مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کي جي بي په افغانستان کې دوهمه برخه

لیکوال : واسیلیي میتروخین
پښتوژباړه: رحمت آریا
د ژباړې نېټه جنوري ۲۰۰۹
 

د غوایي کودتا


د مسکو د لارښوونو پر بنسټ پرکال ۱۹۷۷ز ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټي د هر غړي او د ښاري او ولایتي سازمانونو د هرسکرتر لپاره پټ ځای ناستي و ټاکل شول ، ورزول شول او ومنل شول. دا یو احتیاطي گام ووچې که مشر گوندي "کارگران" ناڅاپه و نیول شي او یا وټکول شي نو نوي کسان به یې تشه ور ډکه کړي. په همدې ترڅ کې یوبل تاکتیک په کار ولوید او گوندي چارواکو ته غلط مالومات ورکړل شول ؛ موخه دا وه چې د نویو گوندي مشرانوله ټاکلو وروسته ډنډورې خپرې او د گوند غړي دا گنگوسې ومني چې گڼې د خلق ډلې " خپله ځان منحله کړی دﺉ"
تره کي ته د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د نړیوالو اړیکو د څانگې له پلوه په پرله پسې ډول پیسې ورکول کیدلې چې د افغانستان د خلق ډیموکرایتک گوند د مرکزي کمیټې نورو غړو ته څرگند ه نه وه. سره له دې چې امین د تره کي ډیر نیږدې ملگری او په بشپړ ډول ورته د ډاډ وړسړی وو خو بیا هم امین د پیسو د ورکړی له عملیاتو خبر نه وو. تره کي ته د ۱۹۷۷ز کال د مارچ په ۱۵ دیرش زره افغانۍ او ورپسې د مې د مېاشتې په ۲۵ نیټه دیرش زره او دوه سوه څلویښت افغانۍ ورکړل شوې.

[په ۱۹۷۵ ز کال کې] داؤود د ملي انقلاب د گوند بنسټ [کښیښود] او پرنورو ټولو گوندونو یې بندیز ولگاوه. [په کابل کې] میشتې څارگرې څانگې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک مشرانو ته لارښوونه وکړه چې د داؤود گوند ته دې خپل کسان ور ننباسي او د همدغه گوند د کړیو له منځه دې ورانکارې چارې ترسره کړي. تره کي ته لارښوونه وشوه چې په ډیر په ځیر کار وکړي او د مرکزي کمیټي له نورو غړو سره دې د غونډو له نیولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د مېاشتې په ۲۵ نېټه یو شمیر گوندي چارواکي لکه تره کي ، ببرک ، شاه ولي او څو تنه نور ونیول شول. خو گوند لا له مخکې پر ځان ډاډه وو. د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند یوه پټه او ځمکلاندې بیړنۍ غونډه را وبلله. پریکړه وشوه چې د اپریل د مېاشتې په ۲۷ نېټه دې د سهار له پلوه کودتا پيل او دولتي واکمني دې را وپرځول شي. د کودتا د سمبالولو او تنظیم چارې د گوند غیرقانوني مرستیال ح. امین [حفیظ الله امین � ژ] ، [فیجیر] [1] ته وسپارل شوې. همدارنگه نوموړي باید د تدارکاتي چارو همغږي هم ترلاس لاندې نیولي واي. د کودتا سترې او غټې چارې څلورمو او پینځلمسو زغره والو لیواگانو او کوماندو ځواکونو ته وسپارل شوې چې د کابل ښار او په ښار کې ټولې دولتي ودانۍ ونیسي. ددغو لیوا گانو مرسته د هوایي او هوایي مدافعې د ځواکونو له پلوه کېدله. [ ډگروال عبد]القادر[2] د هوایي او هوایي مدافعې ځواکونو مشر او د هغه مرستیال نظر محمد ، د ټولو پوځي ځواکونو بولنده په غاړه درلودله.

گلابزوی [جاسوسي نوم یې " مامد" محمد -ژ] [3] او م. رفیع [جاسوسي نوم یې " نیروز � ښایي نوروز وي-ژ] [4] دواړو په بیـړه د کې جې بي میشته څارگره څانگه د راپیښېدونکي فوق العاده حالت په اړه خبره کړه. د اپریل په ۲۶ نېټې میشتې څارگرې څانگې د اکسپرس ټیلگرام له لارې مرکز ته خبرور کړ. سفیر پوزانوف [5] سیاسي بیرو خبره او څرگنده یې کړه چې " د افغانستان خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې په غړو کې د شته خپلسرۍ له امله ددې ویرې اټکل کیږي چې ښایي یو شمیر گوندي مشران له حده وَتـلو اقداماتو ته لاس واچوي. ښایي هغوی د اوسني دولت د خاصوجاسوسي ارگانونو[6] د پارَوونکو ایجنټانو له پلوه پارَول شوي وي. زموږ په اند د هیواد په اوسني اکر وکر کې ددغسې له حده وتلو اقداماتو پایلي ښايي د پرمختلونکې کارگري ډیموکراتیکې لړې را پرځېدنه و زیږوي." دغه ټیلیگرامونه په بیړه او د ډیرلوړ لومړیتوب په ورکولو مرکز ته ولیږل شول."

کې جي بي [مرکز] بیرته په هماغه ورځ ځواب ورکړ او په ځواب کې یې د نورو خبرو ترڅنگ وویل چې : دغه شونیتوب له پامه نه شو غورځولای چې ښايي موساد [7] د خلق ډیموکراتیک گوند پوځي څانگه ددولت پر وړاندې پارَولې وي ترڅو په هیواد کې یوه سیاسي چاودنه رامنځته کړي."
داسې ښکاري چې نه میشتې څارگرې څانگې، نه سفارت او د نه مسکو مشرتابه په هیواد کې د روان اکر وکر په اړه بشپړ مالومات نه درلودل ، له حالاتو څخه یې ناسمه اخیستـنه کړې وه او گوماني یې کاوه چې د کودتا هڅه به بریالۍ نه شي.
په همدې ترڅ کې په افغانستان کې د پیښو لړۍ ډیره گړندۍ پرمخ تلله. د داؤود دولت و نړید او ولسمشر ووژل شو. د انقلابي شوری مشرتوب امین ، ډگروال [اوس برید جنرال] عبدالقادر اود شوبلو د څلورم غنډ د لومړۍ لیوا بولندوی جگړن کاوه.

انقلابي شوری خپل اقدامات له تره کي او ببرک سره پر یوه ټکي را ټول کړل. د اپریل په ۲۸ د مازدیگر په څلورنیمو بجو د تره کي ځانگړې استازی [صالح] د شوروي سفارت ته ورغی چې اړیکه ټینگه کړي. نوموړي ، سفارت ته په کابل کې د روان اکر وکر په تړاو مالومات ورکړل او ویې ویل چې د مقاومت وروستۍ مورچل ورمات شوی او انقلابي شوری اوس بشپړ واک په لاس کې لري. تره کي د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو څخه د پاکستان او ایران د شونو بریدونو په اړه د نوي رژیم په رسمیت پیژندلو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. په هماغه ورځ امین [د شوروي �ژ] له عملیاتي مأمور سره ولیدل او له هغه یې د سلا غوښتنه وکړه چې آیا د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي تره کي دې د اپریل په ۲۹ یا د اپریل په ۳۰ د راډیو له لارې وینا ورکړي؟ ، آیا هغه دې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له نامه یا یوازې د پوځي انقلابي شوری له نامه خپله وینا واوروي ؟ او آيا تره کي دي یوازې د هیواد د ولسمشر په نامه و نومول شي او یا دې هم ولسمشر او هم د گوند دعمومي منشي په توگه په یوه وخت کې ولس ته و پیژندل شي؟ امین د ځان او د خپلو ملگرو په استازیتوب له شوروي اتحاد څخه وغوښتل چې څومره ژر چې کیږي په افغانستان کې دې نوی رژیم په رسمیت و پیژني. میشتې څارگرې څانگې په خپل گزارش کې په ټینگار وویل چې امین له شوروي اتحاد او د کمونیست گوند له مرکزي کمیټې سره د ټینگې همکارۍ غوښتونکی دﺉ. واکمني د تره کي ، امین، ببرک او قادر په منځ کې وویشل شوه.

د اپریل د ۲۹ په ماښام پوزانوف او میشت څارگر [8] وایلیوف گ اوسادچي (مستعار نو یې ایفگیني) [9] له تره کي سره د تاس [10] د خبري آژانس په دفتر کې ولیدل. تره کي خپل نظر داسې څرگند کړ چې که شوروي ملگروڅو کاله مخکې ده ته د داؤود له رژیم سره د هړاړخیزې همکارۍ او ملاتړ په اړه له تیروتنې ډکه سلا نه وای ورکړې نو د ده تر مشرۍ لاندې گوند کولای شوای څو کاله مخکې واک تر لاسه کړي. دغه نظر د شوروي له خوا په ټینگه وغندل شو او ورته وویل شول چې په دغو تیرو کلونو کې داؤود د یوه ولس غولونکي [دیماگوژیک] او بې اصوله سیاستوال په توگه را څرگند شو. حفیظ الله امین (چې جاسوسي نوم یې کاظم وو) ولس ته د راډیو له لارې وینا واوروله. هغه د نوي ځواک د ارگانونو او بیړنیو ستونزو په اړه خبرې وکړې خو له تاکتیکي اړخه یې د گوند د مخکښې ونډې او په دغې دروهې (دسیسې) کې یې د خپلې ونډې په اړه څه ونه ویل.

د اپریل په ۳۰ نېټه د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې سیاسي بیرو، د افغانستان د پیښې د جاج اخیستنې په تړاو غونډه وکړه. میشتې څارگرې څانگې ته د غونډې پریکړه واستول شوه. په پریکړه کې ویل شوي ول چې له امین سره دې و گوري او د مسکو غوښتنه دې ورته وویل شي چې ولسمشر دې اعلان اوڅومره ژر چې کیږي دولت دې جوړ شي. په پریکړه کې منل شوي ول چې تره کي دې د ولسمشر په توگه اعلان شي خو دا دې ونه ویل شي چې نوموړی د ولسمشرۍ د دندې ترڅنگ د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي هم دﺉ. دا دﺉ په یوې بلې ڼیټې کې اعلان شي. همدې ته ورته لارښوونې د بهرنیو چارو د وزارت له لورﺉ پوزانوف ته ولیږل شوې.

د اپریل له کودتا وروسته د [نور] (تره کي) نوم د [دیدوف] په نوم واړول شو. د مې د مېاشتې په ۶ د افغانستان د وسله وال ځواک وزیر الف. قادر له شوروي چارواکو څخه سلا وغوښتله : هغه کسان چې د کودتا په ترڅ کې او له هغه وروسته نیول شوي، له هغو سره په څه ډول چلند وشي؟ د هغوی شمیر له لسو زرو زیات وو او زندان ډک شوی وو او دا شمیره مخ په ډیریدو وه. د انقلابي شوری ډیرو سرتیرو ته اړتیا لیدل کیدله چې په دومره کچه ډیر بندیان وساتي. اندروپوف او [اندرې اندریو ویچ]گرومیکو[11] دغه پوښتنه په سیاسي بیرو کې راپورته کړه. سیاسي بیرو پریکړه وکړه چې د کي جي بي یو غړی چې له قادر سره (جاسوسي نوم یې عثمان وو) له پخوا اړیکي لري کابل ته ولاړ شي او هغه ته دې له بندیانو سره د چلند په اړه لارښوونې ورکړي.

برید جنرال ل.ن. گوریلوف د شوروي د پوځي کارپوهانو د ډلې د مشر په توگه ومنل شو. د نوي رژيم په لومړیو شپو ورځو کې د مرکز د لارښوونې پربنسټ میشتې څارگرې څانگې فعاله اقدامات تر لاس لاندې ونیول چې د کورنیو چارو د وزارت، د امنیتي خدماتو او د جاسوسي ضد څانگو ټول آرشیفونه تر څار او پلټـنې لاندې ونیسي. د همدغو عملیاتي اقداماتو په ترڅ کې چې میشتې څارگرې څانگې دافغانستان د پوځ د جاسوسۍ ضد ریاست د کالخوای یا سرپرست مشر الف عباس په گډون [چې جاسوسي نوم یې "استخبارات" وو] له هغو ایجنټانو څخه کار واخیست چې د پخواني رژیم د خاصو خدماتو په څانگوکې یې لوړ دریځونه درلودل. هغوی د پاچا[12] او د داؤود په ادارو کې د ایجنټانو او مخبرانو نومونه ترلاسه کړل. د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د دفاع د وزارت د [جي آریو][13] څانگې له میشتې څارگرې څانگې [14] څخه وغوښتل چې کابل ته نیږدې دې د یوه امریکایي بنسټ په اړه مواد تر لاسه کړي ، فیض آباد ته [15]څیرمه د زلزلې د پلټلو په دفترکې جاسوسي لاسوندونه او نور توکي تر لاسه کړي. له هرې څانگې وغوښتل شول چې ترلاسه شوي توکي په خپله له ځان سره راوړي.

د مې په مېاشت کې کابل ته د شوروي د سلاکارانو د ځانگړو خدماتي څانگو لومړۍ ډله را ورسیدله. د هغوی مشري ل.پ بوگدانوف (مستعار نوم دسنین) کوله. د اگست په مېاشت کې د کي جي بي پلاوي د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې د نویو امنیتي ارگانونو د مرستې او د نوي رژیم ددفاع لپاره په کار پیل وکړ. د سپتامبر په مېاشت کې د افغانستان د گټې د ساتنې د ادارې [اگسا] [16] عمومي ریاست د ملي امنیت د ریاست پر ځای جوړ شو. ددغه ریاست موخه د لویدیځو هیوداونو د پلاویود ادارو څارل، د امریکا د متحده ایالاتو ، د ایران ، د چین د ولسي جمهوریت او د پاکستان د سفارتونو څارل ، په هیواد کې د عمومي دښمن [17] پر وړاندې د کړۍ راتـنگول ، په لویدیځو اهدافو او د هغوی په ودانیو اود کورنیو دښمنانو په لیکو کې تخنیکي نفوذ وو.

د اندروپوف د لارښوونې پربنسټ د میشتې څارگرې څانگې یو شمیر غړي امین ته ور وپیژندل شول: میشت څارگر وي جی اوسادچی [18] چې په سفارت کې سلاکار وو، پ.س. گولیوانوف [19] دویم سکرتر، ډگرمن س گ باختورین [20] امنیتي مأموراو ی ل.کوخته [21] لومړی سکرتر.

د کي جې بي د پلاوي مشر ډگروال بوگدانوف [22] امین ته څرگنده کړه چې د اپریل له انقلابه مخکې د یو شمیر د پوهې وړ لاملونو پربنسټ د کې جي بي مأمورینو د شوروي اتحاد ددولت امرونه تر سره کول چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له مشرتابه سره پټې اړیکې وساتي. د کي جي بي مأمورین اوس په داسې چارو کې بوخت شوي چې د شوروي اتحاد او د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت پرضد د لویدیځو هیوادونو د څارگرو څانگو پرپرمختگونو د پای ټکی کښیږدي. د مې د میاشتې له پیله ، میشتې څارگرې څانگې د کورنیو چارو له وزیر نور احمد نور، د پولیسو او ژاندارم له مشر او د ملي امنیت د ریاست له مشراسدالله او په خپله له امین سره اړیکي وساتلې او هڅه دا وه چې د کورنیو چارو په وزارت کې له لویدیځو سلاکارانو څخه خلاصون و مومي.

امین او تره کي ومنله چې هغوی به سوکه سوکه د جرمني سلاکارانو پر ځای شوروي سلاکاران او کارپوهان د هغوی د کاري قرارداد تر پای پورې ، ځای پرځای کړي. د نوامبر په مېاشت کې کي جي بي د تره کي کور وپلاټه او هلته یې د اوریدلو استخباراتي وسایل ځای پرځال کړل. هېڅ شکمن شی ونه موندل شو.
میشتې څارگرې څانگې ، د [۱۹۷۸ز کال] د جولای په مېاشت کې مرکز ته غوږ بوڅونکی خبر ورکړاو ټینگار یې کاوه چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مشرتابه په منځ کې شخړه راپورته شوې چې له مخې به یې نه یوازې د مشرتابه ډله له یو بل څخه جلا شي بلکه د گوند پر کښتـنیو پوړیو به هم اغیزه وشیندي. تره کي او امین د ښي لاسو مرتجعینو پر وړاندې د خپلو غچ اخیستونو لړۍ بشپړه کړې وه او اوس یې مخ فعالو پرچمیانو ته اړولی وو. هغوی د پرچمیانو پروړاندې له لومړني منل شوي ډیموکراتیک چلند څخه لاس پر سرشول اود پرچمیانو پرضد یې رښتونۍ ترهگري پیل کړه.گزارش ټینگار کاوه چې د پرچمیانو ځپل اوځورول کولای شي ډیرې بوږونکي پایلې را وزیږوي او که دوام ومومي ښایي د دواړو ډلو ترمنځ جگړه پیل شي او ان د کورنۍ جگړې لامل کیدای شي.

د ببرک پلویانو شوروي استازي قانع کړي ول چې " یوازې د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې مشرتابه کولای شي پرځنگلي اپورتونیستانو اغیزه وشیندي او دې ته یې اړ کړي چې د پرچم د ډلې پر وړاندې خپل چال چلند ته بدلون ورکړي." له یوې خوا د تره کي او امین ترمنځ ناندرۍ او له بلې خوا د پرچم د مشرانو نارندۍ سیاسي ډگر د دښمنیو او سیالیو (انتاگونیسم) په ډک چاپیریال اړولای وو. د گوند د غړو په منځ کې منفي گـنگوسې خپرې شوې چې تره کی د سي آې اې او کي جي بي ایجنټ دﺉ او امین د امریکا یو پټ څارگرمأمور دﺉ چې تر ډیر ژورپوښښ لاندې پټ شوی دﺉ. گنگوسو ټینگار کاوه چې تره کي د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو ته غوړه مالي کوله چې ورڅخه پراخه اقتصادي مرسته تر لاسه کړي ، خپل دریځ پياوړی کړﺉ او له هغه وروسته د لویديځوپالو اوارتجاعي مسلمانانو خوا ته مخ واوړي. امین د تره کي له بشپړ ډاډه څخه خوندونه اخیستل. په پای کې تره کي یې له واکه لیري کړ، د تره کي ته له پالیالو وزیرانو سره یو شو [ او ویل شوي ول چې] د افغانستان د سیاست مخه به لویدیځ ته اړوي.
دواړو ډلو د دولتي ځواک او دریځ د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره لاس اوگریوان وې. د تره کي ملاتړو ډگر یو ووړ. ببرک له واکه لیرې او وشړل شو. هغه د [۱۹۷۸ز کال د جولای په مېاشت کې] چکوسلواکیا ته د سفیر په توگه وټاکل شو. په گوند او دولتي څانگو کې تصفیې ، دروهې (دسیسې) ، نیونې او ځورونې راپيل شوې. قرنطين ځایونه او زندانونه تر خولو ډک او بشري حقونه تر پښو لاندې شول. دا ټول د انقلاب تر نامه لاندې تر سره شول او هیله یې کوله چې انقلاب به وده او ټینگښت و مومي. له حده وتلې غوړه مالي ، پرله پسې اغراق او ستاینې د امین او تره کي د سیاستونو په نورمونو واوښتل. د شخصي گټو په موخې د گوند تأریخ له کودتا مخکې او له کودتا وروسته له سره تر پایه په تحریف او تزویر ولیکل شو.د هیواد په ژوند کې د گوند او د گوند د مشرانو دریځ او ونډه په برلاس کږه شوه. لاسوندونه ، مقالې او لیکونه له سره ولیکل شول او ټول یې په بله بڼه واړول شول. د حقیقي او قانوني بنسټونو پرځای شخصي او عقیدتي اړیکو قانون چلاوه. د خپلویو اړیکو [نیـپـوتیسم] ، په گوندي کړۍ له یوې ډلې بلې ډلې ته اوښتـنگ او گوندي کسانو ته خدمتونو د هر څه ځای نیولی وو او تر هر څه ډیر اړین بلل کیدل.

د چارو دریځونه (مقام) او د واکمنتوب کچه ، لارښود ته د پالیالۍ (وفا) د کچې په پرتله ورکول کېدل. ملي شتمني لوټ شوه. د سیاسي ژوندانه په هینداره کې د بې ځایو او بې بنسټو تورونو لگول اوبد ویل په مخ په ودې توگه په راڅرگندیدا شول. درانده او سپیڅلي کسان د پولیسو د سرټکونې د لومو بدمرغه ښکار ول. ټول هیواد د ډله ییزو ځورونو په یوې حجرې بدل شوی وو. وگړي پرته له پلټـنواو نیاو(عدل) اعدامیدل. د رژیم او ولس تر منځ د بیلتون یو لویه ژوره کرښه رامنځته شوه ، رژیم پر ځواک ، امنیتي ارگانونو ، پولیسو او وسله وال ځواک دډه لگوله. رژيم له هر چا او هر چیري مطلقه سترټیټونه (انقیاد) غوښتله. هر ډول لنډه غر ، سپين سترگي ، مجرمین او په شکمنۍ تورن شوي کسان د ټولنې د اوبو سر ته را وختـل. د سرټکونوکو ارگانونو مشرانو کټ مټ د ونډیمارو (جلادانو) تبرگیو ته ورته ول.
میشته څارگره څانگه پوه شوه چې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت مشرتابه ونه شو کولای د هیواد د بیړنیو سیاسي او اقتصادي ستونزو لپاره چې ټولنه ورسره مخامخ ده د لارې د حل د موندلو وړتیا له ځانه څرگنده کړي او د هیواد د ټینگښت لپاره یې ونه شوکولای له شته امکاناتو څخه گټه پورته کړي. د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په منځ کې کورنۍ شخړې او دسسیه جوړول د لوی ښوییدونکې خنډ په توگه پاتې شوی وو او دغه لامل د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند مخه نیوله چې د مارکسیسزم � لیننیزم پرلارښودیزو بنسټونو ولاړ په یو لوی سیاسي بنسټ را واوړي. دغه سیاسي بنسټ باید د افغان ټولنې د پرمخ بیولو او د سازماني او ایډیالوژیک ځواک د بیا راژوندي کولو لپاره په یوه ځواک اوښتای وای. خو ددې په بدل کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند دداسې یوه بدلیدونکي بنسټ لړۍ را پیل کړه چې گوند د شمیر څرگندو کسانو د یوې ځانگړې ډلې په لاس کې پریوت چې یوازې خپل لارښود مشر ته پالیاله ول ، دغه کسان له یو بل سره د کورنیو اړیکو ، گډو گټو او د ځان غټاوي او په واک کې د پاتې کیدلو پربنسټ تړل شوي ول. میشتې څارگرې څانگې خپلې عملیاتي اړیکې د دواړو ډلو له ټولو مهمواستازیو سره وساتلې. دغو کسانو په گوند ، دولتي ادارو ، رسنیو او ټولنیزو ټولنو کې کیلیدي دریځونه درلودل. هغوی د شوروي اتحاد استازو ته دغه گړویینه یا اصطلاح له غوږونو ور تیروله : " په طبقاتې شخړه کې وسله په لاس ملگري" [23]
د ۱۹۷۸ز کال د مې د مېاشتې په ۴ نېټې برژنییف ته د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې د فعالو جاسوسانو په اړه خبر ورکړ شو. هغه لارښوونه وکړه چې له ایجنټانو سره دې هرډول کارې په پرله پسې او پټه توگه دوام ومومي. [24]

پرچمي سرچینو څرگنده کړه چې ددولت او گوند فعالین له هغو کسانو څخه ډک ول چې په تیرو وختونو کې یې ځانونه د گواښ په لوموکې اچولي ول. گوندي تشکیلات له منځه یووړل شول ځکه اوسني واکمنان په بلې ایډیالوژۍ گروهن دي اوبډه اخیستـنه له حده وتلې وه. [باریس س] ایوانوف [25]، بوگدانوف [26] او گوریلوف [27] هم ومنله چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند مشرتابه خپلې هڅې د گوند پر کورنیو شخړو راټولې کړي او په عمل کې غواړي د پرچم د ډلې ټغر ورټول کړي او د انقلاب د رښتوني دښمن په اړه یې له ځانه لنډ لید را څرگند کړﺉ دﺉ.

د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې غړي محمود بریالي [جاسوسي نوم یې " شیر"] او د ببرک کارمل تربور [ بریالی د کارمل کشر ورور وو � ژ] په مسکو کې د کي جي بي له کارمند اي آې نیکراسوف [28] سره ولیدل او له هغه یې غوښتنه وکړه چې دی دې د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې له یوه غړي سره مخامخ کړي. هغه غوښتل شوروي چارواکو ته په هیواد کې د روان اکروکر انځور ورکړي.

بریالي وویل چې زه نه پوهیږم ولې د خلق ډله تل شوروي ته په خپله لیکنو کې خپله ډله د مخکښ دیموکراتیک گوند په توګه څرگندوي حال دا چې ډیرلږ د پرچم د ډلې نوم اخیستل کیږي. رښتوني کمونیستان خو ټول د پرچم په گوند [ډلې � ژ] کې راټول شوي او د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمیټه اشتباه کوي چې د خلق په ډلې دومره ډډه لگوي. د انقلاب رښتوني الهام ورکوونکي او سمبالوونکي پرچمیان او په پوځ کې د هغوی ملاتړ وسله وال ځواکونه دي.

خو د خلق ډلې د توطـﺋـې او دسیسې له لارې په ټولې واکمنۍ منگولې ښخې کړې هغوي پوځ تورن کړی او خپل ملاتړ کسان یې په پوځ کې ځای پرځای کړي دي. د پوځ له تصفیې وروسته د پرچم د ټغر راټولو ته یې ملا وتړله چې په مرکزي کمیټې کې یې ۱۹ � ۲۰ څوکۍ درلودلې. تره کي په شخصي توگه پریکړه وکړه چې ټول ۱۹ واړه پرچمیان له څوکیو راکښته او بهر ته یې د سفیرانو په توگه ولیږي. ببرک چکوسلواکیا ته ، دی (بریالی) په خپله پاکستان ته ، نور احمد نور واشنگتن ته ، وکیل لندن ته او اناهیتا بلگراد ته. امین دوی ته ویلي ول چې د تره کي پریکړه دې پرته له پوښتنې پلې شي. که څوک له دغې پریکړې سرغړونه وکړي نو هماغسې چې ستالین خپل کسان ویشتلي ول له دوی سره به هم وَرته چال چلند وشي. کله چې بریالي گوتنیونه کړې وه چې هر انقلاب خپلې ځانگړتیاوې لري او دوې دې ته اړ نه دي چې په ړندو سترگو هغه څه وکړي چې ستالین د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو سره کړي ول خو په پای کې شوروي ملگرو په خپله ، ستالین د هغه د جرمونو پربنسټ محکوم کړ خو امین ، بریالي ته بیرته په ځواب کې د یوه ملگري په توگه اخطار ورکړ؛ که نه د خپل برخلیک په اړه دې په خپله پریکړه ونیسي.

کورنۍ شخړې له جدي پایلو سره ملگرې وې. هغه کسان چې د شوروي اتحاد مطلق ، صادق او رښتوني ملگري دي محکمه کیږي. شوروي ملگرو ته ښایي چې ددوی ساتنه وکړي. داسې ښکاري چې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحاد لا تر اوسه د افغانستان د خلق ډیموکرایتک گوند د مشرتابه او د وسله وال ځواک د غوږ تاوولو تر شا ولاړدﺉ ؛ د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه دې اوس مخکې له دې چې ډیر ځنډ شوی وي خپل افغان ملگري په سمه لار روان کړي. که په دغې لړۍ کې ځنډ رامنځته شي نوښايي د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند پر هغه لاره ودرومي چې د چین کمونیست گوند پرې تللی وو او پایله به یې خپله په خپله د گوند پر پرځېدنې راواوړي.

په اسلام آباد کې میشت څارگر بي. ن. باتریاییف ته خبر ورکړل شو چې بریالی په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر په توگه ټاکل شوی دﺉ. باتریاییف ته لارښوونه وشوه چې بریالي ته په ډیپلوماتیکو چارو، د سفیر ددندو په اړه ښوونه وکړي او موخه دا وه چې هغه له رواني اړخه له هغې څاه راوباسي چې پرخپل دولت گوته نیسي ، او له رواني اړخه د ې بریالی له هغه دریځه را وباسي چې ډله یې د خپل هیواد له سفارتي دریځونو سره مخالفه ده خو دﺉ په ټول وجدان ددې وړتیا لري چې په درنښت او ویاړ هغه دولتي دندې سرته ورسوي چې له ده غوښتل شوي دي.

بریالي ته ور څرگنده شوه چې د خلق او پرچم د ډلو ترمنځ اصولي توپیر له اره شتون نه لري. د پرچم د ډلې پخواني مشران چې د کار لپاره دباندې لیږل شوي دي بیا به هم ټینگ لیننیستان وي، سوسیالیزم او د افغانستان پرمختگ ته به پالیاله پاتې شي.

باتریااییف ته وویل شول چې که بریالی د تره کي په اړه ټینگې گوتنیونې وکړي نو د بریالي د هېڅ ډول گوتڅنډې ملاتړ دې ونه کړي او وړاندیز دې وکړي چې د افغانستان د ولس د گټو په پام کې نیولوسره دې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند پياوړي کولو ته ټینگه پاملرنه وشي. د ببرک پلویانو د شوروي له استازو سره د خبرو په ترڅ کې د خلق د ډلې پر اشتباه ډک دریځ ټینگار وکړ چې په هیواد کې د اوضاع د کنترول په لټه کې نه ده او ډله یوازې له پرچمیانو سره په شخړو کې لاس او گریوان ده او د افغانستان په ډیموکرایتک جمهوریت کې روان اکر وکربه په نیږدې راتلونکې کې په شونې توگه د ورانې پر لور و درومي. " زموږ له انده دغسې مالومات ذهني دي او یوازې د ببرک د پلویانو د دریځ څرگندونه کوي. ددغو شخړو په تړاو دې له خبرو اترو ډډه وشي او هېڅوک دې ځان د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په روانو کورنیو شخړو کې ښکیل نه کړي."

د ۱۹۷۸ز کال د جون په مېاشتی کې بریالي [جاسوسي نوم یې ' شیر'] په نه ستړي کېدونکې توگه د اړیکو [جاسوسي اړیکو � هغسې چې پورته په لمنلیک کې ورته نغوته وشوه] د بیا راټینگولو ته لیوالتیا وښودله او ځان یې [میشتې څارگرې څانگې ته � ژ] گټور ښکاره کړ.

د سپتامبر په مېاشت کې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو سفیرته د بهرنیو چارو له پلوه لارښوونه وشوه چې که د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت سفیرورسره د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د روانې کورنۍ شخړې په اړه سره خبرې وکړي نو دې دې په ځواب کې دومره ورته ووایي چې دا د افغانستان کورنۍ سکالو ده. که د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت سفیر نه غواړي چې بیرته خپل هیواد ته شتون شي نو دا دې له غوږونو ور تیره شي چې د شوروي اتحاد په سوسیالیستي جهوریتونو کې نه شي کولای پناه واخلي.

د [کي جي بي] میشتې څانگې هم باید خپل غبرگون په وَرته ډول ښودلای وای. کله چې له باتراییف سره د بریالي غونډه وشوه نو له بریالي څخه د سیاسي پناه په اړه په غیرمستقیم ډول پوښتنه وشوه او هغه په ډیرې ځیرکۍ رد کړه. سفیر وویل چې هغه به کابل ته ستون نه شي او له باترایییف څخه یې وغوښتل چې شوروي مشرانو ته دې ووایي چې له ټولو شخړو او ستونزو سره سره هغه به یو ټینگ ، پوخ کمونیست او تل به د شوروي اتحاد د یوه پالیاله ملگري په توگه پاتې شي.

بریالی ببرک کارمل ته چکوسلواکیا ته ولاړ. له هغه وروسته ماسکو ته راغی او د نیکراسوف آپارتمان ته یې ټلفون وکړ. هغه وویل چې پرچمیان په ډیر بوږنوونکي حالت کې دي ، اکر وکر غم لړی دﺉ او ټول ملگري یې له مرگ سره مخامخ دي. هغه په سوالگرۍ د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کوله چې ببرک او د هغه ملگرې دې وژغورل شي.

" د بشریت په نامه ! موږ وژغورﺉ! د بشریت په نامه ! موږ وژغورﺉ!" هغه دا خبره په څو څو ځله تکرار کړه او په هر ځل یې په سلگیو سلگیو ژړل. " زه نه پوهیږم چې څه وکړم. زه هېڅ شی په لاس کې نه لرم چې په خپله یې وکړم. زموږ یوازینې او ټوله هیله شوروي ملگري دي. زه له ببرک څخه لیک لرم خو نه پوهیږم چې دغه لیک چاته ورکړم."
دغه خبرې سولوسوف [29] او پونیمارییف [30] ته گزارش ورکړل شوې. هغوی لارښوونه وکړه چې بریالی دې د مرکزي کمیټې د نړیوالو اړیکو څانگې ته را وبلل شي. الف. گ پولیاکوف [31] له هغه سره خبرې وکړې. اولیانوفسکي [32] له هغه سره د خبرو اتروله کولو ډډه وکړه.

بریالي گوتڅنډنه وکړه چې د شوروي اتحاد په دریځ او چال چلند نه پوهیږي تر زنې لاندې یې رښتوني او پالیاله کمونیستان په فزیکي ډول له منځه وړل کیږي. هغه په پوزانوف تور ولگاوه چې د هیواد په اړه شوروي چارواکو ته غلط مالومات ورکوي. پوزانوف د جایزو او ستاینو لپاره د زرگونو رښتونو کمونیستانو ژوند د مرگ له گواښ سره مخامخ کړ. بریالي پوښتنه وکړه چې ولې ماسکواوس ما ته دا سلا را کوي چې خپله پریکړه په خپله ونیسم چې آیا کابل ته ولاړ سم که نه ، ځکه زه نه پوهیږم چې اوس هلته څه تیریږي. پخوا خو به ماته شوروي ملگرو لارښوونې کولې چې څه وکړم اوهېڅکله مې له لارښوونوسرغړونه نه ده کړې. بریالي په هیواد کې د روان اکروکر په اړه د ببرک لیدبڼه څرگنده کړه. ببرک په ځانگړې توگه له پوزانوف څخه خوابدی وو.

" هغه (ببرک) هم سفیر او هم کمونیست دﺉ. په داسې شپو ورځو کې پرچمیانو پریکړه کړې چې انقلابي شرایط له بده بد تر نه کړي. خو له دغه دریځ څخه دې د تسلیمۍ اخیستنه ونه شي." په راتلونکې یوه نیمه مېاشت کې به په افغانستان کې د اکر وکر لړۍ هغې خوا ته و درومي چې پایله به یې تره کي ته ښه نه وي . له دولت څخه د ناخوښيو او نارضایتیو لمنه چې لړۍ یې اوس مخ په پراخیدلو ده لا پسې پراخه شي. د خوښیو او چړچو وخت ولاړ. اوس پر تره کي د گوتنیونو او بریدونو وار راغلی دﺉ.

کي جي بي او میشتې څارگرې څانگې هم دغو تیروتنو ته پام را وگرځاوو. د تره کي او امین تر مشرۍ لاندې د افغانستان خلق ډیموکراتیک گوند د شوروي اتحاد د مرکزي کمیټې سلا او هیلو ته یې نور غوږ نه نیو ، شوروي ټینگار کاوه چې ټول افغان ډیموکراتیک ځواکونه دې یو موټی شي او د هیواد په رغاونه دې کې کارَنده ونډه واخلي. په سیاسي کړیو کې ویل کیدل چې د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت او د افغانستان د خلق په ډیموکراتیک گوند کې چې امین د پرچمیانو پروړاندې د شخړو اور ته لمن وهي او پر یو شمیر خلقیانو گوتنیونې کوي غواړي د گوند په مخکښو پوړیو ، پوځ او دولت کې خپل دریځ لا پياوړی کړی. د امین شخصي کړنو او چال چلند ته په کتنې ویل کیدل چې امین به په نیږدې راتلونکې کې د تره کي او د هغه د نیږدې ملگرو پرضد وَرته سرټکوونکي گامونه اوچت کړي.

د ۱۹۷۸ز کال د مې د مېاشتې په وروستیو کې د [ تره کي او امین ] او د ماسکو او پوځي اتشې تر منځ د بیلتون نښې را بربنډې شوې. د افغانستان پوځي اتشې [خامیل/ کامل طره باز] [33] او د هغه مرستیال کابل ته د ستنیدلو پرځای غوښتل لویدیځ ته ولاړ شي. تره کي امر وکړ چې هغوی دې د نیول شویو کسانو د بدرگه تر څار لاندې بیرته پلازمینې ته راستانه کړای شي. امین وویل چې هغوی دې پریښودل شي چې اورپا ته ولاړ شي ځکه هغه پوهیده " که هغوی بیرته افغانستان ته راستانه شي ، چارواکي به هغوی ونیسي او د هغوی د برخلیک په اړه به په خپله خوښه پریکړه وکړي"

مخکې له دې چې پونومارییف [34] کابل ته غیر رسمي سفر وکړي ، امین او تره کي بیړندویه (عجول) اقدامات تر لاس لاندې ونیول چې له مخې یې د ځواک لپاره د توانیزو (پوتنسیال- باالفعله) سیالانو لمنه ور ټوله کړي. په گوند کې د شخصي سیالانو او تر ځمکلاندې سر ټکوونکي اقدامات او ډله ییزې نیونې پیل شوې. د تره کي پر یوه شخصي دښمن م. الف اکبر[35] تورولگول چې شو د سي آې اې لپاره یې کار کاوه. د اپریل له کودتا وروسته په لومړیو څو میاشتو کې اوه ویشت دروهې (دسیسې) افشأ شوې. د اگست په ۱۵ ستر درستیز شاه پور[36] و نیول شو. د اگست په ۱۷ د نورو وزیرانو او رسمي چارواکو له نیولو وروسته د [افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت] ددفاع وزیر ع. قادر ونیول شو. د دې لپاره چې واک پر یوې ستنې ددوی په لاسونو کې را ټول شوی وي نو د ناوړو کسانو له لاسه د خلاصون په لاره کې د امین او تره کي تگلارې لا په روښانه ډول په را څرگندیدا شوې. په افغانستان کې انگیرل کېدله چې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه په هیواد کې له دولت سره مرسته کوي او د واک له کړیو څخه د شوروي اتحاد د ټینگو ملاتړو د له منځه وړلو لړۍ نه دَرَوي نو دا په حقیقت کې هغه یوازینې خیانت دﺉ چې شوروي یې له دوی سره کوي. غټه بیلگه یې قادر وو چې د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۸ ز کال په کودتا گانو کې یې پخه ونډه لوبولې وه.

تره کي امر کړی وو چې نیول شوې کسان دې په ځانگړي زندان کې وساتل شي. د هغوی له ځای ځایگي څخه دې یوازې یوه کوشنۍ کړۍ خبره وي. هغه سفیر پوزانوف ته وویل چې : " د هغوی گڼ شمیرد ځان وژنې پولې ته نیږدې شوي دي. " هدایت " خو لا وختې ځان وژلی وو. دسیسه گر نه غواړي چې نوي حقایق افشأ کړي او ملا یې تړلې چې حقایق پټ وساتي. قادر تر اوسه اعتراف نه دﺉ کړﺉ خو خپلې څو تیروتنې یې منلي دي. اوس دې وار دﺉ چې سیاسي مشرتابه ته ددسیسې له مخې څادر لیري شي او څرگنده شي چې د قادر او شاه پور تر شا څوک ولاړ دي. موږ ډاډ لرو چې ددغه کار د سمبالولو وسه لرو."
شاه پور په ډیر بد رواني حالت کې وو. هغه تل ژړل او غوښتل یې چې ژر تر ژره دې په ډزو ووژل شي. کې جې بي ته ددولت د څارگرۍ � ضد ادارې مشر عزیز، په محرم ډول وویل چې پلټنې یوازې له هغو کسانوڅخه کیدلې چې تورن سړي د لاسوندونو ورکړې ته چمتوالی ښوده. پاتې کسان په ډزو ووژل شول. د خمیني [37] لارویان او د اخوان المسلین [38] د ډلو غړي باید په یو ځل وژل شوي واي.

د ۱۹۷۸ ز کال د مې په مېاشت کې د بلخ ولایت ۹۰۰ [نهه سوه تنه] اوسیدونکي د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د ولایتي کمیټې د لومړي منشي عبدالله احد [اوموسي] [39] په امر د غوایي د انقلاب د دښمنانو په تور ونیول شول. هغوی د ولایت مرکز د مزارشریف زندان ته واچول شول. یو کمیسیون وټاکل شو چې د ددغو کسانو د انقلاب ضد کړه وړه و پلټي. هغوی تر بوږنوونکو وهلو ، ټکولو او ځورولو لاندې ونیول شول. د جون په نیمایي کې له کابله امر راورسید چې ټول نیول شوي کسان دې پلازمېنې کابل ته واستول شي. د کسانو د شمیرلو په وخت کې وموندل شوه چې د نیول شویو کسانو شمیر لږ شوی دﺉ. هره شپه له ۵۰ تر ۶۰ تنوپورې په مزار کې میشتې د اتلسمې فرقې له پلوه په ډزو وژل کېدل. هغوی چې څوشېبې وروسته وژل کېدل اړ ایستل کیدل چې خپل قبر په خپل لاس وکیندي. د نیول شویو کسانو په اړوند هېڅ ډول لاسوندونه نه ول، خو د هغوی د اعاشې د لاسوند له مخې څرگندیدیږي چې د نیول شویو کسانو شمیره په ورځنۍ توگه له ۳۰ تر ۷۰ تنو پورې لږ شوې ده. د زندان ادارې وویل چې نیول شوي نارینه د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د اورال [40] او سابیریا[41] سیمو ته د شاقه کارونو لپاره لیږل شوي دي.
د وژل شویو کسانو خپلوانو ته پارسلونه را ورسیدل. په پارسلونو کې گڼ شمیر توکي ول لکه صابون چې په هغه کې پټ لیک ځای پرځای شوی وو او په لېک کې د شاقه کارونو بڼه ویل شوې وه. [42]

تره کي پوزانوف ته د یوې دولتي ضد دروهې په اړه چې د ۱۹۷۸ز کال په اگست کې افشأ شوې وه خبر ورکړ.چین، د امریکا متحده ایالات، ایران، پاکستان ، سعودي عربستان او د جرمني فدرالي جمهوریت په کې ښکېل گڼل شوي ول [له متن څخه څلور ټکي ورک دي]. دروهه جوړونکو پلان درلود چې امین او تره کي له منځه یوسي او نوې دولتي مشرتابه غوره کړي. د وسله والو ځواکونو پخوانی ستر درستیز شاه پور او د جمهوریت روغتون رﺋـیس م . ع. اکبر چې مخکې نیول شوي ول د دغه پلان مخ لوڅ کړی وو. امین وویل : " زموږ چارواکو اوس له دغونیول شویو کسانو څخه اعترافات اخیستي دي،" هغه زیاته کړه :" گوند په دې بریالی نه شو چې له قادر څخه یو رښتونی مارکسیست � لیننیست جوړ کړي ، هغه تر هرې منفي اغیزې لاندې راته."
پوزانو ف له امین سره ومنله چې : " دا زموږ تیر وتنه وه، پوزانوف مسکو ته وویل چې " زموږ له انده قادر له سیاسي اړخه نه وو پوخ شوی. هغه هر هوس ته غاړه ټیټوله او احمق وو. سفیر د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مشرتابه پورته شوي گامونه د دغو ټکیوپه ویلو سم وبلل " چې د سفارت له انده پورته شوي گامونه به د انقلابي دولت پایښت او ستـنې پیاوړي کړي او په افغانستان کې به د گوند او وسله والو ځواکونو اغیزې لا پسې غښتلې کړي. " امین پوزانوف او وي اي خزاروف ته ډاډ ورکړ چې دی تل خوښ دﺉ چې له خپلو شوروي ملگرو سره سلا کوي او خوښ په دې دﺉ چې له پرچمیانو سره د شخړې په اړه د شوروي اتحاد کمونیست گوند پوهیدنه او جاج کټ مټ په هاغه ډول دی چې بلشویکانو له مینشېویکانو سره درلودله.

تره کي د خپلو سیالانو کمبله ورټوله کړه خپلې اغیزې یې پياوړې کړې او هڅه یې وکړه چې د ولس په منځ کې منلی او مخور دریځ و مومي . د همدغې موخې د تر سره کولو لپاره هغه د جمعې د لمانځه لپاره جومات ته ولاړ. د هغه راډیویي ویناوې تل په بسم الله الرحمن الرحیم پیلیدلې.

د کی جي بي د میشتې څارگرې څانگې د اټکلنې پربنسټ د غوایي د کودتا د پیل په شپو ورځو کې په وسله وال ځواک کې د پرچم د ډلې ۵۰۰ تـنه غړي او ۱۲۰۰ تنه د پرچم ډ ډلې ملاتړ یا مینه وال ول. همدې ته ورته خلقیانو ۴۷۰ تنه غړي او ۱۱۰۰ تنه ملاتړي مېنه وال درلودل. د ټولنې د ملکي وگړو په منځ کې ۵۵۰۰ پرچمیان او څو سوه تنه خلقیان ول.

د ۱۹۷۹ز کال د جون په مېاشت کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ټول غړي د ملکي وگړو په منځ کې ۱۴۰۰۰ تنه او په وسله وال ځواک کې ۳۰۰۰ تـنه ول. د گوند ټول ځواک د تره کي او امین په لاسونو کې را ټول شوی وو او نه یې غوښتل چې په هیواد کې د ډله ییزواک چلولو تگلاره را خپله کړي .هغوی د گوند د صلاحیت کچه راټیټه کړه اود انقلابي شوری ، د مرکزي کمیټې او د وزیرانو هر ډول نوښت یې په ټپه و دَراوه. هغوی د گوند او ددولت د جوړولو په ژوند کې د مارکسیزم � لیننیزم ټولو پرنسیپونو ته شا کړه. د تره کي � امین سیاسي � گروهنیزې تگلارې د هر څه ځای ونیو. ان مخکی له دې ، میشتې څارگرې څانگې ته پته ولگېدله چې امین ، تره کی له لینن سره پرتله کاوه ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ټول تأریخ منحرفه شوی وو او ویل کیدل چې د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د ۲۷ او ۲۸ پیښې د انقلاب لپاره د یوه مډل په توگه بلل کیدلې. د کې جي بي د پلاوي لپاره په یوې مېلمستیا کې چې مشري یې د کي جي بي لومړي او لوی مشر وي. الف. کریچوف [43] کوله ، تره کي په افغانستان کې د غوایي انقلاب په روسیه کې د اکتوبر له انقلاب سره په دې ډول په پرتله ییز ډول وتاړه : ځواک په بیړه د گوند لاس ته ورغی ؛ د گوند په کورني ژوند کې بلشویکانو ، د منشیویکانو او سوسیالیستو انقلابیونو پروړاندې جگړه کوله او په افغانستان کې هغوی د یوه یو موټي گوند له لارې هڅه کوله.
هغه وویل " موږ په یو شمیرسوسیالیستو هیوادونو کې د څو گوندیز سیستم درناوی کوو ، خو موږ غوره بولو چې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د بیلگې پر لاره گام کښیږدو. هغه څه چې اوس په افغانستان کې پیل شوي دې په حقیقت کې د پرولتاریا د دیکتاتوۍ پیل او د شوروي اتحاد د مـُډل پربنسټ ولاړ دﺉ."

وروسته د ۱۹۸۱ ز کال د جنورۍ په مېاشت کې میشتې څارگرې څانگې مرکز ته ولیکل چې د خلق د ډلې یو شمیر غړي بیا غواړي د تره کي د شخصیت او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په بنسټ ایښودلو کې د هغه د ونډې په اړه ډوزو (مبالغو) ته دوام ورکړي. [44]

په پوځ کې گنگوسې خپرې شوې چې پرچمیانو په مؤقت ډول کنترول په لاس کې نیولی دﺉ، هغوی د بولندویانو امرونه سبوتاژوي او د دولت په وړاندې یې کمپاین پیل کړی دﺉ. ببرک د خپلو شوروي ملگرو د دریځ له ویرې ، د تره کي پرضد له خبرو کولو ویریده. له شورویانو سره د تره کي خبرو اترو څرگنده کړه چې شورویان د گوند د ستونزو په اړه د یوې څرگندې لیکې منلو ته چمتو نه دي ځکه چې د اکر وکر له روان بهیر څخه یې روڼ انځور نه درلود. گڼ شمیر وختونه سلا گانې له اړوپیچه (تناقضه) ډکې وې.

کي جي بي څو ځله د خپل استازي له لارې له امین څخه چې د دولت او امنیتي ارگانونو واک یې په لاس کې درلود وغوښتل چې د یوشمیر کسانو په اړه دې عدلي څارنه بنده کړي ، د هغوی له نومونو څخه دې د هرډول سیاسي شکمنۍ تورونه پاک کړي او د کې جي بي څو تنه ایجنټان او د ډاډ وړد اړیکو لرونکي کسان دې چې د چارواکو له پلوه پرې د دولتي ضد فعالیتونو تورلگول شوی دﺉ ، خوشې کړي. امین ته وویل شول چې لاندینیو کسانو د شوروي د کي جي بي استخباراتو لپاره گټور کارونه تر سره کړي دي او په افغانستان کې یې د ډیموکراتیک انقلاب په لړۍ او د شوروي او افغان ولسونو د دوستۍ په ټینگښت کې پخه ونډه لوبولې ده. امین ته په دغه وړاندیز کې ددغو کسانو نومونه ول:

د داؤود د رژیم د سر وزیر مرستیال ح. شرق،[45]
د کورنیو چارو د پولیس او ژاندارم پخوانی مشر صمد اظهر ،
د انقلابي شوری پخوانی غړی او د ټولنیزو گټو / فواﺋـد عامي پخوانی وزیر[46] محمد[47] رفیع [48]،
د سوداگرۍ د وزیر پخوانی مرستیال عبدالسلام ،
د دفاع وزیر قادر او یو شمیر ډیر نور.

دغسې یوې غوښتنې ته په ځواب کې د امین په استازیتوب د ملي امنیت عمومي مشر اسدالله وویل چې " د هغو نیول شویو کسانو ژوند به ، چې له تاسو سره یې اړیکې درلودلې خوندي وساتل شي ، ښایي د پینځو کالو په ترڅ کې خوشې شي." امین په خپله چمتو ښکارید چې هغه افغانان چې شوروي ملگرو ته مالوم او د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو دوستان ول خوشې کړي. ددې ترڅنگ په همدې وخت کې امین دغه نیونې د رسمي جزأ په نامه وبللې. : "هغه ټینگار وکړ چې په هیواد کې د نویو دولتي فعالینو اډانه جوړه او د ټولنیز � اقتصادي بدلون لپاره نوې لارې چارې تر لاس لاندې نیول شوې دي.

یو شمیر شوروي کارپوهان په ځانگړې توگه هغه کسان چې د پخواني رژیم تر سیوري لاندې یې تر ډیرو کلونو پورې کار کړی وو او اوس بیرته هیواد ته راستانه شوي ، بیا هم له افغانستانه هماغه پخوانې زړه لید بڼه لري اوپه عیني توگه روان حالت ته نه گوري. [49]

پوزانوف د شوروي مشرانو په استازیتوب له تره کي څخه غوښتنه وکړه چې دوه تنه نیول شوي کشتمند [50] او قادر دې ونه وژل شي. تره کي وویل :" هغوی ډیرستر جرم کړی دﺉ . هغوی د چین او د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته یوه منظمه دسیسه ترلاس لاندې نیولې وه. زه له تاسو سره همغږی یم چې ځپل یوه پیاوړې وسله ده. خو لینن موږ ته راښودلي چې باید د انقلاب ددښمنانو پر وړاندې بې رحمه و اوسو او د اکتوبر د انقلاب د بریا لپاره باید په میلیونونو انسانان ووژل شي. که دغه وسله په زغرده او پریکنده ډول په کار یووړل شي ، هغسې چې پرون د کابل د اله گولې په ځپلو کې وکارَول شوه ، نو پایلې یې په بشپړ ډول څرگندې دي."

د غه خبرې اترې د ۱۹۷۹ز کال د اگست په شپږمه نېټه تر سره شوي دي. ب. ن. پونیمارییف [51] د لارښوونو لپاره د ۱۹۷۹ز کال د جولای له ۱۷ تر ۲۰ کابل ته تللی وو. دټولیزو گټو/ فواﺋد عامې وزیر پنجشیري [52] [جاسوسي نوم یې "ریچارد"] د خپلو پټو محرمو خبرو په ترڅ کې ژوره خواشیني څرگنده کړه چې پونیمارییف د گوند له اکثریتو فعالینو سره له لیدنې کتنې ډډه وکړه. هغه ریچارد پنجشیري وویل چې ان هغه د سیاسي بیرو له غړو سره ونه لیدل؛ هغه یوازې د خپلې کتـنې کړۍ له امین او تره کي سره په لیدلو تنگه کړې وه. هغه وویل " د سیاسي بیرو پریکړې یوازې د دوه کسانو امین او تره کي په لاس کې دي. په غونډه کې ناست کسان یوازې د پریکړو منلو ته ناست دي. د سیاسي بیرو په غونډو کې یوازې هغو ناستو کسانو ته د څه ناڅه دونډې لوبولو دنده ورکول کیږي چې چکچکې کوي. هیڅوک دومره زړه او جرﺋـت نه لري چې د تره کي او امین پرضد دې خبرې وکړي ځکه ټول ویریږي چې د انقلاب دښمنان به و نومول شي. د ولس په وړاندې د امین او تره کي سیاستونو غټه زړه بدوالي او ناخوښي راپارولې ده. بې گناه خلک د شپې له پلوه په بې دلیله ډول د هغوی د میرمنو او ژړاندو ماشومانو تر مخې نیول کیږي.

د پونیمارییف [53] تیروتنه او بصري اشتباه ب . س . ایوانوف [54] اصلاح کړه. هغه له دستگیر پنجشیري (ریچارد) سره د ۱۹۷۹ ز کال د جولای په ۲۹ نېټه ولیدل او د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې له هغه لیک څخه یې خبر کړ چې پونیمارییف د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند مرکزي کمیټې ته راوړی وو. پنجشیري له ایوانوف څخه پرهغه د ډاډ له کبله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په نه ستړي کیدونکې توگه به د هیواد د ښیگڼو لپاره کار وکړي چې له مخې به یې د گوندونو او یو موټي هیوادونو تر منځ دوستي او ملگروتوب پياوړی شي. هغه وویل چې د تره کي او امین پریکړو ته د بې قید او شرطه غاړه ایښودلو روانه لړۍ به ونه شي کولای پر پخوانیو تیروتنو بر لاسي شو او یا به ددې جوگه نه شي چې په هیواد کې اکر وکر بیرته نورمال حالت ته را وگرځوي. میشتې څارگرې څانگې د [ریچارد] مالوماتو ته ډیر ارزښت ورکړ.

د ۱۹۷۹ ز کال د جولای د مېاشتې په ۲۷ نیټې تره کي په دولت کې نور بدلونونه رامنځته کړل. د پوځ د سمبالولو چارې یو ځل بیا امین ته وسپارل شوي. پونیمارییف [55] او ل. پ گوریلوف [56] [ د شوروي مشر پوځي سلا کار تره کي ته ورغلل او له هغه یې د بدلونونو د لامل پوښتنه او سپړنه وغوښتـله.

امین له خپلو کسانو پوښتنه وکړه چې ولې شوروي ملگرو په داسې بیړنۍ توگه له تره کي سره ولیدل؟ خو امین همدغې پوښتنې ته په خپله په ځواب کې وویل " داسې بریښي چې شوروي ملگرې تره کي ته ددولت په منځ کې د بدلون په اړه ورغلي ول او موږ شورویان له بدلونه مخکې نه ول خبر کړي."
مسکو ته له کابله گزارش را ورسید چې په کابل کې امریکایي دیـپـلوماتان ددولت بدلون یوه نومیده هیله بولي چې له مخې یې غواړي روان اکر وکر وژغوري. امین پرځان د لوی گواښ منلو ته غاړه ایښې وه ځکه که د یاغیانو په وړاندې جگړه کې بریالی نه شي نو دی به د نوروکسانو بلهاری (قرباني) شي. ایوانوف له امین سره له غونډې وروسته د جولای د مېاشتې په ۲۹ دغه تیلگرام مسکو ته ولیږه : " تره کي امین ته زموږ بشپړ پيغام او د اندیښنو ټولې برخې نه دي ویلي. داسي ښکاري چې تره کي دغه کار ددې لپاره کړﺉ چې امین ته څرگنده کړي چې د شوروي اتحاد امین ته ډیر درناوی لري."

د شوروي پلاويي او افغان مشرتابه ترمنځ یو څرگند سوړ چاپیریال رامنځته شوی وو. افغانانو تر یوې کچې ښه مخ او لیوالتیا څرگنده کړه او پرته له سلا او مشورو یې چال چلند وکړ. [پایله دا شوه چې] [شوروي] سلاکارانو او کارپوهانو ته لارښوونه وشوه چې د افغانانو د[ اخیستل شویو] گامونو په اړه دې اړین مالومات را ټول کړي. د شوروي د پلاوې ډلې غړي زیات شول او د کي جي بي د استازیتوب پـیـنځه مرستیالان وگومارل شول ؛ د جاسوسۍ � ضد ، پوځي � جاسوسي ضد، سرحدي ستونزو او د کورنیو چارو د وزارت د [کړنو] په اړه دې مالومات راټول کړي. د کي جي بي د پلاوي لومړی مرستیال [ چې دنده یې له گوندي دولتی مشرتابه سره مرسته وه] د څارگرې څانگې د مشر په توگه و ټاکل شو.د مالوماتو د شننې او کره کتنې ډله جوړه شوه. د ۱۹۷۹ز کال د مارچ په مېاشت کې سیاسي بیرو یوه ځانگړې پریکړه وکړه چې له مخې یې جنرال ن. س. ویسیلکوف [57] د شوروي اتحاد د کورنیو چارو د وزارت د سلاکارانو په هغه ډله کې وگومارل شو چې د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره ټړلي ول.

د افغانستان گڼ شمیر ادارو ته ډول ډول پلاوي ولیږل شول چې پر افغانانو اغیزه وشیندي. ددغو پلاویو په یوې ډله کې د کورنیو چارو د وزارت د پرسونل عمومي رﺋـیس الف.ی.دروزدڅکي [58] ، او د دیپارتمنت مشر الف . ی.[ایلین] [59] د جون په مېاشت کې پولیس او ژاندارم ته واستول شول.

سلاکاران فعال ول اود ټولو وزارتونو په سوړو د کیندلو لپاره ور ننوتل. د بیلگې په توگه سلاکار ن.ک گریچین [60] وویل چې هغه دې د " پټ وزیر" په توگه وټاکل شي چې د پلان وزیر ترڅنگ کاروکړي او اقتصادي او مالي چارې ورسره په گډه په مخ بوزي او هم به هغه پلانونونه چې دوی ته ورکول کیږي پلي کړي ؛ په حقیقت کې دې به د هرڅه پازوالي " مسؤولیت" په غاړه ولري. نوموړي وړاندیز وکړ چې ټولې اړوندې خواووې یعنې وزارتونه دې ددوی له ټولو پریکړو سره همغږي وي.

د مالیې چارو وزیر عبدالکریم میثاق او د سیاسي بیرو غړي پرځای نیوکه او گوتڅنډنه وکړه چې " دا خو ملگري ملتونه نه دي!"
میثاق وویل هر وزیر د خپل وزارت د ټولو چاروپازوالي لري او هېڅ کمیسیون نه شي کولای د هغوی د دندو ځای ونیسي.[61]
د سلا کارانو ډلې پریکړه وکړه چې میثاق بې اعتباره کړي.
میثاق په څرگنده ویل چې " په هیواد کې په دیرشو مېاشتو کې د سوسیالیزم د په پښو دَرَولو لپاره ." ، شوروي اتحاد اړ دﺉ چې د افغانستان له ډیموکراتیک جمهوریت سره مرسته وکړي.

کي جي بي د هغه څرگندونې په شوروي اتحاد پورې د ډیرې ډډې لگونې یا اتکأ د نخښې په توگه و گڼلې او [یا هم په شوني توگه] د شوروي د مرستو د بې اعتباره کولو په موخې.
د ۱۹۷۹ز کال د جنوري په مېاشت کې میثاق په مسکو کې د افغان مشرتابه او د دریمې نړۍ د هیوادونو په منځ کې په دې تور افشأ شو چې نوموړي د کي جي بي له امکاناتو څخه گټه اخیستله.

افغان مشرتابه ته وویل شول چې میثاق د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو څخه د سرچینو لپاره نامعقوله غوښتنې لري او هغه په دې دریځ کې نه دﺉ چې ددغسې غوښتنو وړتیا ولري.
سلاکارانو وویل چې هغوی په بې خبرې کې د میثاق تر اغیزو لاندې راغلي ول. میثاق د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو په وړاندې له دښمنۍ ډک دریځ درلود او د هغه کړه وړه د ماﺋـؤیستانو تر اغیزو لاندې وو.

د مالیې د وزیر مرستیال زوتوف[62] د سوداگرۍ د وزیراو د انقلابي شوری د غړي غوربندي [63] په وړاندې ډیر زیږ او تریخ چلند دریځ درلود.
افغانانو هم له خپله اړخه د پوځي سلاکارانو د وړتیا په اړه خپله نا خوښي څرگنده کړه. امین د ۱۹۷۸ز کال په پای کې د ننگرهار د کامدیش د ولسوالۍ په تنگه دره کې خپله ژوره اندیښنه څرگنده کړه.
امین وویل : " له هغې ورځې چې سلاکاربریاسکین د افغان د سرتیرو سرمشري کوي افغان پوځ د انقلاب ضد ډلو په ټکولو کې څرگنده ناوړتیا ښودلې ده. موږ ستاسو سلاکارانو ته د افغان سرتیرو په منځ کې پراخ او هر اړخیږ واک ورکوو. موږ هغو سرتیرو ته کلکه سزا ورکوو چې ستاسو د بولندویانو د سلاگانو په پلي کولو کې پاتې راځي. دا موږ ته ددې مانا راښندي چې ستاسو ټول سلا کاران وړ اوبې کفایته دي. موږ هغوتجربه کارو جنرالانو ته اړتیا لرو چې موږ یې په شوروي اتحاد کې پیژنو. هغوی باید د افغان سرتیرو جگړه ییزه وړتیا لوړه بوزي او هغوی ته دې جگړه ور زده کړي او ور زده دې کړي چې په جگړه کې دې د شوروي پوځ تجربه پلي کړي. "

امین ټینگار وکړ : " پرته له هغې ، موږ ته به ډیره گرانه وي چې ستاسو له جنرالانو سره په دې ډول چلند وکړو."
امین گوریلوف ته په نغوتې ، جنرال زپلاتین[64] ته وویل، " او د هغه مرستیال (خرامچینکو)[65] ددې وړتیا نه لري چې بږرکې (جدي) پریکړې تر لاس لاندې ونیسي." افغانان د شوروي د رښتوني ژوند د کوډو له خوبونو راپاڅیدلي دي.
افغان ایجنټ [رککاس/ رقاص [66]] وویل چې د هغه میرمن په مسکو کې د بوتکین وه ؛ په روغتون کې ډاکټرانو او نورو اړوندو کارکوونکو نه یوازې له هغه څخه د تحفو او بډو هیله درلودله بلکه داسې چلونه یې تر لاس لاندې ونیول چې د بډو او تحفو د لاس ته راوړلو لپاره یې د درملنې کار بیرته غورځاوه.

شوروي لوري هم ډیرې سر ټکونې درلودلې خو هغه یې په بل ډول څرگندې کړي. په لاندې ډول:
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمیټې ته په مستعار نوم یو لیک راغلی وو. په لیک کې ویل شوي ول چې سفیر پوزانوف ، پوځي سلاکار گوریلوف او د کي جي بي د میشتې څانگې مشر اوسادچي تړون جوړ کړی وو. هغوی د گوند د تگلارې کرښه د خپلو شخصي او کاري لاملونو له امله منحرفه کړې وه. هغوی د سفارت شتمني لوټ کړې او ځانونه یې شتمن کړل ، ډیر شراب یې څښل او د عیاشۍ ژوند یې خپل کړی وو. د سفارت پوځي اتشې او قونسلانو غلط لیکونه لیکل او د حالاتو ناسمه ارزونه یې کوله. هغوی مالي مفتشین په نشوکې ډوبول او بډې به یې ورکولې.

بډې ورکول دود گرځېدلی وو ، له شوروي او افغان کارپوهانو څخه په وچ زور تحفې اخیستل کېدې. د شوروي اتحاد له مرکزي کمیټې څخه گوندي فعالینو هم ځانونه شتمن کړل. هغو کسانو چې په دې لړ کې همکاري نه کوله د غچ اخیستنې په لومو کې راښکېلېدل او یا بیرته کورونو ته لیږل کېدل.

د لیک لیکوال د داؤود پر وژنې ډیر خواشینی وو او څرگنده کړې یې وه چې" داؤود د هرڅه په مغزپوهیده" لیکوال د افغانستان مشرتابه ته سپکې سپورې ویلي ول.

پوځ د نړیوالې دندې په تر سره کولو کې له دسپلین څخه وتلی وو. بیلگه یې دا ده : د ۱۹۷۹ز کال د جون په ۲۱ د ۲۵ فرقې کې څلور تنه شوروي ژباړونکي چې د خوست په ښارگوټي کې دیره ول د خپل فراغت په ویاړ یوه میلمستیا جوړه کړې وه. د میلمنو په ډله کې د څارگرې څانگې مشر، ډگرمن کالینن[67]، د سرحدي گارد مشر گوروفیس[68] ، د ۵۹ توپچي لیوا بولندوی جگړن ن . س. سیمینچنکو[69] او د فرقې بولندوی ن. الف. کروس [70]هم ول. هر چا ته ، د هغوی تر وسې شراب برابر شوي ول. تاسو پوهیږﺉ کله چې نشه پیل شي نوبحث او تودې خبرې اترې هم ورسره پیل شي او د خبرو بڼه په بشپړ ډول بازاري کیږي. یو وزبک بریدمن صادقوف هر ډول سرټکونې او شکایتونه چې درلودل را برسیره کړل.

هغه تر ډیرو شیبو له خپلو کړاوونو وگړید او بیایې د خپل مشر له هغو گوتنیونو څخه یادونه وکړه چې پر ده یې د ناسمې ژباړې په اړه کړې وې. صادقوف ډیر پاریدلی او قهرجن وو او د ناستو سلاکارانو په ځورونه یې پيل وکړ. صادقوف ماشیندار را پورته کړ او ټولو ته یې د غچ گواښ وکړ. سر بریدمن مالولتکین و کولای شول چې صادقوف بې وسلې کړي او بلې خونې ته یې بوت او هلته یې بیده کړ.

یو ساعت وروسته صادقوف له خوبه را پاڅید او د نوکریوال خونې ته په ډیربوږنوړي قهر ورغی:صادقوف نوکریوال ته وویل " ته گومان کوی چې له خپل مورني ټاټوبي څخه دې دفاع کوی؟ هو؟ که نه؟ تاسې ټول خاﺋـینین یاست!" او بیا یې په بړبزو پیل وکړ.نور یې تاسو اټکل وکړﺉ چ چې د یو نیشه سړي له خولې څه را وځي.

دغو خبروټول کسان په اندیښنه کې اچولي ول. افسرانو کیسلییوف[71] ، ریباچینسکي[72] او کوستین[73] دلیلونه راوړل او غوښتل یې چې صادقوف غلی کړي. هغوی صادقوف بلې خونې ته بوت. خو یو ساعت وروسته صادقوف بیا له ماشیندار سره را ښکاره شو. هغه بیا هم تر دغه دمه نیشه وو او د شرابو په اغیزو کې ډوب وو. هغه غوښتل یو دا لان ومومي او دباندې راووځي او هر لور یې ډزې کولې. سیمینچینکو ووژل شو او مالولتکین[74] او یو افغان سرتیری ټپيان شول.
د پوځ د لوی سلاکار مرستیال س.پ.توتوشکین[75] ته په ډیرې چوپتیا د پیښې په اړه خبر ورکړل شو. له هغه وروسته د پیښې خبر د لوړې بولندې نورو لوړو پوړیو ته ورسول شو. د سیمینچینکو کورنۍ د هغه له مرگه خبره کړل شوه او کورنۍ ته یې وویل شول چې: هغه د خپلې نړیوالې دندې د تر سره کولو په وخت کې په ویاړ ووژل شو.

--------------------------------------------------------------------------------

[1] Figir
ښایي فقیر وي. [ژباړونکی]

[2] د مصحح یادښت : د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د پرچم دډلې غړی ، په ۱۹۷۳ ز کال د هوایي او هوایي مدافعې د ځواکونو بولندوی وو چې د غوایي په انقلاب کې یې برخه واخیستله او د تره کې تر مشرۍ لاندې د ملکي دولت تر راتگه پورې د انقلابي شوری مشروو. په ۱۹۷۸ز کال کې نوموړی تر دریو میاشتو پورې ددفاع وزیر وو خو د اگست په مېاشت کې په مرگ محکوم او زندان ته ولوید. کله چې ببرک په واک کښینول شو، قادر له زندانه خوشې او پخوانی گوندي دریځ ورته بیرته ورکړل شو او له (۱۹۸۲ تر ۱۹۸۵ ز کالو پورې) ددفاع د وزیر په توگه پاتې شو. پرکال ۱۹۸۵ ز کې یې د گوند له سیاسي بیرو څخه استعفا وکړه او یو کال وروسته پولند ته د سفیر په توگه ولیږل شو. هلته له دوه کالو وروسته ، بیرته هیواد ته را وبلل شو او په پارلمان کې د غوره شوي غړي په توگه وټاکل شو. د گزارشونو پربنسټ د مارکسیست رژیم له نړیدا وروسته په اروپا کې یې پناه واخیستله.

[3] د مصحح یادښت : سید محمد گلابزوی (agent 'Mamad')
[4] M. Rafi (agent �Niruz')
[5] د مصحح یادښت: پوزانوف : له ۱۹۷۲ز کال نیولې د شوروي اتحاد سفیر

[6] د لیکوال یادښت: خاص ارگانونه یا خدماتي څانگې د دولت ریاستونه او د مخالفینو هغه بنسټونه دي چې یا په نیغه یا په غیرمستقیم ډول له څارگرو ، اجراﺋـیوي او له جاسوسۍ ضد ادارو سره یا په خپل هیواد کې یا له هیواده د باندې تړلي وي لکه : څارگرې څانگې ، د جاسوسۍ ضد ادارې ، پولیس اوژاندارم ، د مهاجرت او گمرک څانگې ، سرحدي ساتونکي، د فعالو اقداماتو او د غلطو مالوماتو د خپرولو څانگې ، ورانوونکې او ایدیالوژیکې څانگې او د روانې جگړې څانگې . لنډه دا چې دغه ټولې څانگې یا څارگرې او یا جاسوسي - ضد څانگې یادیږي.

[7] د اسراﺋـیلو څارگره اداره
[8] د لیکوال یادښت:میشت څارگر د څارگرې څانگې هغه غړی دﺉ چې د مرکز د نورو غړو له پلوه د میشتې څارگرې څانگې د مشر په توگه ټاکل کیږي.
[9] د مصحح یادښت: د آی الف. کریفوگوز په نامه هم پیژندل کیده
[10] د مصحح یادښت: د شوروي خبري آژانس
[11] د مصحح یادښت: د شوروي د بهرنیو چارو وزیر له ۱۹۵۷ ز وروسته. له هغه وروسته (۱۹۸۵ تر ۱۹۸۸ ز پورې) د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د عالي شوری د رﺋـیسه هیـﺋـت مشر.

[12] د مصحح یادښت: پاچا ظاهرشاه ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳ پورې

[13] GRU
د مصحح یادښت: د شوروي پوځي څارگره څانگه

[14] د لیکوال یادښت: د پوځ د میشتو څارگرو څانگو وزارت لکه د کي جي بي د میشتو څارگرو څانگو په څیر په نړۍ کې خپلې ځالې درلودلې. لاندنې شمیرې په ۱۹۶۲ ز کال کې د جي آریو یا د پوځي استخباراتو شمیرې او ځایونه په گوته کوي. د افغانستان لپاره ټوله شمیره ۴ ، سوریه ۷ ، گانا ۶ ، گینیا ۳ ، مالي ۴ ، سومالیا ۳ ، لیبیا ۷ ، ارجنتاین۱ ، پاکستان ۹، آستریا ۱۴ ، مکسیکو ۷ ، فنلند ۵ او یونان ۸ .په لاندیني لښتنلېک کې ټول هیوادونه نه دي یاد شوي. د کي جي بي امنیتي مأمور د کي جي بي د میشتې څانگې قانوني غړی دﺉ چې د سفیر لپاره په امنیتي چارو کې د اسیستانت په توگه ټاکل کیږي. د هغه عملي دنده دا ده چې په یوه ( تر نښې لاندې) هیواد کې د شوروي د سفارت او دیپلوماتیک استازیتوب او د هغوی د رسمي دندو، د شوروي هغه ادارې چې په اړوند هیواد کې کار کوي ، په بهر کې د شوروي د اتباعو او د هغوی د کورنیود خونديتوب په اړه امنیتي چارې تر لاس لاندې ونیسي. په ځانگړې اکر وکر کې امنیتي مأمور دنده لري چې د کوربه هیواد له امنیتي چارواکو سره رسمي اړیکي ټینگې وساتي.
 

هیواد/ ښار

د بهرنیو چار وزارت

د سوداگرۍ وزارت

ایروفلوت

تاس

الف پ.ن نووستې

ملگري ملتونه

نور لکه: د مارفلوت اټومی ایجنسي

ټوله شمیره

نیویارک

۱۶

۲

 

۱

 

۱۳

۱

۳۳

واشنگتن

۱۴

۳

 

 

 

 

۴

۲۱

انگلستان

۱۱

۹

۲

 

 

 

۲

۲۴

فرانسه

۵

۴

۱

۱

۱

۱

۱

۱۴

لویدیځه جرمني

۷

۳

 

 

 

 

۲

۱۲

ایتالیا

۵

۳

 

 

 

 

۱

۹

سویتزرلند

۱

۲

 

 

 

 

 

۳

ناروې

۲

۱

 

۱

 

۳

 

۷

سویدن

۲

۳

۱

۱

۱

 

۱

۹

دنمارک

۳

۲

۱

۱

 

 

۲

۹

هالند

۱

۴

 

 

 

 

۲

۷

بلجیم

۲

۲

۲

 

 

 

 

۶

ایران

۴

۳

 

۱

 

 

۴

۱۲

کمبودیا

۲

 

 

 

 

 

۱

۳

جاپان

۷

۲

 

 

۱

 

 

۱۰

برما

۲

۱

۲

 

 

 

 

۵

تایلند

۳

۲

 

 

 

۱

۱

۷

اسرایل

۴

۱

 

۱

 

 

 

۶

ترکیه

۱۰

۶

 

 

 

 

۲

۱۸

ایتوپیا

۱

 

 

۱

 

 

۱

۳

موروکو

۶

۱

 

 

 

 

 

۷

یوراگوای

 

۱

 

۱

 

 

 

۲

کاناډا

۶

۱

 

 

 

 

 

۷

هندوستان

۲

۳

۱

 

 

 

 

۶

اندونیزیا

۲

 

۱

۱

 

 

 

۵

عراق

۴

۱

 

 

 

 

۱

۶

مصر

۳

۱

۲

۱

 

 

۲

۹


[15] دمصحح یادښت لیک: د افغانستان په شمال ختیځ کې یو ښارگوټی

[16] د مصحح یادښت لیک: د افغانستان د گټو د ساتنې اداره له کودتا وروسته د افغانستان عمومي څارگره اداره وه چې د شوروی له یرغله وروسته د خاد [خدمات اطلاعات دولتي] په نامه و نومول شوه.

[17] دمصحح یادښت لیک: د امریکا متحده ایالات.
[18] V.G. Osadchy
[19] P.S. Golivanov
[20] Lieutenant-Colonel S.G. Bakhturin
[21] Y.L. Kukhta
[22] Bogdanov

[23] د لیکوال یادښت : " په طبقاتې شخړه کې وسله په لاس ملگري" یوه گړویینه یا اصطلاح ده چې : څرگنده دوه مخي یا (هیپوکراسۍ) ، تر پرتمینې ځلا لاندې پټه شوې وي. په دې گړویینې کې تر ټولو غټه خبره پیاوړتوب او ځواک دﺉ. کې جي بي له افغان ملگرو سره د کار کولو په وخت کې د هغوی له غوږونو په څو څو ځله ور تیره کړه چې شوروي اتحاد د نورو هیوادونو په شان نه یوازې ستاسو جغرافیوي گاونډی هیواد دﺉ برعکس د ټولې نړۍ د پرولتاریا لپاره د هغه پره سره باندې دا شعار لیکل شوي چې : " د نړۍ پرولتاریا یو موټي شـﺊ !" ( په افغانستان کې د ټول ولس له ۱۵ میلیونو څخه د پرولتاریا شمیر یوازې ۲۵۰.۰۰۰ وو). د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه د ټولو کمونیستانو پلرنی ایډیالوژیک ټاټوبی وو. له دې امله پرته له دې چې یو کمونیست د نړۍ په کوم گوټ کې زیږېدلی وي ، د کوم هیواد تابعیت و لري او چیرې ژوند کوي د هغه اړیکه خامخا له شوروي اتحاد سره یوه تلپاتې اړیکه گڼل کېدله ، د هغه بیخ او بنسټ په همدغه شوروي اتحاد کې زرغونیده ځکه هرکمونیست له شوروي اتحاد سره د خپلې ډلې د تړاوپربنسټ او کچه د شوروي اتحاد له کڅوړې او شونډک څخه د ژوند اړینه تومنه ترلاسه کوله. که ددوې ډله یا څانگه له شوروي اتحاد څخه پریک شوې وای نو څرگنده ده چې ډله مړاوې کېدله ، په ټوټو ټوټو ویشل کېدله او پایله یې د ځواک ، درنښت ، دریځ او نوم له لاسه تلل ول. د [فرانسې د کمونیست گوند مشر] موریس تورز یو وخت د یوه کمونیست عمومي احساس په دغو ټکیو کې رانغاړلی وو : کله چې یو کمونیست د شوروي اتحاد ترڅنگ جگړه کوي ، دغه احساس له ملگرتوبه لوړاحساس دﺉ ، له پیوستونه لا لوړ دﺉ. دا زموږ لپاره هم یو جگړه ده. موږ ته د لینن خبره په یاد راځي... 'موږ انترناسیونالیستان یو. موږ هڅه کوو چې یو بل ته په یو موټې توگه نیږدې شو ، موږ غواړو چې د نړۍ د ټولو هیوادونو کارگران او شپانه د یوه نړیوال یوگړي شوروي اتحاد په جمهوریت کې راغونډ شي." اوس وینو چې شوروي او نړیوال نومیکلاتوران په ټینگه او د پراخو گامونو په اوچتولو ، د خپلې پرتمینې موخې پرلوردرومي.

[24] د لیکوال یادښت لیک : کله چې په یوه هیواد کې د شوروي رژیم ته ورته یو رژيم رامنځته او د کي جي بي ایجنټان د رژيم واگې په لاس کې ونیسي او د واکمنۍ پیاوړي دریځونه ډک کړي نو د هغه اړیکې له هیواد سره د یوه ایجنټ په توگه شلول کیږي اوپه دې کې یو شمیر ایجنټان د اړیکو د ډیر ډاډ وړسرچینه گرځي. د جاسوسي اړیکې او د ډاډ وړ اړیکې له یو بل څخه څه توپیر لري؟ په څارگرو کړیو کې د جاسوسۍ یا ایجنټ اړیکې د څارگرې څانگې او د هغه سړي ترمنځ اړیکو ته ویل کیږي چې د جاسوسۍ کار لپاره راوړل شوی وي او د یوه اینجټ په توگه یا د خپل هیواد تر بیرغ لاندې او یا تربل بیرع لاندې تر جعلي نوم لاندې خپله همکاري پټه ساتي. ایجنټ ، یا د څارگري خدماتو له یوه رسمي مأمور یا د یوې ادارې له یوه استازي سره د پټي همکارۍ د تړون پر بنسټ جاسوسي کارونه په ډیر ځیر، په پټه او سیستماتیک ډول پرمخ بیایي ، دغه کارونه کلکه ناکله د یوې جعلي ادارې له لارې پرمخ بیول کیږي چې نوموړې اداره په پټه د څارگرې څانگې د مامور یا د ایجنټ له پلوه پرمخ بیول کیږي.
د ډاډ وړ اړیکې او د ډاډ وړهمکاري د جاسوسي هغه ډول اړیکي دي چې د یوه څارگرمأمور[د یوې قاعدې په توگه خپل څارگري هویت پټ ساتي] او د هغو کسانو ترمنځ چې څارگرو څانگو ته هېڅ ډول ژمنه نه لري خو جاسوسي خدمات د څارگرو مأمورینو په غوښتنو د هغوی د وسې په کچه د یوه ځانگړي محدودیت په کړۍ کې چې هغوی ته د منلو وړ وي ، ترسره کوي.

د ډاډ وړ اړیکو کسان څارگرو ته د ایدیالوژیکي او سیاسي سیالیو، د علاقې وړ موادو ، د ملگرتوب او نورو اړیکو په اړه چې له هغوی سره یې ټینگې کړې دي ، مالومات ورکوي.

دداسې اړیکو بنسټ : معنوي ، د یوه سړی د اړتیا وړ مواد ،د هغه لیوالتیا او شخصی کرکتر دﺉ چې څارگر دغو بیلگو ته په کتلو هغه د ډاډ وړ اړیکو ټینگولو ته را پاروي.
د اغیزو اړیکې یا په بله وینا اغیزمنې اړیکې په یوه دولت او سیاسي کړیو کې د ځانگړي اهمیت لرونکي دي چې د یوه دولت په ارگان او د (په نخښه شوي) هیواد په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د یوه څارگر مأمور له پلوه د داسې اقداماتو ترسیوري لاندې پلي کیږي چې پر نوموړو برخو اغیزه وشیندلای شي. دداسې اړیکو په منلو بهرنی سړې اړ دﺉ چې د خپل هیواد د قانون او نورمونو په اډانه کې کاروکړي او ځان د جنایي پلټنو د گواښ ښکار ونه گرځوي. خو په دغسې اړیکو کې هغه داسې کارونه ترسره کوي چې د عادي پیژندگلوي له نورمونو دباندې دي او په څرگنده پوهیږي چې څارگر نه د یوه څارگر توگه بلکه ترخپلې وسې د یوه بنسټ ، د استازي په توگه یوازې [اکت] کوي او څرگندوي چې د ځان د گټې لپاره نه بلکه د خپل بنسټ د گټو او اړتیاوو استازیتوب کوي. له څارگرو څانگو سره د بهرني سړي اړیکي پټې وي. د ایجنټ برخلاف ، د ډاډ ور لرونکي سړي ته عملیاتي روزنه نه ورکول کیږي. له دې امله د میشتې څارگرې څانگې مأمورین باید دغه محرم کرکتر او د هغه اړیکې تل تر خپل څارلاندې ونیسي چې دغه اړیکې دې د هغه اشنایانو ، ملگرو یا د مخالف لوري ایجنټانو ته ورڅرگندې نه شي. کله چې د ډاډ وړ اړیکو سړی و ارزول او وآزمویل شو او څرگنده شوه چې هغه د ډاډ وړ او صادق دﺉ بیا له هغه غوښتنه کیږي چې د خپلو اړیکو تومنه خپلو ملگرو یا د مخالف لوري خاصو خدماتي څانگو ته رسوا نه کړي او له خپلو اړیکو څخه به هېڅکله د کي جي بي د گټو پر وړاندې ناوړه گټه پورته نه کړي.

محرمې اړیکې له قانوني اړیکو څخه توپیرلري او د یوه بهرني او د څارگرې څانگې ترمنځ د اقتصادي اړیکو لکه د سوداگریز ثبات اویا د سوداگرۍ د ودې په کړۍ کې ترسره کیږي. له هغه څخه مالومات تر لاسه کیږي او یا ورته لارښوونه کیږي چې له مخکینۍ خبرتیا پرته د بهرنې تبعې او د څارگر مامور ترمنځ د یوه دوه اړخیز پوهاوي په اډانه کې دې بهرنی سړی اړین گامونه پورته کړي

د ډاډ وړ اړیکو او د استخدامي اړیکو ترمنځ توپیر دا دﺉ چې د اړیکو د پرمختگ په یوې ځانگړې لړۍ کې په لومړي پړاو کې د بهرني سړي یا د بهرني د تخلف او د میشتې قانوني څارگرې ترمنځ د اداري د نورمونو پربنسټ د څار یو څرگنده کچه شته چې په با النسبه ډول د رسمې مراحلو له لړیو څخه توپیر مومي حال دا چې په وروستنیو مراحلو کې دغه محدودیتونه نه لیدل کیږي او په خپله څارگره اداره هڅه کوي چې د څارلو د روښانو قانوني نورمونو پربنسټ له محدویتونو او خنډونو وتلې د اړیکو د نیولو هڅه کوي.

کله چې یوه اړیکه تر هدف لاندې نیول کیږي څارگره څانگه باید پوه شي چې آیا دا اړیکه له ایجنټ سره ده یا یوه د ډاډ وړ اړیکه. د وروستني هدف مـُعـَرفه باید د لومړنیو عمومي اهدافو په اډانه کې رانغاړل شوي وي. په یوه استخدامي هدف کې د محرمیت اجزاوي په ډیر څرگند او روښانه ډول ویل شوي وي. ورکول کیدونکې دنډې ډیرې روښانه او د پرمخ بیولو میتودونه یې په مشرح ډول ورته ویل کیږي. په دې کې باید ډیره پاملرنه وشي چې د څارگرې څانگې د پام وړ موخې او گټې ورڅخه تر لاسه شي او د میتود کار باید عملي وي. په دې برخه کې د استخدام شوني ډولونه او د یوه اینجنټ په توگه د هغه د پټې همکارۍ لپاره ټول میتودونه سپړل کیږي.

په څارگریزو کارونو کې د پټو اړیکو یو ډول هم شته چې د ډاډ وړ اړیکو ته ورته والی لري.دغې ډول اړیکې ته " ځانگړې غیر رسمي اړیکه وايي". په دغه ډله کې یوازې د دولت او سیاسي کړیو مخور کسان راتلای شي لکه د یوه هیواد ولسمشر ، د دولت مشران، د لویو سیاسي گوندونو مشران ، د نړۍ د سوداگریزو بنسټونو غړي ، په بله وینا په دغه ډله کې هغه کسان ځای موندلای شي چې په ملي یا نړیواله کچه پياوړې اغیزه ولري. د " ځانگړې غیر رسمي اړیکې" بریالۍ او هوښیاره کارونه دا ده چې د همدغو اړیکو لرونکی ، باید میشتې څارگرې څانگې ته یوه مثبته ونډه تر سره کړي. یوازې د کي جي بي عمومي رﺋـیس دا واک لري چې د " ځانگړې غیر رسمي اړیکې" دوسیه یا وتړي او یا یې پرانیزي.

[25] [Boris S.] Ivanov
[26] Bogdanov
[27] Gorelov
[28] E.I. Nekrasov
[29] Suslov
[30] Ponomarev
[31] A.G. Polyakov

[32] Rostislav A. Ulianovsky
د مصحح یادښت لیک: روستیسلاف الف. اولیانوفسکي د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیتې د نړیوالو اړیکو مرستیال وو.

[33] Khamil Turabaz
[34] Ponomarev
[35] د مصحح یادښت لیک: وروسته څرگنده شوه چې نوموړی د جمهوریت د روغتون رﺋـیس وو.
[36] د مصحح یادښت لیک:برید جنرال شاه پور احمد زی.

[37] د مصحح یادښت: روح الله خمیني ایراني شیعه عالم د ۱۹۷۸ - ۹ ز کال ایراني انقلاب لارښوونه وکړه او په ۱۹۷۹ ز کال کې یې رضا شاه پهلوي را وپرځاوه او د ایران سیاسي � مذهبي واکمن شو.

[38] د مصحح یادښت: د جمعیت اخوان المسلیمن د ټولنې بنسټ په ۱۹۲۹ ز کال کې د حسن البنأ له پلوه کښیښودل شو چې یوه سیاسي � مذهبي او اسلامپالې ټولنه وه او موخه یې د مسلمانانو د ژوندانه په هر اړخ کې د اسلامي قانون پلي کول ول.

[39] Abdullah Akhad Umusi
[40] Urals
[41] Siberia

[42] د لیکوال یادښت لیک : گوند کټ مټ د چیکستانو کړه وړه ترلاس لاندې ونیول. د تش په نامه بنسټیز قانون تر نامه لاندې نا اوریدل شوې غوړې ډنډورې خپریدلې چې گڼې دغه قانون ډیر انساني او عادل دﺉ ، یو رښتونی ولسي ستالینستی اساسي قانون چې د وگړو بشري حقونه ساتي خو د هغه ترڅنگ د ستالین سادیستي شېطاني چال چلند وو چې په پټه خوله زغمل کیده. پلانونه ترلاس لاندې ونیول شول چې د ولس د ښمنان دې ونیول شي او جزأ دې وویني. د چیکیستانو د سوسیالیستي سیالیو پربنسټ په میلیونونو انسانان و نیول شول چې ددښمن په ښکارولو کې خپلې موخې تر سره کړي. هغوی وویل چې په ولادي واستوک کې له ترویکاوو څخه یو تن پرته له دې چې خپل پلار ته وگورې ، یا یو شېبه فکر وکړي او یا یې مخه ونیسي په پټو سترگو د خپل پلار د اعدامولو امر لاسلیک کړ. د پلان د بشپړولو لپاره وخت نه وو.
داسې پیښې هم شوي چې په مسکو کې یو بې تجربې ځوان چیکیست څو ځله په ورکړل شوي هدف کې چې ددښمن ،جاسوسانو او د ترهگر نیول ول پاتې راغلی وو. په غونډه کې پر هغه کلکې نیوکې وشوې ، هغه لټ او له نوښته بې خبر وگڼل شو. یوه ورځ د همکارانو له ډلې څخه د یوه زوړ همکار زړه ورباندې وسوځید او ورته یې ویل : " ته لیونی یې هلکه. دا خو ډیر آسانه کار دﺉ. ډیر شیان دي چې ته یې کولای شي.د آپارتمانونو یوه بلاک ته ولاړ شه او د میشتو کسانو نومونه پکې وگوره. په لیست کې یو نوم او یوه شمیره خوښه کړه. په دولتي دفترونو کې د سپین سترگو مأمورینو نیول تر دې لا آسان دي. دا هغه ځایونه دي چې دښمنان پکې پټیږي!" له جگړې مخکې د استوگنو وگړو نومونه د ودانۍ د دیوال پرمخ یا د ودانۍ د ننوتلو په دالان کې ځړول کیدل. دلته دوه بیلگې راوړل کیږي چې څنگه کارونه تر سره کیدل. م . ت. دیسکانټ یو یهودی وو چې په ۱۸۹۸ز کال کې زیږیدلی وو او په ۱۹۳۸ز کال کې په چیټا کې و نیول شو.هغه اعتراف وکړ چې د جاپان ، جرمني او پولند څارگرو ادارو لپاره یې کار کاوه او هم د تروتسکي په فعالیتونو کې ښکېل وو." زه پوهیږم چې ما د یوه مار په شان ژوند کړﺉ او پرته له دې چې څوک راباندې پوه شي چیچل می کول. زه پوهیدم چې زما احمق کار زما زیارگاله او هڅانده میرمن خوښه نه ساتله او اوس له مرگ وروسته دوه ماشومان مې پاتې کیږي چې پر مابه ډیر سپک ووایي او د ژوند تر پایه به له ما کرکه ولري. خو زه د خپل ژوند په وروستیو شېبو کې پوه شوی یم چې ځان او حرامیان به افشأ کړم. زه په ډیره خوښه د خپلو گناهونو د جبیرې لپاره د مرگ مخې ته ورځم."

په محکمه کې دیسکانت د پلټنو په لړۍ کې له خپلو ورکړل شویولاسوندونو او شواهدو څخه منکر شو. هغه وویل چې هغه وهل او ټکول شوی دﺉ ؛ هغه په غلطه د هغو کسانو پرځای نیول شوﺉ چې بهرنیو څارگرو ادارو او تروتسکي ته کار کوي. او هغه داسې څه نه دي کړي چې دې دې پرې پړ وگڼل شي. د اعترافاتو پروتوکل ور باندې د پلټونکي (مستنطق) بالادین له پلوه په وچ زور لاسلېک شوې. دیسکانت اعدام شو.

د ن ک وي ډي ایجنټ د. الف.بیسترولیتوف ، په بهر کې بد چال چلند درلود او په هیواد کې یې هم دومره نیکمرغه شپې ورځې نه درلودلې.

له هغه څخه اوس د یوه نمونه څارگرپه نوم یادونه کیږي. هغه په څلورو هیوادونو کې د جاسوس په توگه افشا شو. د هغه لاسوندونه له یوه اوسپنیز کیبل سره چې په سر کې یې یو پنډوسکی وو ونیول شول. پلټونکي سولوف یوف او د هغه زده کوونکي شوکشین د بیسترولیتوف دوې پښتۍ ور ماتې کړې ، ټټر یې ور سوری کړ او د سر کوپړۍ یې په بنداژ پوښل شوي یوه سټک ، ورماته کړه. د هغه د نس عضلات یې په بوټانو ور وڅیرل.

له هغې ورځې چې د چیکا بنسټ ايښودل شوې د گوند د یوازیني ارگان په توگه یې شتون درلود او نیغ په نیغه یې د گوند تر سیوري لاندې کار کاوه. د گوند تر دایرتیکیفونو لاندې یې کار کاوه او ولکه یې د گوند په لاس کې وه. لینن ویلي دي : " انقلابي ځواک او دیکتاتوري تر ټولو ښه شی دﺉ ...' لینن د ۱۹۲۲ زکال د جنوري په ۳۱ نېټه یونشلیک ته په یوه لیک کې ولیکل : ' زه نه شم کولای په سیاسي بیرو کې واوسم... زه گومان کوم چې زه ورته اړتیا نه لرم. اوس د نږه تخنیکي اقداماتو د نیولو وخت راغلی دﺉ چې زموږ نیاوتونونه (محکمې) دې پياوړې شي او د مینشویکانو د ټکونو لړۍ گړندۍ کړي." دا د لینین خبرې وې.
د چیکا د ۵۰ کلنۍ په لمانځنې کې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د سترې محکمې مشر ومنله چې : " د شوروي نیاوتونونه او د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو دولت امنیتي څانگې همزولې دي. یوازې همزولي نه ده بلکه زموږ موخې له یو بل سره یو موټي کوي...زموږ بریا په دې کې ده چې د ددولت امنیتي ارگانونه او نیاتونونه د ټولو سختو ستونزو په اړه د دوه اړخیز پوهاوي او گډ کاري هوډ تر سیوري لاندې کارکوي..."

لاسوندونه ددولت له پلوه د وهل شویو تورونو په گټه منحرفیدل. لوی څارنوال ويشینسکي به ویل چې پر سیاسي مخالفینو تور لگولو ته اړتیا نسته او هېڅ اړ نه یو لاسوندونه ورته په پام کې ونیول شي. یوازې د نیول شوي سړي اعتراف بس دﺉ.

د ۱۹۵۲ زکال په پای کې ستالین امر وکړ چې د لویدیځو پانگوالوهیوادونو له څارگرو څانگو سره د ډاکټرانو په اړه دې د اړیکو او دروهو له مخې څادر لیرې او ودې موندل شي. یو پلټونکي چې پر یوې ډیرې ځانگړي پلټنیزې برخې یې کار کاوه له توکمیز اړخه یو یهودی وو او په دې تور ونیول شو چې د اسراییلو سفیر گولدا میر ته یې مالومات ورکول. [ له روسي متن څخه ۷ ټکي ورک دي].
په یوې ککړې او لوخړنې هوا کې هرڅه چې وکړې سمه سا نه شې کښلای. ته نه شی کولای طبیعت ته بدلون ورکړﺉ. دولت به تر یوې کچې به وکولای شي د ډیموکراسۍ د ښکلو پـَردو او شعارونو تر شا ځان پټ کړي ، بیا رغاونه [پریستوریکا] او د خلاصو دروازو سیاست به را خپل کړي. خو ددغو پردو تر شا ان نن د کي جي بي لوی مشر چیبریکوف منلي چې چیکان لا تر اوسه خپل ایجنټان هڅوي چې غیرقانوني گامونه پورته کړي ، جعلي لاسوندونه جوړ وي او له هغو څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کال واخلي. څرگنده ده چې په گزارشونو کې له دغو خبرو یاونه نه ده شوی ، پر کال ۱۹۸۳ز د اکتوبر په ۱۱ نېټې د مسکو او مسکو ته ور څیرمه د کي جي بي ټولو لوړ پوړو کارکوونکو ته ویل شوي ول چې : " د شوروي اتحاد د سوسالیستي جهوریتونو د کي جي بي د جون د ۴ د ۱۹۸۳ ز کال د ۰۰۱۴۰ شمیرې په لارښود کې لیک ټینگار شوې چې د ایجنټانو او د ډاډ وړ کسانو په اړه دې چټکتیا او پرمختیا ته وده ورکړل شي." د چیبریکوف په وینا له دغه گام څخه ټولیزه موخه دا وه چې د ساینس ، تکنالوژۍ او روڼ اندی ځوان زوزات (نسل) دې دښمن له هغو هڅو وژغورل شي چې غواړي هغوی د مارکسیسزم او لیننزم له اغیزو لیري کړي ، دوی دې ترځمکې لاندې پټو ډلو ټپلو، سیاسي مخالفو ټولنو ، د فلسفي کړیو پوهانو ، سیمه یزو توکمیزو، مذهبي ، صوفي ډلو پر وړاندې جگړه وکړي او د رژیم منځته د هغوی د ننوتلو مخه دې ونیسي. کي جي بي باید د ټولنې په منځ کې وي او د ټولنې هر غړی دې وپیژني او په ټولنه دې د هر پیښیدونکې بدلون پر وړاندې اړین گام اوچت کړي ، ددغو پیښو له پیښېدلو مخکې دې خپلې اټکلنې ولري او د منفي اغیزو د رامنځته کیدلو مخه دې مخکې له مخکې ونیسي." دا د ایجنټانو کار دﺉ ؛ په دغو چارو کې د کي جي بي د ډاډ وړ او ښه روزل شوي کارکوونکي پخه ونډه لوبوي. د چیکیستانو دغه ورهڼه او کارپوهنه یوه ځانگړې دنده ده چې یوازې چیکسیتان یې تر سره کولای شي. د یوه سړي په ژوند کې قیاس ځای نه لري.

[43] V.A. Kryuchkov, the head of the First Chief Directorate (FCD) of the KGB
[44] د مصحح یادښت لیک: تره کي په ۱۹۷۹ ز کال کې ووژل شو.
[45] د مصحح یادښت : محمد حسن شرق
[46] د مصحح یادښت : د لومړۍ ضمیمې د ایجنټانو له لیست څخه
[47] د مصحح یادښت : د لومړۍ ضمیمې د ایجنټانو له لیست څخه

[48] د مصحح یادښت: ډگر جنرال محمد رفیع د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د پرچم د ډلې غړی ، د فواﺋدعامې وزیر د ۱۹۷۸ز کال د مې له مېاشتې تر آگست پورې ؛ له هغه وروسته بې واکه شو. د کارمل په رژیم کې له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۲ بیا له۱۹۸۶ تر ۱۹۸۸ ز پورې د دفاع وزیر او له ۱۹۸۱ ز کال وروسته د سیاسي بیرو غړی

[49] د لیکوال یادښت: د امین خبرې ددې څرگندونه کوي چې کې جي بي چې له پخوا په افغانستان کې وه او له افغانانو سره یې د جاسوسۍ اړیکې ټینگې کړې وې اوس هماغه کسان چې د کي جي بي مرستندویان ول په هیواد کې ددولت او سیاست لوړې مخورې څیرې گرځېدلې دي.

[50] د مصحح یادښت: سلطانعلي کشتمند د پرچم د ډلې غړی او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په لومړي دولت کې د پلان وزیر. د غوایي د انقلاب له څومیاشتو وروسته د پرچم د ډلې له نورو مخکښوغړو سره له کاره لیرې ، بندي او په مرگ محکوم شو. د هغه د مرگ سزا وروسته په زندان کې ۱۵ کالو ته راټیټه شوه. کله چې ببرک کارمل د واکمنۍ پر گدۍ کښینول شو کشتمند د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د سیاسي بیرو غړی شو او یو کال وروسته [۱۹۸۱ تر ۱۹۸۸ ز] پورې سر وزیر و نومول شو.

[51] B.N. Ponomarev
[52] د مصحح لاسلېک : غلام دستگیرپنجشیری د کابل د ښوونکو د روزنې په انستیتیوت / د کابل عالي دارالمعلمین کې د ادبیاتو پخوانی ښوونکی او وروسته د دولت لوړپوړی چارواکی
[53] Ponomarev

[54] B.S. Ivanov
د مصحح یادښت لیک :باریس س. ایوانوف د کي جي بي مآمور ، د ۱۹۷۹ز کال له پسرلي ورسوته د برید جنرال په رتبې د کي جي بي افسر

[55] Ponomarev

[56] L.P. Gorelov
د مصحح یادښت: تورن جنرال لیو ن. گوریلوف

[57] General N.S. Veselkov

[58] I.Y. Drozdetsky
د لیکوال یادښت: دا هماغه الف ی دروزدڅکي دﺉ چې د ختېځ جرمني د کورنیوچارو په وزرات کې د کې جي بي د پلاوي په ډله کې په ختیځ جرمني کې د مخابراتو د مأمور په توگه ددسیسو او غیرقانوني کړنوپه تورونو پړ گڼل شوی وو. د جرمني ملگرو په مرسته یې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو د کورنیو چارو وزارت شوکولوف ته د گرانبیو توکو غټه شمیره را ولیږله. میکلي ، د کي جي بي پلاوی ی. الف. فادیکین خبر کړ چې په دغې دروهې کې ښکیل جرمنان نیول شوي او محکمه به شي. دروزدڅکي په بیړه را وغوښتل شو خو ددې په بدل کې چې زندان ته ولویږي او لاس یې ونیول شي هغه د شوروي اتحاد د کورنیو چارو په وزارت کې ومنل شو.شوکولوف نوموړی د جنرال په رتبې کمیسار و ټاکه.

[59] A.I. [Ilyin],
[60] N.K. Grechin

[61] د لیکوال یادښت: افغان متل دﺉ چې وایي " ته هرشی راوړﺉ خو نه پوهیږﺉ چې څه ته اړتیا لری". امین افغانان و هڅول چې هرڅه چې وغواړﺉ " روسان یې درکوي. افغانستان د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو لپاره ډیر ارزښت لري ، افغانستان دﺉ چې شوروي اتحاد دی. له دې امله شوروي د هر ډول قربانۍ ورکړې ته چمتو دﺉ"

[62] Zotov
[63] د مصحح یادښت: عبدالقدوس غوربندي
[64] د مصحح یادښت: برید جنرال واسیلي پ زپلاتین له ۱۹۷۸ ز وروسته د افغانستان د وسله وال ځواک لوی سلاکار

[65] Khramchenko
د مصحح یادښت: گیلاني باختري ، د داؤود په رژیم کې د کرهڼې وزیر.

[66]
[67] Lieutenant-Colonel Kalinin
[68] Gorofes
[69] Major N.S. Semenchenko
[70] N.A. Krus
[71] Kisiliev
[72] Ryabchinsky
[73] Kostin
[74] Maloletkin
[75] S.P. Tutushkin

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery