مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

برژنیف ته د اندروپوف ځانگړی یاددښت لیک

پښتوژباړه: رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸

برژنیف ته د اندروپوف ځانگړی یاددښت لیک
(۱۹۷۹ کال، ددسامبر پیل)

۱. له کودتاه او د سږکال د سپتامبر په مېاشت کې د تره کي له وژلو وروسته د افغانستان د حلالاتو مخه موږ ته د نه منلو پـَلـَو ته نیغه شوې ده. په گوند کې دننه ، ددولتي کارکوونکو اوپوځ په منځ کې اکرډیرکړکیچن شوی او د امین د ډله ییز فشار اوزورزیاتي امله له هرومرو نابودۍ سره مخامخ دي. په همدې ترڅ کې لوېدېځ ته د ممکنه سیاسي مخامخ تاوونې مخگواښیزه مالومات هم رارسیږي. [او هغه دا دي]:
- له امریکایي څارکښ سره د پټوسکالو په تړاو اړیکه چې موږیې پرې نه یو خبرکړي.

په وروستیو وختونو کې له موږسره یوشیمربهر میشتو افغانو کمونیستانو اړېکه نیولې. له'ببرک' کارمل او 'اسدالله ' سروري سره زموږ داړیکو په لړکې موږ ته په ډاگه شوې ' هغوی موږ ته په خپله ویلي ' چې له امین مخالفت سره په مخالفت کې پریوه پلان یې کارکړی او نوی گوند اود دولت ارگان به جوړوي. ددغو گامونو پروړاندې دخڼد کېدلو اوغبرگون په څرگندونه کې امین ډله ییزو نیونو اوبندي کولو ته لاس اچولی '۳۰۰ تنه یې تر اوسه وژلي'.

- له توکمیزو مشرانو سره ژمنه چې گڼې خپل مخ به د شوروي له سوسیالیستي جمهوریتونو څخه ا َړَوي او یو 'ناپییلی' سیاست به غوره کوي.
- د تړلو دروازو ترشا غونډو کې د شوروي پر سیاستونو اوزموږ د کارپوهانو په فعالیتونو تیری.
- له کابله په عملي ډول زموږد مرکزونو لیري کول او نور.
- په کابل کې میشتې دیپلوماتیکې کړۍ په برالا ټوگه له ماسکو سره د امین پراختلافاتو اود هغه د شوروي ضد ممکنه گامونو پراوچـَتـَونې خبرې کوي.

دغو ټولو له یوې خوا د '۱۹۷۸زکال د اپریل' دمېاشتې دلاس ته راوړنود له منځه وړلو ویره رازیږولې ده ځکه چې په هېواد کې به(په پسرلي کې دیاغیانو دیرغل لړۍ پراخه شي) او له بله اړخه زموږ دریزونه یې په افغانستان کې له گواښ سره مخامخ کړي (همدا اوس هېڅ ډول ژمنه نه شي کېدای چې که امین پر واک پریږدونو نو په بدل کې به یې گڼې لویدېځ ته به مخ نه ور
ا َ ړَوي).

۲. په وروستیو وختونو کې له موږسره یوشیمربهر میشتو افغانو کمونیستانو اړېکه نیولې. له'ببرک' کارمل او 'اسدالله ' سروري سره زموږ داړیکو په لړکې موږ ته په ډاگه شوې ' هغوی موږ ته په خپله ویلي ' چې له امین مخالفت سره په مخالفت کې پریوه پلان یې کارکړی او نوی گوند اود دولت ارگان به جوړوي. ددغو گامونو پروړاندې دخڼد کېدلو اوغبرگون په څرگندونه کې امین ډله ییزو نیونو اوبندي کولو ته لاس اچولی '۳۰۰ تنه یې تر اوسه وژلي'.
په دغسې یوه اکر کې پرته له دې چې کارمل او سروري له امین سره خپلو پلانونه ته بدلون ورکړي زموږ په اوږو هغوی ته د مرستې او داړتیا په وخت کې د پوځي مرستې په گډون د ملاتړ پازوالي په غاړه راپریوزي.
موږ دوه لېواگانې لروچې په کابل کې دیره دي او له هغه ځایه کولای سو ددغسې مرستې لاس ور وغځوو. داسې ښکاري چې 'همدغه دوه لېواگانې به -ژ' د یوه بریالي عملیات لپاره بس وي. خو دنااټکل شویو پیچلتیاوو دمخنیوي لپاره دیوه احتیاطي گام په توگه ښه به دا وي چې یوه پوځي ډله دې کرښې ته نیږدې ځای پرځای شي. دپوځي ځواکونو دپلي کولو په صورت کې به په هماغه وخت کې د داړه مارانو دوژلوپه اړه هم د پریکړې وړتیا ولرو.
دپورتني عملیات په پلی کولو موږپریکړه کولای شو چې د اپریل د انقلاب له لاس ته راوړنوڅخه ساتنه وکړو، په گوند کې مارکسیستي � لیننیستي اصول پلي اوپه افغانستان کې یوه دولتي سرمشریزه رامنځ ته او په دغه هېواد کې خپل دریز خوندي کړو.

سرچېنه:
اې پي آر ایف (د امریکا د ټولنیزو اړیکو ټولنې): د اې.ایف دوبرین دیاددښت لېکونو له مخې اخیستل شوی چې د ناوري د نوبل انستیتیوت ته یې ورکړی وو، چې سي ډبلیو ای ایچ پي ' دسړې جگړې دنړیوال تاریخ پروژې' ته دنوبل انستیتیوت دڅیړنو مشر آد ارنه ویستاد ډالۍ کړۍ او ' دسړې جگړې دنړیوال تاریخ پروژې' ته دانیل روزاس رالیږلی دی.

{Source: APRF, from notes taken by A. F Dobrynin and provided to Norwegian Nobel institute; provided to CWIHP by Odd Arne Westad, Director of Research, Nobel Institute, trans - for CWIHP by Daniel Rozas }
د لاسوندی دکتلو لپاره دغه ځای کښېکاږﺉ

په امریکې کې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو سفیر اناتولي فیدروویچ دوبلین
د انځورسرچینه

اناتولي فیدروویچ: په ۱۹۴۵ کال کې دکمونیست گوند غړی شو تر۱۹۵۲ کال پورې یې د شوروي د بهرنیوچارو په وزارت کې کار وکړ له ۱۹۵۲ تر ۱۹۵۴ پورې په واشنگتن کې دشوروي کونسل وو. له ۱۹۵۵ تر ۱۹۵۷پورې بیرته ماسکو ته ولاړ او په ډیرو نړیوالو غونډو کې یې گډون وکړ، له ۱۹۵۷ تر ۱۹۶۰ پورې یې په نیویارک کې دملگروملتونو دسکرتریت دریزیې وساته . په ۱۹۶۲ کال کې نیکیتا خروشچیف نوموړی په امریکا کې د شوروي د سفیرپه توگه وټاکه. د هغه د ډیپلوماتیکي کارلړۍ دسړې جگړې په اوږدو کې د شوروي او امریکا د شپږو مشرانو د مشرۍ په دوره کې تر سره شوی . په ۱۹۸۶ کال کې میخایل گورباچف بیرته ماسکو ته راوغوښت او د کمونیست گوند د نړیوالو اړیکو د سکرتر په توگه یې وټاکه او په ۱۹۸۸ز کال کې له دغه دریز څخه کورناستی شو.
سرچینه:
http://www.britannica.com/EBchecked/topic/167289/Anatoly-Fyodorovich-Dobrynin
د اصلي لاسوندي سرچېنه :
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/r7.pdf

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery