مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ک. کارمل په اړه چکوسلواکیاته دشوري وړاندیز

پښتو ژباړه:
رحمت آریا آگست ۲۰۰۸
د شوروي اتحاد د کمونیست گوندمرکزي کمېټه دک. ببرک په تړاو د چکوسلواکیا کمونیست گوند ته اندیښنه څرگندوي
نېټه
۱۹۷۸/۰۹/۱۱
سرچینه:
 
دلاسوندي پیژندنه :
په دغه لاسوندي کې هغه مالومات رانغاړل شوي چې په پراگ کې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت پخواني سفیرببرک کارمل په چکوسلواکیا کې سیاسي پناه غواړي او له هېواده دباندې د ژوند په غوره کولو دافغانستان دډیموکراتیک جمهوریت په وړاندې دښمنۍ ته دوام ورکوي، دشوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمېټه له ببرکه د ورانکاریو د بندولو غوښتنه کوي.
په کابل کې د شوروي اتحاد د استوگنې دامنیت ډلې څانگه موږ ته خبرراکوي چې په پراگ کې د
افغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت پخوانی سفیر کارمل ببرک چې د چکسلواکیا ملگرو ورته سیاسي پناه ورکړې، د سفارت له دندې څخه له گوښه کېدلو وروسته نه غواړي بیرته هېواد ته ستون شي، دی غواړي له بهره د خپلې ډلې پرچمیانو په منځ کې په افغانستان اوپه بهرکې (په سوسیالیستو اوپانگوالو هېوادونوکې میشتوپرچمیانو) کاروکړي او هغوی هڅوي چې دافغانستان د اوسني رژیم، دافغانستان دخلق ډیموکراتیک گوند او د افغانستان د ډیموکراتیک دولت په وړاندې ټینگه جگړه وکړي. (له کابله تیلیگرامي شفر، سپتامبر: شمیره ۱۵۳۷ نېټه ۱۹۷۸/۱۰/۲۵)
موږ د شوروي اتحاد مرکزي کمیټې ته د دغه مصلحت وړاندیزکووچې ک. ببرک دې خبرو اترو ته راوغواړي او پرې ودې مني چې د افغانستان د واکمن رژیم په وړاندې دې له دښمنۍ څخه لاس واخلي.
د شوروي اتحاد د مرکزي کمېټې د پریکړې کاپي له لېک سره مل ده
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د نړیوالو اړیکو د څانگې مرستیال
[لاسلېک]
ر.یو ای.یانوفسکي
۱۹۷۸ نوامبر ۹
شمیره: ۲۵- س - ۲۱۷۵
دلاسوندي سرچېنه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D678-96B6-175C-9F9372D624CDFA3E&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

دوهم لاسوندی
د ک. کارمل په اړه د چکوسلواکیا کمونیست گوند ته د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې وړاندیز
نېټه
۱۹۷۸/۱۱/۱۵
سرچینه:
 
دلاسوندي پیژندنه:
شوروي دولت په هېوادکې د یوازېني شوروي پلوي د افغانستان خلق ډیموکراتېک گوند په وړاندي هرډول ورنکاراۍ غندي.د شوروي د مشرتابه د دریز پربنسټ دغسې پارونې په سیمه کې پیاوړې بې ثباتۍ او سیاسي گډوډۍ رامنځ ته کوي.

  [ گڼ شمیر لاسلېکونه]
[د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې له مل لېک سره]
شمیره: ایس تي � ۱۳۴/۱۶ جي ایس، نېټه ۱۹۷۸/۱۱/۱۶
اخیستل شوی 16 gs � د مرکزي کمېټې د سکرتریت د غونډې له خبرو څخه له شمیرې ۱۳۴
___________________________________________

د ک.ببرک په اړه د چکوسلواکیا له کمونیست گوند څخه غوښتنه

د تیلگرام لیکل شوی لېک له (مل لېک) سره منظور شو او د چکوسلواکیا په سوسیالیستی
جمهوریت کې دې د شوروي سفیر ته واستول شي.

دویمه کاپي: سکرتر ته

___________________________________________

ولیږل شول: ملگرو گرومېکو، پونوماریف ته
کاملأ محرم
مل لېک
۱۶ جي ایس د ان ۱۳۴ ټکیو ته
پراگ
د شوروي سفیر!

د چکوسلواکیا د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د نړیوالې پالیسۍ له څانگې سره وگورﺉ ، هغوی ته د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې لارښوونې وروښیاست او [هغه] ته لاندیني ټکي ووایاست.

په پراگ کې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت پخواني سفیر ببرک کارمل چې اوس د چکوسلواکیا په سوسیالیستي جمهوریت کې اوسیږي، په سوسیالیستو اوپانگوالو هېوادونو کې د میشتو افغانانو په منځ کې څرگندو کارونو ته ملا تړلې ده. د هغه ټولې هڅې دا دي چې له پرچمیانو(هغه ډله چې لارښوونه یې د ک.ببرک له پلوه کیږي) سره اړیکې ټینگې کړي او د افغانستان د اوسني رژیم، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند او د افغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت پرضد ټول د یوې پیاوړې تگلارې یاپلاتفورم گرد چاپیره راټول کړي. نوموړی دغې موخې ته درسیدلو لپاره غواړي په افغانستان کې له خپلو پلویانو سره چې د افغانستان د خلق په ډیموکراتیک گوند، افغان پوځ، دولتي اداراتو او نورو ټولنو کې کارکوي اړېکه ټېنگه کړي .
دافغان مشرتابه ته دغسې فعالیتونه څرگند شوي او له منفي غبرگونونو سره جوخت به ناوړه پایلې را وزیږوي.

په افغانستان کې د اوسني انقلابي رژیم په وړاندې دغه چاره، دده مېلمه پال او شوروي ملگري په یو ډیر سخت دریز کې رانغاړي

هغه فعالیت چې په افغانستان کې د واکمن ، دافغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند، د کمزوروالي په لور نیغ شوی وي او هغه هڅې چې د نوي افغانستان د جوړولوخنډ گرځي، د یوې تیروتنې په توگه گڼل کیږي او یوازېنی تاوان یې افغانستان ته رسیږي.

ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د هغوپرچمیانو په وړاندې چې رژیم ته پالیاله او په دولتي ادارو کې په صداقت کارکوي زورزیاتی نه کیږي او نه د پرچمیانو کورنۍ ځورول کیږي. ک.ببرک دې هرومرو دغه حالات په پام کې ونیسي او له هغوڅخه دې گټورې پایلې راوباسي: هغه ته نه ښایي چې په دولتي ضد کارونو کې گډون وکړي او نه دې خپله ډله د چاپه وړاندې راپاروي.

[په بیړه لاسلېک شوې، ښایي د ر. یوي. یانوفسکي وي]

۲۱ ف
دلاسوندي سرچېنه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D668-96B6-175C-9251846F7B26E7F4&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery