مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

درېيم څپرکى

قهر او روغه

الف- د قهر او زور کارول: افغانستان د داسې قبيله يي ټولنې لرونکى دى، چې د هغې پر سياسي ژوند واکمن قوانين دوديز او قومي خصلت لري. په دې ټولنه کې د قهر او زور کارول تل د سياسي ژوند مسلط توکي دي. د هېواد په معاصر تاريخ کې د بېلګې په ډول ١٩مه پېړۍ د قهر او غوصې له پېښو څخه ډکه ده، چې د هغې په بهير کې د دولت د واک نيول د کورنيو او قبيله يي دښمنيو (رقابتونو) د منځ ټکى ګڼل کېده.
په افغاني ټولنه کې د قهرجنې روحيې په زېږېدو او ځواکمنۍ کې مختلفو لاملونو ونډه لرلې ده. له دې جملې نه د جغرافيايي، ټولنيز او سياسي عواملو سپړل ډېر مهم دي:
يو- جغرافيايي لامل:
١- جيوپولټيک لامل: افغانستان د هندوستان د افسانه يي هېواد د دروازې په توګه تل د تاريخ د فاتحينو اونړۍ نيونکو د پاملرنې مرکزي ټکى و. دې موقعيت زموږ هېواد د سترو بريدونو او يرغلونو له خطر سره مخامخ کړى، چې د هغو په ترڅ کې خلکو د خپل ځان د دفاع لپاره قهر ته په قهر ځواب ويلى دى.
د تاريخ په بهير کې د افغانستان پر خاوره د بهرنيو بريدونه او يرغلونه ډېر زيات دي، چې په پاى کې دوى ته د ژوند او ځاني دفاع لپاره د قهر څرګندول پر يو نه انکارېدونکي اصل بدل شوى دى.
٢- فزيکي لامل: افغانستان يو غرنى هېواد دى. د ډېرو ټولنپوهانو په اند هغه خلک، چې په سختو او لوړو جغرافيايي او فزيکي شرايطو کې ژوند کوي، د ژوند د تامين لپاره ناچار دي، د طبيعت له قهرجنو ځواکونو سره مجادله وکړي. دا مبارزه د هغو خنډونو د لرې کولو لپاره، چې د يوې موخې د پلي کېدو په لاره کې پراته دي، د زور پر کارونې باندې باور پيدا کول، د سړي تحت الشعور ته ننباسي او ورو ورو هغه د ټولنيز ژوند په يوه ډول اړوي. که چېرې د ټولنيز قهر په توليد کې د جغرافيايي لامل رول ( هم جيوپولټيکي او هم فزيکي) د مدني ژوند ( د ښوونې او روزنې بشپړونه، د ولسواکۍ عامېدنه او د سياسي شعور اوچتيا) د شرايطو د پرمختيا په واسطه له منځه لاړ نه شي، نو کمزورى خو به ضرور شي. افغانستان د پرله پسې پېړيو په بهير کې د (٢٠) مې پېړۍ د تمدن د نعمت له لاسته راوړلو بې برخې شوى دى، ځکه نو زموږ هېواد کې مدرن او مدني عامل ډېر کم او نامحسوس قهر لري.
دوه- ټولنيز لامل: افغان قبايلو ته زور او قهر مختلفې ماناوې لري. پښتانه قبايل ((ټوپک)) ناموس او يا لږ تر لږه له ناموس نه د دفاع وسيله ( د هغه په پراخه مانا چې د کورنۍ او ملي ژوند د ارزښتونو ساتنه په کې راځي) ګڼي او د زوى زېږېدنه د ((ټوپک)) په ډالۍ سره نمانځي. ټوپک يانې د زور وسيله، د مشرۍ کيلي او په خپل زړه د ټولنيزو شخړو حل.
په افغانستان کې يو ځل د سلطنت پر وخت د فرانسه يي ((لوموند)) ورځپاڼې خبريال له محمد ظاهر شاه سره مرکه کړې وه. فرانسه يي ژورناليست د خپلې دې مرکې په يوه برخه کې د وزلوبې (بزکشۍ) په تشويق کې د شاه د انګېزې په اړه داسې ليکلي وو: ((دا لوبه چې زموږ په ذهن کې د چنګيزيانو د قساوت او بدويت ياد ژوندى ساتي، په داسې حال کې، چې د افغانستان په ګاونډيو هېوادو ( د شوروي ازبکستان او ترکمنستان) کې پرېښودل شوې ده، له دې کبله يې د شاه له خوا ملاتړ کېږي، چې د خلکو له قهر او غوصې نه ډکې ولولې په يوه ګرموونکي او سوله ييز ځاى کې سره راټولې شي، له دې پرته به سلطنت له بې ثباتۍ سره مخامخ شي)).
دا چې د فرانسه يي خبريال نظر به تر کومه بريده د وخت دسلطنت د سياست څرګندوى و، موږ ورسره کار نه لرو، رښتيا خبره داده، چې افغاني ازبک او ترکمن قبايلو د ((ټوپک)) پر ځاى د قهر د څرګندولو لپاره وزلوبه، چې د قهر او قوت له څرګندولو نه ډکه لوبه ده، ټاکلې ده.
په ټولنيز ژوند کې د قهر څرګندول، په شعر، ادبياتو او هنر کې هم منعکس شوي دي: د فردوسي اثار ( په شاهنامه کې د رستم او سهراب داستان) او د خوشال خټک اثار له رزمي شعرونو ډک دي: خوشال خان وايي:
د افــــغـان پــه نـنګ مـې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشال خټک يم
ملالۍ د ميوند په جګړه کې د دې لنډۍ په ويلو سره، چې د وطن دمينې روح په کې څپې وهي، غازيان او مجاهدين يې پر دښمن باندې بريد ته وهڅول:
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
هغه وخت، چې ددې اثر ليکوال د استقلال لېسې زده کوونکى و (( د ښوونکي ورځ)) په شاندارو مراسمو سره لمانځل کېدله. د هغه کمپ په مخامخ دروازه کې، چې مېلمنو به د هغه مخې ته محفل جوړاوه، دا بيت په يوه اوږده ټوټه کې په ځلاند او مشقي ليک ليکل شوى و:
دست مشاطه به رخسار عروسان نکند
انــچــه بــر چــهره تــو سيـلى اسـتاد کند
ملي اتڼ د سپورټ، رزمي حرکتونو او جګړه ييز تمرينونو تر ټولو ښه بېلګه ګڼل کېږي. اريانا دايرة المعارف په دې باب ليکي: ((اتڼ د افغانانو يو ډېر لرغونى ملي ورزش دى، چې له ١١٠٠کلونو راپه دېخوا د مختلفو وختونو په ادبياتو کې منعکس شوى دى.))
هماغه ډول چې نارينه د اتڼ لپاره سندرې او نارې (ولسي سندرې، چې په لوړ غږ ويل کېږي) لري، ښځې او پېغلې هم په ښکلو سندرو او نارو سره اتڼ کوي.
په اتڼ کې د بدن د ټولو غړو د ښېرازۍ لپاره ټول جنګي او رزمي حرکتونه ترسره کېږي. په اتڼ کې هغه پاروونکې نارې، چې د جګړې، بريد او يرغل پر وخت د دښمن د ماتې، ډار او د خپل ځواک د څرګندونې لپاره، له خولې څڅه راوځي، شاملې دي.
د اتڼ په بهير کې د جګړې او تېښتې تمثيلوونکي حرکتونه په اسانۍ سره څرګندېږي. پرمختګونه، شاتګ، پر دښمن باندې بريد، د دښمن د بريد دفع، په اتڼ کې په موزونو حرکتونو سره افاده کېږي.
خېزونه، پورته کېدنه او د اتڼ په پاى کې توند او چټک حرکتونه، پر دښمن باندې د بريد او يرغل څرګندوى دي. تر هغه وخت پورې، چې تن په تن جګړه دود وه او توره اصلي وسله ګڼل کېدله، افغاني ځوانانو له تورې او يا چوړکۍ سره اتڼ اجرا کاوه. د هېواد په ځينو سيمو کې اوس هم د اتڼ د اجرا پر وخت له چوړکيو نه کار اخلي. په هغو جګړو کې چې افغاني ټولنه ورسره مخ وه، په ورو ورو ډول ټوپک د تورې او چوړکۍ ځاى ونيو. هغه وخت نو د اتڼ د اجرا پر وخت د ټوپک کارول دود شول.
د افغانستان په ځينو سيمو کې داسې دود و، چې د ((ورا)) په نوم د زوم کورنۍ چې د ناوې د پلار له کوره د ناوې د بيولو لپاره تلله بايد وسلواله واى. هغوى د ناوې په کلي کې، په جګړه کې د تورې وهلو، نېزې او هدف ويشتلو د ازمېښتونو له لارې خپل استعداد په زبات رساوه. يوازې په دې ازمېښتونو کې د برياليتوب تر ګټلو وروسته يې د ناوې د بيولو حق ترلاسه کاوه.
سربېره پر دې د افغانستان په ځينو سيمو کې د واده او نکاح د حاصلولو لپاره، زوم د دې ډول جګړه ييزو ازمېښتونو له تېرولو سره مخامخېده: د لرګيو څو خادې يې په ټينګه يوه له بلې سره تړلې چې اوږدوالى يې ٢٠ ګزه شي. د تړليو خادو په يوه نرۍ برخه کې يې يو چرګ تاړه، چې ((دار)) نومېده، دجلۍ غوښتونکي دنده لرله، چې پر اس سور شي، د چرګ وزر خپل هدف وټاکي او هغه جګ کړي. تر هغه وخته، چې د لرګي له پاسه د چرګ وزر په رپېدو و، ناوې اجازه نه لرله، چې د مېړه کور ته لاړه شي.
د هېواد په ځينو نورو کليو کې يې د چرګې هګۍ پر ځمکه ايښودله چې پر اس سپور سړى، چې په واقعيت کې راتلونکى زوم و، خپل ځان ټيټ او هغه پورته کړي.
په ځينو سيمو کې به يې له يو نه تر درېو پورې د لرګيو مېوږي پر ځمکه ټکوهل او سپور سړي يانې راتلونکي زوم ته يې دنده سپارله، چې دا ميوږي د اس د ځغاستې پر وخت د نېزې په واسطه له ځمکې وباسي.
په ځينو نورو کليو کې يې د اوبو پر سر ورېښمين دسمال اچوه او جلۍ غوښتونکي سپور سړي بيا دا دسمال پر تورې دوه ځايه کاوه.
له پورتنيو خبرو څخه داسې څرګندېږي، چې په افغانستان کې د کورنۍ جوړونې لپاره لومړنۍ هڅه، له هغو ازمېښتونو سره يوځاى وه، چې د ناموس په توګه د کورنۍ دفاع لپاره د نارينه جګړه ييز ځواک ثابتوي.
البته د کورني ناموس دفاع، د ټولنې او هېواد د ناموس دفاع لومړنى ګام ګڼل کېږي، چې نارينه د کورنۍ د جوړېدو له لومړيو ورځو نه هغو ته ژمنه کوي.
په زده کړې، تفريحي لوبو (وزلوبه، غشي ويشتل، اتڼ، پهلوانۍ) ، د کورنۍ په جوړښت، د ټولنيزو شخړو په حل او په پاى کې د سياسي واک ترلاسه کولو کې د زور څرګندول، د افغاني ټولنې طبيعت دى. دې حالت شخصيتونه روزلي دي. دا قهر په ډېرو برخو کې له مېړانې او زغم سره يو ځاى و او د خپلواکۍ، د حق او عدالت د دفاع په لار کې ورڅخه ګټه پورته شوې ده.
د خراسان عياران، د کندهار پايلوچان او د کابل کاکه ګان، نه ماتېدونکي سيمه ييز پهلوانان وو، دا پهلوانان، لکه د خوشال خټک په شان د هېواد د ناموس دفاع لپاره د همت ملا تړي او هېواد د يوې امپراتورۍ پر مرکز بدلوي.
د افــــغـان پــه نـنګ مـې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشال خټک يم
بيا به نو افغانستان د ژبې، فرهنګ او ټاکلي دين د صادرولو پر سرچينې بدلېده.
د افغانستان تاريخ په ١٨مې، ١٩مې او ٢٠مې پېړۍ کې د ګاونډيو هېوادونو د تاريخ په انډول د زياتو خونړيو پېښو مرکز و، چې د هغه په بهير کې زيات واکمن د سياسي رقيبانو په واسطه معيوب او يا وژل شوي دي. د بهرنيو يرغلګرو پر ضد جهاد، کورنۍ جګړې او نور، چې له يوه پښت نه بل ته يې قهر و کينه او غچ اخيستل لېږدولي دي، د افغانستان تاريخ ته يې داسې خوځون او تحرک ورکړى دى، چې بېلګه يې لږ تر لږه په ګاونډيو هېوادو کې ليدل شوې نه ده.
درې- سياسي لامل: د تاريخ په اوږدو کې د افغاني ټولنې په جوړښت کې د ګډو قومونو او قبايلو ترمنځ د سياسي واک د لاسته راوړلو لپاره پټه او ښکاره مبارزه موجوده وه. دې مبارزې کله کله قومونه د يو بل پر وړاندې د دښمنۍ، غچ اخيستنې او قهر په مورچه کې کېنولي او سياسي او ټولنيز ثبات يې له منځه وړى دى.
د ٢٠ مې پېړۍ په اوږدو کې د سياسي واک د ترلاسه کولو لپاره د نويو رقيبانو د څرګندېدو وېرې، د افغانستان پاچايان او چارواکي تقريباً د مشروطيت او ولسواکۍ له ټولو غورځنګونو او سياسي ډلبنديو سره مخالف کړي وو. تاريخ ته مخ اړوو:
پر ١٩٠٣م کال د امير حبيب الله خان د سلطنت پر وخت د لومړي مشروطيت غورځنګ ( پټه ملي ټولنه) په شاهي مدرسه کې جوړ شو. دې غورځنګ پر ١٩٠٥م کال د عبدالروف کندهاري په مديريت د سراج الاخبار په نوم د يوې جريدې د خپرېدو اجازه ترلاسه کړه. ددې جريدې لومړۍ ګڼه پر ١٩٠٦م کال په ٣٦مخونو کې له چاپه راووته او بيا يې د چاپ اجازه ترلاسه نه کړه. که څه هم امير يې د اساسي قانون د جوړېدو له لارې خلکو ته د سياسي خپلواکيو ورکولو ته راباله، خو غورځنګ په پټه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ. د امير په واسطه، د هغوى استبدادي ضد فعاليتونه کشف شول او د ټولنې ٤٣ تنه غړي اعدام او يا زنداني شول. امير وروسته وويل: (( ما د دې ټولنې د نورو غړو له نيونې او سزا ورکولو څخه ډډه وکړه که نه نړۍ به په وينو لړل شوې وه.))(1)
د دويم مشروطيت غورځنګ پر ١٩١١ م کال جوړ شو. د يوه مشروطه غوښتونکي او ملتپال محمود طرزي په مديريت، د سراج الاخبار جريدې خپرېدل له سره پيل شول. دا غورځنګ د امير د وژنې په دليل، د خپل يو غړي (عبدالرحمن لودين) د ناکامې هڅې له کبله د لومړي مشروطيت پر برخليک اخته او تار په تار شو. محمد نادرشاه په داسې شرايطو کې واک ترلاسه کړ، چې د حبيب الله کلکاني (د سقاو زوى) له حکومت څخه راپيدا شويو شرارتونو او ګډوډيو د ټول افغانستان خلک خواشيني کړي وو. نادرشاه د مرکزي حکومت د ټينګښت په نيت د زور په واسطه ټول مخالف سياسي شخصيتونه او ډلې وځپل.
د ظاهر شاه د سلطنت په لومړۍ لسيزه کې، يانې هغه وخت، چې هاشم خان د وخت صدراعظم و، د صدارت محبس او د کابل د دهمزنګ زندان له سياسي زندانيانو ډک و.
له ١٩٤٧م کال څخه تر ١٩٥٢م کال پورې ( د شاه محمود خان صدارت پر وخت) سياسي ژوند نوې ساه واخيسته. پر ١٩٤٧م کال په کندهار کې د ويښ زلميانو ګوند جوړ شو او پر ١٩٥٩م کال د هغه کانديدانو د شورا د اوومې دورې په ټاکنو کې ګډون وکړ. پر ١٩٥٠م کال د مطبوعاتو قانون تصويب شو. شخصي جريدو ونه کړاى شول د مطبوعاتو په قانون کې له مطرح ازادۍ نه په احتياط او نرمۍ سره کار واخلي. پر دولت باندې ډېرې زياتې نيوکې، چې ځينې وخت يې تحربه يي اړخ هم درلود، د واکمنې ډلې د قهر او غوسې سبب شوې او د ١٩٥١م کال پر وروستيو يې د نوموړو جريدو د خپرېدو مخنيوى وکړ. پر ١٩٥٢م کال د اتمې دورې لپاره ټاکنې پيل شوې. تر رايو ورکولو وروسته پر حکومت باندې په ټاکنو کې د لاسوهنې تور ولګېد او د سياسي ډلو له خوا د دولتي ضد مظاهرو له لارې ټينګ غبرګون ښکاره شو، چې د هغه په بهير کې زيات شمېر سياسي شخصيتونه زنداني شول. پنځوسمو کلونو د سردار محمد داود له صدارت سره سمون درلود. د نوموړي حکومت د استبداد او اختناق سياست، هېڅ شخصيت او سياسي ډلې ته د فعاليت مجال ور نه کړ.
شپېتم کلونه د ولسواکۍ د ازمېښت لنډه مرحله ده. د ١٩٦٤م کال اساسي قانون هغو عقدو ته چې د منځنيو پېړيو د استبداد او مطلقيت په بهير کې راټولې شوې وې، په يو واريز ډول د څرګندتيا زمينه برابره کړه. شخصي جريدو (کاروان، افغان ملت، ګهيځ، خلق، پرچم، شعله جاويد، روزګار او نورو) ته د خپرېدو زمينه برابره شوه. د دې خپرونو په شاوخوا کې مختلفو سياسي ګوندونو پر جوړېدو پيل وکړ. د ټولنيزو عقدو پر ناروغيو باندې ککړو څرګندونو د افغاني ټولنې سياسي ژوند کيڼ او ښي پلو ته بوته. کيڼو او ښيو بهرنيو لېوالتياوو، چې د کمونيستي او اسلامي انترناسيوناليزم له ايډيالوژيکي تومنې سره يې غوټه پيدا کړې وه، په شپېتمو ميلادي کلونو کې يې د هېواد سياسي پېښې له ځينو خونړيو ټکرونو سره مخامخ کړې. سوله ييزې سياسي مبارزې، ټاکنو او پارلمنتاريزم ونه کړاى شول، زموږ د سياسي ژوند د تګلوري په ټاکلو کې ثابت رول ولوبوي، په ځانګړي ډول دا چې د خلکو ډيموکراتيک ګوند له خپلواکۍ نه د ګټې اخيستنې طرز، د خپلواکۍ پر ضد وکاراوه. د قهر او غوسې کرغېړنو څېرو د ولسواکۍ او خپلواکۍ د ښکلي خو لړزېدونکي ماسک تر شا افغان ټولنه بېرته د خپل سياسي ژوند هغه طبيعي بنسټ (زور) راګرځېدو ته رابلله، قهر ته په قهر ځواب ورکړ شو. پر ١٩٧٣ م کال سردارمحمد داود د يوې پوځي کودتا په ناوړه ازمېښت سره ولسواکۍ او ټاکنې له منځه يوړې. د پوځي کودتا له لارې د سياسي واک د نيونې لپاره لاره هواره شوه. سردار محمد داود هغه پارلمنټاريزم، چې له هغه څخه د افغانستان د ولسواکۍ غورځنګ د سياسي تاريخ په اوږدو کې، له وروستيو هډوکو پرته نور څه پاتې نه وو، خاورو کې ښخ کړ او د جمهوري رياست په نږدې پينځو کلونو کې يې ( د پارلمان په غياب کې) د جمهوريت د مرکزي کمېټې د تقنني فرمانونو د صادرولو له لارې حکومت وکړ. د داودخان د وخت د ١٩٧٨م کال اساسي قانون د تطبيق مجال پيدا نه کړ. د ١٩٧٨ م کال د اپريل د کمونيستي کودتا غميزه د نوي قهر او زور ازمويلو پيلامه شوه. د محمد داود د کودتا له پيله، افغانستان ته د شوروي لښکرو د راتګ تر لومړي کال پورې، د نږدې اوو کلونو په بهير کې شپږ دولت رئيسان يا صدراعظمان وژل شوي دي. پر همدې وخت لږ تر لږه څلور ناکامې کودتاوې کشف او په سلګونو تنه عاملين يې ځپل شوي دي.
په افغانستان کې له ١٩٢١م کال ( د لومړني ليکلي اساسي قانون له تدوين) څخه تر ١٩٧٨م کال ( د ثور غميزې تر رامنځته کېدو) پورې د نږدې ٥٧ کلونو په واټڼ کې، څلور اساسي قانونونه جوړ شوي دي. د هر يوه د انفاذ عمر نږدې څوارلس کاله کېږي. د همدې وخت په بهير کې لس صدر اعظمان د لسو حکومتونو په راس کې راغلي دي. په همدې زماني واټن کې د مطلقه سلطنت، مشروطه رژيمونه، لېبرال جمهوري او ديموکراتيک جمهوريت نظامونه نندارې ته وړاندې شوي دي. که يادو پېښو ته پام وکړو، نو د هېواد د سياسي او ټولنيزې اوضاع د ثبات د نشتوالي او د سياسي پېښو په حل کې له زور نه د کار اخيستنې څرګندويي کوي.
تر ١٩٩٢م کال وروسته په کابل کې اسلام ډوله ايتلافي اداره منځته راغله. دا اداره له همغه پيله د مخالفينو، چې کله کله به په خپل منځ کې جنګېدل، د توغنديو او بمونو تر ګوزارونو لاندې راغلې.تر (٣٠٠٠٠) تنو څخه زيات مړي او په لسګونو زره ټپيان چې تقريباً ټول ملکي کسان وو، دا د کابل په اصطلاح اسلامي ادارې څلور کلن بېلانس دى. دې ادارې، چې دعوه يې کوله د مسلمانو پرګنو له منځه راپورته شوې ده. عملاً د خلکو پر خونړي دښمن بدله شوې وه او د ژوند يوه ورځ يې، چې زياتېدله ډېر نور انسانان يې له ژوند نه بې برخې کول.
له پورتنيو يادونو څخه څرګندېږي، چې په افغانستان کې اوس هم د قانون د احکامو د رعايت لپاره چاړه او ټوپک د سوله ييزې مبارزې بڼه خپله کړې نه ده.
ب- د ولسواکۍ (لويې جرګې، اساسي قانون) د اصولو رعايت: په داسې حال کې، چې زور او قهر د افغاني ټولنې طبيعي دود او مسلط توکي دي، پر قبيله يي ډيموکراتيکو دودونو ډډه لګول، په ټولنيز ژوند کې تر استثنا څخه يو څه زيات رول لري او د يو سوله ييز تعامل په توګه يې د ټولنيزو او سياسي شخړو د حل او يا لږ تر لږه د کمونې لپاره، د تاريخ په بهير کې خپله لار پرانيستې ده: قومي جرګو د ټولنيز ژوند په روغ ساتلو کې وقايه يي ( د ټولنيز کړکېچ مخنيوى) او يا معالجه يي ( د ټولنيزو شخړو له منځه وړل) رول لرلى دى.
له سيمه ييزو قومي جرګو څخه د ژوند د ډيموکراتيکې نښې په توګه، زياتره پښتنو قومونو او قبايلو ګټه اخيستې ده، ځکه نو د افغاني ټولنې د جوړښت د جوړوونکو نورو قومونو په ټولنيز ژوند کې يې رول کمزورى دى. په داسې حال کې، چې لويه جرګه د افغاني ولسواکۍ بله پديده د ملي پولو په ټولو برخو کې عمومي اغېز لري.
د افغان ملت په سياسي ټولنيز ژوند کې د لويې جرګې اغېز په لاندې برخو کې ډېر څرګند دى:
_ د ملي يووالي، سولې او ټولنيز ثبات تامينول.
_ د اساسي قانون او قانون په چوکاټ کې د ملي ژوند تنظيمول.
_ د افغاني ټولنې په جوړښت کې د ټولو شاملو قومونو او قبايلو ترمنځ د ملي مسايلو د حل لپاره، د خبرو اترو او د نظر د تبادلې لپاره د زمينې برابرول.
_ واکمنو ته د ټولنيز ځواک په ورکولو سره، د هغوى د پرېکړو د پلي کولو تضمينول.
_ له يوه لاس نه بل ته د سياسي واک سوله ييز لېږد.
( د يادونې وړ ده چې په ١٨مه پېړۍ کې د افغانستان د نوي دولت تر څرګندېدو وروسته، د لويو جرګو د جوړېدو نوښت او په هغو کې د بحث وړ موضوعګانو د طرحې واک زياتره د پاچايانو او چارواکو په لاس کې و).
د سياسي ولسواکۍ نوي آرونه ( د ګوندونو جوړېدل، د وينا ازادي، د مطبوعاتو ازادي، عقيده يي ازادي او د انتخاباتو ازادي) په افغاني ټولنه کې د اساسي قوانينو د منځته راتلو پر بنسټ ژورې ريښې نه لري.
د لومړي ځل لپاره پر ١٩٢١م کال اعليحضرت امان الله خان هڅه وکړه د لومړني ليکلي اساسي قانون په اوډنې (تدوين) سره د پارلماني ولسواکۍ بنسټ کېږدي.
امان الله خان له خپلو ټولو لېبرال ډيموکراتيکو ارمانونو سره، د کينې له مخې د حبيب الله (د سقاو زوى) د اړو دوړ په واسطه له منځه يووړل شو. ځکه نو له دې ازمېښته د ولسواکۍ د ژورو ملو د وسيلې په نوم، څه شى د افغاني ټولنې په نصيب نه شول.
سره له دې چې د ١٩٣١م کال د اساسي قانون په درشل کې نادرشاه ترور شو، خو بيا هم تر مخکني اساسي قانون او وروستيو اساسي قوانينو څخه د دې قانون د تطبيق زمينه زياته وه او ٣٥ کاله يې د قانون په واسطه د هېواد د ادارې دوام تضمين کړ. د ١٩٣١م کال اساسي قانون د وراثت د آر (اصل) له مخې، د سلطنتي واک د سوله ييز لېږد بنسټ شو.
د پارلمان اسکليټ ( د شورا د ټاکنو په برخه کې تقريباً د حکومت له همېشنۍ لاسوهنې سره) وساتل شو. دا اسکليټ د شورا په اوومې او اتمې دورې کې په ولسواکۍ سره ښکلى شو. د دې ازمون عمر لنډ و: چارواکو د مخالفينو د کښته و پورته خبرو د اورېدو زغم نه درلود، يا دا چې زموږ خلکو له سياسي ازاديو نه د ګټې اخيستنې لپاره په تدبير او احتياط سره لازمه وړتيا نه ده ښودلې؟ موږ اوس له دې سره کار نه لرو، چې د چا ګناه ده. رښتيا خبره داده، چې زور او ټولواکي د ولسواکۍ او ازادۍ د آرونو د رعايتولو پر نېکې ارادې بر شول.
پر ١٩٦٤م کال يو بل اساسي قانون د هغه د خير غوښتونکو جوړونکو په ارادې، چې اکثره د لويديزې نړۍ د لېبرالې سياسي فلسفې تر اغېز لاندې وو، جوړ شو. دا اساسي قانون له دې کبله چې افغاني ټولنه يې د يو پر مختللي صنعتي لېبرال هېواد په انډول ارزيابي کوله، له واقعيت نه لرې و.
په افغانستان کې له ١٩٦٤م نه تر ١٩٧٣م کال پورې د اساسي قانون د تطبيق د لسو کلونو په بهير کې، پينځو حکومتونو د چارو واګې په لاس کې واخيستې، په دې ډول د هر حکومت عمر په منځنۍ کچه دوه کاله و، په داسې حال کې، چې اساسي قانون د قانون جوړولو د يوې دورې د رايو د باور له مخې د حکومت د دوام وخت څلور کاله ټاکلى و.
د ١٩٦٤م کال اساسي قانون، زموږ د ټولنې د سياسي ژوند د واکمن توکي په توګه د ((زور او قهر)) په واسطه، چې دا ځل د يوې پوځي کودتا په چوکاټ کې رامنځته شوي وو، لغوه شو.
د ١٩٧٣م کال پوځي کودتا په هېواد کې د اساسي قانون د رول له پايته رسولو سره يوځاى وه. داود خان د جمهور رئيس په توګه لږ تر لږه پينځه کاله (( د جمهوريت د مرکزي کمېټې)) د تقنني فرمانونو په واسطه حکومت وکړ. هغه اساسي قانون چې د داودخان د واکمنۍ پر وروستي کال جوړ شو، د کمونيستي کودتا په رامنځته کېدو سره د پلي کېدو مجال پيدا نه کړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery