مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

رهين خيبر ټلويزيون نه غواړي

خيبر ټلويزيوني شبكه لومړنۍ پښتو نړيوالو شبكه ده، چې په پښتو خپرونې كوي، ايله دا څو مياشتې وړاندې يې خپرونې پيل شوې، چې په ټوله نړۍ كې ګڼ شمېر مينه وال لري. په ځانګړې توګه په افغانستان كې، چې خلك وايي د افغانستان د اوسني راډيو ټلويزيون خپرونې يې تنده نه شي ماتولاى.
د وږي (سنبلې) مياشتې په وروستۍ لسيزه كې د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين په كابل كې د ټلويزيوني شبكو پر ټولو دفترونو امر وكړ، چې تر دې وروسته دې د خيبر ټلويزيوني خپرونې بندې كړي، كه چېرې يې بيا په كېبل كې دا ټلويزيوني شبكه وليده، نو پر دوى به نور بنديزونه هم ولګوي.
د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي دا پلمه كوي، چې ګواكې په دې شبكه كې ځينې سياسي خپرونې هم راځي، چې له افغانستان سره اړيكي لري. دا په داسې حال كې په همدې كېبلي شبكو كې درې څلور ايراني چينلونه هم خپرونې كوي، چې په هغو كې هم سياسي خبرې اترې راځي، خو نه ده څرګنده چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت ولې پر هغوى دا ډول بنديز نه لګوي؟
كتونكي په دې باور دي، چې رهين په دې ډول نه غواړي چې يو چينل دې په پښتو وي، ځكه چې دا وزارت يې په وړاندې د ميرې چلند لري. ځكه يې په كابل راډيو ټلويزيون كې د پښتو كچه ډېره راكمه كړې ده.(31)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery