مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ايا د وزير صاحب ټوكې هم نيم حقيقت دى؟

انجنير روښان اسلامخېل

زموږ وزير صاحب هم عجيبې ټوكې كوي، داسې ټوكې كه خداى مه كړه رښتيا وي، نو بيا خو دې وطن ته خداى خير پېښوي.
كه خداى مه كړه نيم حقيقت وي، نو بيا خو په هېواد كې د فرهنګ جنازه بايد واخلو، ځكه چې دا وزير صاحب د اطلاعاتو او كلتور، يا د ده په وينا د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلى سيد مخدوم رهين دى.
ما ده ډېرې ټوكې دلته او هلته اورېدلې وې، خو يوازې مې ورته خندلي وو او بيابېزه مې اچولې وې، خو كومې ټوكې مې چې د ده له خولې واورېدلې، نه يوازې مې ورته وخندل، بلكې كه هلته بل څوك نه واى، ښايي ژړلي مې واى. يو دوې ټوكې به يې دلته راواخلم:
څه موده دمخه د كابل ښار په جنوب ختيزه لمن، د نارنج په غونډۍ كې يو پخوانى ښارګوټى كشف شو، زه هم د وظيفې له مخې هلته لاړم، موږ يې دننه نه ورپرېښودو، ځكه چې وزير صاحب لا نه و راغلى، چې وزير صاحب راغى نو دلته مو لاسته راغلي اثار وليدل. وزير صاحب لومړى دا خبره هم بدله كړه، چې موږ بايد د دغو اثارو په باب مطبوعاتو ته دا ووايو چې دا اثار د ينقليانو په دورې پورې اړه لري. د رهين صاحب د دې خبرې په دليل، �يا ښايي حكمت!� تر اوسه هم پوه نه يم.
كله مو چې اثار كتل، نو د كلتور رئيس ته يې وويل چې څنګه طلايي اثار په لاس نه دي راغلي؟ بيا يې عينكې سمې كړې، په ټوكو يې پسې زياته كړه، كه چېرې داسې اثار په لاس درتلل، نو پټوه يې. د سترګې له وهلو سره يې وخندل.
ما ته څه موده دمخه د تاريخي اثارو د لوټ او تالان په باب ليكنه راياده شوه، چې په كوم سيمينار كې وېشل شوې وه او بيا يې په جرم دوه تنه ليكوال او ژورناليسټان بنديان شول. پاك خداى دې دا ټوكه د نيمه حقيقت په ټوكو كې نه حسابوي.
بله ورځ په وزارت كې ډېر كسان ناست وو، زموږ د هېواد يو سپين ږيرى خوږژبى هنرمند بېلتون راغى، وزير صاحب ته يې خپل غوښتنليك وړاندې كړ، بېلتون استاد غوښتنه كړې وه، چې د حج د فريضې د ادا كولو لپاره دې ورسره مرسته وشي.
رهين صاحب عريضه ولوستله، ويې خندل او بيا يې په مسخرو د هېواد دغه منلي او مظلوم هنرمند ته وويل:
�برو بابا! عمرت ده تبله و ارمونيه گذشت، ايقه گناه كدي كه ده حج مج پاك نميشه، برو برادر تو از حج چى ميخواهي؟�.
بېلتون هك پك ودرېد. ښايي باور يې نه كېده، چې د خپل هېواد د كلتور له وزير څخه داسې خبره واوري. بېلتون استاد هماغسې ولاړ و، رهين صاحب ته يې كښته پورته كتل.
ښايي فكر به يې كاوه او وزير ته يې كتل، هسې نه چې د طالبانو له وزير- هغه هم د امربالمعروف له وزير سره مخامخ شوى وي.
يا به ښايي په دې تمه ولاړ و، چې وزير به د خپلې ناسنجول شوې خبرې بخښنه ترې وغواړي. د ناستو كسانو تمه هم همدا وه، خو وزير بيا هم خپلې خبرې د كلماتو په بدلون په لنډ ډول تكرار كړې.
بېلتون نهيلى د ده له دفتره ووت.
دا وې زموږ د هېواد د اطلاعاتو او كلتور د وزير چلند له يوه عمرخوړلي او مشهور سندرغاړي سره. وايي چې هره ټوكه نيم حقيقت وي.
آه كه رښتيا هم همداسې وي، نو بيا...
خداى دې نه كړي.(11)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery