مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مننه، سلامونه، ادب او درنښت

عبدالاحمد محمديار

كه اسمان دي د زمري په خوله كې وركړي
د زمري په خوله كې مه پرېږده همت

په داسي حال كې چې د وخت د وحشي جبر له خونړۍ خولې څخه راوتلى يم، بلكي د دې خولې ټول له زهرو ډك غاښونه پرځمكه راتوى شوي او دا خوله په خاورو او ايرو لړل شوې ده. د افغان ملت سره د زړه خواله كول غواړم:
په افغانستان كې د ډيموكراسۍ ږغ پورته، د بيان د ازادۍ نغاره وډنګول شوه، د ډېرو نورو په څېر ما او زما د فرهنګي سنګر نورو يارانو هم دا ږغ واورېد، هركلى مو ورته ووايه او د پراخ فرهنګي كار او پيكار جنډه مو مسكه كړه. خو له بده مرغه د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت، هغه ودانۍ چې له كړكيو يې د ډيموكراسۍ ږغ راوتى او د بيان د ازادۍ د نغارې زمزمې، د همدغې جنډې د راټيټولو په ناقانونه او ناځوانه راټيټونه يې لاس پوري كړ. خاص په دې نيت چې ګوندي موږ به د ا فغان سپېڅلي او آر فرهنګ د مورچل يو مات ګوډ او نيمګړي سرتېرى تر څټ راونيسو، د زندان و تور كونج ته به يې وغورځوو، وينې به يې د خپل همېشني خصلت له مخې ځنې وځبېښو، په پاى كې به يې په دې ژمنه خوشې كړو، چې نور به د قلم څوكه د غلو، داړه مارو، ملي خاينانو او د افغان فرهنګ د غليمانو د رسوايۍ لپاره نه خوځوي. خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت يارانو، يا ښه دي ووايم سرغنه يې ښاغلي ډاكټر سيد مخدوم رهين لكه چې د افغان هېواد د زامنو له ننني ذهنيت لورى او كچه ځان ته نه وه معلومه كړې. دا ځكه چې زه لا د دغه وزير په اشاره د كابل د لويې څارنوالۍ په وره ورننوتلى نه وم، چې زما د هېواد مور ويښو، ځيركو او مېړنيو زامنو او زما د فرهنګي سنګر سربازانو ورباندې د مدللو، منطقي او قانوني نيوكو، ويناوو او اعتراضونو محشر جوړ كړ. د دې اسرافيلي شپېلۍ اواز د افغانستان له ګوټ ګوټ او د نړۍ له كونج كونج څخه او په هر هغه ځاى كې چې زما د خاورې د ابۍ ويښ او حساس زامن اوسېدل، پورته شو او پر قانون باندې د هر تېگري كووني د غوږونو پردې يې ورڅيرې كړې. په داسې يوه حالت كې راڅخه د لويې څارنوالۍ د تحقيق او جرايمو په رياست كې، تحقيق پيل شو. لس دوولس پوښتني راڅخه وشوې او هري پوښتني ته مي د خپلو يارانو او دوستانو په ډاډ دا ډول ځواب ووايه چې بيا مي ورته په كې د بلي پوښتني د پيدا كېدو مجال پرې نه ښود او د تحقيقاتو په وروستيو شېبو كې خو دا بېخي راته څرګنده شوه چې نور نو د څارنوالۍ مستنطقين زما د هېواد د بافرهنګه او پوهو شازلميو منطق او دليل د خپل پرستيژ لپاره قانوني ګوزار ګڼي، ځكه يي نو په اوبو كې د لوټي ايښوولو او ورباندي د تېرېدو لوبه پيل كړه. په زړه پوري دا وه چې د تحقيقاتو پاى ته د ټيكي ايښودو چم هم ځنې هېر و. بالاخره يې د ټليفون له لارې راته وويل چې له كومې پايلې او ښه و بده پرته رخصت يې، بيا ما ورته وويل: عجبه ده! د وزير صاحب حيثيت نه دى پرځاى شوى او زه رخصتېږم، خو په هر صورت يوه دا وړ ويزه خو جوړه كړي، يو ليك ميك خو راكړئ. بيا يې د كندهار پر څارنوالۍ باندې سرپټى ليك راكړ، چې زه يې د دوى پښېمانليك ګڼم.
لنډه خبره دا چې دغو د قانون سرغړوونكو غوښتنه چې د افغان ملت يوه لوبه كتله، د دغه ملت د يوه غړي په ټكولو سره په اروايي او مانيز ډول وټكوي، خو په خپل دغه خام پلان او ارمان كې پاتې راغلل او په دې ډول سره يې د ناموزه اتوريتې خوړين دېوال د ټول افغان ملت او نړۍ په وړاندې رانسكور شو او هم ورته په افغانستان كې د افغان فرهنګيانو د پراخ جوړ شوي فرهنګي كمربند (وردګ، غزني، زابل، كندهار، هلمند، فراه، هرات، لويې پكتيا، خوست، ننګرهار، لغمان، كونړ، كندوز، بغلان، لرغوني بخدي يا بلخ او كابل) زور او ځواك څرګند شو. دلته بايد دا معترضه جمله هم زياته كړم چې د دغه فرهنګي كمربند بنسټ ورځ په ورځ پخېږي، د ډيموكراسۍ، ټولنيز عدالت او بيان د ازادى جنډه به تر اسمان پورې لوړ وي او د قانون د غليمانو نفسونه به نن وي كه سبا، ورباسي.
زه په دغه كار او پيكار كې د خپل بري راز د خپل هېواد د بافرهنګه زامنو په پراخ او بېساري ملاتړ كې وينم. د مننې الفاظ ورته نه لرم. بس همدا به زما او د دوى لپاره ستر امتياز او لوى سوغات وي، چې نن موږ ټول د قانون او خپل حق په دفاع كې بريمن او برلاسي شولو. ما خو غوښتل چې زه د خپل هېواد خواخوږو زامنو له يوه يوه څخه ځانګړې مننه وكړم، مګر دا خو ماشا الله او د شيطان غوږونه دې كاڼه وي، نژدې ټول ملت مې په ملاتړ ولاړ شوى و، ځكه خو نو د خپلې ټولې مينې، مننې، خلوص، ادب او درنښت سر د خپل ټول ملت او په ځانګړي ډول د هر هغه چا په وړاندې ټيټوم، چې د راډيو، ټلويزيون، ورځپاڼې، ويبپاڼې او بلې هرې خپرنۍ وسيلې له لارې يې د خپل هېواد او افغاني فرهنګي د يوه مات ګوډ چوپړوال د ملاتړ ږغ پورته كړ او په دې ډول سره يې د افغان اصيل فرهنګ د غليمانو پر سر د اسمان د ژرندې پل وګرځاوه.
د خداى په امان
ستاسو د افغان ملت، فرهنګ، ژبې او ملي ارزښتونو ساتونكى، چوپړوال، په هر حال، هر وخت او هرځاى كې قربانۍ ته چمتو او لېونى.
1383/زمرى/18ل كال (19)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery