مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دا رساله

د پښتو او پښتونوالي لنډه نمايندګي كوي.
د پښتو او پښتونوالي مزايا څرګندوي.
د پښتو او پښتونوالۍ حقيقي مفهوم لوستونكو ته ښيي.
د پښتو او پښتونوالۍ د هسكي دنيا پېغام دى.
د پښتو او پښتونولۍ د اسمان د ځلېدونكي لمر يوه ځلېدونكې وړانګه ده.
خو تر ټولو د دې رسالې د ستايلو دپاره يوازي د هغې د ليكونكي شخصيت بس دى چي لوستونكي يې په اهميت پوه شي:
هو! پوه پياوړى پښتون ښاغلى محمدګل"مومند" د پښتو ژبې د ژوند په دې نوې دوره كښې د پښتو د خدمت د ليارې له پياوړو او ښاغلو لاښوونكو څخه دى، نو پښتو ټولنه دا رساله په ډېر افتخار نشروي او هم د دې پښتون مشر له مرستې څخه ډېر ډېر تشكر كوي.


په احترام
عبدالروْف "بېنوا"









Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery