مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نوې كابينه ملې كابينه ده كه مسلكې؟

كابلى والا _ هند
په افغانستان كې خوښاغلي كر زي خپله په اصطلاح مسلكي كابينه له سختو كړكيچونووروسته دلويديزو والودسيالۍ له توپانه په امن سره راويسته، نژدې يوه دوي مياشتې ددغه توپان اوسيلاب له پاره لكه دافسانوي اواساطيري ښاماردراتلو خبرې اوهنګامې له هرې خوا رااوريدل كيدې ، هرچا به فكركاوه چې ددغه توپان اوسيلۍ پايله خوبه خامخا يوڅه وي. خولكه چې له امريكا دباندې سياسي څارونكوپخواوړاندوينه كوله (چې هم هغه زوړ ملا اوزړې ... ) ترډيره حده سمه راوخته، په دې مانا چې ښاغلې كرزي اوپه افغانستان كې امريكايې ويسراى ښاغلې خليل زاد په خپل ټول توان سره ونه شواى كولاى چې دافغانستان دملې ګټو په پام كې نيولو سره دي يوه ملې اوپه رښتنې مانا مسلكي كابينه رامنځ ته كړي، زه نه پوهيږم چې له مسلكي توبه دښاغلې كرزي مطلب څه دى؟ كه مسلك داوې چې يوسړى دښه مزى اوچاغ وي نودهغه مانا داده چې هغه دخوراكې شيانو په مزه اوخوند ښه پوهيږي نوهغه بايد دخوراكې توكونواوارزاقووزيروي ، اوكه هد ف داوي چې يوچا ټول عمرله بريښناپرته يوه ورځ هم ژوندنه وي كړى نوهغه دبريښنا په مزه پوهيږې اودبريښنا مسلكې انجنيردى اويايوڅوك چې دخپل ملت په رسمې ژبه نه پوهيږې هغه بايد دكلتوروزېروي. اوپه همدې شان كه چا دكابل په طب اويانورو غيررسمي كاليجونوكې يوازې دليسانس دوره په څوبيلابيلووقفوسره ويلې وې نوډاكتر ورته ويل كيږې، په دغه حال كې خبره سمه ده موږ به هم خوله پټه ونيسو اوهم به دا وايو چې ښاغلي كرزي په رښتياهم مسلكېي كابينه جوړه كړه مباركه دې وي!! خويوشمير بيا داهم وايې چې بس په دغه يوڅوخبرويوه ناكامه اداره اوكابينه په كوم لحاظ سره سړى مسلكې وبولې، له بلې خوا په هرځاى اوهروخت كې دمسلك مانا داده چي يوڅوك بايد په هماغه خپله څانګه كې دومره (شى) وي چې كه ډيرڅه يې نه وي ترسره كړي نولږترلږه يونوىاودپاملرنې وړكارخويې كړى وي اوهغه خوبايد خلكو ته معلوم وي،مسلكي كسان له ښاغلې كرزي څخه پوښتنه كوي چې ته دله خپلويوشميروزيرانوڅخه پوښتنه وكړه چې دوى دغه ټكې ته څه ځواب لري ؟ اوكه دانه وې اجازه خلكوته وركړه چې ويې پوښتي چې دوې په دغه برخه كې څه ځواب لري. مطلب مې دادى چې دغه كابينه په هيڅ ډول مسلكي كابينه نه ده په دې چې په اوسنې كابينه كې يوشميروزيران داسې هم دي چې دوى په خپل مسلك كې ناكام شوي وو ځكه يي سياست بازيو ته ورمخه كړې اواوس يي هلته دمسلك ماسك پرخپل مخ راكش كړى دى .اوكه نه وي تاسې ددوى تعليمې سوابق وګورۍ چې آياپه دوې كې كوم يوه ددغه مسلك له پاره وړدى چې اوس يې وزيران يې دي. دوى كيداى شي په يوه برخه كې تعليمې ديپلوم ولري خوداچې اوس په كوم وزارت ټاكل شوى له هغه ديپلوم سره يوهم سم نه دى. يوازې كيداى شو ووايو چې دادسياست بازى له مسلكه پرته بل څه نه دى . زه فكركوم يوشميرښاغلې وزيرصاحبان به هم انشاالله په دغه برخه كې له ماسره هم نظره وې ځكه دوى ته خپله وړتيا په خپله ښه معلومه ده !
ښاغلى كرزى اوياران يې كه زموږ مسلكيانو منې بايد داخبره ونه كړي چې دوى په رښتياهم مسلكې وزيران ټاكلې داخبره سمه په دې نه ده چې په اوسني سياسې نړى كې وزيران كله هم مسلكې نه وو اونه دي آن دايرغلګرامريكايې واكمنان وګورئ چې دباندنيوچارو وزيركولن پاول يې ښه سياست پوه دى كه ښه جنرال ؟ اوياداچې نن سبا يې دانوې ميرمن (رايس ) په دغه څوكۍ باندې راځې ، هغې سياست چيرې ويلې؟ هغه دترهرڅه دمخه دګنګل پرمخ يوه پيژندل شوې رقاصه ده. موږ په دې نظريو چې ددغې كليمې كارول دنړى په سياسې قاموس كې وړځاى نه لري ، نوزموږ دهيواد دكابينې له پاره دانوم يادول په خپله له يوې لاپې پرته بل څه نه دي. اوكه دانه واى نواشرف غني احمدزي به په دغه حساس وخت كې له خپل تجربې مسلك ( مطلب دا چې دهغه هم اصلي مسلك نه و، خوداڅوكاله يې دومره تجربه په كې موندلې وه چې ترمسلكې هم زيات و) به اوس كابل پوهنتون ته چې دعلمي اوعملې اسانتياوو درك په كې نشته نه استول كيده.دايوه دنه منلو وړ خبره ده چې دماليې دوزارت له اجازې پرته به ښاغلى احمدزى يوډالر هم په پوهنتون باندې ولګولاى شي ، اوكه فرضا په خپل واك داكاروكړي زه باوري يم هغه ټاپه چې په اسماعيل خان اونوروبآندې وهل شوې وه هغه به پرده هم لګيږي اوپه دغه نامه به ملي ضد ورځچاري ياران نوهم دپياوړتيا جوګه شي .
لنډه داچې دمسلك مانا يعني ( كارپوهنه، ايمانداري ، خدمت اواستعداد په يوه علمي برخه كې )
دويمې خبرې ته راځو اوهغه دا چې اياداكابينه يوه ملې كابينه ده ؟
افغانستان په خوراسختوحالاتوكې راښكيل شوى هيواد دى، ددغه هيواد ملې واكمني دډيرو وړو وړو خبرو ترسيوري لاندې هرچاته داسې ښودل كيږي چې ګواكې نړيوال ځواكونه دلته پراته دي اويوشميرورته كښته اوپورته كيږي اوپه افغانستان كې ګواكې خيرخيرت دى ، موږ دنړيوالوقوانيو اوملګروملتو دهرچال چلند اومنشور هره ماده اوهرپراګراف منو، خودابه ډيره ګرانه وي چې دملګروملتو په نامه دې يوټاكلې هيواد لكه امريكا زموږ دملت اوخلكو په برخليك باندې دنړيوالې ټولنې په نامه هغه كارونه وكړي چې هغه دهرډول انسانې اوزموږدافغانې خپلواكۍ دملي نورمونو ضد وي.تيره اوونې دامريكاپوځي مامورينو په ډاګه كړه چې دوى به زموږ په هيواد كې ديوې اوږدې مودې له پاره پاتې وي. وايې چې ديوچا كورته يوڅوك چې ددغې كورنۍ ماما كيده په ميلمستا ورغى، هغه دومره دلته پاتې شو چې كوروالايې په تنګ كړل ، په كوركې كه به ماشوم هم وژړل، نودابه يې دده له ژړا سره ويله چې خيردى مه ژاړه ماماجان دې هم په خيرسبابله ورځ روان دى ،ماماته ېي څه موده همداتبليغات وكړل خوپه دغوهم نه شوه، ترڅوچې ما ما په تنګ شو، اوپه ډاګه يې وويل چې ، داخبرې ګټې نه لري ، مامادې تلونه دې دهغه دلته شپې دي...
درى كاله امريكايې پوځونه دافغانستان په جنوب اوختيزكې پراته دي اوچې څه يې په زړه ورجوړه شې هغه كوي، نه يې د ښخو،نه د ماشومانوپه وژنولاس ونيو اولااخته دي زموږ پرملت دهرې ورځې په ترځ كې نوې نوې طرحې اوتجربې عملي كوي، په زندانوكې وژنې اوپه بټواوبرالاتوګه ديوشمير كسانو ځورول اوله هغوى سره معاملې كول داهغه ورځنى پروژې دي چې امريكايي په افغانستان كې عملې كوي اوددغه هيواد خلكوته آجازه نه وركوي چې دخپل هيواد په باره كې فكروكړي، نن سبا دلته په لوديديز خلك په ډاګه داوايې چې افغانستان يعني دامريكا مستعمره ، اوداسي يوهيواد چې په نژدې راتلونكې كې به دغه هيواد(افغانستان ) دامريكايانو له لاسه په يوه داسې ناسورداغ باندې واړوي چې په سيمه كې به يوګاونډى هم دآرامې احساس ونه كړي اوله لاسپوڅوافغانانو به داسې شيان جوړكړي چې ټوله اسلامې نړۍ به ترستونې راولي اوكه بياچيرې په امريكا باندي كوم غضب راپريواته نو بيا زموږ وږي ګاونډي لكه ليوان زموږ پرملت باندې هغه نارواوي زغمې چې له تصوره به لرې وي. لاس پوڅې به بياهم د دويم تابعيت په نامه دامريكايانو داوږو بازان وي اوزور به يې له مومنوافغانانو وځي .په افغانستان كې اوسنۍ كابينې وښوده چې هرڅوك سره ږيره ولري هغه به ملاشاه ګل وي ، هرڅوك چې امريكا ته ولاړ هغه دسړيتوب اوپوهې معيارشو، نه ، په اوسنۍ كابينه كې داسې وزيرهم شته چې دډاكترۍ ترڅنګ په امريكاكې دهوټلدارۍ ديپلومه لري يووخت كې يې په امريكا كې ټولو خلكو ته ويل چې زه تر هغې دوكتورا دغې اوسنۍ دهوټلدارۍ دپيلومې ته ارزښت وركوم ،خوله بده مرغه چې هغه ښاغلي ته دهغه دخوښې له ديپلوم سره دنده نه ده ورسپارل شوې.. په هرصورت داډول خبرې شته خوزما اوس افسوس په دې راځې چې دولت بايدخپلو دغو وزيرانو ته ددوى دنويو ديپلومو په پام كې نيولو سره دندې ورسپارلې واى ، اوسنۍ كا بينې ته په ملې لحاظ يوه جدي كتنه په كارده . زه خوپه دې نظريم چې دآضروري نه ده چې هروزير بايد ياله امريكا ديپلوم ولري اويا ېې بايد راوابط له امريكا سره وي ، داهغه تجربه ده چې روسانو په افغانستان كې دوې لسيزې دمخه ترسره كړه اوهغه په خپلې ناكامۍ سره اوس امريكايانوته ورميراث شوې ده، دايوه ناكامه طرحه ده اوهمدغه ټكې دى چې ډېرخلك خوپه هيڅ ډول ديوې ملې كابينې نوم نه شي ورته اخيستې .اونه زموږ له پاره په ملي لحاظ كومه بريادرلوداى شي.كه څوك ددغوكسانو ټآكل دملې مصلحت پربنسټ اقامه كوي داهم يوه لويه تيروتنه ده. ځكه دوې مخكې تردې چې دملت دباوروړ كسان وي ديوه خارجې ځواك په اشاره اوخوښه ټاكل شوې اوغوره شوي دي. په اوسنۍ كابينه باندې چې څومره جنجالونه د امريكا، انګريزانو اوداروپايې اتحاديې ديوشمير هيوادو له خوا ترسره شوې دا دافغانستان مظلومو اوجنګ وهلو خلكو ته هيچاهم ورپه ګوته نه كړل ؟
بله داچې دې كابينې ته به څوك په كوم ژبه يوه ملې كابينه ووايي چې دافغانستان داكثريت (پښتنو) ښځو په استازيتوب يوه ميرمن هم په كې وزيره نه شوه، كه هدف داوې چې په پښتنوښځوكې داسې څوك نشته داهغه كينه اودښمني ده چې په تيره يوه لسيزه كې دپښتنو په وړاندې ترسره شوه اولا هم په خپله دبښتنو په وجود كې پرپښتنو باندې عملې كيږې ، ښاغلې كرزى بايد دغه ټكې په خپله ځواب وركړي او كنه دابه هغه كينه وې چې پښتنو ښځوپه پښتنې سيموكې دپښتنې ننګ په نامه ده ته رايه ورنه كړه اويوې ميرمنې ته يې چې دده په مقابل كې كانديده وه رايه وركړه.
لنډه داچې زموږ ملت يوستراووياړلى ملت دى ، يوتاريخي ملت دې ، چې دهيچا كړه اونيتونه ددوى په وړاندې پټ نه شي پاتې كيداى. دوۍ دخپل ملت دبرخليك دسمبالتيا په كاركې ترهرچا ښه اورښتيانې قاضيان دي. دوى ته بايد رښتياوويل شي اوددوى دايمان اوافغانيت له روغ نيتۍ څخه بايد ناوړه ګټه وانه خيستل شي. موږ هيله من چې زرترزره به يو ملې وجدان اوقضاوت داسې هم رامنځ ته شې چې هلته يوڅوك داوسنۍ كابينې په وړاندې دابوښتنه طرحه كړي چې كوم وزيركوم مسلك لوستى آياپه دغه اوسنۍ مقام، مسلك ټاكلۍ اوكه دنورو په غوښتنه اومصلحت يې يوازې دغه ځاى نيولى دئ !؟
( پاك الله په هرهغه څه چې موږ نه پوهيږو ښه پوهيږي )!(27)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery