مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

احمدشاه مسعود دروسي سترتیژۍ پلي کوونکي ګوډاګئ


د نجیب الله د واکمنۍ په دَور کې د نجیب یاور جنرال اسحق توخي د ټول افغان له لارې یوه ډیره په زړه پورې لیکنه خپره کړې او په هغې کې یې له یو شمیر حقایقو څخه څادر لیرې کړی دی. ښاغلی توخي د خپلې لیکنې " دُکتور نجیب الله و خروج نیرو های نظامي شوروي از افغانستان" په ۱۴ او ۱۵ پاڼه کې د شمالي ټلوالې د بولندوی احمد شاه مسعود په اړه داسې لیکي :


" په هغو شپو ورځو کې چې د شوروي ځواکونو د وتلو لړۍ خپلې بشپړیدا ته نیږدې کېدله د شوروي د بهرنیو چارو وزیر ادوارډ شیواردنازي د یوه پلاوي په مشرۍ کې کابل ته را ورسید. د نوموړي له سفر وروسته دُکتور نجیب الله ما لیکوال ته وویل ' اوس ورته څرگنده شوې چې د کابل په ښار کې د خوراکي توکو د زیرمو د تشولو د سبوتاژ په اړه د حسن شرق د مشکوکو کړو وړو تر شا د مسکو د زړو کارپوهانو لاس دی. دُکتور نجیب الله د خپلو خبرو په دوام وویل ، شواردنازي په پټه راته وویل چې
' ددې تر څنگ چې د ټولو امنیتي چارو څار ته ډیره پاملرنه وکړﺉ د شوروي د سرتیرو د وتلو د لړۍ تر بشپړیدا پورې د سروزیرې له څوکۍ څخه محمد حسن شرق مه لیرې کوﺉ ترڅو ستاسو پر وړاندې د شوروي د مشرتابه کړۍ را ونه پاریږي.'

وروسته څرگنده شوه چې د مسکو زاړه کارپوهان د حسن شرق ، گلابزوی ، شهنواز تڼي ، پاچا گل وفاداراو په احمدشاه مسعود پورې د تړلو کسانو او ستمیانو د گډولې په راټولو د شوروي د سرتیرو له وتلو سره سم یوه کودتا په لاره واچوي ترڅو نړیوال په دې خبرې ډاډه کړي چې افغانانو خپل برخلیک په خپلواکه توگه په خپل لاس کې واخیست.

په همدې تړاو زما ښه په یاد دي چې له افغانستانه د شوروي سرتیرو د لړۍ له بشپړیدا وروسته د دُکتور نجیب الله په نامه د هیواد له ولایتونو څخه یو شمیر شفرونه را رسیدلي ول ، ما دغه پاکټونه پرانیستل چې په هغو کې یوه پاکټ زما پام ځانته را واړاوه. دغه پاکټ له هغو پاکټونو څخه توپیر درلود چې د شفرونو د رالیږلو لپاره په کار وړل کیدل. پاکټ مې پرانیست او و مې لیدل چې پر یوې کوشنۍ پاڼې په دري ژبه لیکل شوی لیک د شوروي د سفیر یولي ورانتسوف په نامه لیک وو چې د احمدشاه مسعود له پلوه د شوروي سفیر ته لیږل شوی وو. په لیک کې داسې لیکل شوي ول :
" ښاغلی سفیر! ستاسو پیام مې چې له ما سره مو د لیدلو په اړه را لیږلی وو ، ترلاسه کړ. له دې چې تاسو په خپلې ژمنې چې واکمني به له " دال" څخه " شنه " ته لیږدوﺉ پالیالي ونه کړه ، نو له تاسو سره د لیدلو څه اړتیا شته ؟"

ما نوموړی پاکټ په بیړه دُکتور نجیب الله ته ور ووړ، د شفر په لوستلو په فکر کې ډوب شو او له ما یې وپوښتل تاسو ته د " دال" وییکي څه مانا ښندي؟ ما وویل ، دوې ماناوې ښندي یا " ډیموکراتیک خلق " یا " ډاکټر نجیب" او د " شنه" وییکی په خپله څرگنده ماناښندي ، اخوانیان ، یعنی دی " مسعود" په خپله. دُکتور نجیب الله وویل پاکټ په هغه بڼه بیرته وتړه چې هېڅ څوک ورباندې پوه نه شي او بیرته یې ماته راوړه. "


سرچینه : وگورﺉ : Dr.Najibullah Wa Khorouj Nairo haie Shprawi
له دغې لیکنې مخکې ما " ژباړونکي" د وودرو ولسن د مرکزله پلوه خپور شوی لاسوند د بینوا د ویبپاڼې د جنگي جنایتکارانو د ځانگړ شوې برخې له لارې خپور کړی وو چې احمدشاه مسعود د شوروي د یرغلگرو ځواکونو د څلویښتم لښکر بولندوی جنرال باریس گروموف ته لیږلی وو. یو شمیر کسانو پر نوموړي لیک د ویاړ په ترڅ کې ویلي چې مسعود غوښتل د روسانو پښه ورلنډه کړي خو له دواړو لیکونو او لاسوندنو په ډاډ جاج اخیستل کیږي چې روسانو مسعود د خپلو ستراتیژیو د یوې آلې په توگه په کار اچولی وو. شوروي روسانو نه یوازې مسعود ته اقتصادي او پوځي مرسته ورکوله بلکه نوموړی یې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د خپل یرغل او له یرغله په وروسته کلونو کې په کار واچاوه. داسې بریښي چې له مسعود سره روسانو پخې ژمنې کړې وې ، د هغو ژمنو له منځه یوه یې مسعود ته د افغانستان د واکمنۍ لیږدول ، او په بد ترینه حالت کې د افغانستان د نهو شمالي ولایتونو بیلول او له تاجکستان سره د هغوی نښلول ول. دغه نهه ولایتونه د هندوکش په لمنه کې پراته دي او هندوکش د روسانو لپاره یو ستراتيژیک دریځ لري او مسکو په افغانستان کې له خپلې بدنامې ماتې وروسته لږ تر لږه د هندوکش په څارنه او کنترول بسنه کوله. دواړه لیکونه او لاسوندونه د همدغې ستراتیژۍ بیلگې دي.

که ښاغلو لوستونکو د " حاجي مراد" په نامه د لیو تولستوی د ۱۹۱۲ زکال ناول لوستلی وي نو هغوی ته په پته ولگیږي چې شوروي کمونیستانو له خپلو تزاري واکمنو څخه په زده کړی د افغانستان د یرغل په کلونو کې دویم حاجي مراد د احمد شاه مسعود په نامه وزیږاوه چې د افغانستان د جهاد ملا پر هغه ور ماته کړي او روسان په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسیږي. د لیو تولستوی د حاجي مراد د ناول غټ ټکي په لاندې ډول دي :

" حاجي مراد په قفقاز کې د امام شامل د خپلواکۍ غوښتونکې ډلې یو بولندوی دی. مراد له خپلو دوه تنو ملگرو سره یو ځای د شامل له ډلې تښتي او د سادو په نامه د یوه تن په کور کې چې د شامل له ملاتړو څخه دی پناه اخلي. کلیوال خبریږي او غواړي شامل ته د هغوی د پټېدا په اړه خبر ورکړي. د مراد د ډلې یو تن په دې بریالی کیږي چې له روسانو سره اړیکه ونیسي او له هغوی سره وگوري. شامل په دې هیله په ولادي واستوکیا کې له روسانو سره گوري چې د هغوی په مرسته د شامل ځواکونه په شا و تمبوي. په ولادي واستوکیا کې مراد له روسي شهزادگي سیمیون ورانتسوف او د هغه له ماندینې ماریا سره د ملگرتوب اړیکي ټینگوي او د شهزادگي د لښکر کوټ د بولندویانو زړونه لاس ته راوړي. وارنستوف ، مراد ته خپل لاسي ساعت د نخښې په توگه ورکوي."

په دې توگه مراد د روسانو د ملاتړ په مټ له شامل سره کورنۍ جگړه پيل کوي ؛ روسان له مراد څخه د شامل د ځواکونو په ټکولو کې ډیره گټه تر لاسه کوي لکه چې له احمد شاه مسعود څخه یې تر لاسه کړه. مسعود په هېڅ ډول د سالنگ په سویلي څنډو اود شمالي ډڼد په اوږدو کې یې د مجاهدینو هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوله. لاسوندونه په زباد رسوي چې مسعود به په همدغو سیمو کې د میشتومجاهدینو کواردیناتونه روسانو ته ورکول او روسانو به په ناڅاپه د شوبلو او الوتکو غوبل پیل کړ.

نور بیا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery