مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیاسي او قانوني زرنگي، جنگي جنایتکارانو ته له عدلي تعقیب څخه خوندیینه ورپه برخه کوي

ژباړه : رحمت آریا
فبروري ۲۰۱۲ ز کال
 
سیاسي او قانوني زرنگي، جنگي جنایتکارانو ته له عدلي تعقیب څخه خوندیینه ورپه برخه کوي
لېکوال : بروس ریچارډسن  
بشري حقونو ته هېڅ هېواد مشر دومره پاملرنه نه ده کړې لکه چې ما کړې ده . جیورج ډبیلو بوش
 
بدورگې سیاسي پرېکړې او  قانوني زرنگۍ : سي بي اس ټلویزیون د ۲۰۰۴ ز کال د اپریل په مېاشت کې د ابو غــُـرَیب د بندیانو د انځورونو په خپرولو امریکايي پرگنې گوته په غاښ هکې پکې کړلې ؛ په شهواني حالت کې د بوکو کښېنول شویو لوڅو لپړو بندیانو پر سرونو کڅوړې اېښودل شوې وې او په داسې حالت کې ښودل کېدل چې په جېنگو له خندا ډکو خولو امریکايي سرتیري د عراقي بندیانو پر سرونو ولاړ ول.  وروسته له دې چې نوموړې رسوايۍ د نړۍ د ورځپاڼو سرلېکونه جوړ کړل د امریکا د د فاعي چارو وزیر دانلد رمسفیلډ کانگرس ته ډاډ ورکړ چې ددې  ځور او کړاو عاملین د امریکا د وسلوال ځواک د پرسونل یوه وړوکې ډله ده خو د ورځپاڼو نامتو ستون لېکونکو هغوی � بویناکه کرغېړن سادیستان� وبلل. دا انځورونه د ناڅاپي سادیزم او یا د امریکې د پوځي دسپلین د ماتولو سملاسي انځورونه نه ول. دا انځورونه د سي آی اې د شکنجې کولو هغه تکتیکونه او میتودونه دي چې د سړې جگړې د دښمنیو له هماغه لومړي پيله را په دې خوا د یوه نا پيژندل  شوي بدغوني سرطان په ډول له کي جي بي څخه د امریکې څارگرې ټولنې ته څڅېدلې او بهېدلي دي. وگورﺉ [ لمنلېک[1] ]         
 
د عراق انځورونه د منل شوې معیاري پلټنې � تحقیق� هغه تکتیکونه نندارې ته وړاندې کوي چې د � ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې� له پېله نېولې تر اوسه د سي آی اې د  نړۍ وال ستوني په منځ کې د پرتو زندانونو په تل کې د رسمي اجازې په لرلو پلي کېږي.  انځورونه او په انځورونو کې د پلټنو د څرنگوالي ښوونه د هغو محسوسو شواهدو څرگندونه کوي چې په ابوغریب کې واکمنې ایجنسۍ، سي آی اې، له دوه وو قوانیونو څخه ټینگه سرغړونه کړې ده : لومړی د ۱۹۹۶ ز کال د جناﺋـي قانون له احکامو څخه سرغړونه ده ، دا قانون له بندیانو سره غیر انساني او وحشي چلند چې په کې  څوک وکړول شي او یا د انسانیت له کړۍ دباندې سپک اوورټل شي د فدرالي جرم په توگه مني او وايي چې دا د ژنیوا د کنوانسیون له درېمې عمومي مادې څخه سرغړونه ده ؛ دویم : [ ټولنېز قانون ۱۰۹  - ۳۶۶ ، ۱۲۰ ستت ۲۰۰۶ ، ۱۰ یو . اس. سي. سکشن ۹۵۰ کیو. ۴۷ څپرکی الف [2]] ؛ انځورونه څرگندوي چې  په گوانتانامو، د افغانستان په [ سالت سپیت [3]] او عراق کې شکنجه او کړونه په سیستماتیک ډول پلې شوې ده. څه وشول چې د شپږو مېاشتو په اوږدو کې داسې یوې ځانگړې پېښې وده او ستره سیاسي رسواﺋـي رامنځته او د نړۍ د ستر زبر ځواک په توگه ېې د امریکا پرتمین نوم پیکه کړ، داسې یوه پېښه چې د هېواد مشرۍ د ادارې په وینا څو تنو � خو بدغونو�، � څو تنو سادیستو سرتیرو� د � شپې د نوکرېوالۍ� په لړ کې یا � د امریکا د لیرو پرتو کلیو څخه څو تنو خوسا شویو ځنگلیانو� رامنځته کړه. و گورﺉ [ لمنلېک [4]]      
 
د شکنجې یادښت لېکونه [5] : ددې لپاره چې د نړۍ والو گوتنیونو مخه ېې ډب کړې وي او د جناﺋـي پلټنو په لړ کې مشکوکو شکنجوي میتودونو ته ېې قانوني بڼه ورکړې وي ، د ۲۰۰۲ ز کال د آگست په مېاشت کې مرستیال لوی څارنوال [6] [ جې بای بي [7]] د خپل مرستیال [ جان یو [8]] او مرستیال سلاکار [ ډیویډ اډینگټن [9] ] په مرستې له یوې طرحې سره راووت چې اوس ېې ورته د [ شکنجې د یادښت لېک] نوم ورکړی دی؛ دا یادښت لېک د سختو جناﺋـي پلټنو په لړ کې لوی څارنوال [ البرتو گنزالس [10]] ته [ پراخ او څرگند قانوني واک] په لاس ورکوي . [ بای بي] د شکنجې پر وړاندې د ملگرو ملتونو د کنوانسیون د کلیدي ټکیو په محتاطې شننې او د کانگرس د [USC 2340-2340-A] تصویب شوي قانون له مفرداتو سره په همغږۍ دې پایلې ته رسیدلی چې فدرال قانون له تعریفي اړخه د شکنجې او   تعذیب ځېنې ډولونه جناﺋـي جرمونه بللي لکه � ضربه ورکول، په ځانگړې توگې هغه ضربات چې د فزیکي یا روحي خوږ او کړاو لامل شي�. نوموړی وايي � ددې لپاره چې شکنجه په قانوني ډول تعریف شوې وي د امریکا د قانون پر بنسټ شکنجه باید تر هغې کچې لوړه او له دومره خوږ سره ملگرې وي چې ژور فزیکي ټپونه رامنځته کړي لکه د بدن د غړو له کاره لوېدل، د بدن د غړو خرابیدل چې ان د مړینې لامل شي.� [ بای بي]  زیاتوي : سایکوژیکه شکنجه هغه مهال جرم بلل کېدای شي چې یو له دغو ټکیو سره تړاو ولري : ‍۱-  د علت لپاره � ځانگړې تکل یا اراده�. ۲ � د دماغي ځواک اوږد مهاله ځور لکه �  له پېښې وروسته� داسې � کړکیچ پارَوونکې گډوډي [11]� چې  ۳ � د شکنجې پر وړاندې د امریکا د ۱۹۹۴ ز کال په قانون کې [ د درملو یا بیرولو له لارې]  د دماغي ځور له یوه یادو شویو ټکیو سره بدرگه وي . داسې ښکاري چې د [ بای بي] په قانوني شننې کې قانون � یوازې سخت چلند او کړه وړه منع بللي دي.� د نوموړي په لید � د حسي برخو بد شکلول یا ټپي کول� نه شي کولای � دومره درد او ځور رامنځته کړي چې په قانون کې له ویل شویو ممنوعه معایرو سره سمون دې ولري.� په زړه پورې لا دا چې [ بای بي] په خپل پایلنوي کې زیاتوي د اساسي قانون پر بنسټ د  جناﺋـي پلټنو لپاره د اعلی سر قوماندان په ځواک کې د هر ډول لنډون رامنځته کول به له هغو احکامو څخه کلکه قانوني سرغړونه وي چې هېواد مشر ته ېې د جگړې د پرمخ بیولو پر مهال ورکوي.� وگورﺉ [ لمنلېک [12]]  
 
هېواد مشر جیورج ډبیلو بوش د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په یولسمې نېټې ترهیدلي ملت ته د خپلې ماښامنۍ ټکان ورکوونکې وینا له وړاندې کولو وروسته د سپېنې ماڼۍ د ترهگرۍ ضد ډلې ته د غچ په لاقیده واک ورکولو وویل � ستاسو تر مخې پراته خنډونه نور شتون نه لري�. په دې لړ کې ددفاعي چارو وزیر دانلد رمسفیلډ راوړاندې شو او وېې ویل : ددومره ډېر واک د ورکړې پر وړاندې یو شمیر قانوني خنډونه شته، هېواد مشر په ځواب کې په لوړ غږ او چیغو وویل : �  زما ېې پې څه څې نړۍ وال قانون څه وايي، موږ به ېې ورسره ډزوو او په ټول زور به ېې و ډَبَوو.� وگورﺉ [ لمنلېک [13]] . په دې توگه امریکې د [ کالیگولا د لښکري ځواک [14] ] په شان نړۍ ته په ماناوالو ټکیو ورسوله چې د شکنجې پر وړاندې د ملگرو ملتونو په کنوانسیون او د جگړو د قانون په اړوند په نورو بشري لاسوندونو اوپروتوکولونو کې ویل شوې مادې او په همدې اړوند د امریکا د کانگرس له پلوه تصویب شوي قوانین ټول د امریکې د لوی څارنوال په خولې ( ظریف او په هوښیارې ورهڼې جوړ شوي دي). ددغو لنډ الواکو پرېکړو لپاره قانوني بنسټ دا دی چې د ترهگرۍ پر وړاندې جگړې کې بندیان له دې کبله � دښمن جنگیالي� بلل کېږي چې دوی پوځي یونیفورمونه نه لري له دې کبله نیول شوي بندیان د شته وو کنوانسیونونو تر سیوري لاندې د جنگي برمتې � اسیر� په نامه قانوني خوندیتوب نه شي تر لاسه کولای. مگر قانونپوهان دا خبره رامنځته کوي چې امریکې د شوروي د نېواک د کلونو پر مهال همدغو جنگیالیو ته د بې یونیفورمو [sans uniforms] جنگیالیو په نامه وسلې او اکمالات ور رسول او هغوی ېې � د خپلواکۍ د لارې جنگیالي� بلل. دا اړین ټکی هم د یادولو وړ دی چې امریکې په ۲۰۰۱ ز کال کې پر افغانستان باندې د خپل برید پر مهال شمالي ټلواله د خپلې ټلوالې په توگه په خپل لښکر کې راگډه کړه. د جنگي جنایتکارانو د ټولگې په نامه یادې شوې شمالي ټلوالې نه یوازې کومه ځانگړې نښه نه درلودله بلکه جامې ېې کټ مټ هماغه ډول جامې وې چې طالبانو اغوستلې. وگورﺉ [ لمنلېک [15]]  
 
هېواد مشر بوش د ۲۰۰۲ ز کال د فبرورۍ د اوومې نېټې په یادښت لېک کې لېکلي دي :  � ما هوډ کړی چې د ژنیوا د کنوانسیون دریمه عمومي ماده د القاعدې یا د طالب بندیانو په هکله صدق نه کوي.� درېمې عمومي مادې � شکنجه [ او] شخصي سپکاوي په ځانگړې توگې سپک چلند� منع بللی دی. سترمحکمې د ۲۰۰۶ ز کال د جون د مېاشتې په ۲۹ نېټې د رامسفیلډ پر وړاندې د همدان [16] د قضېې د څېړنې په لړ کې حکم وکړ چې د ژنیوا د کنوانسیون حکم د القاعدې او طالب بندیانو په حق کې د پلي کیدا وړ دی. کانگرس د بوش تر دباو لاندې پخوانیو قوانینو ته په مراجعې د هېواد مشرۍ د ادارې رسمي چارواکو ته له عدلي تعقیبه د معافیت وړتیا وروبخښله. دا معافیت د The Military Commissions Act له منظورۍ وروسته ورکړل شو. هېښنده دا ده چې په امریکا کې دننه د ژنیوا له کنوانسیونه په سرغړونې د معافیت ورکړه بهرنیو هېوادونو ته دا لاره لا آسانوي چې هغوی هم د شکنجې په تور له عدلي تعقیبه د معافیت لاره راخپله کړي.   
 
د امریکا د جناﺋـي پلټـنو د تخنیکونو سرچېنه : د � قانوني تعقیب د څارگرۍ [17]� تر نامه لاندې ډېري تخنیکونه چې امریکا يي اوس پلي کوي په لومړي سر کې د سړې جگړې د لومړیو کلونو په لړ کې د کي جي بي د لارښودو کتابونو له مخې اخېستل شوي چې د Kubark Counterintelligence Interrogation, په نامه وضع او په ۱۹۶۳ او ۱۹۸۳ زو کلونو کې دوه ځله خپاره شوي دي. د نوموړې څارگرې ایجنسۍ د شکنجې د بېلگو خپرېدونکې اغېزې په هغو ورته تکنیکونو کې لیدل کېدای شي چې په ویتنام کې د � فونیکس د پروگرام [18]� تر نامه لاندې ، او د ۱۹۸۰ ز لسېزې په اوږدو کې د افغانستان د عملیاتو په تیاتر کې پلي شول، په سلگونو زره انسانان ددغو اجباري پلټنو په پایلې کې د ویتکانگانو[19]، کمونیستانو او ترهگرو په تور ووژل شول. وگورﺉ [ لمنلېک [20]]   
 
د بشري حقونو د څار کمېټې د خپلو څېړنو په لړ کې وموندل چې افغان بندیان د سړې جگړې د پخوانیو پېښو په شان � وهل او ټکول شوي، د ډیر وخت لپاره بې خوبې ورکړ شوې، په زوره لوڅ لپړ او سپک شوي دي.� په همدې توگه د افغانستان لپاره د بشري حقونو د کمیسیون کارپوه او د [ ډي پاول [21]] د حقوقو د پوهنتون استاد پوهاند [ م.  چیریف بسدیاني [22]] د ۲۰۰۵ زکال د اپریل په مېاشت کې گزارش ورکړ چې په افغانستان کې امریکايي زندانونو له قانونه په دې سرغړونه کړې چې : � په خپل سري غیر قانوني نیونو او د شکنجې په گډون انساني عصمت ته په تیریو کې ښکیل شوي دي.� وگورﺉ [ لمنلېک [23]]   
 
د شکنجې د گټورتوب اغېزې : د روم له شهنشاهۍ نېولې د امریکې تر مطلقې واکمنۍ پورې موږ باید پراخه تجربه په لاس کې ولرو او یوې بنسټېزې پوښتنې ته باید ځواب ولرو چې : آیا شکنجه کله هم اغېزمنه ثابته شوې ؟ آیا شکنجه تاسو ته ثقه مالومات په لاس درکوي؟ تیر دوه زره کلونه له بې شمېرو بېلگو ډک دي، یوه بېلگه ېې له تأریخي اړخه د درېمې پېړۍ د [ لرغوني صور یا معاصر لبنان � ژ] د [ الپيین [24] ] په قضايي حکم کې لېدل کېږي چې ویلي ېې ویلي ول : � غښتلي کسان به شکنجې وزغملای شي خو کمځواکان به د شکنجې د خلاصون له ویرې هر څه ووايي.� په ریښتیا هم د تأریخ گېډه په هغو بېلگو ډکه ده چې غښتلي کولای شي د شکنجې بدترینه، وحشي او هډ ماتوونکي تخنیکونه وزغمي. ددغو او نورو قضیو د را لنډولو لپاره د امریکا د ییل [25] د پوهنتون حقوقي تأریخپوه جان لنگبین [26]   په لنډېز وايي : � د تأریخ تر ټولو مهم سبق دا دی چې له جبر او ویرې سره د حقیقت همغاړي کېدل ناشوني ده.� وگورﺉ : [ لمنلېک [27]]   
 
د شکنجې پر وړاندې نور ښه او پرمختللي بدیلونه شته. د دوېمې نړۍ والې جگړې په لړ کې د سمندري ځواکونو افسانوي افسر جگړن [ شیر ووډ اي مورن[28] ] د عقلاني او معنوي گزارشونو د تر لاسه کولو لپاره له جاپاني بندیانو سره خپله همدردي ښکاره کوله. مورن به هر بندي ته نېږدې ورغی او په داسې شان به ېې خبرې او چلند ورسره کاوه لکه چې � یو انسان ېې له بل انسان سره کوي�. د مورن د پلټونکو ډله د ۱۹۴۴ او ۱۹۴۵ زو کلونو په لړ کې د پاسیفیک په ټاپو کې د نورو ټولو پلټونکو په منځ اغیزمنترینه ډله وه چې له هسپانېې نېولې تر تیان پورې د اته  څلویښت ساعتونو د الوتنې په اوږدو کې به ېې د جاپان د جگړې د بولنې د ډگر بشپړ مالومات راټول کړل. وگورﺉ [ لمنلېک[29]] ایف بي آی د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې په لړ کې هماغه د کتاب له مخې ازمویل شوي تخنیکونه یو ځل بیا په کار واچول. مگر ایف بي آی د ۹/۱۱ له پېښې، کلونه مخکې د کینیا او تانزانیا د سفارت د ۱۹۹۸ز کال د بمبونو په پېښو کې  له ډیرو محتاطو پلټـنو څخه کارواخیست چې په کې زور زیاتي او تعذیب له اره گډون نه درلود او له شکمنو کسانو څخه ېې گزارشونه تر لاسه کړل ، په پای کې د ۲۰۰۱ ز کال د مې په مېاشت کې د القاعدې په اړوند د څلورو تنو تورنو ترهگرو په اړوند ثقه څارگر مالومات تر لاسه شول او ټول ېې پړ وگڼل شول. ددغو پلټنو د دفتر یو غړی [ دان کولمن [30]] وو ، نوموړی د بوش د ادارې د هغو وکیلانو په قهري میتودونو بیرول شوی وو چې له ۹/۱۱ وروسته له ده سره یوځای په سي آی اې کې ورته واک ورکړل شوی وو. کولمن د ایف بي آی په ادارې کې د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې په څانگې کې له کلونو کار کولو وروسته دې پایلې ته رسیږي چې � څارويگر میتودونه کار نه کوي�. � ددې تر څنگ پوهېږو چې روح راڅخه تلونکې ده د خدای او د خپل وجدان ځواب به څه ورکوو. � وگورﺉ [ لمنلېک [31]]  
 
د منځنیو پېړیو میتودولوژي : ډیري بندیان دې ته لېواله نه دي چې په امریکايي زندانونو کې د ورکړل شویو سایکولوژیکي پرهرونو او ویرې له کبله د خپلو تجربو یادونه وکړي او له دې بیره لري چې شاهدي به ېې ددوی تر شا د پاتې کسانو خوندیتابه ته تاوان ورسوي. مگر دفاعي وکیلان، د بشري حقونو ټولنه، آی سي آر سي ICRC او د خبریالانو یوه وړوکې خو اغیزمنه ډله د مالوماتو د آزادۍ د غوښتـنـلېکونو تر سیوري لاندې په دې بریالي شوي چې د امریکې په نړۍ وال ستوني کې د شکنجې او کړولو د بې شمېرو پېښو بېلگې په لاسوند ډول راټولې کړي. د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۴۷ زندانونه شته. په هر زندان کې د ناوړه چلند او د سیستیماتیکو شکنجو د لړۍ بېلگې مستندې شوې دي. وگورﺉ [ لمنلېک [32]] یو شمیر بندیان په خپله خوښه مرکو ته حاضر شوي او ددوی د راټولو شویو او خپرو شویو مرکو له منځه د هغو میتودولوژیو نومونه را اخېستلای شو چې د سي آی اې  د پوځي پولیسو او یا د هغوی د گومارل شویو اجیرو ملیشو او یا د نورو څارگرو ډلگیو له پلوه پلي شوي دي لکه : � د بندي د بدن د حسي غړو بندول، د بندیانو پر سرونو د کڅوړو اېښودل، دداسې درملونو کارول چې د بندي ذهني سیستم کنترول کړل شي، په گوښي گوټ کې د بندي یوازې پرېښودل، زښتې ډېرې تودې یا زښتې سړې هوا ته د بندي اچول، جنسي ځورونه په دې توگه چې بندي ورو ورو په دې  بېروي چې جنسي تیری به ورباندې وشي، او یا د ښځېنه جناﺋـي پلټونکو کارَول چې له بندي سره انځور واخلي او یا د بندي په فرهنگ او د هغه په جنسي آلې باندې ملنډې ووهل، د مرگ ویره � ډزې کول او یا ژوندی ښخول� ، که بندي مسلمان وي د اسراﺋـیلو په بیرغ کې د هغه پیچل، د بندي په تناسلي آلې، شونډو او پوزې کې د برېښنا د ټکانونو ورکول، په اوبو د بندي کړول او تعذیب او بندي په دې گواښل چې په اوبو کې به ېې ډوب کړي، د توپک په قنداق، په سوټي، په کیبل او د بېسبال په اوسپنېز سوټي د بندي وهل، په هتکړیو د بندي د لاسونو تړل او تر اوږدې مودې پورې په داسې یوه حالت کې دهغه څملول یا درول چې وکړېږي، د بندي د بیرولو لپاره له داړونکو سپیو کار اخېستل، بندي په دې بېرول چې کورنۍ به ېې یا ووژل شي او جنسي تیری به ورباندې وشي، په سپکو سپورو د  بندي رټل، په زښت لوړ غږ د موسیقي غږول چې بندي خوب ونه شي کولای، د بندي مخې ته د قرآن سپکاوی، د بندي بېرول چې هېڅکله به له بنده خوشې نه شې، لومړی په تار باندې د بندي د جنسي آلې تړل او بیا ورباندې د بې اندازې زیاتو اوبو څښنل چې میتیازې ونه شي کولای، هغه بندیان چې په ټپي حالت کې نیول شوي د هغوی د درملنې نه کول یا ځنډول، د بندي په مقعد کې د یو شمیر شیانو لکه د � بوتلونو، د لرگیو د ټوټو او یا د پیاوړو کیمیاوي توکو� ننه اېستل ، په هتکړیو یا نورو شیانو د بندي تړل او څملول او تشناب ته د هغه له تگه ممانعت، په بندي باندې د خوسا شوې او بد بوېې ډوډۍ خوړل. د هېواد مشر بوش لوی څارنوال [ مایکل موکسي [33] ] په دې زړه نا زړه وو چې آیا په اوبو د یو چا شکنجه کول په قانون کې د شکنجې په تعریف کې راتلای شي که نه، مگر د سي آی اې په تجربوي لابراتوارونو کې د اوبو د شکنجې د ازمېښت لپاره څو تنه په خپلې خوښې حاضر شول او په پای کې په زباد ورسیدله چې څوک تر څلورو ثانیو پورې د دې کرغېړنې لړۍ زغم نه شي گاللی. وگورﺉ [ لمنلېک [34]] 
 
هېواد مشر کلنتن د ۱۹۹۰ ز لسېزې په نیماییو کې د القاعدې پر وړاندې پټ کمپاین تر لاس لاندې ونیو؛ په دې مهال کې سي آی اې دومره ورهڼېزه وړتیا نه درلودله چې خام راټول شوي څارگر توکي په رېښتونو او ثقه مالوماتو بدل کړي نو د شنډتوب او نومېدۍ په همداسې یوه چاپیریال کې ېې د درېمې نړۍ له امنیتي څانگو سره چې په شکنجو کې نوم لري، پټه ټلواله جوړه کړه. بندیان د � سي آی اې د هوايي خدماتو د یوه شرکت� له لارې د هغو هېوادونو زندانونو ته راوستل شول چې د بشري حقونو په سرغړونو کې نړۍ وال نوم لري. په وزبکستان ، تاجیکستان، اردن، مصر، بوسنیا، رومانیا، موروکو او نورو ورته هېوادونو کې مستنطقین د چا د نوکانو له اېستلو، په اوبو د چا له شکنجه کولو، وهلو، د برېښنا له ټکان ورکولو او په ایشیدونکو غوړیو یا تیلو کې د بې وزلو بلهاریانو له ننه ایستلو ویره نه لري. وروسته دا له حده وتلې غیر معقوله او ویروونکې پالیسي د � فوق العاده تسلېمۍ � په نامه یاد شوه چې د جگړې یرغمل جنگیالي د محکمې له قضاوت او خوندیتوب څخه لېرې یو چیرې پټ ساتي او له محکماتي  عدلي � قضاﺋـيي حق څخه ېې انکار کېږي. وگورﺉ [ لمنلېک[35] ] 
 
رسواﺋـي : د بگرام په امریکايي زندان کې گوانتانامو ته د لېږل کېدونکو بندیانو د چاڼ د لړۍ څرنگوالی د جگړې په ډگر کې د امریکا د وسلوال ځواک بېغوري او نومېدي په ډاگه کوي. د ۲۰۰۲ ز کال د ډسامبر او د ۲۰۰۳ ز کال د آگست د مېاشتو تر منځ مهالیز واټن کې په سلگونو تنه افغانان ونیول شول او زندان ته وغورځول شول، په دې لړ کې یو شمیر ېې د گوانتانانو د زندان لپاره چاڼ شول، یو شمېر ېې خوشې او یو شمېر ېې په افغانستان کې په زندانونو کې وساتل شول، ۹۰ تنه ېې د کیوبا د گوانتانامو زندان ته راوړل شول دغه ۹۰ تنه ټول په بشپړه توگه بې گناه انسانان ول. د کرزي ددولت د ۱۷ تنو غړو په گډون نېږدې شپیته په سلو کې کسان د اپورچونیستو سیالانو او دښمنو له خوا امریکایانو ته سپارل شوي دي، دا سیالان ټول په دې پوهېدل چې غولېدلي امریکایان دومره لټ دي چې د نیول شویو کسانو د ژوند لېک په اړوند پلټنې نه کوي، پاتې دیرش په سلو کې کسان هغه بې گناه د سړک پر غاړو پلي کسان ول چې د امریکايي ځواک له برید وروسته په لوی لاس د سړکونو له مخې راټول شوي ول. د سلگونو افغانانو تر څنگ په اصل او نسب یو شمیر عربي اتباع چې په افغانستان کې په قانوني توگه په کار وبار او سوداگرۍ بوخت ول د شمالي ټلوالې د څاروي وزمه لنډغرو په لاس را ټول او امریکایانو ته وسپارل شول، د آیرلیند پخواني هېواد مشر او د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون مشر [ ماري رابینسن [36]] د شمالي ټلوالې سرتیري د بې دسپلینو او اورپکو لوټمارو لنډغرو په نامه یاد کړي چې د سي آی اې تر څارگرو سترگو لاندې ېې د انگیزسیون وزمې تودلې لېوالتیا په ولولو کې د پښتـنو پر وړاندې له حده وتلې بیرحمۍ تر سره او لا تر اوسه ېې پر مخ بیايي، او دداسې یوې پالیسۍ تر سیوري لاندې تر سره کېږي چې یوازې اتنیکي یا مذهبي تړاو د چا د ژوندي پاتې کېدلو یا مړه کیدلو پریکړه کوي.
 
یو شمېر نور چې د امریکا گټورو سخاوتونو لمسلي ول د پاکستان د پولي ساتونکي، د افغانستان د وسلوال ځواک پرسونل او د کلېوالو یوه وړه شمیره وه چې د امریکا له پینځه تر لس زره ډالري سخاوت وغولول او بې گناه کسان ېې په دې پلمې په لاس ورکړل چې گڼې ددوی یا ددوی کلیو ته ېې پناه راوړې وه. وگورﺉ [ لمنلېک [37]]
 
د ژورنالیستانو او همداشان د طالبانو له پلیو سرتیرو څخه راټول شوي مالومات په ډاگه کوي چې طالب جنگیالي د ۹/۱۱ له پېښو ناخبره ول او نه پوهېدل چې دوی د امریکايي ځواکونو پر وړاندې جگړې کې ښکېل دي. په ډیریو حالاتو کې په زباد رسیدلې چې طالب سرتیري او داوطلب جنگیالي ددې ذهنې انگېرنې تر سیوري لاندې جگړه کوله چې گڼې دوی د بی خدایه شمالي ټلوالې او د هغوی د روسي ولینعمتو پر وړاندې جگړه کوي. د افغانستان د جگړې په ډگر کې ددوستم او مسعود د خیاتونو او د هغوی د جنایاتو د پېښلېک په پام کې نېولو افغانانو د روسانو پر وړاندې جگړه کوله او اوس هماغه روسان دي چې په نا اعلان شوې توگې د امریکا په چوپړ کې د پټو اجیرو ملیشو په توگه له امریکایانو سره یو ځای افغانستان ته راغلل، نو له دې کبله دا د کومې حیرانتیا ځای نه دی چې یادو شویو طالب جنگیالیو په دې موخې جگړه کوله چې گڼې روسان یو ځل بیا افغانستان ته راغلي دي. په دې اړوند د سعودي عربستان د یوه تبعه شاهدي روښنايي اچوي : مش ارصد الرشید[38] ۲۱ کلن سعودی وو، نوموړی وایي یو کال مخکې له دې چې امریکا له ستونزو سره مخامخ شي هغه د یوه کال لپاره د مسلمانانو مرستې ته راودانگل چې د دوستم او مسعود پر وړاندې جگړه پر مخ یوسي، الرشید زیاتوي چې د مسعود او امریکې تر منځ د یارانې پر مزیو خبر نه دی، په یوازیني ټکي چې دی ورباندې پوهېږي دا دی چې � ټوله نړۍ پوهېږي چې مسعود او دوستم دواړو د شوروي اتحاد ملاتړ او مرسته کوله. � په همدې ډول د ټېټې کچې بې شمېرو نېول شویو طالبانو خپلو یرغمل نېوونکو ته ویل چې  دوی په دې نه پوهېدل چې د امریکایانو پر وړاندې جگړه کې ښکېل شوي خو له نېولو مخکې په ټېنگ باور ډاډه ول چې دوی د شوروي � ضد جهاد کې گډون کړی دی. وگورﺉ [ لمنلېک [39]]
 
د شکنجې په لړۍ کې ښکېلېدل او د شکنجې ورکولو او وژلو واک له لوړ پوړو سرچېنو څخه راکټېږي او دا له ملي او نړۍ والو قوانینو څخه څرگنده سرغړونه ده. تر اوسه د یوې استثنأ په توگه یوازې د ټیټ پوړو پوځې افسرانو یوې وړوکې ډلې ته سزا ا َورَول شوې له دوی پرته بل هېڅ چا ته چې د هغوی په امر، تاﺋـید او ان لمسوَنې، شکنجه او وژنه تر سره شوې سزا نه ده ا َورَول شوې ، هغه تکنیکونه چې د ترهگرۍ پر وړاندې د امریکايي جناﺋـي پلټونکو له خوا پلي شوي کټ مټ هماغه تکنیکونه دي چې د نازي او جاپاني رسمي چارواکو له خوا تر سره شوي او ټول ېې د دوېمې نړۍ والې جگړې د دښمنیو له پای ته رسېدا وروسته د جنگي جنایتکارانو په نامه اعدام شول. وگورﺉ [ لمنلېک [40] ]
 
له عدلي تعقیبه معافیت : د ۲۰۰۶ ز کال د اکتوبر د مېاشتې په ۱۷ نېټې جمهوري غوښتونکو قانونپوهانو وروسته له هغې پر هېواد مشر جیورج ډبلیو بوش د لاسونو پړقا او آفرینونو وویل چې نوی قانون ېې لاسلېک کړ، دا قانون هېواد مشر او د هغه تر لاس لاندې کسانو ته د شکنجې د ورکولو پر وړاندې قانوني معافیت ورپه برخه کوي. خو کله چې د امریکې سترې محکمې حکم وکړ چې د بوش د ادارې رسمي چارواکي د ژنیوا کنوانسیونونو ته ژمن دي، جمهوري غوښتونکي کانگرس د سترې محکمې په ځواب کې وویل چې ټولو پازوالو یا مسؤولو کسانو ته ېې له ټیټ پوړو جناﺋـي پلټونکو نېولې تر هېواد مشره پورې معافیت ورپه برخه کړی او په بل اړخ کې محافظه کارو قاضیانو هم یو بل پټ دیوال راپورته کړ او هغوی ېې له مدني پازوالۍ او محاسبې څخه په خوندیتابه وژغورل.
 
د بوش د ادارې رسمي چارواکي لا تر دې دمه بندیانو ته د شکنجې د ورکړې د واک د ورکړې ، د بندیانو د کړولو ، د شکنجه کوونکو د لمسونې او د عمدي � یرغلگرې جگړې� د پټ ساتلو د تورونو له عدلي تعقیب څخه په تېښتې بریالي شوي دي. دوی حقایق پټ کړل، د عدلي جناﺋـي پلټنو تل ېې له بېخه ونړاوه، هڅه ېې وکړه چې د عمدي جگړې او د شکنجې د تعاریفو د کولمو په را اېستلو هغه کمځواکه کړي او له ځانه ېې نوی قانوني دفاعي سیستم رامنځته کړ.
 
د گوانتانامو، بگرام، د پروان [ سالت پیت �Salt Pit�] او [ تور زندان �Dark Prison�] ته د نړۍ په هر گوټ کې د امریکې په ویاړ د یوې تورې لکې په سترگې کتل کېږي. دا هغه عیني شواهد دي چې د امریکې د پرېکړې له کبله رامنځته او په دې توگې بشري حقونو او بشري معایرو ته له کړو ژمنو څخه انکار شوی دی ؛ حال دا چې د جیورج ډبلیو بوش تر راتگه پورې د امریکا د هېواد مشرۍ هره اداره د بشري حقونو او بشري معایرو اتله بلل کېدله. د نړۍ له گوټ گوټ څخه د قانون د پلي کېدا رسمي چارواکو خپل لید لوری وړاندې کړی او ویلي ېې دي چې په امریکې کې د محاکمو ، د گوانتانامو د ساتنې او پالنې او د قانوني عقاید له بده پسې د بدتره کېدلو لامل په دې کې نغښتی دی چې امریکا د نړۍ والې جناﺋـي محکمې [41] د غړیتوب له تصویبولو څخه ځان لېرې ساتي، او هم په افغانستان کې د بې شمېرو زندانونو درلودل د هغه خپور شوي فساد شواهد دي چې د امریکايي محاکمو د قضاﺋـي فلسفې نړېدنې  ته گوته نېسي؛ هغه قضاﺋـي فلسفه چې یو وخت ورته د ځلاندې بېلگې او د فقهې د سرمشق په سترگه کتل کېدل.   
 
د عدل نه منل : د هسپانېې یو لوړ پوړی قاضي [بلتاسر گرزون [42]] د ۲۰۰۹ ز کال د مارچ د مېاشتې په لړ کې هغه مهال د � نړۍ والې قضاﺋـي حوزې� غوښتونکی شو چې د بوش د ادارې د شپږو تنو رسمي چارواکو په اړه ېې په دې تور د پلټنو غوښتنه وکړه چې د افغانستان په بې شمېرو زندانونو او گوانتامو کې ېې بندیانو ته د شکنجې ورکولو د قانوني پوښښ هڅه او هم ېې پر افغانستان او عراق باندې د  عمدا ً� یرغلگرې جگړې� د پيل تابیا کړې وه. د هسپانېې د سترې محکمې بل قاضي [ سنتیاگو پدریز [43]] وویل چې دی به د درو تنو امریکايي سرتیرو او د سمندري ځواکونو د یوې ډلې  پر وړاندې په افغانستان کې د کېدونکو وژنو او د عراق د حدیثې په کلي کې د پېنځه ویشت تنو کلېوالو د غچ اخېستونکې وژنې په تور د بشریت پر وړاندې د جناﺋـي جرم د الزام دعوی وړاندې کړي. ژورنالیست [ گلن فورډ [44] ] وايي : د جنگي جنایاتو او د بشریت پر وړاندې د جرم تر ټولو ستره ممکنه مدعي علیه د امریکا متحده ایالات دي چې لاس ېې په افغانستان کې په شکنجې او ډله ییزو وژنو کې نېغ په نېغه او یا په غیر مستقیمه توگه ښکېل دی او کچه ېې دومره لوړه ده چې له دوېمې نړۍ والې جگړې وروسته بل هېڅ داسې هېواد نشته چې دغه ریکارډ ېې مات وي.  په خواشېنۍ چې د امریکا د متحده ایالاتو تر دباو لاندې هسپانیه دې ته اړه شوه چې یادې شوې دوسېې وتړي او د نړۍ والې قضاﺋـيي حوزې له ادعا څخه په وېرې هغه مهال لاس پر سر شوه چې امریکې، هسپانیه په سوداگریز او نورو اقتصادي بندېزونو وگواښله ، په دې توگې امریکې د خپلو اقتصادي مړوندونو په کارولو وکولای شول د بوش او اوباما د دواړو ادارو رسمي چارواکو ته له عدلي تعقیبه د معافیت لپاره تکتیکي او سیاسي لارې چارې پرانېزي. دا دی د امریکې معنوي ، اخلاقي او دیپلوماتیک دروند پیټی چې د جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما له ادارو څخه په میراث پاتی دی ، دا هغه حقوقي معما ده چې راتلونکي نسلونه نسلونه به ورسره مخامخ وي. وگورﺉ [لمنلېک [45] ] پای
بروس ریچرډ سن
 
[1] New York Times, �Torture at Abu Ghraib�, Seymour M. Hersh, 5/1/04, and Amnesty International, USA: Guantanamo, an Icon of Lawlessness, 1/6/2005
[2] Public Law 109-366, 120 Stat. 2600, 10 U.S.C. sec. 950q, Chapter 47A 
[3]   Salt Pit : د کابل په شمال کې د سي آی اې د پلټنو یو ځانگړی زندان دی چې په نړۍ والې کچې یو غندل شوی او تور ځای بلل شوی دی، په دغه ځای کې مخکې خښتې پخېدلې. په دې اړه د واشنتگن پوست خبریال داناپریست د ۲۰۰۵ زکال د مارچ د مېاشتې په درېمې یوه مقاله لېکلې او په کابل کې د سي آی اې دغه پټ ځای ېې رسوا کړی دی. په دې اړوند دا سرچېنې وگورﺉ : [ژ]
http://en.wikipedia.org/wiki/Salt_Pit
http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/articles/A2576-2005Mar2.html
 
[4] Senate Judiciary Committee Confirmation Hearing, Transcript# 1/6/05, 18-19, 22, and U.S. Army Report of Torture of Afghan Detainees Notes Sadism, Tim Golden, Morning Herald, Sydney, Australia, 5/21/2005
[5] The Torture Memos
[6] Assistant Attorney General
[7] Jay Bybee      
[8] John Yoo
[9] David Addington
[10] Alberto Gonzales
[11] post-traumatic stress disorder
[12] Jay S. Bybee, Memorandum for Alberto R. Gonzales, August 1, 2002, 1-2,816-22
(http://www.washingtonpost.com/wp-srv/nationdocuments/dointerrogations20020801.pdf).
[13] Against all Enemies, Inside America�s War on Terror: Richard A. Clark, 2002, pp.28-31
[14]  Caligula : له ۳۷ تر ۴۱ ز کال پورې رومي سترواک چې په خپل وحشت کې ېې تاریخ ریکارډ له ځانه پرېښود - لېکوال
[15] The Interrogators War, Enduring Freedom, Abuses by U.S. Forces in Afghanistan�, Mackey, p.117, Human Rights Watch. March 2004
[16]  Hamdan v. Rumsfeld : دا د یمني سلیم احمد همدان د څیړنې قضیه ده چې د نورو مالوماتو لپاره کولای شی دا لېکه وگورﺉ [ ژ] :
http://en.wikipedia.org/wiki/Hamdan_v._Rumsfeld
[17] �actionable intelligence�
[18] Phoenix Program
[19] Viet Cong
[20] The Phoenix Program, H. Valentine, 1990, pp. 63, 77, 85, Released Detainee Says he was Abused, Radio Free Europe/Radio Liberty, January 13, 2005
[21] DePaul University
[22] Professor M. Cherif Bassdiounni
[23] Human Rights Watch, Getting Away With Torture, Commission on Human Rights, ECN 4/2005/122, 11, March 2005
[24] Ulpian
[25] Yale University
[26] John Langbein
[27] The Legal History of Torture or orture 101, M. Levinson, McGill-Queen�s University Press, 1996
[28] Major Sherwood E. Moran
[29] Intelligence: Truth Extraction, H. Budiansky, 1996, pp. 32-35
[30] Dan Coleman
[31] Intelligence: Truth Extraction, H. Budiansky, 1996, pp. 32-35
[32] Anti-War.Com, John Glaser, 2/20/12
[33] Michael Mukasey
[34] The Interrogators War, Inside the Secret War against al-Qaeda, John Murray, 2004, pp. 7-13, 165-173
[35] Grey Ghost Plane, Outsourcing Torture, Jane Mayer, 2005
[36] Mary Robinson
[37] Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Nabi Misdaq, 2006, p.256
[38] Mesh Arsad al-Rashid
[39] Al-Rashid (ISN 74, CSRT Set 4, pp. 22-29, May, 2006, and U.S. Decries Abuse but Defends Interrogation, Dana Priest and Barton Gellman, Washington Post, 12/26/2002, and Afghanistan, a Search for Truth, Bruce G. Richardson, 2009, pp.336-344
[40] Judging War Criminals, Yves Beigbeder, 1999, pp. 27, 76, 146, 199
[41] International Criminal Court (ICC)
[42] Baltasar Garzon
[43] Santiago Pedrez
[44] Glen Ford
[45] Getting Away with Torture: Secret Government, War Crimes and the Rule of Law, Christopher H. Pyle, 2009, and �Sixth Anniversary of the Detainees arrival at Guantanamo�, Associated Press (AP), 10/2007
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery