مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د امریکا سفیر: د شمالي ټلوالې جنگي جنایات نه شي کنترولیدای

د امریکا سفیر: د شمالي ټلوالې جنگي جنایات نه شي کنترولیدای

آرشیف � منځنۍ ، نوامبر ۲۰۰۱
راپورتر : مارک کولوین[1]
ژباړه : رحمت آریا

مارک کولوین : شمالي ټلوالې چې په افغانستان کې د طالبانو د والگي ( گریپ ) د ماتولو لپاره دومره لوڅې پوڅې وکړې ، آیا اوس پوښتلای شو چې دغه ټلواله څوک کنترولای شي؟
د بیلگې په ډول د شمالي ټلوالی یو بولندوی جنرال دوستم یو له هغو بې رحم ترینه توپکواکو جگړه مارانو څخه دی چې ډیري افغانان ورته له ویرې درنښت لري. په ځانگړې توگه افغان میرمنې لا تراوسه نه غواړي چې خپلې چادرۍ لیري کړي ، دا د دې مانا نه ښندي چې گڼې چادري د هغوی خوښیږي دا ځکه چې هغوی د شمالي ټلوالې د جنسي تیریو پخوانۍ شپې ورځې په یاد لري او ویره لري هغوی نه غواړي چې د ټلوالې په شتون کې دې پخوانی پـَیـر بیا را ژوندی شي.

تام شیفر [2] په آسترالیا کې د امریکا سفیر دی. ما نن له نوموړي څخه په مزارشریف کې د رامنځته شویو وحشتونو او بیرحمیو په اړوند پوښتنه وکړه.

تام شیفر: دغه ډول چلند او دې ورته نور کړه وړه چې ترسره شوي --- څرگنده ده چې ناوړه کړه وړه ول او ښکاره خبره ده چې موږ یې ملاتړ نه کوو.
مارک کولوین : خو تاسو د هوا له لارې د هغوی مرسته وکړه ، همداسې نه ده؟

تام شیفر: که په یوه جگړه کې ستا ملاتړ کوونکی وژل کیږي نو ته به هرومرو د هغه د وژل کیدا مخه نیسی. هلته په کلا کې دننه څو تنه را پورته شول ، په لاسونو کې یې بمبونه را واخیستل ، هغوی نه یوازې خپل ځانونه وژل بلکه نور خلک یې هم وژل ، کله چې د کلا د نیولو لپاره هڅې وشوې څرگنده ده چې د نیولو پر مهال خلک وژل کیږي ، او دا هغه څه دی چې پیښ شول.

[ د ژباړونکی یادونه : دلته له کلا څخه د ټام شیفر موخه د کندز " قلعه جنگي " ده چې په ۲۰۰۱ زکال کې تسلیم شویو بندي طالبانو پاڅون وکړاو گڼ شمیر یې ووژل شول. د لا زیاتو مالوماتو لپاره د بینوا ویب پاڼه � جنگي جنایتونه � د مرگ کاروان وگورﺉ]

مارک کولوین: که تاسو په هغه پړاو کې دومره کنترول په لاس کې درلود نو ولې مو له هغه وروسته د جنرال دوستم د سرتیرو مخه ونه نیوله ؟
تام شیفر: و گورﺉ! زه گومان نه کوم چې د جنرال دوستم کنترول به دقیقأ هغه څه نه دي چې موږ یې په خپل کار کې ولرو. زما موخه د هغوی د کړو وړو .....
مارک کولوین: ولې به نه وي ، آیا دا د دې لپاره چې ټول په دغه جگړه کې نوموړې خبره د یوې ستونزې په توگه یادوي؟ آیا په ډیموکراسۍ کې به دا مقوله د یوې ښې قاعدې په توگه و گڼل شي چې زما د دښمن غلیم زما ملگری دی ، همداسې نه ده ؟

تام شیفر: ښه نو! زه گومان نه کوم چې دا به ښه قاعده وي او زما په باور موږ داسې نه کوو. گومان مې نه راځي چې موږ دې د پورتنې مقولې پربنسټ خپلې چارې بر مخ بوځو. دلته د جگړو لمنه له پخوا وختونو پراخه وه خو اوس که چا وحشت رامنځته کړی وي نو ښکیل کسان یې هرو مرو پازوالي لري او پازوال کسان دې د خپلو کړنو په ځواب کې عدالت ته را وکاږل شي.

زما په گومان دا به تر یوې کچې گرانه وي چې په افغانستان کې د هررامنځته کیدونکي وحشت د پړې بار دې د امریکا پر اوږو کښیښودل شي. موږ هلته نه یو بلل شوي. هلته داسې یو رژیم وو چې په خپله غیږ یې ترهگرو ته د پناه په توگه پرانیستلې وه ترهگر له همدغه ځایه را والوتـل ، په بې گناه خلکو بار الوتکې یې وتښتولې او له آسمان څکالو ودانیو سره یې و جنگولې.

مارک کولوین: دا چورلټ د پوهیدو وړ ده خو ....
تام شیفر: خو موږ غواړو چې نور یې پای ته ورسوو.
مارک کولوین : خو تاسو باید له دیموکراتیکو ارزښتونو څخه دفاع و کړﺉ نه دا چې هغه دړې وړې کړﺉ.
تام شیفر: زه خو هلته نه یم چې داسې وکړم ، خو که خبره پر امریکې راځي او که امریکا داسې کوي نو دا بیا امریکا ته ښه نه ده او نه باید داسې وکړي.

مارک کولوین : څرگنده خبره ده چې همداسې کیږي او همداسې له شمالي ټلوالې سره په همکارۍ کې را منځته کیږي ، شمالي ټلواله د داسې کسانو له گډولې څخه جوړه یوه ډله چې اکثریت یې بدنامترینه خونړۍ سابقه لري ، دا هغه کسان دي چې ستاسو د مټ او مرستې په زور یې د افغانستان کنترول په لاس کې اخیستی دی.

تام شیفر: موږ ورته د طالبانو د ړنگیدا په هینداره کې گورو او د طالبانو د واکمنۍ گټه نن خلک گوري. په بله وینا دلته داسې یو ملت وو چې د لوږې پر ژۍ ولاړ وو. اوس د لوږې پر ژۍ نه دی ولاړ ځکه چې امریکا ور ودانگل.

هلته یو نیم میلیون کسان ول چې خپله ورځنۍ ډوډۍ یې نه درلودله موږ تر ټولو ستره مرسته وکړه ، موږ خوراکي توکي ورکړل ، دا مرستې د جگړې لپاره نه دي شوي دا مرستې موږ له جگړې مخکې کړي. د دې په ویلو تاسو نه شـﺊ کولاﺉ چې په افغانستان کې د هرې ستونزې د پازوالۍ پړه زموږ په اوږو را سپره کړې. زه گومان کوم چې موږ ډیره لویه اجنډا لرو.

مارک کولوین : ما خو اوس داسې نه دي ویلې خو دا ډیره څرگنده ده چې .....
تام شیفر: که ته غواړﺉ پوه شي چې آیا موږ دې د دې ملاتړ وکړو چې لومړی ولاړ سو د خلکو لاسونه ور وتړو او بیا یې په ډزو ډزو ووژنول ، څرگنده خبره ده چې موږ د دغسې چلند ملاتړ نه کوو او موږ یې نه کوو.

مارک کولوین : ستاسو خلک خو هلته ول.
تام شیفر: زموږ د کسانو شمیره څومره وه؟ زما موخه دا ده چې تاسو نه پوهیږﺉ زموږ څو تنه هلته ول ، څوک ول او کنترول د چا په لاس کې وو.

مارک کولوین : موږ پوهیږو. موږ د هغوی انځورونه لیدلي دي.
تام شیفر: ستاسو مالومات زما تر مالوماتو ښه دي ځکه زه خبر نه یم ....
مارک کولوین : ستاسو د سي آی اې د کسانو انځورونه د ورځپاڼو پر لومړیو مخونو خپاره شوي ول. اوس باید تاسو ته څرگنده شوي چې تاسو تر یوې کچې کنترول درلود.

تام شیفر: د هغو کسانو انځورونه چې د ورځپاڼو پر لومړیو مخونو خپاره شوي ، پر هغوی تور لگول شوی چې د سي � ای � اې غړي ول ، گومان کوم هلته یوازې د درو تنو انځورونه ول. اوس نو تاسو گومان کوﺉ چې یوازې همدا درې تنه په ټول افغانستان کې د روان وحشت پازوال و بولو؟ تاسو نه پوهیږﺉ چې دغه درې تنه هلته څه کوي؟ تاسو نه پوهیږﺉ چې هغوی څه ویلي دي. تاسو نه پوهیږﺉ چې د هغوی دریځ څه وو او کوم دریځ یې را خپل کړی وو.

آیا هغوی د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه ؟ تاسو باید پوه شـﺊ چې هغوی د هوايی ملاتړ غوښتنه وکړه. پوهیږﺉ ولې؟ ځکه چې نیږدې ول هغوی ووژل شي. دا د دې مانا نه ښندي چې هر څه دې شمالي ټلواله وکړي د هغې پازوال دې موږ وگڼل شو ځکه چې د شمالي ټلوالې کنترول زموږ په لاس کې نه وو.

مارک کولوین : څه شو د امریکا اوسني ټینگار چې افغانستان به بیا ودان کړي ، ما ته خو داسې بریښي چې ددغه هیواد واگې د داسې کسانو لاسونو ته ور لویږي چې خورا زیات بیخونده کسان دي ، همداسې نه ده؟
تام شیفر: امریکا هڅه کوي چې په سیمه کې پایښت او امن راخوندي کړي. دا د امریکا په گټه ده. او په هماغه کچه د افغانستان په گټه هم ده . موږ په سیمه کې یوه ټینگ او له امنه ډک افغانستان ته اړتیا لرو او موږ تر خپلې وسې وسې هڅه کوو چې دغې موخې ته ورسیږو. دا یوه کورنۍ جگړه ده.
مارک کولوین : دغه خبره ما بیرته جنرال دوستم ته را گرځوي. دوستم د امن راړونکی دی ، آیا همداسې ده ؟
تام شیفر: ښايي تاسو داسې گومان وگړﺉ. خو هلته ....
مارک کولوین : خو ډیري افغانان داسې فکر نه کوي لکه چې تاسو یې انگیرﺉ ، د هغوی په یاد دي چې دوستم او د شمالي ټلوالې نورو جگړه مارو ور سره څه وکړل؟
تام شیفر: موږ باید څه کړي وای؟
مارک کولوین : زه دا پوښتم چې که دوستم له تاسو سره په ټلواله کې وو نو ولې د هغه کړه وړه نه دي کنترول شوي؟
تام شیفر: موږ په افغانستان کې توکمیز مشران نه کنترولوو.
مارک کولوین : تاسو له دوستم سره ټلواله جوړه کړې.
تام شیفر: د کاغذ د کومې پاڼې پرمخ لیکل شوې چې موږ ورسره ټلواله جوړه کړې. زما موخه دا ده چې موږ دغه ډلې له یو بل سره یو ځای کوو.
مارک کولوین : تاسو ورسره ټلواله لرﺉ ځکه ستاسو هوايی مرستو هغه ته زړه ا و زور ور کړ او دوستم په ځمکني پرمختگ کې وسه او پیاوړتیا وموندله.
ښاغلی مارک ! څه غواړﺉ؟. تام شیفر:
مارک کولوین : آیا دا یوه ټلواله نه ده؟
تام شیفر: ښاغلی مارک! موږ بهرنۍ پالیسي لرو. بهرنۍ پالیسي د نړۍ د امن په لاره کې کار کوي.هلته توکمیز مشران دي. ټوله سیمه د جگړه مارو ډلو په منځ کې ویشل شوې ده. موږ ټینگښت او امن غواړو موږ نه شو کولای هر هغه څوک تر پوښتنې ،حساب او کتاب لاندې نه شوی نیولای چې د طالبانو خلاف دي ځکه بیلابیل خلک د بیلابیلو لاملونو پر بنسټ د طالبانو مخالفت کوي. دا ستونزمنه او خونړې سیمه ده ، دلته [ جوزوف ب. ] [3] نه شي راتلای چې زموږ په گټه دې زموږ تر څنگ و دریږي او زموږ په خوښه دې سوله راته جوړه کړي.
مارک کولوین : زه دغه پوښتنې له تاسو څخه له دې امله کوم چې د شمالي ټلوالې تگلارې او چلند په ټولنه کې داسې شرایط او حالات رامنځته کړل چې خپله په خپله یې د طالبانو راتگ او د هغوی واکمنۍ ته لاره پرانیستله. او ډاډه اوسـﺊ چې تاسو هماغسې یوې واکمنۍ ته بیا لاره پرانیزﺉ ، آیا تاسو هماغسې یوه بله لوبه نه رامنځته کوﺉ چې په زړه کې یې له امریکا سره دښنمي او امریکايي ضد احساس وده وکړي؟ آیا تاسو د همداسې قماري معاملې پړی په لاس کې نه دې اخیستی؟

تام شیفر: که تاسو داسې انگیرﺉ چې طالبان د شمالي ټلوالې په غبرگون کې رامنځته شول او شمالي ټلوالې هغوی واکمنان وگرځول ، گومان کوم دا سمه نه ده. طالبان یوه مرتجعه اورپکې ډله ده چې د اسلامي نړۍ یوه برخه ده. دا هغه کسان دي چې ښځې د ټولنې د چاپیریال له کړۍ څخه دباندې باسي ، که ښځې پوهنتونونو ته ځی هغوی یې په ډزو وژني.
مارک کولوین : خو کله چې طالبانو د واکمنۍ واگې په لاس کې واخیستې ، د ولس ډیریو پرگنو او وگړو ورته په ورین تندي ښه راغلاست ووایه ځکه چې طالبانو د یوې وحشتاناکې واکمنۍ ځای ونیو او اوس هم په ولس کې ډیر خلک شته چې د هغوی ملاتړ کوي.
تام شیفر: دا به د طالبانو لپاره پیاوړی تبلیغ وبلل شي که ووایو پر طالبانو په غیر عادلانه ډول تور لگول کیږي ، همداسې نه ده ؟ موخه مې دا ده چې له تاسو وښتم ایا طالبان د ډیموکراسۍ یو انځور دی؟ آیا په هغوی کې داسې کسان شته چې زغم ولري ؟

مارک کولوین : دا هغه پوښتنې وې چې ما غوښتل له تاسو یې وپښتم.
تام شیفر: که رښتیا ووایم ، زه نه پوهیږم تاسو څه غواړﺉ. زه نه پوهیږم چې ستاسو پوښتنې له کومه ځایه سرچینه اخلي. تاسو د طالبانو د راتگ پازوالي د شمالي ټلوالې پر غاړه ور غورځوﺉ او دې ورته ، زه غواړم ووایم چې دا یوه کورنۍ جگړه ده او ښاغلی مارک دغه جگړه له پخوا روانه وه. دغو ډلو له پخوا له یو بل سره جگړه کوله ، په دې جگړې کې یوازې د جگړې دوې ښکیلې غاړې نه دي په دغې جگړې کې پینځوس ښکیلې خواووې دي. که تاسو د نړۍ په دغه گوټ کې او په دغسې یوه چاپیریال کې ټینگښت راولـﺊ دا هر چاته آسانه کار نه دی.

مارک کولوین : ښه نو ستاسو د خبرو مانا دا ده چې تاسو د دغو خلکو په ملاتړ کې هیڅ ډول شونی گواښ نه وینـﺊ ؟
تام شیفر: زه په افغانستان کې د بې ثباتۍ په لاره کې ستر گواښ وینم. زه دلته د ډیموکراسۍ هیلې وینم چې دغې سیمې ته به راوړل شي. گومان کوم دا زموږ ټولو لپاره ستره هیله ده او د دغې هیلې په لاره کې امریکا کار کوي.

د سرچنې د لیدلو لپاره لاندنۍ پته و گورﺉ :
http://www.abc.net.au/pm/stories/s428962.htm
--------------------------------------------------------------------------------
[1] Mark Colvin
[2] TOM SCHIEFFER
[3] Joseph B = Joseph Ber (Yosef Dov, Yoshe Ber) Soloveitchik 1903-1993
امریکايي یهودي دیني ارتودکس پوه ، تــَلــَمود پاله او معاصره یهودي فیلسوف

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery