مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

دويم څپرکى
 
د ناپېيلي حکومت غوښتنه او د ملي اردو د رغونې پر بنسټ د دولت د فزيکي لوړتيا بيا راژوندي کول(1)
 
د ملي وسلوال پوځ، د يو ملي اردو جوړول، چې د داسې پوځي تجهيزاتو لرونکى وي، چې پر وسلوالو ډلو او د هغو پر پلويانو لاسبرى ولري، د سولې او په پاى کې د دولت د فزيکي لوړتيا د تضمين لپاره لومړى ګام دى.
الف- د ملي اردو ( ملي وسلوال پوځ) بيا جوړونه:  تر ټولو دمخه ددې خبرې يادونه کوو، چې په اوسني اضطراري حالت کې زموږ لپاره د ملي اردو په بيا جوړونه او تجهيزونه کې د کورنۍ سولې د ټينګښت او حقوقي دولت د جوړېدو هيله پرته ده، نه له کوم بهرني ځواک سره سيالي او دښمني. په داسې ډول د ملي اردو جوړونه، چې لږ تر لږه د ګاونډيو هېوادونو له وسلوالو پوځونو سره د سيالۍ ځواک ولري، د افغانستان لپاره د کړکېچ، ستونزو او غريبۍ په شرايطو کې يوه نه پلې کېدونکې هيله ده.
د دولت د فزيکي لوړتيا د تامين لپاره د ملي اردو جوړونه د يو ناپېيلي حکومت د جوړښت له لارې امکان لري. ناپېيلى حکومت بايد په ټوليز ډول د يوه ناپېيلي اردو پر ملاتړ ډډه ولګوي. د ملي اردو په جوړښت کې د وسلوالو ډلو داخلول له دې کبله ګټور نه دي:
_ سياسي شوې اردو، د ناپېيلتوب له حالت نه، چې د جګړه ييزو غاړو د باور د خپلونې بنسټيز توکى دى، د باندې وځي.
_ د ګڼو وسلوالو ډلو په منلو سره، چې ممکن په دستوري ډول په اردو کې ځاى ونيسي له واحدې قوماندې نه د ملي اردو سوق او اداره له ستونزو سره مخامخوي.
_ په ملي اردو کې د تنظيمي ډلو په ځاى نيونې سره، وسلوال پوځ د ناپايه تنظيمي حسابونو د پاکونې د نښتو پر ډګر اوړي. د ملي اردو کدر بايد له تېرو سلطنتي او جمهوري صاحب منصبانو څخه جوړ شي، چې له وروستيو لاس پوڅو رژيمونو سره سياسي تړښت ونه لري. د اردو په ليکو کې بايد د خدمت تر بيرغ لاندې د شرايطو پوره کوونکي ځوانان او په پراخه کچه هغه کسان جذب شي، چې يوې نيمې لسيزې جګړې هغوى د هېواد د اقتصاد او فرهنګ په برخه کې په نه کارېدونکو عناصرو بدل کړي دي. دا کسان به په خپله خوښه د اردو خدمت ومني.
ملي اردو به په اوسنيو اضطراري شرايطو کې، چې وزګارتيا د ټولنې د کار د ځواک زياته برخه له ګټې ايستلې ده، د جلب او جذب ځواک ولري.
د ملي اردو په جوړښت کې د دغه اردو د بودجې د لاسته راوړلو مسئله د پام وړ ده، ناپېيلى حکومت پر داسې وخت د سولې د ټينګښت لپاره ددې اردو مرستې ته اړتيا لري، چې له جګړې نه راپيدا شوې ګډوډۍ، له ملي سرچينو او عوايدو څخه د اردو د بودجې لاسته راوړل ناممکنوي. هغه وخت نو د اردو د تمويل او تجهيز يوازينۍ سرچينه بهرنۍ مرستې دي. له هغو خبرونو څخه، چې د هجرت په خپرونو کې خپاره شوي دي، څرګندېږي، چې د اروپايي ټولنې هېوادونه او د امريکا متحده ايالات تيار شوي نه دي، چې د ملي اردو په بيا جوړونه کې له راتلونکي ناپېيلي حکومت سره مرسته وکړي. ددې مرستو په منلو کې به د انډول ساتل په نړيواله کچه د راتلونکي حکومت د ناپېيلي سياست د بنسټ لومړۍ ډبره کېږدي.
موږ تراوسه پورې د وسلوالو ډلو له دريځونو سره له اړيکو پرته، د ناپېيلي حکومت په واسطه، د ملي اردو د بيا جوړونې په برخه کې خبرې وکړې. د وسلوالو ډلو له معضلې سره له رښتيني چلند او د هغوى له بې وسلې کولو پرته به د يو ناپېيلي حکومت تشخص ناممکن وي.
ب- وسلوالې ډلې او د بې وسلې کولو ربړه:  د شوروي د يرغل وخت هغه پړاو و، د وسلوالو ډلو شتوالى، چې د ملي مقاومت په برخه کې يې کارنده ونډه درلوده، د توجيه وړ ګرځاوه. له افغانستان نه د شوروي يرغلګرو ځواکونو په وتلو او په ځانګړي ډول په راتلونکي کې د يو حقوقي دولت په ټينګښت سره وسلوالې ډلې د خپل شتوالي منطق له لاسه ورکوي.
همدا اوس د وسلوالو ډلو زياته برخه د هېواد د خاورې د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ پر ضد د بهرنيانو د لاسوهنې پر وسايلو اوښتې ده. دا ډلې د سولې د ټينګښت او په هېواد کې د حقوقو پر آرونو د ولاړ حکومت د رامنځته کېدو مخه نيسي.
د افغانستان جيوپوليټيک جوړښت، هېواد تل د لښکرکښيو او فتوحاتو له خطر سره مخامخ کړى دى. په ځينو برخو کې د افغانستان واکمنان ګاونډيو هېوادونو ته د لښکرکښيو سرچينه وه، دا سوبې څه کورنۍ وې که بهرنۍ، د دې سبب شوي، چې د افغانستان د خلکو يوه برخه د تاريخ په بهير کې د سپکې وسلې له کارونې سره په ښه ډول اشنا شي او هغه د ناموس په شان د خپل ځاني او ملي هويت د تثبيتولو د وسيلې په توګه وساتي.
د افغاني ټولنې په هغو سيمو کې چې قبيلې استوګنې دي، کله کله وسله د ټولنيزو شخړو په حل کې د قاضي ځاى نيسي.
ددې واقعيت په پام کې نيولو سره، چې پورته ورته اشاره وشوه، د وسلې راټولول، د سولې د بهير تر ټولو ستونزمن پړاو ګڼل کېږي. همدې ستونزې ته په پام لرلو سره ځينې د نظر خاوندان په دې نظر دي، چې د وسلې د راټولونې پر ځاى دا اوسنۍ وسلوالې ډلې د سولې د ټينګښت د مسوولينو په ډله کې په رسميت وپېژني. په دې برخه کې لږ تر لږه د دوو الترناتيفونو وړانديز شوى دى:
_ د ملي اردو له موازينو سره سم د قوماندانانو د شورا جوړېدل: دا وړانديز له دې کبله د تاييد وړ نه دى، چې قوماندانان له دښمنو تنظيمونو سره تړلي او په يوه جوړښت کې يې راټولول اسانه کار نه دى. که بيا هم کله چې د قوماندانانو په سازماني سمبالښت کې ستونزې موجودې نه وي، د قوماندانانو د پرېکړو لپاره د ملي اردو تر څنګ د يو بل امنيتي اورګان ځانګړي کول، په يوه سيمه کې د دوو پاچايانو مقوله را ژوندۍ کوي، دا له يوه مسوول لاسه، د سولې د ټينګښت له هيلې سره سمون نه خوري.
_ دملي اردو په تشکيل کې د وسلوالو ډلو ادغام بل د پام وړ الترنتيف دى. دا الترنتيف که څه هم له تنظيمونو سره د ډلو د نه پيوستون له ژمنو سره مل وي، په ملي اردو کې په لويه کچه عقيده يي جګړې خپروي او د وسلوالو ځواکونو يو رنګي او يووالى چې په لېږدوونکي پړاو کې د سولې د ټينګښت او حقوقي دولت د بنسټ ايښودلو د دندې سرته رسول دي، کمزوري کوي.
له پورته يادونو څخه دا ټکى څرګندېږي، چې د ملي اردو جوړښت بايد د وسلوالو ډلو د درنو وسلو د راټولولو له پروګرام سره يوځاى وي. د سپکو وسلو راټولول به د هغو وسلو په ډول چې پر افغانستان باندې د شوروي تر يرغل دمخه له خلکو سره پاتې کېدلې، لږ کم شي او فکر نه کېږي د حکومت د اضطراري پروګرام برخه شي. د سپکو وسلو راټولول هغه وخت د انتقالي حکومت د دندو په سر کې راتلاى شي، چې له دې اړخه را پيدا شوى خطر د دولت امنيت ته ګواښ وکړي. د سپکې وسلې له پلوه به دا خطر په لږه اندازه محسوس وي.
د بېوسلې کولو پروګرام بايد پړاو په پړاو د عمل په ډګر کې پلى شي. ددې پروګرام د پلي کېدو لومړى پړاو بايد په کابل او د هغه په شاوخوا سيمو کې ترسره شي. په کابل کې د يو ځواکمن مرکزي حکومت ټينګښت به د افغانستان په نورو سيمو کې ددې حکومت د فعاليتونو د ترسره کولو لپاره لاره هواره کړي.
ج- د درنو وسلو راټولول: د درنو وسلو راټولول د لنډ مهالي حکومت له جنجاليزو دندو څخه ګڼل کېږي. ددې کار ستونزه په دې کې ده، هغه تنظيمونه چې خپله سياسي پېژندنه يوازې د وسلې په ساتنې او کارونې کې ګوري او هغه مواضع چې د دې وسلې په واسطه يې تر لاسه کړي دي، په اسانۍ سره له لاسه نه ورکوي. د دې دليل دا هم دى، چې دوى غواړي د واک له دې مورچله د راتلونکو سياسي پېښو پر پرمختګ کنټرول ولري. بهرني لاسوهونکي هېوادونه به هم په دې لاره کې تر خپل ملاتړ لاندې تنظيمونه وهڅوي، خو بيا هم له سختې جګړې نه د ستړيا لاملونه، له بې پايلې زور ازمويلو څخه د عقل سر ته راتلل، د دښمنو غاړو د جګړه ييز ځواک کمزوري کېدل او د سولې د منلو د يو ميکانيزم د راوستلو ټول کورني او بهرني فشارونه بايد وي. د درنې وسلې راټولول چې بايد د دې ميکانيزم په منځ کې ځاى ولري تر يوه حده د لنډ مهالي حکومت په واسطه د وسلوالو ډلو د باور د جلب په کچې پورې اړه لري. په بله وينا بايد د لنډ مهالي حکومت په جوړښت کې د ټولو سياسي ډلو پوره توافق او د انتقالي دورې د دندې ( له هغې جملې نه د وسلو راټولول) پرمخبيولو کې دې حکومت ته د وړتيا او واک ورکول په خپله د هغه باور ښکارندوى دى، چې وسلوالې سياسي ډلې به يې پر لنډ مهالي حکومت ولري.
ګومان نه کېږي، چې د لنډمهالي حکومت پر وړاندې دا باور تر دې کچې وي، چې وسلوال ګوندونه ډلې ډلې په خپله خوښه درنه وسله ناپېيلي حکومت ته ورکړي، يوازېنۍ لار، چې هغه وخت ناپېيلي حکومت ته پاتې کېږي؛ د لنډ مهالي حکومت په واسطه د بازار تر نرخه په اوچته بيه د درنو وسلو پېرېدل دي. په دې برخه کې بايد د ناپېيلي حکومت له خوا د نړيوالو موسسو پولي مرسته جلب شي او له دوستو هېوادونو څخه د مرستې په لاسته راوړلو کې د هغوى بې غرضي په پام کې ونيول شي. سربېره پر دې د مرستو پيداکولو کې بايد لازم انډول مراعات شي.
زموږ په اند له افغانستان نه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته نور د جهاد او عقيدې جګړې خپل ځاى، د تنظيمونو په واسطه د سياسي واک د ترلاسه کولو لپاره پوچو او ناوړه لوبو ته پرې ايښى دى. طالبانو تر يوه حده د دې ورانوونکو لوبو په تګلورو کې کمښت راوست. غالباً هغه کسان، چې په دې ليکو کې وو، د دې ناوړه پېښو بلهاريان (قربانيان) شول. په زغرده د اکثريت ليکو جنګېدل د کومې لوړې عقيده يي هيلې لپاره نه وو، خو په داسې شرايطو کې يې جګړه د ژوند خړوبېدنې وسيله وګڼله، چې جګړې او کړکېچ په هېواد کې له روا او اصولي لارې څخه د معاش تر لاسه کول، ډېر سخت کړي وو. دا ډله به چې کولاى شو په يو ډول ورته اجير ووايو، په اسانۍ سره به تياره شي، چې د يوه مناسب انډول په مقابل کې خپله وسله دولت ته ورکړي.
د کار، دندې، ښوونې او روزنې زمينې په برابرولو ددې ډلې د راتلونکي ژوند په تضمينولو سره به د ټولنې د ګټو د ساتنې لپاره يو بل لامل هم زيات شي.
د ملي اردو د جوړېدو او د وسلې راټولونې پروګرام بايد د افغانستان د پولو د کنټرول له کړنلارې سره پر يوه وخت پلى شي. د وسلو راټولول به تر هغه وخته پورې، چې د وسلوالو ډلو او بهر ترمنځ د تړښت لوژيستيکي او تدارکاتي پُل ويجاړ نه شي، هېڅ درد به درمل نه کړي. له دې کبله نو په کار ده چې:
_ انتقالي حکومت بايد د سولې د ټينګښت په اړه له لاسوهونکو هېوادو سره په پراخ تفاهم کې وي. دا کار ستونزمن دى،ځکه چې د لاسوهونکو هېوادونو هيله داده، چې د افغانستان شخړه کې د خپلو نږدې دوه لسيزې سياسي پانګې نه په داسې شرايطو کې لازمه ګټه پورته کړي، چې تر څو په هېواد کې په ورو ورو ډول قانوني حکومت ټينګېږي. له يو دوو ډلو سره چې د بهرنيو لاسوهونکو هېوادونو په لمسون ځان د سولې له بهيره ګوښه کوي، د لنډ مهالي حکومت قهرجن چلند بل بد کار دى، لنډ مهالى حکومت بايد د راتلونکي اټکلي ټکرونو لپاره وړ تيارى ولري.
_ د افغانستان د پولو د څارنې لپاره بايد د وسلوال پوځ ځانګړي يونټونه (ټولګي) په پام کې ونيول شي. د کورنيو ټولګيو د سمبالښت په برخه کې نړيواله ( د ملګرو ملتو او د اسلامي هېوادونو د کنفرانس) مرسته او يا له نړيوالو ټولنو نه د بهرنيو يونټونو تدارک به څه زيان ونه لري.
د- د درنې وسلې د راټولولو لپاره د لازمې نېټې ټاکل: د اور بند څارنه او د وسلو راټولونه د لنډ مهالي حکومت لومړۍ او بنسټيزې دندې ګڼل کېږي. لومړۍ او بسنټيزې په دې مانا چې دا دندې ددې حکومت د نورو دندو د سرته رسولو، د اساسي قانون جوړولو، د لويې جرګې جوړولو، ټاکنو، د مهاجرينو د بېرته راګرځېدو او په پاى کې د حقوقو د دولت د جوړېدو لپاره لاره هواروي.
لنډمهالى حکومت د حکومتي تشکيلاتو او ملي اردو د بيا جوړونې او په يوه مانا د خپل ملي او نړيوال دريځ د تثبيت لپاره لږ تر لږه نهه مياشتې وخت ته اړتيا لري. د وسلو د راټولونې د پروګرام پلي کېدنه ددې نهو مياشتو تر تېرېدو وروسته امکان لري. هغه وخت چې د وسلو د راټولونې لپاره به ورته اړتيا وي، د يو کال شاوخوا موده اټکلېږي.
هـ- لنډ مهالى حکومت او د مشروعيت ستونزه:  د ملګرو ملتو د سولې په پلان کې، چې د مستيري له لارې يې وړانديز شوى و، د لنډ مهالي حکومت ټينګښت د لويې جرګې تر جوړېدو دمخه دى. په دې برخه کې هغه پوښتنه، چې حل يې ډېره ځيرتيا غواړي داده: ايا لنډ مهالى حکومت به د خپلو پرېکړو، ( د لويې جرګې تر جوړېدو دمخه) په ځانګړي ډول پر اوربند باندې د څارنې، د امنيتي ځواک په سازماني چارو، د وسلې د راټولولو او نورو لپاره د مشروعيت ( د قانون له لارې د کولو او نه کولو د واک  لاسته راوړلو) پيدا کولو ته د اړتيا احساس کوي او که نه؟
که چېرې حکومت د لويې جرګې له لارې جوړ شوى واى، دا ستونزه نه پېښېدله، ځکه چې حکومت له لويې جرګې نه، چې د ملي واکمنۍ د حق لرونکى اورګان دى، د باور رايه اخيسته او مشروعيت يې ترلاسه کاوه.
د ملګرو ملتو پخواني عمومي منشي پتروس غالي د افغانستان په باب په خپل کلني راپور کې، چې د ١٩٩٥م کال د نومبر پر ١٩مه نېټه يې عمومي غونډې ته وړاندې کړ، داسې وويل: ((د مشورتي کميسيون په اند د يو انتقالي حکومت د ټينګښت لپاره تر ټولو لنډه لار په جګړه کې د ښکېلو غاړو له ناپېيلو او خپلواکو شخصيتونو څخه، د يوې واکمنې جرګې جوړېدل دي.))
د انتقالي حکومت ټينګښت په هغه ډول، چې دې مشورتي کميسيون نظر ورکړى دى، په هېڅ ډول د هغو سترو دندو په سرته رسولو کې، چې پر وړاندې يې پرتې دي، له هغې جملې نه د ملي اردو په سازماني چارو، د وسلې په راټولولو او د حقوقي دولت په جوړښت کې ددې حکومت مشروعيت نه تضمينوي.
زموږ په اند مشورتي کميسيون د يوې لويې جرګې د جوړښت اساسي عناصر، د يوې واکمنې شورا په جوړښت کې، چې د حکومت د جوړولو دنده لري، ځاى کړي دي. که چېرې ددې عناصرو تر څنګ نور معمول مرکبات يوځاى شوي واى او د واکمنې شورا نوم د لويې جرګې په نوم اوښتى واى، د لنډمهالي حکومت پر وړاندې اصلاً د مشروعيت ستونزه نه رامنځته کېدله.
ددې ستونزې د چټک حل لپاره يوازې يوه لاره پاتې وه او هغه په بېړنيو يا اضطراري شرايطو کې د انتقالي حکومت دريځ ته پاملرنه وه. د سياسي موسسې د پرمختګ بهير په ډاګه کړې ده، هغه حکومتونه، چې په ((بېړنيو شرايطو)) کې د چارو واګې په لاس کې اخلي، د مشروعيت د تر لاسه کولو لپاره دعادي حالت او مناسبې موقعې په انتظار، کولاى شي د اجرائيه ځواک دوديزې پرېکړې د پيل کېدو پړاو ته ورسوي.
د حالاتو په عادي کېدو سره انتقالي حکومت ناچار دى، له واکمنې سرچينې ( لکه لويه جرګه، پارلمان او نورو) نه د خپل ځان او خپلو پرېکړو لپاره مشروعيت ترلاسه کړي.
د انتقال حکومت ډېرې بنسټيزې دندې، لکه د لويې جرګې جوړېدل او د ټاکنو ترسره کول، چې د دولت د مانيزې او اخلاقي لوړتيا لپاره لاره هواروي، د سولې په ټينګښت کې نېغ په نېغه له انتقال حکومت سره تړلي دي. د سولې ټينګښت په خپل وار سره د ملي اردو له بيا جوړونې او د وسلې له راټولونې سره تړلى، چې دا په خپله د دولت فزيکي لوړتيا بنسټ ګرځي. انتقالي حکومت د وسلوالو ډلو د يو پراخ او رښتيني تفاهم له ملاتړ او له نړيوالو مرستو پرته، نه شي کولاى د لويې جرګې د جوړېدو، ټاکنو، دملي اردو بيا جوړونې او د وسلې د راټولونې سترې دندې سرته ورسوي.
په دې کې شک نه شته، چې د ملي وسلوال پوځ په بيا جوړونې سره کېدى شي دولت په يوه داسې ځواک سمبال شي، چې دخپلې فزيکي لوړتيا د اثبات لپاره ورته اړتيا لري. پر دې وخت به موږ د دولت د اجباري اطاعت شاهدان يو.
د اجباري اطاعت پر ځاى د خپلې خوښې اطاعت ترمنځ، په هغه ډول، چې د دولت پر وړاندې د سړي باغي روحيه، د سازښت پر روحيې، مفاهمې او روغې جوړې واړوي، ډېر اوږد واټن په مخ کې دى.
(1) ددې برخې اړوند بحث د ملي اردو جوړول او د وسلې د راټولولو موضوع يوازې د يو ناپېيلي حکومت له نظره تر څېړنې لاندې نيولې ده. د يوې جنګېدونکې ډلې ( لکه طالبانو) تر پيدا کېدو وروسته دملي اردو دجوړولو، د وسلې راټولولو او د حقوقي دولت د جوړلو د سياسي چلوونکو په توګه د هغوى رول په دې بحث کې په پام کې نيول شوى نه دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery