مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

له جمهور رئيس کرزي څخه ګيله

م. ساپى
استاد رهنورد زرياب د هېواد لوى داستان ليکونکى دى. استاد څواوونۍ دمخه وروسته له ډېرو کلونو مسافرۍ، وطن ته راستون شو او له نېکه مرغه د راتګ په لومړۍ اوونۍ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرمشاوريت وظيفه وروسپارل شوه.
زه چې د استاد علمي او ادبي هڅو ته په ډېر احترام قايل يم، په لومړني فرصت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ورغلم او استاد مې د هغه په دفتر کې وليد، کوټه يوازې د ده لپاره وه. دوه درې سيټه کوچونه په کې وو. د استاد د کار لپاره يو لوى مېز د کوټې په کونج کې ايښى و. د مېلمنو په خاطر په ترموزونو کې تيار چاى او وچه مېوه وجود وو. خوشحاله شوم، د استاد کوټه د معينانو او په خپله وزير تر کوټې لويه وه. اطلاعات او کلتور وزارت بايدله فرهنګيانو سره همداسې چلند وکړي.
د هغه له کوټې د استاد رفېع دفتر ته لاړم. استاد رفېع مې وليد، له څو نورو کسانو سره پر يوه اوږده کوچ باندې ناست و. په کوټه کې مېزونه نه وو. د دفتر کوټه د استاد رفېع او نورو کسانو تر منځ شريکه وه. له استاد رفېع سره له مختصرو خبرو وروسته کور ته روان شوم، په ټکسي موټر کې سپور وم او يوه ځوروونکي سوچ کړولم.
استاد رفېع د استاد زرياب په نسبت لس- پنځلس برابره ډېر کتابونه ليکلي دي. کله چې استاد زرياب د روسانو له خوا د افغانستان د اشغال په کلونو کې په کابل کې د انجمن رئيس و، استاد حبيب الله رفېع د يوه در په دره او بېوسه مهاجر په توګه په پېښور کې اوسېده او شپه- ورځ يې د وطن د ازادۍ لپاره ليکنې کولې. وروسته بيا چې د تنظيمۍ جګړو او طالبي حکومت په کلونو کې استاد زرياب په فرانسه کې وخت تېراوه، استاد رفېع بيا هم د وطن د حالاتو د ښه کېدلو لپاره شپه و ورځ تلاش کاوه. دى يوازېنى ليکوال و، چې د باميان د بوتانو په ړنګولو باندې يې په اعتراض کې مستقل اثر وليکه او د طالبانو دغه د افغانستان مخالف اقدام يې وغانده.
استاد د تنظيمي جګړو او دطالبانو د ظالمانه نظام په کلونو کې څو ځله افغانستان ته سفرونه وکړل، يونليکونه (سفرنامې) يې وليکلې،مرکې يې وکړې او له بشري جنايتونو يې پرده پورته کړه.
کله چې دملا محمد عمر له ظلم او خپلسرۍ څخه افغانستان ازاد شو، ښاغلي حبيب الله رفېع له لومړنيو ليکوالو څخه و، چې وطن ته راغى او د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې (چې هغه وخت يې د ايرانيانو په پيروۍ نوم په اطلاعاتو او فرهنګ نه و بدل شوى) په کار پيل وکړ. د استاد رفېع علمي او مطبوعاتي سابقې ته په پام سره هيله کېده، چې هغوى ته په دې وزارت کې مهمې چارې وسپارل شي، خو هغه د يوې تشې په نامه مطبوعاتي شورا غړى وټاکل شو، خو استاد رفېع چې وطن ته د خدمت په منظور راغلى و، په دغې شورا کې تر ننه پورې غړى پاته شوى دى.
دلته هر چا ته سوال پيدا کېږي، چې د دغو دوو استادانو د مقام تر منځ ولې دومره توپير دى؟
د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د مديريت او رياست په څوکيو کې د پښتو ژبو شمېر لس فيصدو ته هم نه رسېږي. حال دا چې د استاد برهان الدين رباني په دوران کې دورمره تبعيض او ستم نه و.
ډاکټر سيدمخدوم رهين چې يو وخت د خپلو خاصو تمايلاتو په خاطر په مطبوعاتي کړيو (حلقو) کې په خراساني مشهور شوى و، ممکن د خپلو خاصو تمايلاتو يا له ځنيو ګاونډيو هېوادونو سره د خاصو اړيکو په خاطر ډېر څه وکړي، خو ګيله بايد له ښاغلي کرزي څخه وشي، چې ولې قومي او ژبني تعبيضونو ته اجازه ورکوي؟
د کابينې ځينې وزيران چې د خپلو قوماندانانو په زور يې څوکۍ نيولې دي، ممکن د کرزي صاحب پروا ونه لري، خو هېڅ دليل نه شته چې د رهين صاحب غوندې بې ټوپکه او بې قوماندانه وزيران هم د کرزي صاحب پروا ونه کړي.
په اطلاعاتو او کلتور وزارت او يا د رهين صاحب په قول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې پښتو لوحې ليرې شوې او کېږي او ان چې د افغاني- دري پرځاى ايرانۍ فارسۍ ته ترجېح ورکول کېږي. که څه هم په ظاهره د مطبوعاتو قانون شته دى او دغه قانون د هېڅ قوم، نژاد او مذهب توهين او تحقير ته اجازه نه ورکوي، خوپه کابل کې داسې هفته نه وي چې يو خاص قوم په مطبوعاتو کې تحقير او توهين نه شي او ان د سلګونو کلونو پخواني مشران يې په سپکو نومونو ياد نه شي، مګر د اطلاعاتو او کلتور وزارت هېڅ اعتراض نه ورباندې کوي او بلکې په خپله ورته زمينه مساعدوي.
انيس چې سرکاري اخبار دى د پښتو ژبې او د افغانستان د نوم پر خلاف مطالب خپروي او حتى خلکو ته بلنه ورکوي چې اوس خو ازادي ده، د دغسې مسايلو په باب که هرڅه ليکئ، ويې ليکئ.
نژادي تعبيض او لساني تبعيض د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ اصلي عامل دى. هغوى چې قومي او فرهنګي ظلم او تبعيض کوي، په حقيقت کې وطن تباه کوي، جنګ او خونرېزۍ ته لار اواروي. دغسې ظلمونه او توپيرونه تروريسټي عناصرو ته زمينه برابروي، چې په افغانستان کې ځالې جوړې کړي.
کرزى صاحب بايد اطلاعات او کلتور وزارت کې فرهنګي استبداد ته توجه وکړي، داسې وزارت چې لساني تعصب په کې پالل کېږي او اسلام ته د سپکاوي او بې احترامۍ د عاملانو حمايت کوي (لکه د افتاب د ضد اسلامي جريدې له چلوونکو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت حمايت) په واقعيت کې تروريزم ته زمينه مساعدوي.(2)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery