي تر ړي وکړې ،مگر له بده مرغه دتل پشان زموږ دهيواد دبرخليک دټاکلو په هکله د هغو څخه چي دهيواد دودانېدو او ښېرازۍ سره يي علاقه لرل چا پوښتنه ونکړه، دافغانستان راتلونکۍ سياسي سرنوشت يوځل بيا دابرقدرتولخوادافغانستان په راتلونکې اداره کي دغوښن ځاي دتر لاسه په خاطر د 2001د نومبر (27څخه دسمبر تر5) نيټی دالمان د بن د ښار د پترسبورگ دتاريخي هوټل دکنفرانسونو په تالار کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي دگوتو په شمارڅوهغو کسانو په گډون چي دوي غوښتل دتړلو دروازو شاته په جوړسوې کنفرانس کې و ټاکل سو. دکنفرانس کار او ټول جوړښت او افغانې مشروعيت دهيوادزيات شمير نظر خاندانو او سياسې څېړونکو لخوا تر سوال لاندې ونيول سو،او زياتي نيوکي پري وشوې چي دا سلسله تر اوسه اوډيره وخته به دوام ولري .
دا ځل بيا دافغان ولس ټولي هيلې په ناهيلو بدلې سوې ،همدا دپرديو لخوا دحکمتونو دجوړېدو پايله ده چې اوس هم دميليارډو ډالرو په رالېږلو سره افغانانو دآرامۍ گوله نه ده په خوله کړې .
د دکنفرانس کارچې دافغانستان په چاروکې دملگرو ملتو د سازمان د عمومي منشي استازي لخدر ابراهيمي او ددغه سازمان دوياند ښاغلي فوزی په مشرۍ پر مخ بيول کېده دامريکا دولسمشر ځانگړی استازي ښاغلي خليلزاد ، دامريکا او روسيې دبهرنيو چارو وزيرانو کولن پاول ،ايگور ايوانوف او شپږو همسايه هېوادونو دبهرنيو چارو وزيرانوچي د (6+2) هېوادو په نامه هم ياديږی ،المان ،برتانيې ، ايتاليې،هالند اوجاپان استازو دکتونکو په توگه حاضر وه .دافغاني لورې نه په غونډه کي دشمالي ټلوالي استازي زيات واو هغوي داحمدشاه مسعود يو لوي عکس هم دغونډي تالار ته له ځانه سره وروړۍ ؤ،لوستونکي خبر دې چي دهمدغه کال دسپتامبردمياشتي په نهمه نيټه احمدشاه مسعود دخواجه بهاالدين په ولسوالۍ کي دناپېژندل سو کسانو لخوا ووژل سو . خو داچي د شمالي ټلوالې استازو له ځانه سره دهغه عکس تالارته راوړ ټول حيران سول چي دا دڅه لپاره؟؟؟
دبن په کنفرانس کې دگډون لپاره دغو ډلو ته دامريکا له خوا بلنه ورکړه شوې وه .
1- د روم دسولې دجريان استازي 9 نفره.
2- د قبرس دسولې دجريان استازي 3 نفره.
3- د اسلامي متحدې جبهې استازي 11 نفره.
4- دپښاور دسولی له جريان څخه 3 نفره.
5- دمشاورنو او څارونکو په توگه 44 نفره.
دا بايد جوته سي چي داډلې په هيڅ صورت دافغان ولس داستازيتوب جوگه نه وې، ددوي دعوت دغه شان سرنويشت جوړونکې غونډې ته کاملا د بهرنيوهيوادونوداړيکو پر اساس تر سره شوۍ و . دا هغه اساسي جفاوه چي زموږ دهيواددبرخليک دټاکل په وخت کي په دې نامه چي وخت حساس دۍ ژربايد هر څه تر سره سي دافغان ولس سره وسوه .ددغي لويې تير وتني اويادځينو لخوا دقصدي او له دښمنيو څخه ډکي کړني دروند پېټۍ اوس دافغانانو ملا ماته کړېده .
دبن دکنفرانس ژبه فارسي وه ،اوهم دهغي غونډي گډون کونکې کوم چې دافغانستان دراتلونکی په هکله يې پرېکړي کولې غوڅ اکثريت دهيوادد لږه کيو قومواستازي وه،په ټوله دنيا کي دامعمول دۍ کله چې د يوهيواددسرنويشت او يانورو ورته ستروملې مسلو په هکله بحث کېږي نو دهغه دډيرکيو سره تر هر چا زيات خبري کيږي او دهغوي گډون دشمير په تله ضروري برېښې ،ځکه دهري پرېکړي په پلې کولو کې په طبعي ډول ډيره کې ډير رول او نقش لري ،مگر دلته دهغه دښمنيو له مخي چي دنړۍ يو شمير هيوادونه يې له پښتنو سره لري ونه غوښتل دغونډي اکثريت دپښتنواستازي او په کل کې روڼ اندي او اهل خبره خلک وې . دغه حالت چي له يوي خوا پښتانو استازې لږ او له بلې خوا دکنفرانس ژبه فارسي وه پر پښتنو استازو بد تاثير وکړ او هغوي له غونډي سره بايکاټ کولو په هڅه کې شول ، دتالار نه ووتل دغي مسلي ته تر هر چا زيات مرحوم حاجي عبدالقدير متوجه سو و ، هغه دملگرو ملتو داستازو سره دکنفرانس دژبي په هکله زيات جروبحث کړۍ وبلاخره هغه داحتجاج په توگه له غونډي دوتلو اعلان کړۍ و ،دهمدي ورځې دماذديگر پنځو بجو شاوخوا وه چي ماته له جرمني څخه ښاغلې زرين انځور چي موږ دنورو سره په گډه دغونډې کار څاره تليفون وکړ او دا جريان يي راته ووايه ، ماته يي وويل چي دحاجي صاحب قدير سره وږغيږه او هغه پخپل نظر پوه کړه ،ماورته وويل چي زه دحاجي صاحب سره بلد نه يم زه به څنگه ورسره وږغېږم که ورسره بلديې ته خبري ورسره وکړه ، داسې پوه سوم چي انځور صاحب هم خبرې ورسره کړې ،ماته يې په ځواب کې وويل هغه تاپه غياب کي پېړنې دا((0049 171 549 1822 (( دده دموبيل نمبر دی ويې ليکه او ورسره خبري وکړه . ما سم دستي نمر وليکل او دمرحوم حاجي صاحب سره مي خبري وکړې په خبرو کې راته معلوم سوه چي وطن او افغانان ټول له يوه مخه په هر قوم اوهره ژبه چي خبري کوي پرگران دي هغه ماته په دغه غونډه کي ديوشمير استازو دسپين سترگيو او شرارت لنده قيصه وکړه ،تر کومه ځايه چي زه پوهېدم مااوهغه خبري سره وکړې او هغه ته مي وويل چي موږ دبن دکنفرانس دجوړېدو پلويان يو خو په دې شرط چي دکنفرانس دجوړېدو موخه په افغانستان کي داوسنۍ کشالي دسياسي عادلانه حل لاره لټول وي ،ولې که هدف دا ځل بيا له بن څخه پر افغانولس ديوې داسي پرېکړي او لاس پوڅي اداري تپل وي چي افغانستان ته نوې بدمرغۍپه خپلو زړو او پېژندل سوو څېرو له ځانه سره راوړي ښه داده چي دا کنفرانس هيڅ داير نسې . په اخير کي مي ورته وويل موږ په غونډه کي دټولو هغوکسانو سرسخت پلويان يو کوم چي دوطن دعمومي مصالحو او گټو دساتلوپه خاطر په کنفرانس کې خپل اواز پورته کوې ، تاسو ډاډه اوسۍ موږ هم حالات څارو،ستاسو له معقول او هغه ملي دريځ څخه چي په هغه کي دوطن او خلکو گټي نغښتي وي په ټول قوت ملاتړ وکوو،په پام کې لروپه ارواپا کي دافغاني روڼ اندو په گډون پدغو نږدې ورځوکښې په فرانکفورت کي غونډه جوړه سي تر څو هلته ټول افغانان دهيواد دراتلونکي په اړوند خپل نظر څرگند کړې . په همدغه ورځ ډير ژر دهغه سره دبي بي سي راډيو مصاحبه جوړه سوه او هغه په مرکه کي ټولي خبري نړېوالو ته بربنډي څرگندي کړې ،له هغې ورځي دشمالي ټلوالي اومرحوم حاجي قدير تر منځ مناسبات تاريک سول .دهغه تر مرگه ماهغه سره دهغي شپي په گډون چي دده په ويناله تورخمه دوروستي ځل لپاره را اوښت دهمدغه موبيل تليفون په وسيله څو ځله دمسايلو په هکله خبرې کړې اونظرونه موسره شريک کړې دي . اوس دي هغه خداي وبخښي او روح دې ښاد وي
غواړم يوه ټکي ته ايشاره وکړم ، ټولو فرهنگيانو او فرهنگپالو په افغانستان کې د تکنو کراتانو ،ملي اوسياسې شخصيتونو او هغو چي کولاې يي سول هيوادته له جگړې په ميراث راپاته بدمرغيو څخه نجات ورکړې په دولتي اداري کې دگډون غوښتونکي وه .
په جرمني کښي دفرهنگيانواو روڼ اندو لخوا دبن دکنفرانس ځاي ته نږدې درنده غونډه دايره سول دهيواد په راتلونکې اداره کي دتکنوکراتانو اونوروملي شخصيتونودگډون څخه ملاتړ او دجنگسالارو يو ځل بيا واک ته رسولو پر ضدشعار دغونډي اساسې موخه وه ،دبن دکنفرانس دتالار نه مصطفي ظاهر او پاچاخان ځدراړدغونډي برخه والوته راغلل او دهغوي دغوښتنو او وړانديزونو تر اورېدووروسته يې هغوي ته وعده ورکړه چي ديو افغان په توگه به دوطن ملي گټي په پام کي نيسې . دمخکنې پلان له مخې په اروپاکي دفرهنگيانو او فرهنگپالو په زياردجرمني دفرانکفورت په ښارکي ددسمبر په لومړۍ ورځ دتر ((نهه سوه)) زياتو روڼ اندو په گډون چي دامريکا او ټولو اروپايې هيوادو دفرهنگي ټولنو استازو او نورو علاقمندانو برخه درلوده ستره غونډه جوړه سوه .
ديادولو وړ يې بولم چي ددغې درنې غونډې لگښت دځوانو وطنپالو نثار احمدشېريندل او خالد احمددياني په مالي مرسته برابره سوې وه ، غواړم ددوي دنومو نو په ذکر کولو سره وښيم چي ښه او دوطن لپاره چوپړ دهيچا نه هېږېږي .
دهمدغه کنفرانس د پرېکړو په اساس دغيرې متجانسو او مختلفو نظرياتواو عقايدو لرونکو په گډون چې اکثريت يې افغان ولس ته د قبول وړنه وه يوه اداره د (( موقتي ادارې)) په نامه جوړه شوه او ښاغلۍ کرزۍ ددغي اداري دمشر په توگه وټاکل سو. دهمدغې مؤقتي ادارې په وړاندې پس له هغه چې اوبه تر ورخ تېرې شوي و ې دومره ستري او دډېرې مودې دندې په نښه شوې چې له هغه لمړۍ ورځې هر هوښيار او پوه سړۍ پدې پوره پوهېده چې دا اداره او دا دندی ډيری سره ليري دې . له بلی خوا ددغودرنو دندو سرته رسول هغه چاته سپارل شوي وه چی داټولی بدمرغۍ دغه ملک ته دهغوی لخوا ډالۍ سوي وې . په هر صورت دبن دپرېکړو په اساس دموقتي اداري په دوران کي يوه استراري لويه جرگه د(( 2002 دجون په 22)) نيټه جوړه سول . دجرگې پاله ښاغلې کرزې ته دعبورې اداري مسؤليت په غاړه ورکول اودحکومت نوې وزيران ټاکل و. عبوري اداري هم همداشان هغه څه کول چي دوي غوښتل . پدغه دوره کې دبن دکنفرانس دپرېکړو له مخي داساسي قانون لپاره کميسيون جوړ سو ،دمطبوعاتو او سياسي گوندونو قوانين دښاغلې کرزې دفرمان له مخي اعلان سول ، ددغه قوانينو اعلان ، دولسمشرۍ او ملي شورا ټاکنې پدا پځوکلو کي يوازنۍ لاسته راوړنې دې .په عبوري اداره کي جنگسالارو او تنظيم سالارو غوښن مقامونه تر لاسه کړه کوم چي دهمدي لپاره ئی شپه او ورځ تلاښ کاوه ، په دولتی ادارو کښی پوهو او لايقو کسانو ته گمارل يو ځل بيا هير شوه. پر دغو ټولو سر بيره يې دحکومت له نوۍ تشکيل سره ناخوښي ښکاره کول ،البته دليل يې داو چي دغو ښاغلو غوښتل هر څه پخپل واک کي ولري، په پښتو کی يو متل دۍ وایی :�کونډی هم ژاړی رنډی هم ژاړې ، هغه چی نن ئی راودکړې هغه په ناورين ژاړې� . دهمدوی په واکدارۍ کښي په لسهاوو زره وړ مسلکی او دپوهی خاوندافسران ،کارپوهان،معلمان، ملکی مامورين، انجينران ، ډاکټران نر اوښځې له کاره گوښه شول،هغوي دخپل اولاد لپاره ديوې گولې ډوډۍ دپيداکولو پخاطر دکابل نه تر پښاوره،ايران ،ډوبۍ او مسکو بازارونوته پلنډيتوب ، ورځنۍمزدورۍ او خټگرۍ په خاطر ورسول .
دعبوري ادارې ددندوپه اساس داساسی قانون دتصويب لپاره لويه جرگه راوغوښتل شوه ،داجرگه دتيرې جرگې په پرتله دقدرت پر سر دسياليو اوهيوادسره ددښمنۍ په کچه ډيره تاريخی وه . تر شلو ورځو زيات ئی د وام وکړ ، ځکه پدی جرگه کی زياتی چني ووهل شوي،پرخوله مهرونه ولگيدل،هر چا غوښته خپل واک ا وقوت دافغانانو او بهرنيانو ننداري ته وړاندی کړی، نږدي ؤ چی جرگه بيله کومی پريکړی پاي ته ورسيږې ، د بهرنيانو ئی کور ودان چی خپلولاس پوڅو ته یی غاښونه و چيچل او هغوي ئی يو ډول جوړجاړي ته وهڅول ترڅوجرگه د يو پايلې په لرلو سره پاي ته ورسېږ ې ،هير بايد نشی چې په همدې جرگه کښی دافغان ولس دلوي اکثريت دروا او مسلمو حقو قو پر خلاف پريکړې وشوې او داسی اساسی قانون تصويب شو چي تر هيڅ ښه ولې دپلی کولو پايلی به ئی زيات ناندريز وې

په 2002زکال دجنوري د مياشتي په21نيټه دجاپان دتوکيو په ښارکي دمرسته کوونکو امريکايي،اروپايي هيوادو ،نړېوال بانک،داسيادپرمختيا بانک ،دملگرو ملتو وجهي صنوق،جاپان ،سعودي عرب ،روسې هند او ايران په داستازوپه گدون لويه غونډه جوړه سوه ، دنړۍ زياتو هيوادو دهر اړخيزو مرستو وعدې وکړې ،په مليارډو ډالر افغانستان ته راغلل . په 200زکال دمارچ په 31نيټه د پنځوسو هيوادو دبهرنيو چارو دوزيرانو او استازو په گډون په برلين کي دافغانستان سره دمرستو کولوپه خاطر بل کنفرانس داير سو ،پدغه کنفرانس کي کرزي د 28ميليارډ ډالرو مرستو دتر لاسه کولو وړانديز وکړ ، وروسته پرېکړه وسوه پر پخوانيو وعده سوو مرستو سربيره دي د افغانستان سره نور 8,2 ميليارډه ډالره مرسته وسې . خو متاسفانه افغانانو ته کوم څه پکښي وه نه رسېدل ،غټه گټه يي چي هره ورځ يې چارواکې يادوي دکندهار کابل سړک دۍ ، هغه هم پسله شپږمياشتوبيا جوړونې ته ضرورت پيداکړ ،او يادا چي ځيني چارواکي وايي موږ هر کلي ته نږدي ديرش زره ډالرو په ارزښت دبيا رغوني لپاره په مصرف رسلې ،ماته څه موده مخ کي يو افغان چي تازه له وطنه راغلۍ و قيصه کول ،ويل يې کله چي په راډيوکي دولتي چارواکي ولس ته دخدمت خبري شروع کړي پخوا به يې پرې خندل مگر اوس راډيو گوله وې ،موږ نه پوهېږو چي ددغو پروژو ثمره ولي سيلابونه يوسې ؟؟،او ولي په کال کې تر يو ميليارډ زيات دپلاستيکي شيانو درانيولو لپاره پاکستان گټه تر لسه کړې ، داچي ايران ، چين ، ډوبۍ او نور هيوادونه ته څومره پيسي دهمدي تجملي شيانو درانيولو لپاره لېږل سوي که يې سړۍ حساب کړي پر بدن يې ورېښتان جگ جگ دريږې . موږ هر څه لرو خو هيڅ نلرو او تر غوږوبه که خير و دهمدغو نا عقبت اندېشو مسؤلينو دکار په برکت په بهرنيو پورونو کې ډوب سو!!!
څرنگه چي دافغان ولس دبرخليک خښته دبن په کنفرانس کي کږه ايښودل شوې ده ،درون اندو او خواخوږو په عوض ټوپکمار او جنگسالارو ته دولتي واک پلاس ورکړه سو ،او پر قدرت باندي ددوي پاته کېدل دوام لرې نو هرومرو به تر څوچي داکسان او همداتنظيمونه وي په هيواد کي به دهر اوښتون دماڼۍديوال کوږ وې . هغه دلوي شاعر شعر دۍ چي وايي : سنگ اول چون نهد معمارکج تا ثر ياميرود ديوار کج
دمطبوعاتو قانون تصويب د يوازنې نسبې مثبت اوښتون په توگه دهغو نيمگړتياو پر اساس چي لرې يې په عمل کی پلی کول ستونزمن شول، مثلادمطبوعاو آزادی يو وازی دا معنا نلرې چی په سلهاوو ورځپاڼی نشرات وکړی ،مختلفي تلويزيونی او راډيویې دستگاه وې فعاليت ولری، مهمه دا ده چی داخپرونی په هيواد کښی دآزادۍ، دموکراسۍ ،سولی او امنيت دټينگښت ،ځوان نسل دعلم او تخنيک په برياوخبرول اوافغان ولس يوپر مختللي متمدن او معقول ژوند ته هڅول وې . له بده مرغه اوس دغه دډله ايزي خبرونی وسيلې دحقايقو دانعکاس توان نه لري ،هغه کسان چه هغوي عملآ دافغان ولس دگټو پر خلاف کړني سرته رسوې ،رشوت خوري ،دخلکو پر ملکيتو تعرض کوې ،ملي شتمني لوټوې ،دتارياکو او هيروئېنو تجارت کوې په هيڅ ډول ځانته دهغوي دافشأ کولو جرات نسي ورکولاي . دوي دبنسټپالو جنگسالارو او تنظيم واکو،دپلانونو دپلي کولو ناوړه پايلې نسې برملا کولاي ، تر اوسه په هيوادکې څوک خپل نظر اوعقيده نسې څرگنده ولاي ،هر څه چي دچارواکو ،جنگسالارو او تنظيم واکانو خوښ نه وې تر سره کونکۍ يې سمدلاسه په کفر او داسلامې احکامو څخه په سر غړونه تورن کېږې . همدا اوس ددموکراسۍ څخه ددوي په گټه دتعبير په اسا س هر لهظه ليکوال،خبر لوڅ ،هنرمند، فرهنگيان اود خپلواک اند خاوندان تر جدي دتهديد او توهين لاندي شپي ورځي سباه کوي ، دهغوي خبرو او وړانديزو ته څوک غوږ نه نيسې او نه يې هغوي له ډاره اظهارولاي سې .
بلې په هيواد کي ولسمشر وټاکل سو ،دادۍ نن سباه دملي شورا دټاکنو پايلې چي دپيسو او درغليو و تهديد په زور دهمدغو دموکراسۍ او ملې گټوخلاف کسانوونډه به پکې زياته وي پداسي حل کې روښانه کيږې ،چي دافغانانوغوڅ اکثريت له ولسمشر نه خفه اوملي شوراته دټاکنو بهير په مختلفو بڼو دگټونکواوبايلونکولخوا دلاس وهنو او درغليوتر نيوکو لاندې دۍ . بيچاره او دربدره ولس اوس پوهيږې چي دوي به دکوم ډول پارلمان درلودونکي وې .په رښتيا سره هغه ارزوگاني چې ولس دبن دکنفرانس دپرېکړوله پلي کيدو څخه لرلې يو په بل پسې په ناهيلو بدلي سوې .
دبن دکنفرانس دپريکړوله مخي دعبورې ادادرې چي دپارلمان تر لومړۍ غونډي پورې يې معياد اوږد دۍ اساسي دندي په افغانستان کي بيله قيداوشرط نه دوسلو ټولول ،دملي اردو،ملي پوليسو اوملي امنيت ادارو پر سمبالتيا سر بېره پدغو اداروکي دتشکيل له مخي دپوهو اومسلکي افسرانو گمارل ،هغه چا ته چي لاسونه يې دافغانستان دبې گناه خلکو په وينو سره او دعامي شت منۍ په لوټولو او ملي خيانت متهم وي له حکومت څخه شړل ،دښځي او ماشوم دحقوقو تظمين ،دکوکنارو دکرلو او هيروئينو دسوداگرۍ مخنيوۍ ، دبهرنيو مالي او مادي مرستوڅخه په استفادې سره دهيواد په ښارو او کليو کې دبيارغوني کار،دښونې او روزنې رواج ، دهلکانو او انجنو لپاره وښوونځۍ اوعالي تحصيلاتو مؤسسو ته دتگ امکانات برابرول،روغتيايې خدمتونه ،ديوې سالمې دولتې ادادرې جوړول ، کار دکار واهل ته سپارل ،په دولت کي دافغان ولس له ستوني څخه دپخواني قوماندان ،پاټکوال ،تنظيم سالار او جنگسالار لاسونه لنډول په گوته شوی وه،له بده مرغه دايوه دنده هم چي افغانستان به يې له همدا اوسني حالت او بې امنيتيو څخه ژغورلۍ واي تر سره نه شوه .
ددواړو لويو جرگو جوړېدل اواساسي قانون تصويب دافغان ولس دگټو پر خلاف د مصلحتونو پر بنأ تر سره سول ،جنگسالار په نوي بڼه ،پاټکوال او محلي قوماندان په دولتي جامه ،ددموکراسۍ او متمدني ټولنې دجوړېدو،دښځې او ماشوم دروا حق ،دبيان او عقيدې دآزادۍ مخالفين دقضاوت کونکوپه توگه ،داړمارو او چپاول گرو ددولتي کارپوهانو په نومونو پر دغه زورېدلي ولس دانږدې پنځه کاله حکمرانې کوې،او څوک يې مخه هم نسې نيولاي . دکوکنارو کرل ددولتي جگپوړو چارواکو دبربنډي او نيغي لاس لرنې اودهېروئينو دپټې دسوداگرۍ نه دگټي ترلاسه کولو په خاطر ددي پر ځاي چي کم سي ورځ په ورځ زياتيږي دنړۍ په سلو کې 87 تارياک زموږ په هيواد کې تو لېډېږې،افغانستان اوس دتارياکو او هېروئينو دتوليد کونکو هيوادو له جملې څخه لومړنۍ هيواد دی چي په دومره پيمانه انسان وژونکی توکۍ توليدوې ،ددې گټه په ميليارډوډالره ده مگر دا پيسې هيروئنوسوداگرهيواد ته نه راوړې دخپلو نازولو او يا له دي ډاره چي ممکن کومه ورځ ددغه کړېدلي ولس دصبر کاسه ډکه سې او ديو ملي پاڅون په نتېجه کي يې له هيواده ورک کړې په بهرنيو بانکو کښي ساتې . ځکه هم داښاغلي نه غواړي چي افغان ولس دي په نس موړ سي او يادي دلته زراعت ،صنعت او مالداري پياوړې سې . د افغانستان دخلکو بې وزلی ددوي په گټه ده ، دنړيوالو دمعلوماتو پر اساس افغانستان دنړۍ د 187هيوادوله جملې څخه 173هيواد دۍ .دادۍ دهېروئينو اوکوکنارودخرڅلاو او توليد له درکه افغانستان ته دزياتو پيسو برکت .
د2001زکال دسپتمبر ديولسمي نه بيا تر ننه پوري زموږ دولس تاريخي دښمن پاکستاني چارواکو له دغوناخوالو، نيمگړتياو اوددولتي چارواکو نه دافغانانو دخوابدۍ څخه پوره گټه اخيستې تر اوسه په بری دالقاعدې دتروريستي سازمان ،په پاکستان کې دنورو بنسټپالو سازمانو دمشرانولکه مولانا فضل الرحمن پشان خلکو په مدرسو کي هغه کسان چي مغذونه يې مينځل سوي او فناتيک ځيني جوړ سوې وې د افغاني بنسټپالواو طالبانو په وسيله زموږ په وطن کي دبي امنيتۍيو او نا ارامۍ يو داور لمبي تازه ساتې . له 1972زکال نه راپه دې خوا دپاکستان آي آيس اې او پوځي استخباراتو په افغانستان کې دومره ريښې ځغلولې چي نور سل کاله به لاهر حکومت چي په افغانستان کې جوړېږې پاکستان به په هغه حکومت کې هرو مرو خپل کسان ولرې . پدې بايد هر هغه څوک چي په رښتيا ځان افغان بولې پوره پوه وې چي پاکستان دتاريخ په اوږدو کې له هغه ورځي چي له انگليسي مور نه دهند په خاوره کي زيږيدلۍ دۍ د افغانستان او افغان په مقابل کښي يې دبيطرفۍ او دوستۍ د سياست پر ځاي زموږ په خاوره کي دبې شرمانه سياسي او وسلوالو لاس وهنو او دسيسودپلې کېدو څخه ندۍ ستړۍ شوۍ .په زياته خوښۍ سره يې ددوستۍ تر نامه لاندې دافغانستان دبربادۍ او ويرانۍ ننداره کړېده ، پر افغان وژنه ، ربړېدنه او ژړا يي خوند اخيستۍ!.
پاکستان تل ددوستۍ او اسلامي اخوت تر نامه لاندي خپل کرغيړن سياسي ،اقتصادي او فرهنگي دښمنانه پلانونه دافغان ولس پر خلاف متاسفانه دافغان په وسېله پلي کړي او دا لړۍ په زياته هوښيارۍ همدا اوس هم روانه ده .
يو فلسفي اصل دي که دولت او حکومت ونسې کولاي دخپل رعايت يعني عام ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووايې ،ولس ناراز او خوابدۍ وې په هغه صورت کي هر مخالف ځواک په ډيره اسانۍ سره کولاي سې ولس دخپل دولت پر خلاف راوپاروې . پاکستان ددغه ټکې په پوهېدو سره دخپلو استخباراتې شبکوپه وسيله چي په افغانستانکې يې کمۍ نسته اوس دخپلو لاس پوڅو په وسيله دامريکا او امريکا پلوه دولت سره دجهاد په نامه افغانستان ته دترهگريواو وسله والو بريدونو دسرته رسولو لپاره را استوې ، دلته علاوه پر دغه چي امنيتې حالت يې له سخت گواښ سره مخامخ کړی دۍ بې گناه افغانان وژني . همسايه هيوادونه دهغه جملې په ځانگړې توگه ايران هم دخپلو سياسې مذهبي او ژبنيو اړيکو او هغو تنظيمو په وسيله چي په ايران کي دافغانستان لپاره جوړ سوي وه دخپلو سياسې او اقتصادې موخو ته درسېدو لپاره دوامداره مداخلي او لاس وهني تر سره کوې چي دعامو خلکو له نظره پټې نه دې پاته . ايرانې اخندان غواړې د امريکا سره خپله دښمنې دلته زموږ په هيواد کي دافغان معصوم انسان دژوند په قيمت تر سره کړې هر څومره چې امريکاپه افغانستان کي ښکيل پاته وي په هغه اندازه دايران په گټه ده تر څو ايرانيانو ته وښې وگورۍ امريکا په افغانستان کې څه وکړه چي له ايران سره به يې وکړې په يوه خبره دافغان ولس په بدبختۍ کې ددغو اخوندانو داقتداردوره اوږدېږې .
کله چې دامريکا لخواطالبان اودالقاعدي سازمان وځپل سوپاته شونې يې له افغانستان څخه پداسي حال کې چي ټولو ليدل پاکستان ته وکوچېدل او ياپخپله په هيواد کې دڅه مودې لپاره غيرې فعال پاته سول ، هغه چې ولاړل هلته يې پسله څه مودې ځانونه دوباره منظم کړه او دپاکستاني استخباراتو لخوا ورته دپټېدوټاکلې ځايونه په گوته سول . ماته دوه کاله پخوا يو افغان چي دپاکستا څخه راغلۍوويل (( د طالبانوله کښته نه تر پورته ،عرب او نور ټول هغه چې په افغانستان کي دامريکا پر ضد جنگ ته راغلي وه ،کله چې يې ماته وخوړه پاکستان ته راغلل ټول دپاکستان په ښاروکي چکري وهې ،کورونه ، دفترونه لري او تبليغات کوي . بايد وويل سې چې دطالبانو اوالقاعدي جگپوړې همدا اوس هم ټول په پاکستان کې اوسې . د يولړزياتوبېلگوله مخې دا باور پيداکيږي چي پاکستاني چارواکې له سره درواغ وايې او دوه مخۍ سياست چلوې ،امريکا او نړيوالو ته وايې موږ ته پيسي او وسلي راکړۍ چي تروريستان په وځپو مگر دوي هغه پيسې او وسلې بيا تروريستانو ته ورکوې او افغانستان ته يې زموږ سره دډيورنډ دکرښې پر سر دتاريخي دښمنۍسرته رسولو لپاره رالېږي .
دپژواک دخبرې اژانس سره جنرال بابر په يوه مرکه کښې دخپل رهبرضيأالحق څخه په سر ټکولو سره چي گواکې تر دغه زيات يې بايد دافغانستان په کورنيو چارو کې مداخله کړې واي له پټو رازونو پرده داسي اوچتوې وايې : (( زموږ له ټولو مشرانو سر ښې اړېکې وې،،له استاد ربانې سره مو هم د1973زکال څخه اړېکې درلودې،خو کله چي په 1992زکال مجاهدينو داستاد ربانې په مشرۍ په کابل کې واک تر لاسه کړ ،نو له پاکستان سره يې اړېکې ښې نه وې چې لامل يې دپاکستان دپخوا نې ولسمشر ضيأ الحق ناکامه پاليسې او پلانونه وو،افغان مهاجرين يې په اوو تنظيمو ووېشل او په خپل سر يې له عربو او نورو مسلمانو هيوادو څخه دمرستو په راټولولو پيل وکړ ،بله داچې ضيأ الحق بايد دپروفيسر ربانې په مشرۍ کې له افغانستان څخه بهر دافغانانو يو عبورې حکومت جوړ کړي واي،خو ضيأ الحق دا کار ونه کړ )). بلې جنرال بابر بايد خفه وې ځکه لومړۍ خو همدغو دتنظيمو رهبرانو ضيأ الحق ته دستر مجاهد خطاب کاوه او بابر يې هېر وو،دوهم دا چي بابر او هغوي چي بابر يې استازيتوب کاوه غوښتل کله چي استاد ربانې دوې دکابل پر تخت کښېناوه هغه دډيرو پخوانيو اړېکو له مخې چي پاکستانيان په خبر لانه وه دروسانو پلوۍ حکومت جوړ کړ ، ضيأ الحق بايد يو ځل بيا لکه دمرحوم نجيب الله په وخت کې ، له افغانستان څخه بهر دتنظيمو درهبرانو څخه يو جلا وطنه حکومت جوړ کړۍ واي ،او هغوي يې په افغانستان کې واک ته رسولۍ واي ،چي بابرخيلو بيا دضيأ تر مرگ وروسته دا کار وکړ .اساسې خبره داده چي دپاکستان دداټولوهڅواو تلاښو محور دادۍ چې په افغانستان کې داسې ډله او يا تنظيم په حکومت کې واک ته ورسوې تر څو دهغوي په مټ دډيورنډ دکرښې په رسميت پېژندلو او برخليک ټاکلو مسلي ته دپاي ټکۍ کښېږدې .
يو امريکا يي پوځي چارواکۍ دآزادي اروپاله راډيو سره په مرکه کښي وايي : . . . پاکستان او دهغه امنيتي سازمان ( آي آېس آې ) اوس مستقيم دطالبانو پاته شوني ،دالقاعدي سازمان او گلبدين حکمتيار حمايه کوي . زموږ دراپورونو له مخي داډلي په پاکستان کي پټي سوی دي ،اوپه افغانستان کي دپاکستان په اشاره تخريبکارانه کړني کوې . ښاغلي کرزي د2002 دسپتامبر په مياشت کي پر پاکستان رسمي تور ولگاوه چي هغو گلبدين ته پناه ورکړې او همداډول دالقاعدې سازمان دپاکستان له خاوري دطالبانو په وسيله زموږ په جنوبي او جنوبي غربې سيمو کي دافغانستان او ائېتلاف دقواو پر خلاف وسله والي غلچکۍ حملې کوي .
دامريکا دپوځونو نطاق په همدغه کال اعلان وکړچي طالبان او دالقاعدي سازمان دبيا جوړوني په درشل کې دې او دحکمتيار سره يي يو ځاي دامريکا او افغانستان دحکومت پر خلاف جهاد اعلان کړۍ .
څرنگه چې دافغانستان په کورنيو چارو کي دگانډيو هيوادو لاس وهنې دطالبانو دله منځه وړلو په موده کې ډيرې زياتي سوې د2001زکال ددسامبر په مياشت کي دهمسايه هيوادو سره دنړيوالو نورمونو په فام کې لرل ، يودبل په کورنيو چاروکي دمداخلو او لاسوهنو دبندېدو په خاطر يو سند چي دکابل داعلاميي په نامه ياد سو دافگانستان او گاونډيو هيوادوتر منځ لاسليک سو . مگر دزمان واقيعتو يو ځل بيا وښودل تر څو په بهرنيو پوري تړلي له واکه بې واکه نسي داسي او دافگانستان په اړوند دنه لاس وهنو موافقه دسوپر پاور امريکا او ملگرو ملتو دامنيت شورا تر مستقيمي څارنې لاندي نه وي دگانډيانو،ليريي پرتو هيوادواو پاکستان مداخلې او لاس وهنې به دوام ولرې .
که له هغه نه وروسته چي په افغانستان کي دښاغلې کرزي په مشرۍ مؤقتي ادارې په کار پيل وکړ او پاکستاني استخبارات وتوانېدل په خپله خاوره کي د طالبانو ، القاعدي سازمان او گلبدين حکمتيار تر منځ اسلامي متحدي جبه جوړکړي . پاکستاني استخبارات او بنسټپاله مذهبي ځيني رهبران په دې نامه چي بهرنيانو افغانستان اشغال کړۍ او هلته اسلام ته توهين کېږي ، امريکا داسلام دښمن هيواد دۍ،په افغانستان کې امريکا پلوه کسان حکومت کوې ،دخپلو تر بيه سوو په وسيله په وسله والو حملو او بريدو پيل وکړ، تر اوسه په افغانستان کي يوه ورځ هم نه ده تېره سوې چي څو تروريستې حملې دې نه وي اجراسوې ،که دپنځوکالو ورځې وشميرو 1825ورځې کيږي که هره ورځ په اټکل توگه څلورنفره مړه سوې وې نو شمير يې (( 5900 ((تنو ته رسېږي دا په دې معني چي دپاکستان سره زموږ گاونډيتوب افغانستان ته بيله جگړې داعلان څخه ددومره انسانانو دژوند په قيمت تمامېږي، دا چي نور به څومره افغانان په خپل وطن کښې ددې لعنتي کرښي دسرنويشت دټاکلو قربانيان سې تر اوسه څوک نه پوهېږې . وکرزي ته لاد مبارکۍ ويلو مراسم نه وه خلاص سوي چې د 2002ز کال دجنوري دمياشتي په څلورمه ورځ گرديز ته نږدې پر افغانې او بهرنيو ځواکونو حمله وسوه چې په هغه کې پر افغان سربيره يو نفر امريکايې عسکر هم ووژل سو، دا لومړۍ امريکا يي عسکر و چي په افغانستان کي يې ژوند دلاسه ورکړ .
دهمدغه کال دفبروري په 25ورځ محمد خاتمې دکرزي نه دموقتي ادادري دمشر په توگه استقبال وکړ مگر تر دغه دولس ورځي مخکښي يعني دفبروري په 10 مه ورځ افغاني سر تېرو په شينډنډ کي دايراني گارد جنرال داتو نفرو سرتيرو سره يو ځاي ونيول او امريکا يي ځواکونو ته يې وسپارل ،دهمدي مياشتي په 22نيټه دکابل ښار په غرب کې پر برتانيايي عسکرو حمله وسوه ، دفبروري په 19 نيټه په خلم کي دتر هگريز بريدپه نتيجه کې څلور افغانان او يو دمرستندويه ټولني کارمند ووژل سوه .
د2002زکال داپريل دمياشتي په پنځمه ورځ دکورنيو چارو وزارت او امنيت اداري لخوا160نفره دگلبدين دطرفدارانولخواددولت پر ضد دکودتا په نامه ونيول سوه .
پاکستان له يوې خوا دافغانستان سره ددوستۍ خبري کوي او ائيتلافي قواوته دروغجني وعدي ورکوې چي گويا دوي دتروريزم او په اافغانستان کي دنااراميو دعاميلينو پر ضد مبارزه کي هر اړخيزه تلاښ کوي ،کله چي لومړۍ ځل 2002زکال داپريل په درېيمه پرويز مشرف افغانستان ته ديوي لنډي کتني لپاره افغانستان ته راتلۍ ژورنالستانو ته وويل : پاکستان به هيڅ وخت دافغانستان په چارو کي مداخله ونکړي .داپه داسي حال کي وايې چې دطالبانو يو مشهور قوماندان ملا جانان يو ژورنالست ته په خبرو کي وويل ،اوس موږ تر بل هر وخت منظم يو او تر(( ((40زرو زيات کسان دتيارسۍ په حالت کي لرو که ضرورت سي هغه لهظه جنگ ته وردانگو ،دا کسان اوس افغانستان ته نږدې دپاکستان په غرونو کي اوسېږي ،موږ له هغوي نه کوچنۍ ډلې افغانستان ته دعملياتو لپاره لېږو .
يو وازې په 2003زکال دجون په 29مه په ننگرهار،جولاي په دوهمه ، پنځمه او اتمه ومهمندو په سيمه ،دجولاي په 13مه دمهمنداجنسۍ ته نږدې ،داگست په 17مه چمن ته نږدې دافغانستان او پاکستان دسرحدې قواو تر منځ وسله والې نښتې ځکه وسوې چي هر ځل پاکستانيانو تيرۍ کړۍ و. دسپتمبر 13نيټه ښاغلې کرزې په خپله يوه وينا کې دپاکستان او په پاکستان کې د مذهبې رهبران دطالبانو په حمايه او افغانستان ته
دهغوي په رالېږلو ترن کړه .
دافغانستان حکومت څو ځله ددطالبانو دمشرانو او قوماندانانودنومو ليست پاکستاني چارو ته لېږلۍدۍ خو هغوي دتل پشان غوږونه کاڼه اچولي دي ،يوازي که دامريکا او نړيوالو تر زيات سياسي فشار لاندي راسي بيانو هغه کسان چي نور يي دوي نه شي ساتلاي قرباني کوې او دنیولو اعلان يي کوي لکه لطيف الله حکيمي او نور ،دا په واقيعت کي هغه کسان دي چي نور دوي بايدپاکستان قرباني کړې . وايي (( درواغجن دي درواغ وايې او هوښيار دي قضاوت کوي)) ،دابه څوک ومني چي لطيف الله حاکيمي دورځې لس ځله دپاکستان له خاوري په غټ گمان له خپله دفتره چي دآيس آي اي کارمندانو ته ښه معلوم و په افغانستان کي به په هر بريداو تروريستې عمل خبرېده او دنړۍ ټولو خبري اژانسو ته يي په زياته دلاورۍ دطالبانو لخوا ددغو حملو دپړي پر غاړه اخيستلو خبر ورکاوه ،ولي پاکستاني استخباراتو تل ويل موږ ته دهغه دپټېدو ځاي ندۍ معلوم او هگه په پاکستان کي نهاوسي،ددوي درواغ تل ښکروروې هغه په پاکستان کې اوسېده ځکه يي هلته ونيوه .که هغه معلومات چي دطالب جگپوړو چارواکو او القاعدي دسازمان مربوطو کسانو دنيولوپه هکله خپاره سوې دې وڅېړو دا به څرگنده سي چي 85 په سلو کي دا کسان دپاکستان په خاوره او يا له پاکستان څخه افغانستان ته دراتگ په وخت کي نيول سوي دي ،د2005زکال دمۍ دمياشتې تر پنځمې نېټې پورې تر (( 700)) زيات کسان چي دالقاعدې دسازمان سره يي تړاو درلود امريکا ته سپارلې دې ،ولي بيا هم له پرويزمشرفه نيولې تر ټولو پاکستاني جنرالو نو پورې په زياته سپين سترگۍ سره دنړيوالو په سترگو کي خاوري اچوي او څرگندوې چې طلبان ،القاعده او نور ترهگر په پاکستان کي نشته او نه به دلته ځاي ولرې . په افغانستان کي دامريکا سفير دبي بي سي سره په مرکه کښي واضح څرگنده کړه چي بن لادن او ملا عمر په افغانستان کې نسته ،هغه دپاکستان کې دې هغه ديوې تلويزيوني شبکې ((ژنو))سره دطالبانوديووتلې قوماندان ملا اختر عثماني سره مرکې ته گوته ونيول او څرگنده يې کړه څنگه ومنل سې چي يو خصوصې تلوېزيون کولاي سي ديو قوماندان ادرس ولري مگر دپاکستان حکومت دهغوي داوسېدو له ځايو نه ځانونه بې خبره ښې . دروان کال ددجولاي دمياشتي په شپږمه ورځ امريکاد CIAدسازمان درئېس ((پورترگوس)) ديو خبرې اژانس دسوال په ځواب کي ويلې يې وه امريکا ډير ښه پوهېږي چي اسامه بن لادن چيرې پټ دۍ ولې دبل هيواد دحريم دمسلي په اساس دهغه محاکمه ستونزمنه ده . پرويز مشرف ABC دخبري شبکي سره په مرکه کښي وويل : ممکن بن لاد تر اوسه ژوندۍ وې ،که بن لادن په پاکستان کي هم ويې دبل هيواد مامورين دهغه دنيولو حق نه لرې ،هغه ايضافه کړه زه فکر کوم هغه دافغانستان او پاکستان دسرحد په منځ سيمو کي اوسېږې . هغه ديوبل سوال په ځواب کي چي که پاکستان بن لادن پيدا کړې امريکا ته به يې وسپاري ،وويل هغه شرايط به گورو. خو هغه زياته کړه ارزو مي داده چي امريکا اسامه بن لادن په افغانستان کي ونيسي . جا لبي خبري تاسو قضاوت وکړۍ دا جنرال صاحب يو ځل په غرور وايي موږ به چاته اجازه ورنکړو چي زموږ په خاره کي پردې عمليات وکړې ،اوکه بن لادن موږ ونيسو پخپله به يي محاکمه کړو ،مگر کله چي دامريکا نوم مطرح سي بيا داجنرال دسرباز مقام ته راټيټ سي او وايي هغه ساعت او مصلحت . خو ددې لپاره چي بن لادن او مذهبي بنسټپالي له پرويز مشرف نه مخ وانه ړوې او دهغه سره مخالفت ونه کړي وروسته واېې ،داچي امريکا او لندن يانور پاکستان دترورستانو په ساتلو او حمايه کولو تورن کوې دا غلطه خبره ده ،هغه وويل د ادتروريزم څخه حمايت نه ده دپاکستان خلک دامريکا دسياست مخالف دي او اسامه بن لادن هغه کس بولي چي دامريکا پر ضد مبارزه کوې . دا هغه رښتياوه چې پرويز مشرف دبنسټپالو دخوشحاله کولو لپاره وويل او هم يې امريکاته دا وښودل چي زه داسي ستاسو مخالف ولس اداره کوم کنه نو ټول ستاسو دسياست مخالفت کوې . ولي داچي پاکستانيان دامريکا دکوم سياست مخالف دي دا ښاغلۍ هغه نه رسواکوي ،نو ځکه افغانان وايې دامريکا او يابل هيواد ددوي په وينا دغلط سياست قرباني ولې افغان ولس سې؟د پاکستان حکومت ولې تر هگروته اجازه ورکړې چي زموږ په خاوره کي دامريکا سره دښمني تر سره کړې؟ بلې که رښتياهم بن لادن لومړۍ درجه تروريست دۍ او امريکا پسي گرځي بيانو ولي پسله هغه چي داستخباراتي معلوماتو دشرېکولو او گډو عملياتو پروتوکول يي له پاکستان سره لاسليک کړۍ دی امريکا يي پوځيانو ته اجازه نسته چي بن لادن په پاکستان کي ولټوي ؟داپه دي مفهوم ده چي پاکستان نه غواړې ټولي هغه افراطي او تروريستي زالي چي دا ديرشکاله يي جوړي کړې نړېوالواو امريکا ته رسوا او ددوي نوکران يو په بل پسي ونيول سي . دا هم جالبه ده چي امريکايان په دبن لادن او نوروتروريستانو پسي دگرځېدو او نيولو په ډنډورودنړېوالو غوږونه کاڼه کړه اودلته پرويز نشرف وايي هر څه زه په خپله کوم او بل چاته حق نسته . دامعلومه ده چي دطالبانو او القاعدي دسازمان په برکت به پاکستان نړيوال لوشې او ډالر به تري تر لاسه کوې ، په افغانستان کي به خپل تاريخې کرغېړن هدف يعني دډيورندپرکرښې باندې خپله خېټه اچوې ،او پدې بهانه چي دترهگرو مخه ونيول سی پر په اصطلاح سرحدباندي داغزيو لرونکې ديوال دغزولو حق په جانبه وړانديز هغه هم دملگروملتو دسازمان په شپېتمه غونډه کي دامريکا دبهرنيو چارود وزيرې ته ،جالبه لانجه له افغانانو سره ولي دحل وړانديز يي بهرنيانو ته ؟؟؟ . همدلته پوښتنه کېږي .ښاغلۍ پر ويزمشرف دادومره پوځايان ،دپاکستان اتباع ،او په پاکستاني مدرسوکي روزل شوې کسان چي په افغانستان کي نيول سوې دي له کومه شوه ؟ له اسمانه راکښته سول ؟دا په ميرام شاه کي دمنبع العلوم او حقانيه مدرسې چي مولوي جلا الدين پورې اړه لري څوک او دڅه لپاره روزې ؟ ايا ستاسو استخبارات ددغو مدرسو په موجوديت نه دې خبر؟هرومرو خبر دی . هغوي چي ستاسود استخباراتو او هغو افراطيونو چي ستاسو دنيغ ملاتړ نه برخمن دۍ ، غواړي ستاسو له دولتي امکاناتو څخه په استفادې سره ځانونه داسلام ټيکداران وښيې او پر موږ دخپلې خوښې حکومت تپې دا څوک دی ؟ داچي کله دامريکا الوتکي دکرښي پر غاړه دتروريستانو په ځپلو پسي عمليات شروع کړې او يا ستاسو پوځ چي دبهرنيو دفشار له مخي گويا دالقاعدې او طالب چارواکو پر ضد عمليات شروع کړي د I.S.I لمبر پليټ لرونکو موټروکي تاسو څوک بل دامن ځاي ته رسوۍ ؟ او ستاسو په دغو موټروکي اياطالب او دالقاعدي کسان چکرې نه وهې؟ دغه وسلې له کلاشينکوف نه نيولې تر راکټه دهشکې ،هوان،لاسي بمونه ماينونه ،موټر سايکلونه او نور وسايل دوي له کومه کړه . زه پوځې نه يم ولي دومره پوهېږم تر څو چي يو قوت ته وسله په دوامداره توگه ونه رسېږي هغه جنگ نسي کولاي ، داوسله ودي له کومه پيدا کوې ؟ په 1382زکال ستاسو اجنټانو او استخباراتي کارمندانو بريکوټ،ناري،اسمار ،وانگام،مروری، سرکاڼو،دخاص کنړ ولسوالۍ ،يعقوبيو،لعل پورې په سيمو کي څه کول ؟او دخلکو سره مو په څه خاطر پټي او ښکاره ليدنې کتني کولې ؟ او دڅه شي وعدې مودڅه په مقابل کي روکولې ؟ زه هغه ننگرهارته څيرمه سيمو، يا کنړ او خوست کي ستاسو دوسله والو پوځې تيريو پوښتنه نه کوم !!! چي دکوم حق له مخي تاسو زموږ پر پاکه خاوره تېرۍ کړۍ و؟ او زموږ په هيواد کي مو زموږ دوسلوال پوځ سره جگړه کول هغه دڅه پر سر جگړه وه ؟ او څوک ملامت و؟ داچي مولانا فضل الرحمان وايي : لکه څرنگه امريکاپه عراق کي ونسول کولاي امنيت راولې همداسي په افغانستان کي هم حالات ښه نه دې . دا او دحافظ حسين احمد ويناوي دبل هيواد په کورنيو چارو کي مداخله نه بولۍ ؟ دا اوپه سلهاو نوري پوښتني دې چي ځواب يي يوازي پرويز مشرف ، دهغه پوځ او استخباراتي لعنتي اداره ويلاي سي . دهيڅ منطق له مخي ديو هيواد عادې خلک په بل هيواد کي نه اسلام گټي او نه هم دچاپه دفاع کي درېږې .
پاکستان غواړ ي افغاني چارواکو او دهغوي بهرني مرستندويه هيوادو ته څرگنده کړي چي دوي بيله پاکستان دمرستي څخه نشي کولاي په افغانستان کي امنيت ټينگ کړي . کله چي سږکال په افغانستان کې دبن دتوافقاتو په اساس انتقالې ادارې ته دورکړه سوو دندو له جملې نه دوروستۍ دندې په توگه دملې شورااو ولايتې شوراگانو لپاره دټاکنو ځانگړې جرگه گۍ ته دولسمشر کرزي لخوادفرمان په اساس دنده وسپارل سوه ،اودټاکنو کمېسيون په کار پيل وکړ ، پاکستان هم سمدستې دطالبانو په وسيله دملې شورا او ولايتې شوراگانو پر خلاف دتبليغاتي کمپاين په څنگ کي داورپکو په وسيله دهيواد په يوه او بل ځاي کي تروريستي بريدونه او ترهگرۍ ته زور ورکړ .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery