مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

له کښتۍ څخه بګرام ته انتقال

پس له پنځو يا شپږو ورځو بيا هم دسهار له ناشتي ياناری وروسته خړ رنګ يونيفورم راكول شو اوراته وويل شو چې زوړ يونيفورم په نوي تبديل كړم، او تر بدليدو لږ وروسته انتقال شروع شو، چې لومړى يې دچپه طرف دخوني وروڼه انتقال كړل، لاسونه او پښي مو په پلاستكي تسمو وتړل شول او په سرونو سپيني خلطي را واغوستلى شوې او لدي سره جوخت دخلطو خولي دبنديانو په غاړو پوری پلستر شوي، په هم داسي ترتيب سره اخري نوبت ماته ورسيد ، زما يې هم لاسونه او پښي محكم راوتړل او سپينه خلطه يې په سر راواغوستله او دلاندي شپږم پوړ څخه يې بيرته دكښتۍ سرته راوړم او له هغه وروڼو سره يی يو ځاي كښېنولم چې ترما يې مخكي يې را ايستلي وو، پنځه افغانان چې ما يې نومونه مخكي ياد كړل، دوه عرب او يو امريكايې مسلمان و، او نهم يې زه وم، ديادوني وړ ده چې زما او دنورو وروڼو په يونيفورم كې فرق يواځې په رنګ کې وو، زما يونيفورم خړ او ددوي ابي يا اسماني رنګه وه.
تر ډېره دكښتۍ پر سر پټي سترګي او کلک تړلي ناست او پراته وو، چا به اوبه غوښتي چا به دلاس او پښو له دردو فرياد كاوه، چا به چيغي وهلي چي دخداي لپاره ساه مي بنده شوه مړ كيږم، نفس مي وخوت ، خو څوك مو پيدا نكړل چې درد مو دوا كړي، يا اوبه راكړي، اويا دانسانيت خبره راسره وكړي، يواځې دعسكرو چيغي ناري چې په انګريزي ژبه به يې وهليand stop movement) ( shut up. خبري مه كوي، او حركت ودروي، او دچورلكو اوازونه ترغوږو كېدل ، دوه، دري ساعته هم دغه حالت و، او بيا په هلي كوپتركي وتړل شولو او يوه بل ځاي ته انتقال شوو، چې تقريباً ۲۵ دقيقي به چورلكې مزل كړي وي.
دهلي كوپتر څخه كښته كړل شولو او هلته په يوه ځمكه وغورځو ل شوو، چي خاوره اومټ وه او شاوخوا عسكر ولاړ وه، كله به يې په لغتو وهلو او كله به په سرو او لاسونو او په پښو راختل، زموږ لاسونه شاته تړلي وه او ځيني عسكر به دعسكري سختو بوټو په تليو زموږ دلاسونو ګوتي په ځمكي پوری موښلي، چې سخت به يې خوږولو!!!
په همدغه حالت كې ما خپل وروڼه وليدل او دټولو وروڼو هم داسي حال وو، دا ځكه چې يو امريكايي جنرال غوښتل ما وويني، هغه خلطه يي له سره راڅخه پورته كړه او بې له كوم سوال او جواب نه يې زه وكتلم او بيرته يې خلطه په سر راواغوستله، تقريباَ دوه دري ساعته همدلته انتظار وو، نه لمونځ اونه دڅښلو اوبه وي، اودس خو لا پر لويه لاره پريږده او نه مو په اشاره سره لمونځ كولاي شواي، ځكه په مجرد حركت سره به مو دلغتي سخت ګوزار ته ځان اماده كاوه، څو يې دخالي چاي جواب لپاره ولاړ كړو چي هغه مو څه لږ دمه راته جوړه كړله څو ځلي الوتكي كښيناستي او پورته شولي، بالاخره دشپي په شروع كيدلو سره، يوه الوتكه كښيناسته او موږ ته ډېره نږدي راغله او موږ يې ور پورته كړو.
دالوتكي انتقال د پل صراط يوه لاره او دځنكدن يوه صحنه وه، چي زه يې اوس هم نشم تصور كولاي او هميشه به په ګوانتانامو كي دي ته انديښمن وم، كچيري بيا مو انتقالوي څنګه به يو او څنګه به مو انتقال كړي.
په الوتكه كې يې کلک په پښو او سينه باندي وتړلو او پلنې پټۍ يې په ورنونو او پر سينه راواړولې او ټينګي يې د الوتكي په نورو برخو پوري محكمي كړلې، چې موږ نيمه پراته او نيمه ناست وو، نه سم څملاستلى شواى او نه كښيناستلاي شواي او دملا هډوكو به مودومره سخت درد كاوه، چي بيخي مو طاقت نشو كولاي، خو بې له صبره مو بله لار نه درلودله، كله به مو يو، او بل ته تكيه وركوله، خو دبي رحمو عسكرو دلغتو په ګزار به بيرته سره جلاكيدو. كه به څوك دچاي جواب نه هرڅومره په عذاب هم شو نو چا به يې ږغ نه اوريده او ترجمان هم نه و، او كه به وو نو ږغ به يې نه كاوه او دعسكرو سره په ژبه هم ټول نه پوهيدل او كه به پوهيدل نو له ويري به يې ږغ نه كاوه، نه اوبه او نه پوښتنه او په ډېر تكليف به مو ساه ايستله، خو كه چيري به يو كوچني سوري هم پيدا شو او تازه هوا به مو خولي ته راغله نو دا به موږ ته لوي غنيمت و، په لاري دوه ځله الوتكه كوزه شوه او بيايې پرواز وكړ تر ډېر وخت وروسته يو ځاي كښيناسته دا دبګرام هوايې ډګر و.

بګرام ته رسېدل

زه عسكرو د الوتكي له رسيو خلاص كړم، دالوتكي لاندې په سيمنټو يې په ډېره بي رحمي وغورځولم، څو تنو عسكرو ناري وهلي او په انګريزي ژبه به يې ويل:
(This is the big one) يعني دغه يې لوی دی او دلغتو، سوكانو په وهلو يې شروع وكړه، ځيني دكنداغونو ګوذار مي هم محسوساوه، جامي مي له تنه جلا شوي، يوازې مي هغه خلطه په سركي وه او ولچك او بيړۍ مي په پښو او لاسوكي وي، تازه واوره اوريدلی وه، له يوساعت وهلو وروسته يې بربنډ هغي واوري ته وغورځولم، امريكايې عسكرو نارينه و او ښځو به غزلي ويلي، كله به يې لوبي راباندي كولې او دشعرونو يوه ټوټه زما تر اوسه په ذهن كې ده، چې ډيره به يې تكراروله، (( امريكا دعدل او انصاف كور دي او دعدل او انصاف طرفداره ده، د هر چا لپاره عدل غواړي،)) ځكه دوی دځان لپاره له مسلمانانو سره داسي وحشي سلوك او بي رحم عمل عدل او انصاف باله، نو ځكه به يې دا شعر مكرر وايه، كه نه داسي عمل په هيڅ قانون كې عدل نه بلل كيږي، او نه دغسي وحشي اعمال څوك تايېده وي، ډېره سخته يخني وه، هيڅ طاقت مي نشوكولاي او له ډېره شديد يخه به مي بې له اختياره بدن ريږديده او دوی به چېغي راباندي وهلي چي حركت مه كوه او حركت ودروه ((stop movement او دحركت دريدل كله هم زما په اختيار كي نه و ، بالاخره وروسته تردرې، څلور ساعته دسخت يخ له امله بي هوښه شوم او نور په ځان نه يم پوهيدلي، كله چې په هوښ راغلم او سترګي مي وغړولي، په يوه لويه خونه كي وم چي دلمر وړانګي پكښي ځليدلي، تقريباً دورځي ۹ يا ۱۰ بجي به وي خو بيا مي بدن دومره سخت درد كاوه چي هيڅ مي طاقت نشواي كولاي او نه يې زما بدن برداشت كولای شوای.
مخ ته مي نظر وكړ چې دوه لوي عسكر چې توري كڅوړې يي په سرواغوستي دي، دشپانه غوندي دوه لوي ډانګونه يې په لاسونو كي دي او زما طرف ته دګوزار په انتظار ولاړ دي او چپه او راسته طرفته مي دوه نور دديوانو غوندي تورحبشي عسكر چي بي حده لوی پنډ او په غوښو سيخلي و، لويې لويې تورې شونډې لكه دغټو اوښانو تيار لكه دنكلونو ديوان ولاړ وه، او توپنچې يې په لاسونوكې وي او زما سرته يې نيولي وي، اودوه نورو عسكرو بيا شل ډ زی ټوپك په سر رانېولی واو ټولو په يوه لوړ اواز دري شيان پوښتل
چيري دى اسامه؟
Where is osama
او چيري دى ملا محمد عمر؟
Where is mulla omor
او تا دنيويارك او واشنګټن په پيښو كي څه وكړل؟
Washengton what did you do in Newyork and

او زه ددوي په مابين كې بربنډ پروت ومه، څه عدل او انصاف دى، خو څومره چې دوي چيغي او ناري راباندي وهلي ما دځواب طاقت نه درلود او نه مي خوله ښورولاي شوه ځكه غاښونه او ژامي مي يخي وي او ژبه مي په تالو پوري ټينګه نښتي وه، خو يواځې به مي دا درك كولاي شو چي اوس وخت دوهلو او د وژلو دی ، مرګ ته مي ډېره بېړه كوله، له ډېره سخته عذابه او له تحقيري سلوكه، الله (ج) دي يې په نافرمانۍ كې نه شميري، كله چي دوي پوه شول، چی خبري نشي كولاي او د ځواب طاقت نلري، څو شېبې يې پريښودلم او بيايې يوه شنه اسماني رنګه دريشي راواغوستله، چي له سره ترنوكانو پوري يوه تيكه وه او دوو عسكرو كش كړم او په يوه نړيدلي خرابه كې يې وغورځولم، چې ډېره يخه وه او بې له دغو جامو بل څه نه و دويم ځل بيا بيهوښه شوي وم او كله چي مي سترګي وغړولې په يوه بړستنه كې پيچلي وم لكه مړي، سر او پښي مي ټول په دغه بړستن كې پټ و ځان ته مي لږ حركت وركړ ، لاس او پښي مې ټينګ تړلي و او په ډېر تكليف مي سر تر بړستن و وېست، شاوخوا مي سترګي وغړولي يواځې كوچنې نړيدلي كوټه وه، دروازه يې نه درلوده او امريكايې عسكره په دروازه كې ناسته وه، عسكره امريکايي ښځه وه نژدي راغله، په نرمه لهجه يي وويل: څنګه يې او څه ته ضرورت لري، دالومړى ځل و، چې ما له امريكايې عسكرو انساني ډوله ږغ واوريد ، بيا هم مي دځواب توان نه درلود، خو دي ښځې بيا هم خبره تكرار كړه چي په انګريزي پوهيږي؟ او بيا هم ما ژبه نشواي خوځولاي او عسكره بېرته دروازي ته ولاړه او پرخپله چوكي كښيناستله، تر ډېره حده مي فكر كاوه چې دا به ګوانتانامو جزيره وي، او اوس به زه هلته يم او دا مي يقين و خو كله چي مي دخوني ديوالوته نظر وكړ ډېر زاړه واو په پښتو ژبه دطالبانو يادګارونه پر ې ليکلي و او ديادګارو سره تاريخونه هم ليكل شوي و ، بيرته مي دا يقين شو، چي دا ګوانتانامو نه ،بلكي افغانستان دى خو بيا هم نه پوهيدم چې په افغانستان كې كم ځاي دي، مازديګر وو، دټولي ورځي لمونځونه مي په نس خوړلي و او تر اوسه زما په اند يوه ورځ او شپه تيره شوي، ډوډۍ يا اوبه مي نه دي څكلي او بيهوښی خولا خوب راپوره كړي وو، ټولو هډوكو مي ډېر سخت درد كاوه، سر او وږي مي عسكرو په وهلو كي رامات كړي و او بدن مخ مي په وينو لړلي وو او په ډېر حيرت كې وم، چې نوربه څه كيږی او دابه مي ډېر ويل يا الله ته راڅخه راضي شي، ته نور وروڼه په خپل حفاظت كي وساته او بل هيڅ مسلمان زموږ په رنګ ذليل امتحان كي مه واقع كوه، خاصتاً علماء كرام او نور معزز وروڼه ځكه ددوی بی عزتی دټوله مسلمانانو بی عزتی ده، اي ربه! ته دافغانستان دمظلوم ولس په حال ورحميږه او خپل ددين حفاظت دخپل دنصرت په نازلولو سره وكړه، او داسي الفاظ به مي دهري سختي په ځاي خولي ته راتله ، الله (ج) دي قبول كړي.
ماښام شو تياره خپره شوه، دبرقي ماشين ژغ مې ترغوږو شو او يو ګروپ دخرابي دروازی له مخ سره روښانه شو، خونه يې روښانه كړه، ژبه مي لږ وښوريده او موظفی عسكري ته می په ټيټ اواز وويل:
((can you help me يعني كمك راسره كولي شي؟ او هغي په جواب كې راته وويل: what do you need)) څه ضرورت لري؟ ما دلمانځه د ادا كولو اجازه وغوښته او اجازه يې راته راكړه، لاسوته مي حركت وركړ ، په تړلي لاسو مي تيمم وواهه او په ناستو مي لمانځه ته شروع وكړه.
ما لا لمونځ نه وو سرته رسولي چې دوه نفره خوني ته راننوتل او دخوني په كونج كې كښيناستل ما لمونځ ادا كړډېر ويريدلم چې اوس مې له لمانځه څخه كش نه كړي، خو بيا هم خداي ج رحم وكړ .

په بګرام کي دتحقيق مرحله

له لمانځه وروسته مي مخ دوي ته واړاوه يونفر په عسكري او بل په ملكي جامه كې ناست دي ، راته ويی ويل: چې څنګه يې؟ خو په فارسي ژبه سره، چې هغه نفر چې په ملكي جامه كې وه فارسي ژبى و او ژبه او لهجه يې اېراني لهجی ته ورته وه، نيمه ږيره يې درلوده، ټيټه ونه او غنم رنګه سړي و، دغه سړي اصلاً امريكايي و ، خو په ايران كې لوي شوي و ، فريد (Freed ) يې نوم و. او هغه بل تور غټ سړي امريكايي غوند ې ښكاريده، والله اعلم.

دې دوو نفرو راڅخه وپوښتل صحت دي څنګه دى ؟ ډوډۍ دی خوړلي ده؟ يخ خو به دي نه وي شوي؟ ما به ورته ويل الحمدلله او بس نه مي د واقعاتو شكايت كاوه او نه مي څه غوښتل، دبدن اومخ ويني مي دوي ليدلي وروسته يې پوښتني شروع كړي چې ډېري پوښتني يې په اسامه او ملا محمد عمر متمركزې وې، څرنګه چې زه دهغوى له مرګ او ژوند څخه خبر نه وم ، تبعاً جوابونه منفي و ، دې منفي جوابونو ددوي دمخونو رنګونه بدل كړل او له اثارو څخه يې غصه او قهر معلوميده او خبری به يې وار په وار سختولي او تهديدونه يې وړاندي كول ، خو زما سره بيا هغه ځواب و، او بس شپږ ورځي تيري شوي، ما ډوډۍ نه ده خوړلي، ځكه چې عسكري ساتل شوي دكلونو ورسته خواړه خومي يو زړه ته نه كيده اوبل په دي هم نه پوهيدم چې حلال به وي او كه نه، دشپږو ورځو وروسته مي نيمه افغاني ډوډۍ دمحقق له لاري پيدا كړه، ديو ګيلاس چاي سره، او بيا وروسته به يې هره ورځ يوه يوه افغاني ډوډي راكوله، قريب تر يوي مياشتي پوري په همدغه خرابه كې وم او موظف عسكروته امر شوي وو، چي خوب ته مې پري نه ږدي تقريباً تر شلو ورځو پوري همدا حالت و، لاسونه او پښي مي ټينګ تړلي و ، نه د ډوډۍ په وخت او نه دبل ضرورت لپاره خلاصيدل ، همدغه دوه محقيقين به هره ورځ راتلل ، او پوښتني به يې راڅخه كولي، دبې خوبۍ لړي دوام درلود، يواځې وم، نه مي څوك ليدل او نه مي څه اوريدل تر شلو شپو او ورځو وروسته مي يو وړوكي قرانكريم وموند، چې هغه ايراني ژبي محقق راته راوړ .

له هغه سره مصروف شوم، نو بيا هم ډېره يخني وه او كله خو به مو توس هم پرځان نشواى برابر ولاي، ځكه لاسونه مې ټينګ تړلي و.

يوه ورځ سهار وختي ، تقريباً دكال ۲۰۰۲دجنوری ۲۴يا پنځه ويشتمه سهار و، او داتو يا نهو بجو وخت و، چې ناڅاپه يوبل بندي زما دغه كوټي ته راوستل شو، بل راوستل سو تقريباً شپږ كسه راغلل او ټول مضبوط تړلي و او په سرويې توري برنكلاوي خولي اغوستي وي، يواځې به يې دوي سترګي دبرنكولا له سوريو معلوميدي، دخوني په كنجونو كې سره كښېنول شو او يو دوه عربي ژبي محققين هم ورسره راغلل او په عربي ژبه يې ټولوته وويل: پام خبري ونكړئ، دروازي ته يې يوه لويه تخته كښېښودله او دوه عسكر مسلح دننه په كوټه كې د تختي شاته كښيناستل، يو ساعت چوپتياوه، خو دا چوپتيا دخبرو په كولو سره ماته شوه، خبري شروع شوي او ديوه او بل پوښتنه وشوه، زه بيا هم چوپ وم، خو عسكرو چې څومره ويل چې خبري مه كوي، دومره خبري زياتيدلي او عسكرو هم په لوړ اواز څه نه ويل، بالاخره هغه عربي ژبي محقق راغى كوشش يې وكړ چې خلك غلي كړي، خو ونه شول، ما ته هم يو عرب ورور ويل ته ضعيف نه يې؟ ما ورته وېل بلي، بيا دغو شپږو وروڼو ټولو خبري راسره وكړي او ځانونه يې راته معرفي كړل او ما ته يې تسلي راكوله، په هغوي كې دغه شپږ نفره وه، سالم سقر، سلمان ديمن، شيخ فيض دكويټ، ثمير دالجزائر، طارق چې اصلاً دالجزائر و خو دانګلستان تابعيت يې درلود، محمد قاسم (حليمي) دافغانستان و، خبري ځكه شروع شوي چې مونږ هم دلته له چا څخه دغلا په ډول پټ كړل شوي وو او دوي نه غوښتل چې په مونږ څوك خبر شي او موږ په زړ ورتيا سره خبري ځكه كولي چي مونږ پوهيدلو چی دوي اوس څه نشي ويلاي، مونږ به هر ګړۍ پوښتنه كوله، چې ولي په موږ پسي دروازه بنده ده؟ ولي موږ ټول په يوه خرابه كې يو؟ په جواب كې به هغوي ويل: چې دلته بيخي بد خلك راځي كه تاسي وويني وژني مو، نو ځكه مو دلته پټ ساتلي ياست چې هغه مو ونه وينې، خو مونږ پوهيدلو چې دروغ وايې، او خبره بله ده.

ترمازيګره پوري هم دلته وو، بيرته يې شپږ واړه نفر بوتلل او زه يواځې پاته شوم، خو دغه ورځ ما ته تر نوروټولو هغو ورځو دخوشحالۍ ورځ وه، چې زه پکې نيول شوي وم.

شپه تيره شوه، په سبا بيا هم هغه شپږ نفر راوستل شول، زه ډېر خوشحاله شوم، ښه راغلاست مي ورته ووايه او وروسته مي ځيني پوښتنه وكړه، چې تيره ورځ څه پېښه وه؟ ځكه دغه وروڼو دنورو بنديانو سره يو ځاي ژوند كاوه، هغوي راته وويل: چې تيره ورځ د سره صليب استازي راغلي و، خطونه يې ټولول چی موږ او تاسي يې له هغوي څخه پټ كړي يو او نن بيا هغه نفر راځي، خو امريكايان نه غواړي چی دسره صليب استازی زموږ سره ووينی او زموږ په دغه كوټه ياخونه كې دساتلو غرض هم دادي نور نو مونږ نه پوهيدلو چې ولي يې موږ دسره صليب له كميټي څخه پټ ساتلو، تر مازديګره مو ښه مجلس سره وكړ ، په همدې دوو ورځو كې ډوډۍ كافي راكوله شوه، دا لومړى ورځ وه چې دنيولو وروسته زه په نس موړ شوم او خبري مي هم وكړي او حليمي صاحب مي هم په دغه ورځ وپېژنده ، هغه وخت چې خپل مخ يي راته ښكاره كړ، مازديګر شو بيرته يې نفر خپلو ځايونو ته بوتلل، زه او خپل خراب ديوالونه پاتې شولو، دخرابی دروازه هم بادته مخامخ وه، ديخ زور پرې رسېده، دخوني په منځ كی به يخ باد لګيده، په ديوالو به يې ښه انعكاس كاوه.

دوي ورځي وروسته يې لاندي منزل بلي خوني ته بوتلم او هلته حليمي صاحب او سالم سقر هم و ، موږ خبري سره كولي، دسالم ورور قصه مي تر اوسه په غوږو كي ده، چې داوښكو په ډكو سترګو به يې راته كوله، ويل: دويل يوه كوچنۍ لور مي وه چې تازه پر خبرو راغلي وه، دکندهار په ښار كې مونږ دپنا ځاي نه درلود، كله يو ځاي او كله بل ځاي به له بمبار څخه تښتېدلو، يو سهار وختي ډېر سخت يخ و، او د ي ماشومي به په ژړا ژړا ويل: (ابي برد) يعني پلاره يخ دي، او ما هيڅ نشول كولاي او دي ماشومي به بيا هم دغه تكراروله ما او مور به يې سم ورسره ژړل ، ده ويل: ميرمنه مي ښيرازه وه، دانتقال په وخت كې به ډېر په تكليف وه، ښار نه وو نيول شوي ما خپل بچيان چمن ته ورسول، زما ښځه او نوري عربي ښځي راسره وي، كله چې تر افغانستان وتلې نو د افغانستان خاوره يې په پلوونو پوري تړله، ما ځيني پوښتنه وكړه، چې پر دې څه كوئ؟ هغوي ويل: بيا به موږ افغانستان ووينو او كه نه، د افغانستان مقدسه خاوره دجهاد خاوره ده او دالله (ج) ددين دنافذيدو يوازني پاتي ځاي دی، خو دي دهغو بچيانو په احوال ناخبره و، چې پاكستان به ورسره څه كړي وي. دري ورځي مونږ دري واړه سره يو ځاي وو، په اخره ورځ يوه بل ځاي ته انتقال شولو، شپه شوه حليمي صاحب يې تحقيق ته بوت ، دماسخوتن لمونځ مو وكړ ، وروسته عسكر راغلل ويل يې چې تاسو لاندي بياېو، يعني زه او سالم چې كله لاندي بوتلل شولو نور وروڼه موهم ولېدل چی لاسونه اوپښی يي ټينګ ورتړل دانتقال غوندي ښکارېدل

قريب شل بنديان كښينول شوي دي، لاسونه او پښي يې ښې کلکې تړلې وې توري لوغړني كڅوڼي يې په سرونو وراغوندي،چې دا علامه دانتقال وه، چې چيرته به يې انتقالوي والله اعلم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery