مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو پریکړه

پښتو ژباړه: رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸

د ژباړونکې یادونه:
ښاغلو لوستونکو!
په لاندني لاسوندي کې رانغاړل شوې سکالوپرافغانستان د شوروي لښکر له یرغله وروسته د شوروي د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې او د شوروي د دولت د بهرنۍ او کورنۍ تگلارې د راخپلولو ټوله اډانه راڅرگندوي چې پربنسټ یې دخلق او پرچم لاسپوڅو رژیمونو خپله کورنۍ او بهرنۍ تگلاره وټاکله. د افغانستان د اکربکر سیاسي شنونکو او د هیواد د اوسمهالي تأریخ لیکونکو لپاره دغه لاسوندی کیدای شي هغه تیاره اړخ رابنډ کړي چې یو وخت د خلق ډیموکراتیک گوند د خپلواکه سیاسي او ولسي تگلارې ډنډورې وهلې حال دا چې دغه لاسوندی په راڼه ډول څرگندوي چې دوی ته هم په کورنۍ او هم په بهرنۍ تگلاره کې لا دمخه ځانگړې اډانه ټاکل شوې وه. هېښنده خو لا دا ده چې ددغې تگلارې هېنداره لا نن موږ له بل اړخه په وَرته توگه په سترگو وینو.زما د ټولو خبرو موخه یو ټکی دی او هغه له بهره لارښوونه او دولسي تگلارې نشتوالی دی. د همدغه لاسوندي په پای کې څرگندیږي چې روسانو خوارځواکي خلقیان او پرچمیان یوازې په دې او هغې پلمې د خپلو موخو د پلي کولو لپاره کارولي او موخه یې له لومړیو څخه څرگنده وه چې ددوی له لارې به پر افغانستان تیری کوي. د تره کي تیلفوني سناریو ددغسې تیري لپاره یو بشپړ لاسوندی نه شي گڼل کېدای ځکه د همدغه لاسوندي پربنسټ مخکې له مخکې هېڅ ډول تړون نه دی لاسلېک شوی او روسان له تیري وروسته د خپلې پاتې کېدنې لپاره د تړون د لارو چارو د موندلو په لټه کې کیږي.

غواړم پرې راغبرگه یې کړم چې ددغه لاسوندي ژبه ډیره سیاسي او دیپلوماتیکه ده، ښایي د عادي لوستونکي لپاره دومره د پام وړ نه وي.
زه هېله لرم چې تأریخ پوهان اوسیاسي شنونکو ته د پام وړ وگرځي.


د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو پریکړه

۱۹۸۰ز کال د جنوري ۲۸: د اندروپوف،گرومېکو،اوستینوف او پونیمارییف د ۱۹۸۰ کال دجنورۍ د ۲۷ نېټې له گزارش سره جوخت

ټرټولو محرم
شمیره: پ.۱۸۱/۳۴

ملگرو برژنیف، اندروپوف،گرومیکو،سولوسوف،اوستینوف،پونیمارییف او روساکوف ته :

د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو د ۱۹۸۰ کال د جنورۍ د مېاشتې د ۲۸ نېټې د ۱۸۱ شمیرې پریکړې لنډیز:

سکالو: د افغانستان د اکربکر اړوند د شوروي اتحاد د ملي امنیت لپاره د نورو اقداماتو نېول

دملگرو گرومېکو الف.الف، اندروپوف ایو.وي، اوستنیوف د.ف، پونیمارییف ب.ن له یاددښت لېکونو سره جوخت چې ستاسو ترمخ پراته دي، ټول ملگري نېول شوې پریکړې مني

د شوروي اتحاد دبهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د شوروي اتحاد کي.جي.بي. د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د بهرنیو اړېکو څانگې ته لارښوونه ورکول کیږي چې په افغانستان کې دې د لاندنیو ټکیو په پام کې نیولوسره دې خپل کارپلی کړي.

دویمه کاپي: سکرتریت
[مل لاسوندی]
سکالو: ۳۴ ټکی ۱۸۱ شمیره پریکړه (پروتوکول)
ترټولو محرم
ځانگړې دوسیه

د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمېټې ته
د افغانستان په اکربکر اړوند، د شوروي اتحاد د ملي امنیت لپاره د نورو اقداماتو نېول

افغانستان ته د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو څو اړخیزو مرستو، د پوځي او د ببرک کارمل د نوي واک ته رسیدلي حکومت ته د مرستو په گډون، د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې د اکربکر د ټېنگښت لپاره د پام وړ پرمختگونه رامنځ ته کړي اوپه منځني ختېځ کې یې دهغوپرمختگونو پرمخ د پای ټکی کښیښود چې زموږ لپاره یې ویرې را زیږولې.

د پېښو د پرمختگ ترڅنگ،څرگند شواهد ښیي چې د امریکا متحده ایالات، د هغې د ټلوالې ملگري او د چین ولسي جمهوریت په ټول واک او ځواک خپلې موخې ټاکلې او د افغانستان د پېښو په اړه د شوروي ضد (انتي سویتیزم) چاپیریال په رامنځ ته کولو غواړي خپلې بهرنۍ اوږد مهالې تگلارې په داسې بڼه پلي کړي چې مخه یې د شوروي اتحاد په وړاندې له دښمنۍ ډکه یوه تگلاره وي او ستنه یې په (نړیوال �ژ) واک کې د داسې یوه بدلون پر رامنځ کولو ولاړه وي چې ددوی په گټه پای ته ورسیږي. لوېدېځ او د چین ولسي جمهوریت افغان انقلاب ضد ډلو ته د مرستو د پراخولو له لارې غواړي په افغانستان کې د جگړې لمنه پراخه کړي چې دوی په گروهنې په پای کې به یې شوروي اتحاد په دغه هېواد کې ستړی او د شوروي اتحاد پرنړیوال مخورتوب او پرستیژبه منفي اغیزې وشیندي.
د پراخو گټورو بهرنیوتگلارو رامنځ ته کول اود شوروي اتحاد ټېکاو له موږ غواړي چې د افغانستان د پېښو په تړاو د راتلونکو گامونو په خټه کې د یرغلیزې یا متهاجمې تگلارې تومنه خوندي وساتو. د دغې تگلارې د پلي کولو لپاره موږ د لاندینیو ټکیو وړاندیز کوو:

- د کارترد ادارې د پاروونکو گامونو په وړاندې او له امریکا سره د خپلو اړیکوپه تړاو،باید سرله اوسه د نړیوالو چاروپه کرښه کې خپل ټینگ دریزلا پياوړی وساتو. له دې سره سره چې واشنگتن به په راتلونکي کې د شوروي- ضد کمپاین راپیل کړي او هڅه به وکړي چې د خپلې ټلوالې د اقداماتو له سمبال شوي کرکترڅخه گټه پورته کړي، هڅه به وکړي چې زموږپه وړاندې د غبرگون په ښودلو د ناوړو گامونو دخړپړتیا په لا خړولو به د شوروي او امریکا ترمنځ ټولې څواړخیزې پيچلي اړیکې لا خړې پړې کړي.

- ددې لپاره چې په ناټوکې دامریکا د ټلوالې پر گڼ شمیر هیوادونو په ځانگړې ډول پر فرانسې او ایف آر جي ( دآلمان فدرالي دولت) خپلې اغیزې لا پياوړې کړوباید له هغو اختلافاتو څخه تر وسې وسې گټه پوره کړوچې د دوی او د امریکا تر منځ را بربنډې شوې او د دغو اختلافاتو مخه باید هغه لور ته نیغې شي چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له اقداماتو څخه د ملاتړلپاره لاره وموندل شي.

- باید په یاد ولرﺉ چې فدرالي آلمان او امریکا د خپلو اړیکو د نیږدې کولو لپاره د افغانستان پېښه د شوروي اتحاد پروړاندې د یوې وړ پلمې په توگه کاروي؛ د فدرالي آلمان ، امریکا او جاپان نومېرلې درې څنگېزه ټلواله به، د پیکېنگ او واشنگتن داړیکو د پیچیلي کولو لپاره د اوږد مهالو تگلارو تابیاوې ونیسي.

- د شوروي اتحاد د سرتیرو د پلي کېدلوسکالو باید د پانگوالو او د پرمختلونکو هېوادونو د کمونیستو گوندونو د مشرتابه او کارگرې پاړکې 'طبقې' په منځ کې دې د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت او افغان انقلاب ته د ورورۍ دمرستې ترنامه لاندې د یوه پراخ کمپاین په توگه په پام کې ونیول شي. برسیره پردې داسې غیررسمي لارې چارو دې ولټول شي چې نورې ټولنیزې ډلې ، رسنۍ او نور دغه کمپاین ته را وهڅوي.

- دناپییلتوب د غورځنگ په منځ کې، د کیوبا، د ویتنام سوسیالیستي جمهوریت اود ناپیلتوب د غورځنگ د پرمختلونکو هېوادونو دډلې له سرچینوڅخه په گټه اخیستنې، د افغانستان د دولت د ملاتړلپاره دې لارې چارې ولټول شي، شوني ښکاري چې چین او لوېدېځه نړۍ به هڅه وکړي چې غورځنگ د شوروي اتحاد د کړنو غندونه ته ولمسوي، ددې کار لپاره به د افغانستان دریز گوښي کړي او له اوسني مخ په ودې حالت څخه په گټه اخیستنې به دغورځنگ په منځ کې د پرمختلونکو هېوادونو څانگه کمزورې کړي.
- په منځني او نیږدې ختیز په ځانگړې توگه پاکستان او ایران اوپه آسیاکې د نورو مخورو هېوادونو لکه هندوستان کې دې د اسلامي هېوداونو په وړاندې د امریکاد کړنو پرمخالفو څانگو دې ډیره کلکه پاملرنه وشي . امریکا غواړي د لوېدېځې نړۍ اود یوشمیرڅرگندو اسلامي هېوادونو په گډون یو گډ مورچل راجوړکړي او اسلامي تنگ الواکې ډلې بیا له سره له یو بل سره سمبال کړي، موږ ته ښایي چې ددغسې یوې تگلارې په وړاندې په ټېنگه ودریږو او دغه مورچلونه دړې وړې وکړو.

- چین او امریکا دواړه په نه ستړې کېدونکې توگه هڅه کوي چې له پاکستان څخه گټه واخلي، په دې ډول چې دافغاني یاغي ډلو ټپلو جوړونه د همدغه هېواد په خاوره کې ترسره کیږي؛ دوی د ځانگړو لارو په گډون غواړي ضیاالحق ددې منلو ته اړباسي چې د پاکستان له خاورې څخه دې د یاغیانو د کړنواو فعایتونو د لړۍ لمنه ور لنډه کړي. [داغونډله لنډه شننه غواړي. هغه دا چې : روسان غواړي په پام کې ونیسي چې له امریکا سره په لوبه کې یې دې خبرې ته پام دی : امریکا غواړي نوروته څرگنده چې گڼې د مجاهدینو ډلې د افغانستان په خاوره کې په خپله خپل ځانونه سمبالوي او دغه غورځنگ یو هراړخیزولسي غورځنگ دی چې له بهره یې ملاتړ نه کیږي او دپاکستان ونډه یوه خړه او تیاره ونډه ده. ژ]

- د پانگوالۍ او امریکا ضد، د زیرمه شویو تدابیرو بیا راژوندي کول او د ایران په بهرني سیاست کې د داسې عناصروکارول چې د ایران � امریکا اړیکې له کړکېچ سره مخامخ اود هڅولړۍ دې ترهغې کچې ورسول شي چې په اسلامي نړۍ کې دافغان یاغیانو په ملاتړد خمیني د رژیم د پارونې وړتیا ورشنډه کړي.

- باید په پام کې ولرو چې په افغانستان کې دوگړنیز ، ښه سبمال شوې او اغیزمن سیاسي مخالف نشتوالي، د چین او امریکا د موخو د ترسره کولو لړۍ سوکه کړې، ددې لپاره چې د افغان کډوالو په منځ کې د هغوی ټولنیزې ډلې بې زړه او بې موراله او مشران یې بې اعتباره کړو نو موږته اړېنه ده چې د خپلو اقداماتو او موخو پرپلي کولو په ځانگړې توگه هغه موخې چې بیل ماهیت او تومنه لری، ډیره ټینگه او لا پاملرنه وکړو.

- باید د ملگروملتونو په عمومي اسامبلې کې تش په نامه 'دافغانستان د ستونزې' ترپوښښ لاندې د دامریکا، دهغه د ټلوالې او همدارنگه د چین، شوروي- افغان ضد میکانیزم هڅو ته نیغه پاملرنه وشي، او ددغې غونډې هغه پریکړې دې شنډې شي چې د شوروي او د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت په گټه نه وي.

- د بهرني سیاست د پلي کولو او د تبلیغاتي تگلارې د راخپلولو په اډانه کې دې د داسې لارو چارو پرلټولو ټینگاروشي چې د امریکا د پاروونکوهڅو په لړ کې افغانستان ته د شوروي اتحاد د پوځي مرستو برابرونو د یوازېنۍ گوښه شوې سکالو په توگه نه کتل کیږي، ځکه له اوږدو مودو راهیسې دغسې پاروونکې هڅې په هغو سیمو کې تر لاس لاندې نېول شوې چې امریکا پکې خپلې پوځي برلاسۍ ته پراختیا ورکړي او دغه سیمې له ستراتیژیکي اړخه شوروي اتحاد ته ډیرې زیاتې د ارزښت وړ دي.

- د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې د کورنیو سیاسي � اقتصادي ستونزو او په هېواد کې د شوروي ضد مخ په ودې اړوپیچ په پام کې نېولو سره چې له یوې مودې راهیسې د امین او د هغه د کړۍ د جنایاتو له امله په افغان وگړو کې رامنځ ته شوي، څرگنده ده چې بیا رغاونه او عادي حالت ته راگرځېدنه یې وخت ته اړتیا لري.

- په راتلونکو څو کلونو کې په هېواد کې د ولس د ځواک پیاوړتیا او په افغانستان کې د اقتصادي او سیاسي حالت ټېنگښت له خپلو ټولوننگونو او پراخوالي سره په دې اړه لري چې د گوند د کړیو په ټولو پوړیوکې یو رښتونی یووالی رامنځته او ټول پرمختلونکي ولسپاله او ولسپالیاله ځواکونه د یوه یوموټي مورچل په اډانه کې راټول کړای شي.

- د دغو په پام کې نېولو سره د مرستې د چمتو کولو د لړۍ د غځولو لپاره ، د (۱۹۷۸) کال د اپریل د انقلاب په رڼا کې د افغانستان خلق ډیموکراتیک گوند ته د ملاتړ د ورکولو، د گوند د بنسټیزو سکالو په اړوند زموږ دسلامشورو د پلي کولو، د هېواد د رغاونې او داقتصاد د پرمختگ لپاره ،موږ یو بنسټیز وړاندیز وړاندې کوو چې په لاندینیو ټکیو کې رالنډ شوی دی:

- د گوند د یو موټي والي لپاره د گوند په ژوند اود گوند په جوړونه کې د همغږو اوپرله پسې سلا مشورو پلي کول چې افغان ملگروته د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې له پلوه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند مشرتابه ته ورکړل شوي دي. په مرکزي او سیمه یزه کچه دهغو کسانو پیژندنه او گوښې کول چې له دغو کرښو سره همغږي نه کوي او په دې توگه به د گوند په بې موراله کولو کې د هغوی داغیزو لمن ورلنډه شي.

- دافغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند تر مشرۍ لاندې، په سوسیالیستو هېوادونو لکه (چکوسلواکیا، بلغاریا او نورو) کې د ترلاسه شویو تجربو د پلي کولو په رڼا کې د یوه هوښیار او استازي پراخ کین اړخه مورچل رامنځ ته کول. د سپورتي، فرهنگي او دغو ته وَرته ټولنو له لارې د کمسومول د ډلگیو رامنځ ته کول او پرافغان ځوانانوباندې د گوند د اغیزو شیندل په ځانگړې توگه د ښوونځیو پر زده کوونکو.

- د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د پرمختلکونو ټولنیزو - اقتصادي بنسټونو ډیرزښت ټینگښت،د نوي اساسي قانون بیا جوړولو ته د هلوځلوچټکوالی ،د توکمونو او ولسي لږکیو استازو ته د داسې لار چارو او امکاناتو موندل چې دخپلو ټولو حقونو په خوندیتوب په جرگو او سیمه یزو شوری گانو کې استازیتوب وکولای شي.

- د افغانستان په ډیموکرتیک جمهوریت کې د جنگپـَلـَوو توکمونو له لارښودو مشرانو اوسپین روبو سره د اړیکو ټینگول او خبرو اترو ته کښینستل او دداسې بیړنیو لارو چارو موندل چې هغوی د دولت پروړاندې له خپل مخالفت څخه لاس پر سرشي . د نرموالي د ښودلو، له ډول ډول توکمونو سره د ډول چال چلند په راخپلولو او د سیاسي � اقتصادي پلمو او چـَلونو له لارې د توکومو دغبرگون ښووني د اړخونو موندل او پر دغو اړخونو کرارکرار اوگام پرگام یرغل.

- له اسلامي دینپالو سره دیوې اوږد مهالې تگلارې را خپلونه او پرهغې کار کول چې منځلارې دین گروهن په نښه او له چارواکوسره یې کارکولو ته را وهڅوي، د دیني بنسټپالوکړیو داستازو رټل،له شیعه دیپوهانوسره د اړیکو ټینگول، د شیعه ډلې په وړاندې د (اقتصاد په گډون) د هېڅ ډول توپیرپالنې نه منل.

- په هیواد کې د عادي منځمهالي اقتصادي ژوند جوړول، په ځانگړې توگه کارگرانو ته د کلیو او ښارونو په کچه د کارموندنې د لارو چارو پرمختگ. د دولت او شخصي سکتورونو ترمنځ د دوه اړخیزې گټورې برابرې همکارۍ لپاره د کار کولو د اډانې جوړول.

- کورنۍ او بهرنۍ سوداگرۍ ته د پراخو امکاناتو برابرول،د دولت تر څارنې لاندې د منځنیو، په ځانگړې ټوگه کوشنېو پانگوالو کړیو ته د تولېدي اسانتیاو برابرول.

ددغو ټکیو ترڅنگ، زموږ له اړخه:

- د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته اوږه ورکول چې پر خپلې بهرنۍ تگلارې کاراو د افغانستان د بهرني سیاست په لاټېنگښت کې هلې ځلې تر سره کړي.

- د روزل شویو،چټکو، منظمو او په وسلو سمبال پوځیانو په پام کې لرلو سره د پوځ په جوړونه کې هر اړخیزه مرسته. دپوځي بولندویانو دکړیو په منځ کې د افغانستان دخلق ډیموکراتیک گوند د دریز دټینگولو لپاره د لارو چارو موندل، د افغانستان د ولسي ځواک د سیوري په اډانه کې پوځي روزنې ته چټکتیا ورکول.

- په یاد ولرﺉ چې د افغانستان د څارکښې یا استخباراتي څانگې د پیچلي کارستونزه دې هرو مروحل شي، دهغې تابیا یا پروگرام د پلي کولو چټکتیا ته دې لا اوږه ورکړل شي چې د دولتي امنیت د ارگانونو، د کورنیو چارو د وزارت، ولسي اربـَکـیو یا ملیشودڅانگو له لارې په مرکزي او سیمه یزو کچو ورسره مرسته کیږي.

- باید په یاد ولرﺉ چې د ۱۹۸۰ کال په پسرلي کې به دیاغیانو د غورځنگ هلې ځلې ډیرې شي. دا هم باید په یادولرو چې د افغانستان د تأریخي اوملي ځانگړتیا په پام کې نیولو سره دې ، دافغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت او ددفاع له وزارت سره دې په سلا او مشوره کې دداسې یوه مناسب او وړ تړون پر لارو چارو خبرې اترې وشي چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پوځي ډلگیود پاتې کېدنې د مهال او قانوني شته والي اړخونه را څرگند کړي.


موږ ستاسو کتنو ته سترگې په لار یو.

الف. گرومیکو
د. اوستینوف
ایو.اندروپوف
ب.پونیمارییف

جنوري ۲۷، ۱۹۸۰

پخه سرچینه
Source: Cold War International History Project Bulletin, Issues 8-9, Winter 1996/1997, pp. 163-165.
{Source: TsKhsD, f,89, per, 34,Dok,3; provided by: M.Kramer}
د ژباړې سرچینه :
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/r13.pdf
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery