مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مرکزي کمیټې ته دافغانستان د پېښو په تړاو گزارش

گرومېکو،اوستینوف، اندروپوف او پونیماریف د شوروي اتحاد د کمونیست گوندمرکزي کمیټې ته دافغانستان د پېښو په تړاو گزارش ورکوي
دیسامبر ۲۷-۲۸- ۱۹۷۹ اودیسامبر۳۱ � ۱۹۷۹

په دغه گزارش کې له یرغله وروسته د دیسامبر په ۳۱ نېټه دشوروي اتحاد دکمونیست گوند دمرکزي کمیټې ته سیاسیي بیرو هم د افغانستان د پیښو په اړه گزارش له دغه لاسوندي سره یوځای ورکړی دی
گرومېکو،اوستینوف، اندروپوف او پونیماریف د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمیټې ته د افغانستان د پېښو په تړاو گزارش ورکوي
گرومېکو،اوستینوف، اندروپوف او پونیماریف د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمیټې ته د افغانستان د پېښو په تړاو گزارش ورکوي
دیسامبر ۲۷-۲۸- ۱۹۷۹
نېټه: ۳۱ � ۱۹۷۹
ډیرمحرم
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمېټه

د۱۹۷۹ کال د دیسامبر په ۲۷ او ۲۸ غونډوکې دافغانستان په اړه گزارش

له کودتا اود افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې د عمومي منشي او د انقلابي شورا د لوی مشرن.م. تره کي له وژلو وروسته چې د سږکال د سپتامبر په مېاشت کې دامین له پلوه ووژل شو په افغانستان کې اړوپیچ په لنډ وخت کې له بده پسې بدترشواود کړکېچ لورته یې مخ ور واړاوه.

د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې ح.امین په هېواد کې د شخصي د یکتاتورۍ پربنسټ ولاړ یورژیم رامنځ ته کړ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند مرکزي کمیټه اوانقلابي شوری
یې د تش په نامه د یوې کوشنۍ څانگې کچې ته راکښته کړه.د مشرتابه ترټولو لوړدریزونه یا څوکۍ د کورنیواړیکود لرونکو او یا ح.امین ته د پالیالو گومارل شویو کسانو له پلوه ډکې شوې. د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې ،انقلابي شوری اود افغان دولت غړي شړونې ته اړیا و نیول شول. ځپل اوله منځه وړنه په ټولیزډول دهغو کسانو په لورنیغه شوې وه چې د اپریل په انقلاب کې یې کارَنده ونډه لوبولې وه، هغه کسان چې په برالا له شوروي اتحاد سره گډ اندي (سمپاتي) ول او هغه کسان چې په گوند کې دننه له لیننیستي ټاکلوتگلاروڅخه یې ننگونه کوله ټول د دغې ځپنې او له منځه وړنې بلهاریان شول. ح.امین د خپلوخبـرتیاوو له لارې گوند او وگړي دواړه په دې وغولول چې گڼې د شوروي اتحاد له دولت اوگوند څخه یې دتره کي د لیرې کولو اجازه ترلاسه کړې.

د افغانستان په ډیموکرایتک جمهوریت کې د ح.امین په نیغه لارښوونه، د شوروي اتحاد د ککړوالي او په افغانستان کې د شوروي اتحاد د کارکوونکو د کارونو له انځورونو څخه د تورو سیورو په جوړولو، په برلاس گنگوسې خپرې شوې، د شوروي اتحاد د کارکوونکوپرهڅو بندیزولگول شو او ورته وویل شول چې له افغان استازو سره دې د تړونلېک یا قرار داد په اډانه کې پاتې شي.
په عین وخت کې ح.امین هڅه کوله چې " په بهرنۍ تگلاره کې د "ځواک انډوله یامتوازن سیاست " په راخپلولو، له امریکا سره اړیکې ورَغـَوي. ح.امین په کابل کې د امریکا له شارژد افیرسره پټې غونډې جوړې کړې وې. د افغانستان ډ یموکراتیک جمهوري دولت دامریکا فرهنگي مرکزلپاره وړنده یا مساعده تشیال 'فضا' رامنځ ته کړی ووه؛ د ح. امین تر لارښوونې لاندې د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت څارکښو ادارو د امریکا د سفارت په وړاندې ټول عملیات بند کړل.

ح.امین هڅه وکړه چې د کورنیو انقلاب �ضد ډلو د مشرانو په منځ کې د جوړجاړي له لارې خپل دریزته لا اوږه ورکړي. د خپلو د ډاډ وړکسانو له لارې یې له اسلامي بنسټپالو مشرانو سره اړېکه تېنگه کړه.

د سیاسي ځـَپـنو لمنه ورځ په ورځ پراخېدله. د سپتامبر له پېښې وروسته یوازې د لنډې مودې په ترڅ کې له ۶۰۰ تنو څخه زیات د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړي،پوځي کارکوونکي،او دامین په وړاندې یو شمیرنور شکمن کسان امین ته دپالیالو پلویانو په لاس پرته له پلټنو او محکمې ووژل شول حقیقي موخه دا وه چې د گوند لمنه ورټوله کړي.

په لاس یو کولو دغو ټولو ،عیني ستونزو او د افغانستان ځانگړو پیچلوحالاتو یو بل سره
د انقلابي پرمختگ لړۍ له ډیرو ستونزمنو کړاوونو سره مخامخ او انقلابي ضد ځواکونو ته یې لا پیاوړتیا ورکړه او د هیواد په گڼ شمیرولایتونو کې یې دهغوی اغیزمن څاراوواک ته لاره پرانیستله. دامین په لارښوونه د مخ په ودې بهرنۍ مرستې ترسیوري لاندې هغوی هڅه کوله چې دهېواد په سیاسي � پوځي اړوپیچ کې بنسټیز بدلونونه رامنځ ته کړي اود انقلابي لاس ته راوړنو ټغرورټول کړي.

د انقلاب د برخلېک او د هېواد د خپلواکۍ په اړه غوږ بوڅوونکي اړوپیچ، ډلې په وړاندې د زور اخیستونکو غبرگونونو په رڼا کې ببرک کارمل او اسدالله سروري چې اوس په بهرکې د کډوالو په توگه ژوند کوي د انقلاب او د پلرني ټاټوبي د ژغورلو په موخه یې دامین د ډلې د ټولو مخالفینو د یو والي نوښت په لاس کې راواخیست. د هغه ترڅنگ اوسنۍ ترځمکې لاندې پټې د 'پرچم' ډلې، د غیرقانوني مرکزې کمیټې ترلارښوونې لاندې، نه ستړې کېدونکی کار ترسره کړ اوهڅه یې وکړه چې ټول پرمختلونکي ځواکونه د خلق په پخوانۍ ډله کې د تره کي د پلویانو په گډون په یوه یوموټي دریز کې له یو بل سره څنگ ترڅنگ ودروي.

د زورځواکۍ د چال چلند تر سیوري لاندې د هېوادنیو چارو پرمخ بېونې، ځپنې ،ډله یزې وژنې،او د قانون له ټاکلې کچې څخه پښې اوږدې غځونې په ټول هېواد کې پراخه ناخوښۍ را خپره کړه. په پلازمېنه کې شپې پاڼویا شبنامو سرونه راپورته کړل چې داوسني رژیم وگړنیزضد چال چلندیې را انځوراوه او د هیواد پر وگړو یې غږ کاوه چې د امین د ډلې پروړاندې دې د ولسي یووالي په گډ مورچل کې راټول شي. د ناخوښیو لمنه پوځ ته هم وغځېدله. د پوځ د بولندویانو یوې غټې شمیرې د امین د ناوړې یا بې کفایتې ادارې په وړاندې خپله ناخوښي اونالیوالتیا را څرگنده کړه. دغه اړوپیچ په خپله تومنه کې د امین پر وړاندې په هېواد کې دننه یوپراخ مورچل راوزیږاوه.

د امین او د هغه د د انقلاب د برخلېک او د هېواد د خپلواکۍ په اړه غوږ بوڅوونکي اړوپیچ،
ډلې په وړاندې د زور اخیستونکو غبرگونونو په رڼا کې ببرک کارمل او اسدالله سروري چې اوس په بهرکې د کډوالو په توگه ژوند کوي د انقلاب او د پلرني ټاټوبي د ژغورلو په موخه یې دامین د ډلې د ټولو مخالفینو د یو والي نوښت په لاس کې راواخیست. د هغه ترڅنگ اوسنۍ ترځمکې لاندې پټې د 'پرچم' ډلې، د غیرقانوني مرکزې کمیټې ترلارښوونې لاندې، نه ستړې کېدونکی کار ترسره کړ اوهڅه یې وکړه چې ټول پرمختلونکي ځواکونه د خلق په پخوانۍ ډله کې د تره کي د پلویانو په گډون په یوه یوموټي دریز کې له یو بل سره څنگ ترڅنگ ودروي.

د افغانستان د خلق په ډیموکراتیک گوند کې د ټولو پخوانېو ناخوالو اود بیلتون د اوسنېو شته کرښو لمنه ورټوله شوه. خلقیانو (چې سروري یې استازیتوب کوي) او پرچمېانو (چې ببرک یې استازیتوب کوي) د گوند د یووالي وروستنۍ خبرتیا یې خپره کړه. ببرک د نوي گوند د منځمهالی مشر او سروري د هغه د مرستیال په توگه وټاکل شول.

په دغسې یوه سخت اړوپیچ کې د اپریل د انقلاب لاس ته راوړنو ته د گواښ د مخنیوي او زموږ د هېواد د ولسي ټېکاو اوامنیت د گټود ساتلو په موخه اړېنه وبلل شوه چې افغانستان ته دې لا زیاته پوځي مرسته ورکړل شي په ځانگړې توگه چې دغسې پوځي غوښتنې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د پخوانۍ واکمنې ادارې له خوا را وړاندې شوې وې. دافغان � شوروي د ۱۹۷۸ کال د پخواني تړون په رڼا کې پریکړه وشوه چې افغانستان ته دې د شوروي د پوځ یو شمیر اړین ډلگي واستول شي.

د هېواد پالو د څپو په راپاڅېدلو چې د افغان ولس یوه لویه برخه جوړوي ټولو د افغان � شوروي د ۱۹۷۸ کال د څرگند تړون په رڼا کې د شوروي ځواکونورا پلي کېدلو ملاتړ ته ښکاره او د امین مخالفینو یو سمبال شوی پوځي عملیات تر سره کړ چې پایله یې د امین د رژیم په راپرځولو را ووښتله. دغه عملیات ته د کارگرپاړکې یا طبقې، روڼ اندو، د افغان پوځ یوې لویې برخې
او دولتي کارکوونکوټولو اود افغانستان د خلق نوي ډیموکراتیک گوند او د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د نوي دولت جوړونې ته ښه راغلاست ووایه.

نوی دولت او انقلابي شوری د پراخ بنسټه استازیتوب په اډانه کې د خلق او پرچم د پخوانیو ډلو، د پوځ د استازواو غیرگوندي کسانو په گډون رامنځ ته شوي دي.

نوي مشرتابه د خپلې کړنلارې په خپرونو کې ژمنه کړې چې د ولسپالې � ډیموکراسۍ د خپرولو ، د ځمکوالۍ د او پانگوالۍ � ضد د انقلاب د بریا لمنه به تر وروستي گوټ پورې ورسوي او د افغانستان له خپلواکې او ځمکنۍ بشپړتیا څخه به ساتنه وکړي. د بهرنۍ تگلارۍ یاسیاست په څانگه کې هغوی ژمن دي چې له هرې شونې لارې د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو سره دهمکارۍ او ملگرتوب په پياوړي کولو کې کاروکړي. د پخواني رژیم له تیروتنو څخه په زده کړه کې نوی دولت په پام کې لري چې د خپلو کړنلارو په پلي کولو کې د ټولنیز ژوند په ولسواکه کولوکې، دقانون په مټه د ولاړې ټولنې په رامنځ ته کولوکې،د ټولنیزبنسټ په پراخولوکې، د هېواد په هرگوټ کې ددولتي واکمنۍ په خپرولوکې، له مذهبي، توکمیزو او ټبرنیو لږکیو سره دیوې د زغم وړ کړنلارې په راخپلولو کې کوټلي گامونه را اوچت کړي.

یو له دغو کوټلو گامونو څخه چې د افغاني ټولنې پام یې ځانته را واړاوه، د یو شمیر سیاسي اوپوځي مخکښه فعالینو په گډون د سیاسي بندیانو د یوې غټې شمیرې آزادول ول. دهغوی گڼ شمیر( لکه قادر،کشتمند،رفیع او نورو) په فعاله او لېواله توگه د نوې انقلابي شوری او دولت د کارونو له لړۍ سره یو ځای شول.

د وگړو غټې شمیرې د ح. امین د راپرځولو خبرتیا د ښکاره خوښیو په زوږ کې ولوستله او واورېدله او د نوي دولت له کړنلارو سره یې خپل ملاتړ په لیوالتیا څرگنده کړ. د افغان پوځ د ټولو څانگو او ډلگیومخکښو بولندویانولا مخکې نوي گوندي او دولتي مشرتابه ته خپله پالیالي اعلان کړه. په ټولیزډول له شوروي سرتیرو اوکارپوهانو سره اړیکې د دوستۍ او ملگرتوب ترسیوري لاندې پراختیا مومي. په هیواد کې حالت عادي کېدلو ته مخه کړې.

د کابل په سیاسي کړیوکې انگیرل کیږي چې د ببرک حکومت به په ښکاره او باید توگه د اقتصادي اوکورنیو ستونزو د نویو تگلارو په رڼا کې له پخواني رژیم څخه پر راپاتې شویو ستونزو او ننگونو بریالی شي؛ خو هغوی هېله څرگندوي چې د افغانستان خلق ډیموکراتیک گوند به د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو په مرسته پردغو ستونزو لاس بری ومومي. ببرک کولای شو د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د تیوریکي مشرانو په ډله کې یو پوخ مشر وبولو چې په هوښیارۍ او موخیزې 'هدفمندې' توگې یې د افغانستان اړوپیچ را څیړلی دی؛ هغه تل د گوند په پاکزړو پلویانو کې شوروي اتحاد ته دیوه مخښکه رښتوني پالیال 'وفادار' په توگه پیژندل کیږي چې د گوند د پراخوکړیوپه منځ او هېواد کې له ځانگړي درناوي څخه برخمن دی. په دې تړاو ویلای شوچې د گوند په غاړه دروند پیټی پروت دی او دافغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت مشرتابه به اغیزمنې لارې چارې ومومي چې په هېواد کې په بشپړه توگه اړوپيچ کابو کړای شي.

[لاسلېک]
یو. اندروپوف
[لاسلېک]
د.اوستینوف

[لاسلېک]
الف.گرومېکو
[لاسلېک]
ب.پونیماریوف

۱۹۷۹
د دیسامبر ۳۱
لومړنې سرچېنه
{Source: TsKhSD, f.89, per 42, dak.10 provided by M. Kramer; trans by D. Roza}
ددغه لاسوندي د اخځ او د لاسوندي روسي او انگریزي سرچینې لپاره همدغه ځای کښېکاږﺉ
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/r11.pdf

دلاسوندي پای


دژباړونکي شننه:
لکه څرنگه چې تاسو ولېدل، شوروي مشرتابه د خپل هیواد او گوند د غولولو لپاره له سیاسته بې خبراو ناپوه ببرک د مرکزي کمېټې سیاسي بیرو په خپل گزارش کې چې د وخت د یو پیاوړي زبرځواک تر ټولو لوړه او د ډاډ وړ څانگه وه، یوه ښایسته او غولوونکې ناوکۍ جوړه کړه. اوس به ستاسو هېوادوالو پام د ببرک د هغې مرکې ژباړې ته را واړوم چې د خپل له شرمه ډک ژوند په پای کې یې دبي بي سي له خبریال مصطفی دانش سره ترسره کړې ده. هغه په خپله ویلي: (په ژوند کې مې چې ټرټوله ستره زده کړه ترلاسه کړه دا ده چې هېڅ هېواد نه شي کولای د پردي ځواک په مټه خپلواکي ترلاسه کړي یا پرمختگ وکړي. باید د وگړو وېلاړ 'اراده' ته درناوی وشي او له خپلواکۍ دې ساتنه وشي. هر ولس باید په خپلو پښو په خپله ودریږي).

که څه هم دطالبانو له غیرولسي تگلارو سره هموغمره په ټکر کې یم چې د خلقیانو او پرچمیانو له هغو سره. خودهغو شاه زلمیو پر مټ دي برکت شي چې د ببرک د مړي پاتې شونې یې د افغانستان له سپیڅلې خاورې څخه را وایستلې او بیرته یې د شوروي په لور د آمو په مست سیند کې د تل لپاره لاهو کړې اود هېواد له تاریخ څخه یې دغسې تورټکی د تل لپاره ورک وکړ. د سپیڅلې مور په سپیڅلو شیدو مو دلوی څښتن برکت

له ببرک کارمل سره د وروستنۍ لېدنې یادونه
بي بي سي
مصطفی دانش
د ختیز د چارو کارپوه

له ببرک کارمل سره زما د کتنې وروستنۍ نېټه چې ښه مې په یاد ده ۱۹۹۵ز کال ته ورگرځي.

ښۍ خوا مصطفی دانش له ببرک سره د کتنې پر مهال

د هغه لېدنې ته دافغانستان په شمال کې د حیرتانو کوشنۍ ښارگوټي ته ورغلی وم. تر دغه دمه درې کاله کېدل چې مجاهدینو په افغانستان کې حکومت کاوه او هېواد کې په کنډوالو اړولی وو.هېواد په څپڅپانده اړوپیچ کې ډوب وو خو کارمل له یادونو لیرې د هیرونې په نړۍ کې ژوند کاوه.
کله چې د پخواني ولسمشر مخ ته و درېدلم نو په لومړي سرکې مې و نه پیژانده. یو زوړ، دړې وړې بوډا سړی مې ترمخه راښکاره شوچې د سرطان ناروغۍ پرژوند یې منگولې ښخې کړې وې. په تیرو کلونو کې مې د ارگ په ماڼۍ کې له لس ځله زیات ورسره خبرې کړې وې. هغه په سړې جگړې کې د ختیزې ټلوالې په کړیو کې د یوه مخورسړي په توگه مخوریزه نوم درلود. په تیرو کتنو کې یې پرخپل ځان د بې پایه ډاډ ، ولولواو احساساتو په څپو کې دخپلو موخو په اړه خبرې کولې.
کارمل ماته په کتلو ډیر خوښ سو. مخبڼه یې وغوړېدله او د یوه ورک شوي ملگري په توگه یې په غیږ کې ونیولم. گومان کووم زه یوازینی خبریال وم چې د هغو تورو ورځو په تورتم کې لېدنې ته یې ورغلی وم. ټول ورڅخه تللي ول. نه ورته ځانگړی روس ډاکټر وو،او نه هغه په سل هاوو بولندویان او جنرال چې یو وخت تر ده را تاو ول. ټول شیان یې له لاسه ورکړي ول او په سپکاوي او بې وزلي یې په دغه لیرې ښارکې په شړونې 'تبعید' کې ژوند کاوه.
د شوروي اتحاد جمهوریتونو تر خپلې وسې له هغه گټه پورته کړه. خو نن چې شړل شوی ان هغه ته د ویزې له ورکولو ډه ډه کوي. هغه اجازه نه لري چې د درملنې او د خپلې کورنۍ د کتنۍ لپاره روسیې ته سفر وکړي.
له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۶ کال پورې له کارمل سره د خبرو اترو په ترڅ مې کې تل روسي لوی سلاکارویکتور پیتروویچ پلیچکا د هغه ترڅنگ ولاړ لېده. هغه په ظاهري توگه د کارمل مخ ته سرټیټاوه خو په حقیقت کې یې پر هغه واک چلاوه او دهغه له لارې یې پر ټول افغانستان واک واکمني خپره کړې وه.
د هغه د واکمنۍ پـَیریا مهال هماغسې پای ته ورسیده چې پیل کړی وو: د شوروي په لاسوهنې او مټ. یوه ورځ ویکتور پیتروویچ پلیچکا د 'افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند' له دوه غړو سره یوځای کارمل ته ورغلل او له هغه یې وغوښتل چې د ځان د گوښه کېدلو 'استعفی' په لېک دې لاسلېک وکړي. کارمل ښه پوهېده چې که پښې ټینگې کړې نو د پخواني ولسمشر حفېظ الله امین برخلېک به چې په ۱۹۷۹ز کال کې د روسانو په نغوته ووژل شو، ورپه برخه شي.

په ۱۹۹۱ز کال کې د نجیب الله د حکومت له را پرځېدلو یوکال مخکې دکارمل (کیڼې خواته) لېدنې ته ورغلی وم.

په یاد لرم چې په ۱۹۹۱زکال کې د نجیب الله د حکومت له راپرځېدنې څه ناڅه یوه کال مخکې په کابل کې د هغه لېدنې ته ورغلی وم. هغه ماسکو ته له شړونې وروسته نوی افغانستان ته راغلی راستون شوی وو. شوروي خپلې وروستنۍ سلگۍ ایستلې.کارمل خپلوپخوانیو خانواکو 'اربابانو' ته یو پالیاله مریي 'مرید' نه وو. هغه اوس د روسانو پر(شیطاني) سیاست کلکې نېوکې کولې. له خپلواکې او د هیواد له ساتنې یې ټټرواهه. د افغانستان د پوځ گڼ شمیر لوړپوړي چارواکې تر هغه راتاو شوي ول. د هغوی یو شمیر په ۱۹۹۲ کال کې د نجیب الله د حکومت په راپرځولو کې ونډه دردلودله.

د شړل شوی واکمن د ژوند پای
بیرته به د ۱۹۹۵ کال حیرتان ته راسو. کارمل د مجاهدینو له منگولو ژوندی پاتی شوی وو خو له سیاسي اړخه مړ وو. په حیرتان کې زما ترمخ د یوه دړې وړې سړي په توگه ناست وو.هېڅ مخه او ارزښت یې نه درلود. کارمل یو تریخ اوسوړ یاد وو چې ډیر نېږد به د هیرَونۍ خاورو ته وسپارل شي.

آیا دغه زده کړه د داسې یو چا لپاره چې له سیاسي چاپیریال څخه رټل شوی او پرتندي یې د 'هیواد پلوري او چوپړمار' ټاپه وهل شوې او اوس د مړېنې په درشل کې دې کېدای شوای گټه ولري؟

د خدای پر امانۍ په مهال یې د ستړي ستومانه او خوږلن غږ په ازانگو کې د ټول ژوند یبـره یا حاصل یې داسې را ته ووایه: (په ژوند کې مې چې ټرټوله ستره زده کړه ترلاسه کړه دا ده چې هېڅ هېواد نه شي کولای د پردي ځواک په مټه خپلواکي ترلاسه کړي یا پرمختگ وکړي. باید د وگړو وېلاړ 'اراده' ته درناوی وشي او له خپلواکۍ دې ساتنه وشي. هر ولس باید په خپلو پښو په خپله ودریږي).
آیا دغه زده کړه د داسې یو چا لپاره چې له سیاسي چاپیریال څخه رټل شوی او پرتندي یې د 'هیواد پلوري او چوپړمار' ټاپه وهل شوې او اوس د مړېنې په درشل کې دې کېدای شوای گټه ولري؟

په ۱۹۹۵ کال کې د شوروي اتحاد له پرځېدلو وروسته کارمل بریالی شو چې د روس ویزه ترلاسه کړي او ماسکو ته ولاړ شي. یوکال وروسته هماغلته مړشو. خو کله چې په ۱۹۹۸ کال کې طالبانو حیرتان کلابند کړدهغه په قبرپسې گرځېدل او قبریې ور والوزاوه. مجاهدینو د هغه د مړي پاتې شونې را وایستلې او وگړو ته یې وښودلې. په دې توگه هغه بدبخته سیاستپوه چې تل یې د خپل هېواد له ښیرازۍ او آباتۍ خبرې کولې او د هغه د ورانۍ لا مل دی په خپله وو، د قبر په زړه کې آرامه شیبه ونه لېدله.


اخځ:له بي بي سي په ځانگړې توگه له مصطفی دانش څخه په مننې
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/story/2004/12/041220_aa_mdanesh.shtml

پښتو ژباړه: رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery