مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نورمحمد ترکی په مسکو کي دسیاسي بیرو په پټه غونډه کي

دمخکنیو لاسوندو لنډیز:
ژباړه: رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸
د۱۹۷۹زکال د مارچ په مېاشت کې شوروي مشرتابه په هرات کې د راپارېدلې بلوا له امله چې څوتنه شوروي سلاکاران د بلواکوونکو په لاس پکې ووژل شول، له ډیر ستونزمن اکر یاحالت سره مخامخ وه اوداسې برېښېدل چې اوضاع دواکمن گوند خلق دڅارله ولکو څخه د وتلو په حال کې ده. افغان مشرتابه له شوروي پوځ څخه د بیړنیو مرستې غوښتنه وکړه. په ټولېزډول یوازې په ۱۹۷۹ ز کال کې افغان مشرتابه له ۲۰ ځله څخه زیات د مرستوغوښتنه کړې وه. دټیلفون له لارې له تره کي سره دخبرو په ترڅ کې الکسي کاسیگین په ډاگه کړه چې شوروي به پوځیان ور ونه لیږي او تره کی یې وهڅاوه چې په سیمه ییزو وگړو خپله ملاوتړي په ځانگړي ډول دهرات په ولایت کې دې پرولتاریا په خوځښت راولي او له هغوی دې کار واخلي، دا په خپله څرگندوي چې شوروي مشرتابه دافغان وگړو په اړه بشپړمعلومات نه درلودل( پرولتاریا، صنعتي کارگران دي او دسوسیالیستي انقلاب بنسټیزه ځواک جوړوي او په افغانستان کې له اره پرولتاري ځواک شتون نه درلود). د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرودڅانگې غونډه په بیړنۍ توگه راوبلل شوه چې د هرات اکر ترڅېړنې لاندې ونیسي دغونډې د گډونوالو په منځ کې څرگند اختلافات لېدل کیږي: په داسې حال کې چې د سیاسي بیروغړي افغانستان ته د سرتیرو له لیږلو سره مخالف ول، یو شمیر یې په همدې حال کې ټینگار کاوه چې (موږافغانستان له لاسه نشوورکولای). وروسته له څیړنو اوسنجونو غونډ پای ته نیږدې شوه او د مرکزي کمیټې عمومي منشي لیونید ایلیچ برژنیف دغونډې لنډیز راوسپړه او ویې ویل چې اقتصادي اوپوځې مرستې به سره له مهماتو او سلاکارانو چمتو شي خو سرتیري به افغانستان ته ونه لېږل شي. مخکې مو ولوستل چې غونډې پریکړه وکړه چې تره کی به ماسکو ته راوبلي اودشوروي ددریز په اړه به یې ښه پوه کړي. تره کی راوبلل شو او دهغه په سفریوازې دسیاسي بیرو غړي خبر ول او بس [دهمدغه لاسوندي په پای کې تره کی په خپله دغې خبرې ته نغوته کوي]. مخکې له دې چې تره کي له برژنیف سره وگوري هغه دسیاسي بیرو له یو شمیر غړو سره گوري او دغه لاسوندی په پراخه توگه دهمدغې غونډې خبرې څرگندوي.دا غونډه دومره پټه وه چې ان افغان ژباړونکي له تره کي سره نه وو او شوروي پښتو ژباړونکي غونډې ته رابلل شوي ول. ددغې لاسوندي وروستنۍ برخه ډیره هک پک کوونکې ده او دښاغلو لوستونکوپه ځانگړې توگه دافغانستان د پیښو سیاسي شننونکو پام ورته را اړوم.
پای


د۱۹۷۹ز کال دمارچ په ۲۰ د الف.نون کاسیگین ،الف .الف گرومیکو، د.ف.اوستینوف ، ب .ن. پوني ماریوف او ن. م. تره کي ترمنځ مخامخ خبرې - ماسکو
د لاسوندي پیل

د شوروي د کمونیست گوند مرکزي کمیټې ته د لیږلو تابع
(عمومي دفتر،لومړۍ څانگه)شمیره پ ۴۹۹
د شوروي د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې اصلي او علی البدل غړو ته دې وویشل شي
ډیر پت (کاملأ سري)
ځانگړې (خاصه) دوسیه
دلاسوندي سرلېک:
د الف.نون کاسیگین ،الف .الف گرومیکو، د.ف.اوستینوف ، ب .ن. پوني ماریوف او ن. م. تره کي د خبرو ریکارډ (نوټ)
[نوټ: دغه لېکنه دغونډې ګډونوالو نه ده لېدلې)
د۱۹۷۹ز کال دمارچ
۲۰
الف.نون کاسیگین: سیاسي بیروپرموږ په ډاډ کولو موږته واک راکړی چې له تاسو سره د ټولو هغو پوښتنوپه اړه خبرې وکړو چې تاسو یې د نظریاتو د تبادلې لپاره اړین بولـﺊ. لکه چې مخکې مې تاسوته وویل له ل.الف. برژنیف سره ستاسو غونډه په ۱۸-۱۸.۳۰ (وخت-ژ) کې په پام کې نېول شوې ده.

لومړی مې باید تاسو ته د خبرو د پیل وړاندیز کړای وای خو لدې چې ستاسو له پلوه لومړنۍ مهمه پوښتنه راپورته شوېده غواړم له همدغه ځایه زموږ دنظریاتو څرنگوالی تاسو ته ووایم او بیا به په ځیرتاسو ته غوږ ونیسو.

لومړی غواړم ټینگاروکړم چې شوروي اتحاد او دافغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت ترمنځ ملگرتوب پرته له قید اوشرطه دی،په ځېنولنډو وختونوکې دنظریاتو اختلافات ول خو نه داوږدو وختونو لپاره. موږتاسو ته مرستې درکړي او غواړو دمرستې لړۍ وغځوو او د خپلو ټولوهغو دښمنانوپه وړاندې وجنگیږي چې نن اوپه راتلونکی کې له تاسو سره جگړه کوي.
موږ ستاسو په هېواد کې د حالاتو د پرمختگ په اړه په ځیر خبرې کړې، موږله تاسو سره دمرستو ټولې لارې چارې لټولې دي چې زموږ د ملگرتوب او له دواړوهېوادونوسره به په اړیکو کې گټورې پایلی ولري. ښایي ستاسو په هېواد کې دراپورته شویو ستونزو په اړه د حل ډیرې لارې چارې وي، خوتر ټولو ښه لاره دا ده چې د نړیوالو په سترگو کې ستاسو د دولت واک او صلاحیت خوندي پاتې وي، غواړوستاسواړېکې له گاونډیو هېوادونو سره خړې پړې نه شي اوستاسود هیواد نړیوال دریځ ته تاوان ونه رسیږي.
موږباید دهغوحالاتو پرمختگ ته اجازه ورنکړو چې پربنسټ یې تاسو دهغو په کابو کولو کې لا تر اوسه نه یاست بریالي شوي اوپه پای کې دحل لپاره مو بهرني سرتیري راغوښتي دي. غواړم د ویتنام بیلگه راوړاندې کړم. دویتنام ولس له امریکا سره دجگړې دروند پیټی پورته کړاو دا دی اوس د چین له یرغل سره لاس اوگریوان دی خوهېڅ څوک ویتنامیان د بهرنیو سرتیرو په بلنې او کارونې نه تورنوي. ویتنامیان په میړانې له خپلې خاورې څخه د بهرنیو لاس اچوونکوپه وړاندې ساتنه کوي.
زوږگومان کووچې ستاسو په هېواد کې پریمانه پوځي ځواک شته چې دانقلاب ضد کسانو په وړاندې ودریږي. یوازینۍ اړتیا دا ده چې هغوی یوموټي یې کړﺉ اونوي پوځي جوړښت رامنځ ته کړﺉ. دتلفوني خبروپه ترڅ کې موږاوتاسو دنویوپوځي ډلگیو دجوړولو په اړه خبرې وکړې،په یاد ولرﺉ چې پوځي چمتوالي او د روزنې لپاره ډیر وخت ته اړتیا شته. خو ان همدا اوس تاسو بشپړ اوپریمانه ځواک په لاس کې لرﺉ چې د اوسني اکر یاحالت دکابو کولو وړتیا لري. یوازینۍ اړتیا دا ده چې په سمه توگه تر سره شي. راځـﺊ چې د هرات بېلگه راواخلو. په لومړیو کې داسې ښکاريده چې هر څه به دړې وړې سي، دښمن ټیگ مورچلونه جوړکړېدي او ښاربه دانقلاب ضد ډلو زړه جوړ سي. خو کله چې تاسو رښتونی نوښت په لاس کې واخیست نو تاسو وکولای شول چې هر څه تر خپل واک او څارلاندې راولـﺊ. موږهمدانن سهارپه ۱۱ بجوخبرترلاسه کړچې دهرات پوځي ښارگوټی چې د اووه لسمې پلې فرقې د یاغیگړیوه برخه وه له هوایي بمباریو وروسته دکندهار دشوبلو په مرسته د هوایي لیوا دپاراشوت ځواک له خوا بیرته ونیول شو. دولت ته پالیاله ځواکونه سیمه خوندي کوي او له دغې بریا څخه په گټه اخیستې لا پرمخ درومي.

زموږپه نظر،په اوسني وخت کې زموږ دنده دا ده چې ستاسو دفاع په څو نړیوالو پیچلو پیچوموکې وکړو. موږبه له تاسو سره تر شونې کچې په ټول وس مرسته وکړو، تاسو ته به وسلې او مهمات درولیږو، خلک به در واستوو چې د کورنیو اوپوځي ستونزوپه هوارولو کې تاسو ته گټور وي، کارپوهان به درواستوو چې ستاسوپوځ دنویو پرمختللیو وسلو په عملیاتي کارَوَنه کې و روزي اوپوځي ماشینري چې د درلېږلو په درشل کې ده. دافغانستان پرخاوره باندې زموږ دپوځ پلي کول به نړیواله ټولنه را ویښه کړي او ډیرې ناسمې څواړخیزې پایلې به را وزیږوي. که داسې وسي نو نه یوازې به له پانگوالو هېوادونو سره سونزه رامنځ ته سي بلکه په خپلو منځو کې به هم ستونزې را پورته سي. زموږگډ دښمن شیبې شماري چې شوروي پوځونه به کله دافغانستان پرخاوره باندې پښه کښیښږدي. دابه هغوی ته هم پلمه په لاس ورکړي اوستاسو دښمنان به هم دافغانستان پرخاوره باندې پلي شي. زه یوځل بیا د سرتیرو دپلي کولو پرغوښتنې په ټینگار را تاویږم او وایم چې موږدغه غوښتنه له څو اړخونو په ځیر څېړلې ده؛ موږ ددغه گام ټول اړخونه په ډیر پام او ځیرشاربلې اوزبېښلې او دې پایلې ته رسیدلې یو چې که زموږ سرتیري درهم شي ستاسو دهېواد اکریاحالت به سم نه شي، هغه به له بده پسې بدتر سي. هېڅ څوک انکار نه شي کولای چې زموږ سرتیري به نه یوازې دبهرنیوتاړاکگروپه وړاندې وجنگیږي بلکه ستاسو دوگړو له یوې ځانگړې برخې سره به هم لاس اوگریوان شي. اوخلک دغسې شیان بخښلای نه شي. ددې ترڅنگ کله چې زموږ سرتیري له سرحدي لېکي واوړي نو دسترگو په رپ کې به چین او نورټول تیري کوونکي ستاسو له دښمنانوڅخه ټینگ ملاتړ وکړي.

موږدې پایلې ته رسیدلي یو چې داوسني وخت حالاتو ته په کتنې ،تر ټولو اغیزمنه مرسته چې له تاسو سره یې کولای شوداده چې موږپرگاونډیو هېوادنو باندې خپل سیاسي فشارډیر اوتاسو ته څواړخیزه پراخه مرسته درکړود سرتیرو دپلي کولوپرځای به له دغې لارې ډیرې گټورې لاس ته راوړنې تر لاسه شي. موږبشپړ داډ لرو چې ستاسو اوزموږ له خوا د سیاسي لارو چارو په کارَوُلو کولای شو پر دښمن بری ومومو. موږ او تاسو لا مخکې خبرې کړې وې چې افغانستان دې له ایران، پاکستان او هند سره په اړیکوکې له سره کتنه او کار وکړي او ټولې هغه پلمې دې له منځه یوسي چې پر دغو اړیکوناوړه اغیزه شیندي. زموږ له خوا ، موږ د ایران او پاکستان مشرانو ته دوه لاسوندي لیږلي او هغوی ته مو په ډیر ټینگار ویلي چې دافغانستان په چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي. پرته لدې چې ددغه کار پیټې ستاسو پراوږو در واچوو پازوالي یې موږ اخلو. دا دهغوخبرو تومنه وه چې موږ غوښتل دملگرو په توگه یې له تاسو سره د سپینو اوڅرگندو خبروپه توگه گډې کړو.

ن.م. تره کی : زه له تاسومنندوی یم چې د شوروي د دولت دریز مو راته په پراخه ټوگه چې ماپرې د خبرو کولو لیوالتیا درلودله څرگند کړ. زه هم ستاسو دملگري په توگه سپینې او مخامخ خبرې کووم. موږهم په همدې باوریو چې په افغانستان کې رامنځ ته شوې ستونزې دې د سیاسي لارو چارو له لارې هوارې شي اوپوځي گامونه دې د سیاسي لارو چارو د پلي کولو لپاره څگنېزیا فرعي اړخ وگڼل شي. په سیاسي ډگرکې موږشمیرلي گامونه پورته کړي او ډاډه یو چې دوگړو ډیرکی یا اکثریت زموږ ترڅنگ دریږي. په راډیو کې زما له راڅرگندېدلو یوه ورځ وروسته چې ما د هرات د وضعې ماهیت او تومنه پکې په ډاگه کړه دهېواد په هرگوټ کې ۱۰۲ لاریونونونه تر سره شول اولاریون کوونکو د خمیني د کړنوپه غندنه کې شعارونه ورکړل. موږ په دې هم خوښ یو چې زموږ د پوځ یوه برخه چې له یاغیانوسره یوځای شوې وه ، وسلې پرځمکه کښېښودلې.

زموږ له اړخه غواړم ټینگار وکړم چې زموږ دهیوادونو اړیکې د دوه اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو له کچې پورته اړیکې دي. دا اړیکې دپاړکیزې یا طبقاتي مبارزې اوزموږ دگډې ایډیالوجۍ اوسیاست پربنسټ ولاړې اړېکې دي. زموږ په هېواد کې ستاسو دهېواد په شان دولت دکارگرو او بزگرو په لاس کې دی چې داتوکراتانو او ځمکوالو له منگولو څخه یې اخیستی دی. زموږ انقلاب زموږ دپاړکیزیاطبقاتي دښمن غبرگون را پارولی دی. موږ انقلابي گامونه اوچت کړي دي ، د ځمکوالو په پورونو کې دډوبو بزگرانو خپلواکول، بې ځمکو بزگرو ته د ځمکو ویشنې اونورو دافغانستان دوگړو په منځ کې ددولت دریز لاخوندي او پیاوړی کړ او دپاکستان او ایران له وگړو مو مثبت غبرگونونه ترلاسه کړل. دغو گامونو په دغو هېوادونو کې په شا تلونکي ارتجاعي ځواکونه را وپارول اوزموږ دهېواد پروړاندې یې د ورانکارو دعملیاتو ودې ته لا پراختیا ورکړه،پروپاگندونه اوډنډورې یې پیاوړې شوې او زموږهېواد ته یې د ترهگروپه رالیږلو پيل وکړ. زموږ په وړاندې یې ډنډورې پیل کړې او موږ یې د بې دینو اومرتدو په نومونو یاد کړو. بیا یې موږدنورو غیراخلاقي گناه گانو په تور تورن کړو. موږپه هېواد کې دښځود آزادۍ په اړه ښځو ته پرتمین دریز ورکړی اوپاکستاني ډنډورچیانو له دغې آزادي څخه پاروونکې ډنډورې جوړې کړېدي. کله چې موږ دځمکو د اصلاحاتو د ریفرمونوپروگرم تر لاس لاندې ونېول نوپاکستاني واکمنو کړیو ددغو گامونو اغیزې په خپل ولس کې ولېدلې او دغواغیزو ددوی سیاست ته بدلون ورکړاو په پای کې زموږپه وړاندې یې د سبوتاژ او ورانیوعملیات پیل کړل. زموږ په هېواد کې د وگړو لاریونونو پاکستاني واکمن وویرول او لاریون کوونکو د (ژوندی دې وي د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت) او (ژوندې دې وي تره کې) شعارونه وړل. زموږ هېواد ته نه یوازې د اخوان المسلمین د ډلو غړي چې له انقلابه وروسته تښتېدلي ،بلکه د هغوی ټولې لېواگانې [منظوردپاکستان او ایران دول دی �ژ] په افغاني جاموکې هېواد ته را ننوتلي دي. له شوروي اتحاد څخه زما له لېدنې او د دواړو هېوادونو تر ترمنځ د مهم تړون له لاسلېک کولو وروسته امریکایي پانگوالو او نورو مرتجعینو دافغانستان دډیموکراتیک جمهوریت په وړاندې پياوړې دښمني پیل کړه. هغوی پوه شول چې لوېدېځ افغانستان له لاسه ورکړ.دا دافغانستان او دشوروي اتحاد د ډیرملگرتوب لامل وو چې پانگوال او مرتجعین یې په یوې ضد-افغاني کړۍ کې سره راونغاړل.

نن موږپه خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان دې له هند، ایران اوپاکستان سره خپلې اړېکې په ښه چاپیریال کې وساتي. خو دا به ډیره گرانه وي چې ترسره شي ځکه ایران دپاکستان په شان له موږسره ددوستۍ اړیکې نه غواړي.

الف.نون.کاسیگین : له ضیاالحقه یوه لېکلې وینا را رسېدلې اوڅرگنده کړې یې ده چې دافغانستان ستونزه دهغه هېواد یوه کورنۍ ستونزه ده او پاکستان به پکې لاسوهنه ونه کړي. وینا همداسې پرمخ ځي او وایي چې یوازې له افغانستانه پاکستان ته له راغلو ۳۵ زرو کډوالو سره بشري مرستې پدې آړشرط کوي چې دافغانستان اوپاکستان اړېکې خړې پړې نکړي.

ن.م. تره کی : هغوی یوازې له انسانیته خبرې کوي، خوپه بر لاس روزنیز کمپونه اوپنډغالي جوړوي او زموږ په وړاندې کماندو روزي.

الف.نون.کاسیگین :موږهم ساده نه یو چې دضیاالحق دوینا هر توری ومنو، که خبره هر څه وي، له وینا داسې ښکاري چې هغوی یې په تنگې کړۍ کې راتاو کړي دي.

ب.ن.پوني ماریوف: داسې ښکاري چې د ضیاالحق اوسنۍ خبره د 'پراودا' د ورځپاڼې د غبرگون له اغیزو راڅڅېدلې وي.

الف.نون.کاسیگین :څرگنده ده چې پاکستان یې په اندېښنه کې اچولی دی. هغوی نه یوازې ستاسو بلکه زموږد فشار احساس یې هم کړی دی.

ن.م. تره کی : د پراودا د ورځپاڼې لېکنې چې د افغانستان په وړاندې یې دسیسې څیړلې دي په سم وخت کې خپره شوې ده. لېکنې زموږ پرگاونډیو ژورې اغیزه شېندلې دي. زه په ډاډ له تاسو سره همغږی یم چې عملي سیاسي گامونه دې پورته شي اوجگړه له خطره ډک یو گام دی. که دا اندېښنه راوسپړو چې ایران، پاکستان، امریکایان او چینایان ولې زموږ په وړاندې دغسې عملي گامونه را اوچتوي بې گټې وي نو هر څه موږ اوستاسوته څرگند دي. خویوازنی ټکی چې پرې ټینگار کول غواړم دا دی چې موږ به له نورو [گاونډوي هېوادونه �ژ] سره ملگرتوب ته دوام ورکړو خوستاسو په اندازه به له هیڅ چا سره د نیږدې ملگرو په توگه و نه اوسو. موږ له لینن څخه زده کړي او له هغه به یې نور هم زده کړو. موږ دلینن له لارښوونو څخه زده کړېدي چې له گاوڼدیو سره اړیکې په څه ډول وساتو. موږ هڅه کوو چې له گاونډیو هېوادونو سره ښه ملگرتوب ولرو خو امریکا چې له پرمختلونکو دولتونو سره په دښمنۍ کې ده زموږ خنډ گرځي. هغوی پخوا دې ته وَرته کړنې دځوان شوروي اتحاد په وړاندې کړې وې او اوس یې دکیوبا،ایتوپيا،موزمبیق او سویلي یمن په وړاندې کوي.موږ ددغه خنډ په وړاندې دَرېدلي یو اوغواړو د کارگرو ډلو په گټه د انقلابي �دیموکراتیکو ریفرمونو له لارې او دوگړو د درناوي او ډاډ په ترلاسه کولو حکومت وکړو نه د وسلو او زور په مټ.د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره موږ تر اوسه ۲۰۰ بیلیونه افغانۍ لگولې دي. خلک ویلای شي چې ددوی ملگري او دښمنان څوک دي. زموږ ددولت په وړاندې ورانکارو ډنډورو د خلکو (منفي �ژ) غبرگون را ونه پاراوه، روحاني مشرانو اوس خپلو چـَلونو ته بدلون ورکړی اوچیغې بوغارې یې پیل کړيدي چې گڼې افغانستان د شوروي لاررَوَی او دکمونیستانو پـَلـوی دی او ۱۰ زره شورویان د هیواد په هرگوټ کې پرهرچا باندې واکمني چلوي.

چې رالنډه یې کړم غواړم ټینگار وکړم چې موږ له ایران اوپاکستانه افغانستان ته د ممکنه راننوتکوکسانو په اړه په اندېښنه کې یو،څرگنده ده چې له ایراني اوپاکستاني مشرانو سره ستاسو شفاهي مخامختیا به گټه وره وي او پر هغوی به پياوړې اغیزې پریباسي.

الف.نون.کاسیگین :یو بل خبر. ایراني دولت یوه لارښوونه خپره کړې ده چې د اپریل تر ۲۰ نېټې دې ټول بهرني گارگران او د جون دمېاشتې تر۲۱ دې بهرني کارپوهان له ایرانه ووځي. داسې ښکاري چې دایران داقتصاد لپاره د بهرنیو کارپوهانو شتون ډیر اړین دی او له هریوه سره به جلاجلا چال چلند وشي.

ن.م. تره کی :لدې ښکاري چې ددغې لارښونې موخه امریکایان وي. موږ مالومات لرو چې دایران دولت هغه امریکایي کارپوهان چې د چورلکو د بیا جوړولو اودپرزه جاتو د تړلوپه برخه کې کارکوي بیرته ستانه کړي دي.

الف.نون.کاسیگین :هو، موږ هم دغه خبر اورېدلې دی خوموږ په ایران کې دامریکایانو په پرتله ډیرکارپوهان لرو. که دکارپوهانو د ایستلو خبره راپورته سي نود ایران د اوسپنو د ویلي کولو فابریکې او نورې څانگې به کار ونه سي کولای. اوس په ایران کې څومره افغانان کارکوي؟

ن.م. تره کی :له ۲۰۰ زرو لږ دي. هغوی ۵-۶ کاله د داؤد او ان دهغه له دوره مخکې وخت کې ایران ته تللي دي. که له هغه ځایه افغاني کارگران وایستل شي نود افغانانوپه جاموکې یو شمیر گوریلایان هم په همدې پلمه افغانستان ته راننوځي، اوډیره گرانه به وي چې له مخونو څخه یې پوه سو چې څوک افغان او څوک ایرانی دی. زه غواړم چې دافغان پوځ داړتیاوو پرخبره بیا راتاو سم. موږ غواړو چې زغره والي چورلکې ولرو،د هغه ترڅنگ اضافي زغره والو ترانسپورتي وسایلو اود پلیو سرتیرو موټرانو،او پرمختلليو مخابراتي وسایلو ته اړتیا لرو.همدارنگه د ترمیمولو پرسونل به له موږ سره لویه مرسته وي.

چورلکو په اړه چې زغره والې دي MI-24ف.د.اوستینوف: داسې ښکاري چې موږ د
خبرې کوو.موږبه د جون-جولای په مېاشتو کې دغسې ۶ چورلکې او ددغه کال په وروستي فصل کې ۶ نورې در ولېږو. ښايي موږ د لیږدونې مهال ته چټکتیا ورکړو.

ن.م. تره کی :موږ دغسې چورلکو ته ډیره اړتیا لرو، او دا به ډیره ښه وي چې چورلکې له پیلوټانوسره یوځای راورسیږي.

الف.نون.کاسیگین :موږکولای شو د ترمیم کارپوهان درولیږو چې په هوايي ډگر کې ددغو الوتکو ترمیمات وکړي خو څرگنده ده چې د چورلکې د منځ سپاره جنگیالي نه شو درلیږلای،موږ په دې اړه مخکې خبرې کړېدي.

ف.د.اوستینوف: تاسو باید خپل پیلوټان چمتو کړﺉ. موږ ستاسو افسران روزو او دهغوی د روزنې لړۍ ته چټکتیا ورکولای شو.

ن.م. تره کی :ښایي موږ له هانوی یابل هېواد دبیلگې په توگه کېوبا څخه دچورلکو پیلوټان ترلاسه کړو.

الف.نون.کاسیگین : ما مخکې وویل چې موږ له ویتنام سره پراخه مرستې کړېدي خو هغوی هېڅکله له موږ څخه د پیلوټانو د لیږو غوښتنه نده کړې. هغوی یوازې له موږ څخه د تخنیکي مرستو غوښتنه کړېده. موږ۴۰۰ افغان افسران روزو. له دغې ډلې تاسو هغه کسان غوره کړﺉ چې تاسو یې غواړﺉ او موږ به یې د روزنو دمهال لړۍ ورلنډه کړو.

ن.م. تره کی :موږ دچورلکو رالیږدونې ته ډیرلیواله یو موږ ورته ډیره کلکه اړتیا لرو.

الف.نون.کاسیگین : موږبه ستاسو غوښتنه وڅېړو اوکه شوني وي نو د لیږلو لړۍ به یې گړندۍ کړو.

خو په همدې لړکې تاسو باید د پیلوټانو خبره په ځیر په پام کې ونیسی ف.د.اوستینوف:

ن.م. تره کی : څرگنده ده چې نیسو یې. که موږیې په خپل هېواد کې ونه مومو، نوپه بل هېواد کې به یې ومومو. نړۍ لویه ده. که تاسو له دغې خبرې سره همغږي نه یاست نو موږ به ستاسو په هېواد کې بوخت دافغان زده کوونکو په منځ کې کسان ولټوو خو موږ د ډاډ وړکسانو ته اړتیا لرو، او هغه افغان زده کوونکي چې ستاسو هېواد ته مخکې د زده کړې لپاره استول شوي دي ډیري یې اخوانیان او یا دچین پلویان دي.

الف.نون.کاسیگین : ښه ده، تاسو دغه خلک چاڼ کړﺉ موږ به یې ژر ورزو. موږ اخوانیان بیرته درلیږلای شو او پرهغو کسانو چې ډاډ لرﺉ موږ به یې د روزنې لړۍ ورچټکه کړو.

ف. د.اوستینوف: سږکال ۱۹۰ تنه افغان افسران خپله د زده کړو لړۍ پای ته رسوي، د هغوپه منځ کې ۱۶ یې د الوتکو پیلوټان او ۱۳ تنه یې د چورلکو پیلوټان دي. ددغوټولو زده کونکو د نومونو لړ لېک به موږ په افغانستان کې د سترپوځي سلاکار جنرال گورلیوف له لارې تاسو ته درواستوو.

ن.م. تره کی : ډیر ښه! موږبه دا وکړو. خوستونزه دا ده چې موږ دهغوی د نوم له مخې نه پوهیږو چې گڼې څوک له انقلاب ضد ډلو سره تړاولري. موږیوازې دومره پوهیږو چې د داود په وخت کې د اخوانیانو او دچین د پلویانو (شعله جاوید) دټولنو یو شمیر کسان شوروي اتحاد ته لېږل شوي ول. موږ به په دې اړه کار وکړو.
الف.ن.کاسیگین: داسې ښکاري چې تاسود پوځي ماشینرۍ د لېږدونې په اړه دلارو چارو دموندولو هغه لارښود لېک ته نغوته کوﺉ چې پرون شپه مو په کابل کې پرې خبرې وکړﺉ؟ په دغه لارښود لېک کې موږ د ډیرو پوځي وسایلو او د سلو زرو ټنو غنمو د لېږدونې او دافغان د گازو دبېې د لوړ والي په اړه چې هر ۱۰۰۰ مترمکعبه به له ۲۴ ډالرو ۲۳ ډالرو ته لوړه شي خبره کړې، آیاتاسو له دغه لاسوندي سره بلد یاست؟

ن.م. تره کی : نه. داسې ښکاري چې هغوی (ددفتر ملگرویې �ژ) ددغه لاسوندي لنډیز ماته ندی راکړﺉ.

الف.ن.کاسیگین: ډیره شوني به وي چې دغه لاسوندي، ماسکوته ستاسوله راتگه وروسته کابل ته رسیدلی وي. په لاسوندي کې دغه پریکړې شوي دي: دسږکال د مارچ په مېاشت کې به تاسو ته اضافي وړیا
همدا رنگه د BMP-1 ۳۳ دانې , MI-25 ۵ دانې , MI-8T ۸ وزره
۵۰ دانې ، ۵۰ دانې زغره وال موټران، دالوتکو ضد ۵۰ گرځنده واحده BTR-60pb.
او د الوتکو ضد (ستریلا) (غیشي) واحده
څلور وزره چورلکې او د مارچ په MI-8T دد مارچ په ۱۸ همدا شان موږ تاسو ته
۲۱ مو ۴ نورې چورلکې درولیږلې. دغه ټول توکي تاسو ته وړیا درکړل شوي دي.

ن.م. تره کی :ستاسو لدې سترې مرستې مننه. زه به په کابل کې له دغه لاسوندي سره نور ځان په ژوره توگه بلد کړم. غواړم ووایم چې اوس موږ ته سل زره ټنه غنم بس ندي. سږکال به موږ ونه شوکولای دخپل حاصل لـَو وکړو، ځکه هغه ځمکې چې موږ پربې ځمکو بزگروویشلي دي ندي کرل شوي او په څو سیمو کې ځمکني حاصلات له منځه تللي دي.

الف.ن.کاسیگین: تاسو ته به سل زره ټنه غنم په دې ډول درولیږل شي چې تاسو یې له سرحدي لېکې څخه د لیږدونې وړتیا ورلرﺉ. داسې ښکاري چې تاسو دغنمو دلېږد په برخه کې ستونزه لرﺉ، زموږ د کارپوهانو د مالوماتو له مخې ستاسو ترانسپورتې څانگې یوازې په مېاشت کې د ۱۵ ټنو غنمو دلېږد وړتیا لري، حال دا چې دا سل زره ټنه غنم دي. موږ به په راتلونکي کې پرې غور وکړو.

ن.م. تره کی : مخکې پاکستان له موږسره د ۲۰۰ ټنوغنمو دپلورلو ژمنه کړې وه، خو ژمنه یې بیرته واخیستله. ترکیه هم د ۷۰ ټنو له لېږد څخه لاس په سر شوه. موږ لږتره نوور ۳۰۰ زرو ټنو غنمو ته اړتیا لرو.
الف.ن.کاسیگین:تاسو چې له پاکستانه دغنموژمنه درلودله، تاسو پیسې درلودلې؟ موږکولای شو له امریکا څخه غنم واخلو اوافغانستان چې ته یې درولېږي. د بیلگې په توگه ،د ۲۰۰ زرو ټنو غنمو بیه ۲۵ میلیونه روبله یا ۴۰ میلیونه ډالره کیږي.

ن.م. تره کی : ددومره پیسو موندل به موږته گران وي.
الف.ن.کاسیگین: ترخپلې وسې وسې پیسې پیدا کړﺉ او په هماغو پيسو به تاسو ته غنم واخلو.

ن.م. تره کی : که موږدغه وسیله (پیسې) ونه مومو نو موږ به له تاسو څخه یوځل بیا د غنمو د مرستې غوښته وکړو.همداشان له تاسو غواړو چې د کریدت په سر پرته د سود هغه گټه چې ځنډېدلې موږ ته دې راکړل شي. زموږ د پوځ دبودجې پلان ددغې ځنډول شوې گټې ورکړې ته هېله مند دی

الف.ن.کاسیگین: دپوځي تیکنالوجۍ په وړیا لېږدونې موږخو لا وختې ستاسو له پوځي بودیجې سره پراخه مرسته کړېده. موږبه نورهم فکرورباندې وکړو چې پرکریدت د نورو ځنډول شوېو گټو ورکړو ته لاره ومومو. موږ به دغه خبره وڅیړو او تاسو ته به خبردرکړو چې موږ په دې تړاو نور څه کولای شو.

ن.م. تره کی : همداشان موږ یو لوی راډیویي ستیشن ته اړتیا لرو چې له مخ به یې وکولای شو دخپلو پروپاگندونو لمنه د نړۍ تر لېرې گوټونو پورې ورسوو. زموږ راډیويي ستیشن ډیر ضعیف دی. کله چې دبهرنیو ټولیزو رسنیو له لارې دیو شمیرمذهبي مشرانو ځینې خبرتیاوې خپریږي د هغه په وړاندې زموږ پروپاگند نه اورېدل کیږي.

ب.ن.پونومارییف: موږد افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت د پروپاگندیزو بریالیو خپرونه لپاره پیاوړې اوله انرجې ډک گامونه پورته کوو. موږ په دې اړه لا وختي د 'پراودا' په ورځپاڼه کې خبره کړېده. د نن ورځ په گڼه کې ستاسو خبروته ځای ورکړ شویدی. هغه به دپاکستان، ایران او نورو هېوادونو له لارې خپرې شي.لدې لارې موږ ستاسو دراډیو د ضعیفوالي تلافی کولای شو.

ن.م. تره کی :دپروپاگند په اړه ستاسو مرسته موږ ته له ارزښته ډکه ده،خو موږ غواړو چې نړۍ زموږپروپاگند زموږ په غږ واوري. لدې امله ده چې موږ له تاسو د ۱۰۰۰ کیلوواټو په کچه د راډیو دستیشن دجوړو لپاره مرسته غواړو.

الف.ن.کاسیگین: موږبه دغه غوښتنه وڅیړو خو تر هغه ځایه چې زه پوهیږم د راډیو دستیشن جوړول ډیر وخت غواړي.
ب.ن.پونومارییف: موږ به دپروپاگند په اړه تاسو ته یو کارپوه درولیږو. تاسو باید هغه ته ووایاست چې ستاسو دپروپاگند کومه لویه برخه دې د نوروسوسیالیستي هیوادونو له لارې په خوندي توگه خپره شي.

د. ف. اوستینوف: دپوځي ماشنیرۍ دلېږد په اړه یوه پوښتنه چې راپورته کیږي هغه د نوروپوځي کارپوهانو او سلاکارانو خبره ده.
ن.م. تره کی : که تاسو گومان کوﺉ چې دغسې یوه اړتیا شته، نوموږ به هغوی په دواړو سترگو ومنو. خو سره لدې تاسو بیا هم موږ ته اجازه نه راکوﺉ چې له نوروسوسیالیستي هیوادونو څخه پیلوټان او دشوبلو چلوونکي په خپل پوځ کې وکارَوو؟


الف.ن.کاسیگین :کله چې موږ پوځي کارپوهانو ته نغوته کوو زموږ منظورهغه تخنیکي کسان دي چې د پوځي ماشینري د ترمیم وړتیا لري. زه نه پوهیږم چې دپيلوټ او شوبلوچلونکو خبره ولې دومره شاربل کیږي او اوړي را اوړي. موږله تاسو د دغسې غوښتنې هېله نه درلودله. او زه بشپړډاډلرم چې نورسوسیالیست هېوادونه هم دغسې یوې غوښتنې ته غاړه نه ږدي. د سرتیرو د لیږلو په خبره ټینگار په خپله یوه ډیره شمیرل شوي سیاسي پوښتنه ده اوداسې مانا لري چې گڼې سرتیري دې په شوبلوکې کښیني او ستاسو پر وگړو دې له ټانکونو په مردکیو اوربل کړي.

ن.م.تره کی: موږ به وگورو چې له هغوافسرانو څخه چې مخکې دلته دزده کړو لپاره رالېږل شوي په څه ډول کار واخلو. موږبه له تاسو وغواړو چې زموږ دخوښې وړ کسانو ته درزونې چټکه لړۍ ومنـﺊ.

د.ف.اوستینوف: البته چې موږبه یې روزنه ومنو.

الف.ن.کاسیگین: غواړم ددغې غوندې دخبرو لړۍ رالنډه کړم، یوازینۍ پوښتنه چې بې ځوابه پاتې کیږي هغه دیوې پیاوړې راډیو جوړول دي او هغه به وروسته څرگنده کړو. بله پوښتنه چې پاتې کیږي د پوځي تکنالوجۍ دلېږدونې دچټکتیا خبره ده. تاسو به ، لکه څنگه چې موږموپوه کړو، دچورلکوپیلوټان دروزنې لپاره موږ ته غوره کړﺉ چې ژر یې در و روزو. که تاسو نورې غوښتنې یا هیلې لرﺉ نودشوروي دسفیر او مشرپوځي سلاکار له لارې موږ ته خبر راکړﺉ. موږبه یې په پام اوځیرو وڅیړو او دهغه پربنسټ به خپل غبرگون څرگند کړو.

همداشان موږومنله چې دپانگوالو او نورو په شاتلونکو(ارتجاعي) دسیسو په وړاندې دافغانستان ددیموکراتیک جمهوریت په ساتنه او ننگه کې سیاسي گامونه اوچت کړو. موږبه پر هغوی خپل سیاسي فشار ته دوام ورکړو. زموږرَسـَنۍ به په نه ستړې کېدونکې اوپرله پسې توگه دافغانستان ددیموکراتیک جمهوریت په ننگه اوملاتړ خپرونې وکړي.

موږ گومان کوو چې تاسو په خپل هېواد کې دټولنیزملاتړ دترلاسه کولو په برخه کې ډیر کار وکړﺉ، وگړي مو څنگ ته نیږدې کړﺉ، هڅه وکړﺉ چې هیڅ شی ونه شي کولای وگړي له دولت څخه پردي او بې لارې یې کړي. په پای کې که څه هم دغه خبره چې اوس به یې وکړم زموږ دغونډې په اډانه کې نه ده خو د یوې هیلې په توگه، غواړم په یوې ډیرې مهمې خبرې خپل نظر څرگند کړم چې د خپلوکارمندانو په اړه له ډیر احتیاطه کار اخله. یو تن په بل تن پسې واچوه او له هر یوه سره بیل بیل چال چلند ولره. مخکې لدې چې د چاپرتندي ټاپه ولگیږي ښه اوله سرترپایه علم دې پرې ترلاسه کړه.

ن.م.تره کی: ته د افسرانو په هکله راته وایې یا د جنرالانو په اړه؟
[څوارلسمه پاڼه دملي امنیت دکاپۍ له دوسیې څخه ورکه ده]

الف.ن.کاسیگین: که پرهېواد مو زموږ پوځي یرغل ترسره شي نو دابه یوبشپړ بل اکریاحالت وي. خو موږ تر وسې وسې هڅه کوو چې ددغسې یرغل مخه ونیسو. اوگومان کووم چې ددغه حالت مخه به ونیسو.
ن.م.تره کی: زه داپوښتنه ځکه مطرح کووم چې چین زموږپه وړاندې پاکستان راهڅوي.

الف.ن.کاسیگین: که یرغل ترسره شي نو بل ډول اکریاحالت به را رامنځ ته شي. چین د ویتنام له بیلگې څخه زده کړل او ډاډه شو اواوس دخبرو لپاره موږ ته لاس ښوروي. دافغانستان په اړه باید ووایم چې موږ د بهرني تیري دمخنیوي لپاره گامونه پورته کړي دي. ما مخکې وویل چې موږ دپاکستان ولسمشر، خمیني او دایران سر وزیرته لېکونه استولي دي.

ن.م.تره کی: زموږ دسیاسي بیرو غړي ماسکوته زما له سفره خبردي. کابل ته له رسیدلو سره هغوی به د دغې غونډې له پایلو څخه خبرکړم. آیا اجازه ده ورته ووایم چې شوروي اتحاد به یوازې د افغانستان له دیموکراتیک جمهوریت سره سیاسي اونورې (اقتصادي �ژ) مرستې وکړي؟

الف.ن.کاسیگین: هو. سیاسي ملاتړ،په پوځي اړخ کې توکي او نورې پراخې مرستې دواړه. دا زموږد سیاسي بیرو پریکړه ده. ل.الف. برژینف به له تاسو سره دخپلې غونډې په ترڅ کې درته ووایي چې څه ناڅه لس دقیقې وروسته پیل کیږي. زه گومان کوم چې ته به افغانستان ته زموږ له ملاتړ او پر خپلو کړنو په لا نور ډاډ ستانه شـﺊ.

ن.م.تره کی: خپله ژوره [ ژباړه] مننه دترسره شویو خبرو اترواو دهغومرستو په اړه چې دافغانستان دکړکیچنو حالاتو په وخت کې به ورکړل شي څرگندوم.


شفاهي ژباړه دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د ایم آی ډي د دیپلوماتیکې اکاډیمې فارغېدونکي محصل ملگري کوزین .وي.پي. ترسره کړه او دغونډې دشفاهي خبرو لیکونکی دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د ایم آی ډي ددیپلوماتیکې اکاډیمې دمنځني ختیځ دډیپارتمنټ سلاکارملگري گاوریلوف ایس.پي، دی.
_________
21.III.79
#AK-786ss
۳۰ کاپي
21.III.79

سرچینه :
{Source: Storage Center for Contemporary Documentation (TsKhSD), Moscow, Fond 89, Perechen, Dokument 26}
ددغې ژباړې اصلي متن ته د کتلو لپاره دغه ځای کښېکاږﺉ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery