مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تقريـظ :محمدقاسم( حليمي)

 دهغو زندانيانو په ياد چه په تورو او تنګو خونو كې لاس او پښي تړلي دتندي او لوږي شپي پدي اميد تيروي چه كه كله ورباندي دالله (ج) لخوا رحم وشي، او دخپل كور انګړ دمور او پلار غيږ ورباندي ډكه شي:
لــــــــــه ډاره غږ كــــــــــــــــــــــــــــــــولاي نشم
دسوال ياري ده اوس به ړنګه بنګه شينه
دښاغلي ورور ملا عبدالسلام ضعيف له غمه او درده ډك كتاب ماډير په دقت سره ولوست.
دزندان ترخي خاطري او يادونه ئي يوځل بيا را په ياد كړل. په پتري نيولو زخمونو ئي راته مالګي ودوړولي.
دا چه ښاغلي ضعيف څه ليدلي او څه ئي اوريدلي دي تر بګرام پوري زه ددي اعمالو شاهد يم. او ان تردي ويلاي شم چه په ځيني مواردو كې بګرام له ګوانتانامو څخه سخت وو. خو زه دا هم زياتوم، چه هغه كسان دي دالله شكر وباسي چه دكابل استخباراتي زندانونه يي نه دي ليدلي. خو بيا هم دومره وايم چه انقلاب عكس يا سرچپه كيدلو ته وايي هر څه چه چپه شي نو مشكلات لري ځكه خو دانقلابونو له مخي انسانان هم سرچپه راځړول كيږي.
دضعيف صاحب په ټول كتاب کې ما ته دري نقطي ډيري مهمي اوجالبي دي:
- دا چه هر بندي به چې دشكنجو او عذابونو سره مخ شو نو دځان په حال به دومره نه وو خفه لكه چه دنورو ملګرو په حال او هميشه به يي ويل: چه په مونږ هر څه تيريږي الله (ج) دي زمونږ نور ملګري په حفظ او امان كې وساتي.
چه كله به ملګري خلاصيدل دنورو ملګرو حال به يي ليد، نو دخپل خلاصون په خوشحالئ به نه پوهيده. او دا احساس به ورسره وو چه كاش چه ټول خلاص شوي واي او يا زما په ځاي بل مظلوم خلاص شوي واي.
نو عجيبه غوندي احساس- عجيبه غوندي وروري � عجيبه قرباني څومره اخلاص- رښتينولي- الله (ج) دي يې له هر يوه څخه قبول او منظور كړي.
3- تر ټولو بختور خو ضعيف صاحب وچه دافغانستان نمائنده يي په ګوانتانامو كې وليدلاى شو او بالاخره ورسره راغي.
او داسي نمائنده چه داسلام � ديانت- افغانيت- او شفقت نښې له ورايه وباندي ښكاري.
داهغه څوك دي چه زه يې پيژنم كه ددي نمائنده، په واك او اختياركي واي، نو هيڅ افغان ته به په هيڅ ځاي كې هيڅ نوع تكليف نه وو رسيدلي داسلامي ورورولي، او افغاني وحدت سمبول: A-B
په ښاغلي ضعيف صاحب ډيري سختي او ناخوالي تيري شوي. دنورو وروڼو په شمول دي الله (ج) اجر وركړي.
او الله (ج) دي ټول ملګري لدي ظلم او ستم څخه راخلاص كړي خصوصاً: زما ګران ورور خيرالله خير خوا. له ټولولوستونكو څخه هيله من يم چه دمظلومو بنديانو په حق كې د دعا لاس پورته كړي.
ورور مومحمدقاسم( حليمي)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery