مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

سريزه

د انساني ټولنو او ټولنيزو پېښو پوهنيزې مطالعې ته، ټولنپوهنه يا سوسيولوژي وايي، چې له ابژيکتيف تحليل، شمېريزو (احصايه يي) بېلګو او نورو څخه د خپل کار د لارې (مېتود) لپاره ګټه پورته کوي.
که چېرې ټولنپوهنه، د ټولنې د فعاليت او تشکل د مطالعې وسيله وګڼو، نو ((اګوست کانت)) (١٨١٩-١٨٢٦) بايد د هغې د بنسټ ايښودونکي په توګه وپېژندل شي. ده ټولنپوهنه يوه ګټوره پوهه ګڼله. ((دورکيهم)) (١٨٩٤) لومړنى سړى دى، چې د ټولنيزو پېښو د څېړنې لپاره يې د داسې مطالعې لار بېرته کړه چې پر پوهنيزو(ميتوديکو) ولاړه وي. تر ده وروسته ((ماکس ويبر)) (١٨٦٤-١٩٢٠)، ((پول فلکس)) (١٩٠١-١٩٧٦)، ((تلکوت پرسان)) (١٩٠٢-١٩٧٩) او نورو په خپل وار سره د ټولنپوهنې دميتودونو د پلټنې او د موضوعګانو د سپړنې په برخه کې کار وکړ.
په هر ډول! د ځواک د پيدا کېدو څرنګوالى، دهغه د کارونې ځايونه او د هغه دنده، له هغو سترو ټولنيزو پېښو څخه دي، چې د ټولنپوهنې د مطالعې منځى (محور) جوړوي. که چېرې ځواک د دولتي تشکيل په اډانه کې ځاى شي او يا د نفوذ رسالت د دولت داخل ته لاره ولري، سياسي ټولنپوهنه يې مطالعه کوي.
تر لاس لاندې اثر کې ليکوال هڅه کړې، د دولت د تشکيل له منځ څخه تر قاعدې پورې د ځواک جوړښتونه مطالعه کړي او همدارنګه د ځواک نښې نښانې له پورته څخه نيولې تر ولسي تيتو پرکو هغو پورې په مقدماتي توګه په لنډيز سره وڅېړي.
په افغانستان کې قهر (خشونت) او روغه د تاريخ په غېږ کې د پېښو زېږوونکو پديدو په توګه، د ټولنپوهنې غوره موضوعګانې جوړوي. ليکوال په لنډيز سره په دوو برخو کې، د دغو دوو پديدو يادونه کړې ده.
دا ټکى هم د يادونې وړ دى، چې د شننې (تحليل) د اکاډميکې طريقې رعايت تل د پام وړ دى، د شمېرنو او ارقامو منځپانګې يا محتوا ته د اخباري او ژورناليستکو خبرو يو څه رنګ ورکړل شوى، له ليکوال څخه د ژور، ځيرمن او پراخ بحث مجال اخيستل شوى دى.
له نابشپړتياوو او نيمګړتياوو سره سره، دا ليکنه د افغاني ټولنپوهنې د يوې لنډې پيلامې په توګه، کولاى شي، د نظر د څښتنانو د ژورو او پراخو پلټنو لپاره د هڅونې سبب شي.
د اثر په ليکنه کې د ليکوال له ذهني پانګې څخه ډېره ګټه اخيستل شوې، په هغو ځايو کې چې له سرچينو او اخځونو څخه بهر، د حافظې له يادښتونو څخه کار اخيستل شوى، هغو ته په لمنليک کې اشاره شوې ده.
د يادونې بل ټکى دا دى، چې د دې رسالې ځينې برخې د هغو ليکنو را اخيستنه (اقتباس) دى، چې د ليکوال په قلم، پر وروستيو کلونو د هجرت چاپېريال په افغاني خپرونو کې خپرې شوي او د رسالې تر بحث لاندې موضوع سره يې په يو نه يو ډول اړه پيدا کړې ده.
دا سريزه به نيمګړې پاتې شي، چې له خپلو هغو ننګياليو ځوانانو نه، چې د چاپ او خپرونې د فرهنګي کمېټې له لارې يې، په خپله خوښه، د دې رسالې د چاپ، خپرولو او وېشلو نوښت کړى، مننه او مننې ونه کړم. دا ښاغلي دادي: ښاغلى جمال رحمان او ښاغلى خليل رحمان رسولي.

فرانسه
د١٩٩٧ کال مارچ
پوهنوال ډاکټر محمدعثمان روستار تره کى
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery